د ۱۳۸۹ كال لومړى ورځ او د برګز دوديزه ميله د يكشنبې پر ورځ د كابل د بادام باغ په سيمه كې په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه.
د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د سږ كال د كانكور پاڼې يې په ډېر دقت څېړلي او لسګونه زره ځوانان يې د لوړو زده كړوعالي او نيمه عالي موسيساتو ته ور پېژندلي دي.
کله، چې تېر دوبى د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته يو مفصل راپور، چې (د افغانستان د جګړې) نوم ورکړل شوى و، وسپارل شو.
د نوي كال يا نوروز د راسېدلو په وياړ په بهر كې د افغان كډوالو په زرګونه افغانۍ نقدي مرسته د شنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرګه كې د كابل ولايت د خلكو د استازي ډاكټر رمضان بشردوست له خوا په كابل كې په بې ځايه شويو افغانانو وويشل شوه.
د افغانستان دعدلې او بهرنيو چارو د وزارت چارواكو د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره، د ايران په محبسونو كې د افغان بنديانو پر وضيعت خبرې وكړې. د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وويل، اوس مها ل ايراني چارواكو په دې موضوع ناخبري ښودلې ده، خو ژمنه يي كړې، چې موضوع به وڅيړي.
په افغانستان كې د ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو چارواكي وايي، چې د كندهار په پوځي عملياتو كې به د هلمند د مارجې له عملياتو ډيرسرتېري ګډون وكړي.
د هلمند د موسي كلا ولسوال ملاسلام په وینا، چې د دولت او مخاليفينو ترمنځ سخته نښته روانه ده اوهم تر دې دمه طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پوليس هم په دې جنګ كې ټپيان دي.
د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې معلولينو او معيوبينو ته به په كابل كې ښار له دولتي ترانسپوټ نه د وړيا ګټې اخيستنې زمينه برابره كړي.دا پريكړه د ټرانسپورټ وزارت په وړانديز د وزيرانو شورا كړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي، چې له کندهاره څخه د طالبانو د لیرې کولو پلان لري په دې نظر دي، چې د جمهور رییس حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی د دوی د هدفونو مخې ته ستونزې جوړوې.
د كابل ښاروالې په پام كې لري، چې سږكال د كښېنول شوېو نيالګيو د پالنې لپاره پراخ پروګرامونه لري او هم يي له ځوانانو څخه دا مرسته غوښتي، چې سږ كال به كښېنول شوېو نيالګيو ته په منظم ډول د اوبو سيسټم جوړ كړي ترڅو كيښنول شوي نيالګي تري وچ نه شي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا يونيسف وايي افغانستان په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مړينې، سوء تغذيې او جنسي تېريو له کبله سخت ځاى دى. د دې ادارې يوه مسوول افغانستان ته تر سفر وروسته وويل د افغانستان بد وضعيت په ټوله منځنۍ اسيا او حتى نړۍ کې سارى نه لري.
د هلمند په مارجې کې پوځي عمليات لا هم روان دي او نړيوال ځواکونه غواړي په کندهار کې پوځي عملياتو ته تيارى ونيسي، چې امريکايي قوماندانان وايي دغه عمليات تقريباً پيل شوي او په پام کې ده د افغانستان په شمال، کندوز کې هم پوځي عمليات پيل شي.
نور راوښيه