په داسی حال کی چې، د افغانستان خلک او ولسي جرګې ته کاندیدان د تېرې شنبې د ورځې د انتخاباتو نتایجو ته په صبري سره انتظار باسي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد یا فیفا په خپل لومړني راپور کې وايي، چې د رايي ورکونې بهیر له ډیرو ستونزو او پراخو درغلیو سره مل وو.
افغان حکومت د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدل یوه لویه لاس ته راوړنه بولي او وایي سره له دې چې د دې انتخاباتو په وړاندې خنډونه او ستونزې پرتې وې خو بیا هم دا انتخابات په ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره شول.
د کندهار او زابل څخه ولسي جرګې ته ډيرى کانديدان په دغه ولايتونو کې ترسره شوي انتخابات له پراخو درغليو څخه ډک بولي او وايي چې داسې انتخابات دوي ته د منلو وړنه دي .
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، چې د سولې د عالي شورا لست نهايي شوی دی او تمه ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې به اعلان شي. دوی وايي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د هیواد په دوه ویشت ولایتونو کې یې د ولسي جرګې د انتخاباتو رایې شمارلي او په پاتې نورو ولایتونو کې به هم رایه شمیرنه ژر بشپړه شي.
د افغانستان د جمهور ریيس حامد کرزي د فرمان له مخې، ډاکټر همایون عزیزي په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت ته نوی وزیر وګمارل شو.
د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځیني څارونکي ډلې وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي دي چې دوی یې په اړه څیړنې کوي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې تر اوسه پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چې د شنبې په ورځ ترسره شول په لسګونو شکایتونه ترلاسه کړي دي او دا مهال هڅه کیږي چې دغه ټول شکایتونه وڅیړل شي
کابل ښاروالۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو له کاندیدانو غوښتي چې ژر تر ژره دې له کابل ښار نه خپل عکسونه او پوسټرونه را ټول کړي. د کابل ښاروالي چارواکي وايي، د انتخاباتو له تیرېدو وروسته اوس باید دغه عکسونه او پوسټرونه چې د ښار بڼې ته یې تغییر ورکړی له منځه ولاړ شي.
افغان امنیتي چارواکي وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفانو په حملوکې ۴۰ تنه ملکي وګړي،امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سويلي حوزې په درېو ولايتونو کندهار زابل او ارزګان کې هم د ولسي جرګې انتخابات چې د سهار په اوو بجو پيل شوي وه د مازيګر په پوره څلور بجو پای ته ورسېده.
نور راوښيه