د امریکا د متحدو ایالاتو لوی درستیز د افغانستان له جمور ريیس حامد کرزي سره، د جمهوري ریاست په ارګ کې وکتل.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمد صادق وایي، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لیږدول د افغانانو خپل کار دی، او دوی یې پوره ملاتړ کوي.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې مرکز د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه خپل یو تحقیقاتي رپورټ خپور کړی، چې په کې ویل شوي، اکثره خلک په شویو انتخاباتو بې باوره وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې د خپل سیاسي استازې ماموریت (یوناما) یوکال تمدید کړ. پدې ډول به په افغانستان کې د یوناما کار د ۲۰۱۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې دوام وکړي.
جمهور ریس حامد کرزي د سې شنبې په ورځ یو لست خپور کړ چې پر اساس به یې افغان امنیتي ځواکونه د څلورو ولایتي مرکزونو او دریو ولایتونو بشپړ مسولیت واخلي.
په دې وور ستیو کې جرمنې مجلې شپګل ان لاین په افغانستان کې د څو امریکایي عسکرو د چلند په اړه یو شمیر زړه بوږنونکي تصویرونه خپاره کړي دي. د دې تصویرونو خپرول ددې سبب شو چې امریکا بښنه وغواړي.
هر کال به په کابل کې د نوې کال د ورځې تر لمانځلو وروسته د بزګر میله هم په پراخ ډول لمانځل کیده خو سږ دا ورځ هغسې چې په تیرو کلونو کې لمانځل کیده، ونه لمانځل شوه.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه سیمې او ولایتونه اعلان کړل، چې امنیتي مسوولیتونه به یې په نږدې راتلونکي کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د نوي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې جدي امنیتی تدابیرنیول شوي او خلک په ځانګړي توګه ځوانان میله ځایونوته د میلې لپاره ورغلي.
د نوي کال د عنعنوي میلې مراسم د کابل په بادام باغ کې ترسره شول، چې د کابینې غړو، بزګرانو او په سلګونو عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.
د افغانستان امنیتي مقامات د نوروز د را رسیدو په مناسبت د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي. ټاکل شوې چې په مزار شریف کې د نوروز د عنعنوي مراسمو لپاره لوړ رتبه داخلي او بهرني چارواکي مزار شریف ته ولاړ شي.
د عبدالخالق ملکزي په نامه یو کس، چې ځان د افغان طالبانو استازی بولي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو او د سولې د روانو هڅو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
نور راوښيه