د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن په ناوړه روغتیايي وضعیت کې د کابل په نظارت خونه کې ده.
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون په موخه په پکتیا کې د دې ولایت مېرمنو د ټاکنو د عامه پوهاوي غونډه وکړه.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې یو وار بیا له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې ټاکنو ته دې خنډ نه پېښوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته تیار دی چې د ولسمشرۍ د دوو نورو کاندیدانو لخوا پر ده لګول شوي دي. عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل ویلي، د کابل بانګ پخوانی د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له زندانه ویستل شوی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې ورځې ولسمشریزو انتخاباتو ته یې چمتوالی بشپړ کړی دی. بلخوا د افغانستان امنیتي ادارې د ټاکنو ورځې ته د بشپړو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ثبات په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، متحده ایالات له خپلو افغان شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي. ښاغلي ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل، له بده مرغه طالبانو د "وحشیانه حملو" لاره خپله کړې ده.
د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې مشر محمد ریاض له فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، د زلزلې ډېر شدت په کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیانیې هم همدغه سیمه کې خلکو ته اړولی دی.
په افغانستان کې د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین دوه میاشتنۍ موده نن پای ته رسېږي. د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې ټاکنیز کمپاین باید د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې ودرول شي.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس کې په ایران ډېر انتقادونه وکړل.
د امریکا ولسمشر وايي، د ثبات په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، متحده ایالات د خپلو افغان شریکانو همکارۍ ته دوام ورکوي.
نور راوښيه