د سولې عالي شورا د حزب اسلامي له پلاوي سره تر خبرو وروسته هیله څرګندوي، چې په راتلونکې کې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې به د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ نور نږدې والې هم رامنځ ته کړي. حزب اسلامي د افغان دولت دویمه ستره مخالفه ډله ده
وروسته له دې چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې مشر په ګمرکونو کې د پراخ اداري فساد په اړه له خپله راپوره دفاع وکړه، ځینو سناتورانو ټینګار وکړ چې په فساد کې د ښکیلو کسانو نومونه هم باید افشا شي. دغه راپور په وروستیو څو میاشتو کې خپور شوی او په کې راغلي چې د تورخم ،سپین بولدک او حیرتانو په ګمرکونو کې پراخ اداري فساد موجود دې.
ټاکل شوې، چې اسټرالیا د خپلو ځواکونو زیاته برخه تر ټاکل شوي وخت دمخه له افغانستان څخه وباسي،د اسټرالیا صدراعظمي جولیا ګیلارډ د سې شنبې په ورځ وویل، چې اسټرالیایي ځواکونو خپل ماموریت تقریباً بشپړ کړی..
سره له دې چې د ملي امنیت چارواکي په کابل کې د حملو له امکان څخه خبر شوي وو خو بیا هم ونه توانیدل چې د دغو حملو له پیښیدو مخنیوی وکړي. د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته وویل
په داسې حال کې چې د دولت وسله وال مخالفین په اوړي کې د دوي د حملو د زیاتیدو خبر ورکوي، خو د دفاع وزارت وايي، چې د دولت د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره د افغان ځواکونو هڅې دوام لري. د دې وزارت په وینا افغان ځواکونو په دې وروستیو کې شاوخوا څلویښت وسله وال
د ملي امنیت ریاست په کابل او دریېو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو وروستیو حملو ته په کتو ویره څرګندوي، چې د شیکاګو تر کنفرانس پورې به په افغانستان کې وسله والې حملې او امنیتي ستونزې زیاتې وي. د ملي امنیت عمومي رییس انجنیر رحمت الله نبیل
د طالبانو او د امریکا ستراتیژي جوړونکو لپاره ټولې هغه لارې چې د افغانستان پخواني او تاریخي پایتخت ته ووځي ډیر سختي دي ځکه دا لاری له وچو او شاړو دښتو، ژورو درو او لوړو غرونو تیریږي،اسوشیتتد خبري اژانس لیکلي، طالبانو په کابل ښار..
په کابل ښار کې له هغو دریو ځایونو څخه، چې وسله والو طالبانو په کې د یکشنبې په ورځ مرچلې نیولې وې، یوه د دارالامان پر واټ ملي شورا ته مخامخ ولاړه یوه نیمه کاره جګه ودانۍ وه. کله چې وسله وال دغې ودانۍ پورته شول او له امنیتي ځواکونو
سبا چهارشنبه د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيلېږي، چې تر پنج شنبې پورې به روانه وي. افغانستان به د دوى د خبرو د اجنډا په سر کې وي. په غونډه کې به افغان چارواکي د ناټو د غړو هېوادونو له استازو سره وګوري.
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د روانې اونۍ په ډله ییزو وسله والو نښتو کې ممکن د بهرنیو کړیو لاس وي. دا حملې د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل او د هېواد په دریو نورو ولایتونو کې په یو وخت وشوې، چې په کې لږ تر لږه یو پنځوس کسان وژل شوي او پنځه شپیته نور ټپیان شوي.
د ننګرهار د دوو سرحدي ولسوالیو لالپورې او مومندرې استوګنو قامونو له حکومت سره مقاطعه یا پریکون اعلان کړی، دوی ښوونځي او کلینیکونه د مراجعینو پرمخ تړلي او وایي، د دوی په ځای کې دولتي ځمکه زورورو نیولې او د ولسمشر تر فرمان وروسته هم ننګرهار ادارې ...
په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د لوګر او پکتيا ولايتونو په سرحدي ولسوالیو کې د ميوند په نوم عمليات روان دي، د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو مشر وايي، چې تر دې دمه يې په دغو عملياتو کې په لويه کچه چاودېدونکي توکي او وسلې نيولي او تر څنګ يې له وسله والو مخالفانو سره په مخامخ جګړه کې ۵ جنګيالي وژلي او ۴ تنه نور يې ژوندي نيولي دي.
نور راوښيه