ولسمشر کرزي د سې شنبې ورځې په خبرې غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې ګاونډيو هیوادونوزمونږپه کورنیو چاروکې لاسوهنه کړې اوکوي یې خو دغه لاسوهنوته خپله دافغانستان خلکولاره هواره کړیده.
دا لوبغالی د حضوري چمن ترڅنګ په دیارلس جریبه ځمکه کې د امریکا د متحدو ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې په مالي مرسته جوړیږي. د مالیې وزیر وویل، غواړي چی ورته لوبغالي په څو نورو ولایتونو کې هم جوړ کړي.
لوی څارنوال اسحاق الکو چې د سې شنبی په ورځ د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له مشر سره یوځای ور بلل شوی و، په دې انتخاباتو .
افغان ولسمشر حامد کرزي د لېزبون په غونډه کې تر ګډون وروسته د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ناټو په دغه سرمشریزه غونډه کې د افغانستان لپاره مهم پرېکړې شوي.
په دغه نندارتون کې 61 بیلا بیل انځورونه نندارې ته وړاندي شوي، چې د غنمو د وږي او ډنډې څخه جوړ شوي. د دغو انځورونو جوړونکې د ازادۍ راډیو د تعلیمي خپرونو پرودیوسر اومان نیازی دی.
صافي هوايي شرکت، چې د جرمني فرانکفورت ته په اوونۍ دوې الوتنې لري، اعلان وکړ، چې د افغانستان له لوري د ملکي هوايي چلن د معيارونو د نه پوره کېدو له کبله اروپا ته له پروازونو منع شوي دي.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وايي، چې له دوه زرو او څوارلسم کاله وروسته کله چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت سپارلو کار بشپړ شي، دغه هیواد به په افغانستان کې
په کابل کې د افغان پوليسو او ملي اردو د عسکرو يونيفورم يا درېشي په عامه خرڅېږي. په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت وايي د دغو پوځي تجهيزاتو خرڅلاو منع دى خو بيا هم دغه ډول دکانونه د ارګ په څو سوه مترۍ کې فعال دي.
د مدني ټولنې یوشمېر بنسټونو دافغانستان په حکومت انتقاد وکړ، چې په تیروڅوکلونوکې یې په حکومت دارۍ او پریکړو کې میرمنو ته د ونډې د ورکولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي.
افغان چارواکي وايي، چې د لېزبن د سرمشریزې ټولې پریکړې په دې شرط عملي کیدای شي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته همداسې دوام ورکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې لسګونو ناراضو کاندیدانو او د هغوی سلګونو پلویانو د دوشنبې په ورځ مظاهره وکړه او د کابل او د افغانستان د شمالي ولایتونو لاره یې د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.
د افغانستان په شمال کې خلک وایي، د مخدروموادو، وسلې، الکولي مشروباتو او تجارتی مالونو قاچاق او ناقانوني بوختیا د افغانستان او شمالي ګاونډیو هیوادونو.
نور راوښيه