په كابل كې د ملي موزيم چارواكي وايې، چې دوي هڅه كوي له بهرنيو هېوادنو څخه د دې موزيم غلا شوي لرغوني توكي بيرته را وګرځوي.په كابل كې د المان سفير د چهار شنبې پر ورځ د افغانستان له ملي موزيم څخه غلا شوې يوه لرغوني سكه، چې د يونان باختري د وخت وه
په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم ليكنې لړۍ پيل شوې، ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه كې دا موضوع تر بحث لاندې ونيوله.
په افغانستان كې يو نا دولتي څيړنيز مركز وايې، چې په هېواد كې يې د موجوده ستونزو د هواري په خاطر يوه نوې طرحه جوړه كړې، چې د افغان حكومت او په هېواد كې به يې د ملګرو ملتونو له ادارې سره هم شريكه كړي.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت وايې، چې د نوېو ماشين الاتو په ذريعه به په هېواد كې دننه د اصلاح شوېو تخمونو توليد ته زياته زمينه برابره شي.
امریکایې او ناټو ځواکونه له څه مودې راهیسې په کندهارکې د سترو پوځي عملیاتو د پیل کولو خبرې کوي او وایې په دې عملیاتو سره به د افغانستان جنوب او په خاص ډول کندهار ولایت له طالب وسله والو څخه پاکه شي. خو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازې وایې، چې د دې عملیاتو سیاسي پله به درنده وي.
ټاكل شوې چې د پنج شنبې په ورځ د ناټو سازمان او په افغانستان كې د ايساف ځواكونو د اړوندو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په تايلنډ كې غونډه وكړي، چې هدف به يې د نورو مسايلو سربيره، افغان ځواكونو د امنيتي مسئوليت په سپارلو او د افغانستان او سيمې په سياسي وضعيت خبرې وشي.
د پوهنى وزارت او افغاني سرې مياشتى ټولنى په ګډى همكارۍ، د سې شنبى په ورځ په كابل كې د څو ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د انځورګرۍ مسابقه پيل شوه. مسوولينو وويل، د دوى هدف دا دى، چې زده كوونكي د طبيعي او غير طبيعي حوادثو په وړاندې د ځان او نورو د ژغورلو احساس پيداكړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ايران د بهرنيو وزارت له چارواكو سره يې د افغان بنديانو د اعدامولو د لړۍ د بندولو په اړه خبرې كړي دي.
د امریکا یوه پوځی مقام د افغانستان په ختیځ کی له یوې لیرې پرتې غرنۍ سیمې څخه د امریکایی ځواکونو د پوستې د لرې کولو په اړه له وروستۍ پریکړې په دفاع وایي، چې پوځي قوماندانانو دغه پریکړه د خپلو امکاناتو او پوځي اهدافو په اساس کړې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې سرله نن څخه په ټول افغانستان كې د ولسې جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ پيل شوه. د دې كميسيون د دارالانشا مرستيال او سرپرست ذكريا باركزي وويل چې د وري د مياشتې له څلورويشتمې تر دېرشمې پورې احتمالي كانديدانو ته د معلومات وركولو پروسه دوام وكړ.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیره هلري کلنټن په افغانستان کې په جوړیدونکي نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي. یوه لوړ رتبه امریکايي مقام پرون وویل، چې دا به د افغانستان د ثبات د تامین لپاره یو بل ګام وي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سنډې ټايمز ورځپاڼې د راپور په اړه چې په هغې كې ويل شوي، د طالبانو مشرملامحمد عمرله امريكا سره د سولې خبرو اترو ته زړه ښه كړى، بېلابېل نظرونه لري.د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني وايي، كه چېرې دا خبره رښتيا وي نو په افغانستان كې د سولې او ثبات په راوستلو كې يو د پام وړ پرمختګ دى.
نور راوښيه