کابل ښاریان د دې اندېښنې ترڅنګ ټینګار کوي چې اړوندې ادارې باید د استوګنې لپاره د کرایه اخیستونکي څخه قوي تضمین واخلي او بیا ورته په یوه سیمه کې د اوسېدو اجازه ورکړي.
د سيمې پياوړي هېواد سعودي عربستان له هندوستان او پاکستان څخه د حوصلې غوښتنه کړې او د روان بحران په اړهيې اندېښنه ښوولې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند په خپله لومړنۍ انتخاباتي غونډه کې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۴» اعلان وکړ چې د بریا په صورت کې به ریاستي نظام په فدرالي افغانستان-خراسان بدل کړي.
ځينو څارونکو اندېښنه ښوولې چې دا مسئله ښايي په افغانستان کې د امريکا د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پر هند تور پورې کړ چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پوځي هلې ځلې کوي.
دوی وايي پر ځيني عادي کورونو هر دوه میاشتنی لګښت چې شااوخوا ۲ زره افغانۍ وي، هغه د غلط بلنګ سیستم له کبله لکونه افغانۍ ښودل کېږي.
عمران خان دغه څرګندونې نن د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.
دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه کورواکي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.
د دې وزارت د چارواکو په وینا افغان حاجیانو سږکال په سعودي عربستان کې د مرستې لپاره ۶۸۰ ناظمان او لارښوونکي، ۸۰ مفتیان او ۶۰ ډاکتران درلودل.
ښاغلي غني چې د اختر په درېیمه ورځ سه شنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۲» د ملي دفاع وزارت په تالار کې د امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکي کوله وویل چې د امنیتي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د افغانانو لپاره ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکتر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ورانتقال شوي دي.
جرمني د هغو درې اروپایي هېوادونو له ډلې یو دی چې له ایران سرهیې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون لاسلیک کړی او له دغه تړونه د واشنګټن تر وتلو وروستهیې تر اوسه ډېره هڅه کړې چې هغه وژغوري.
نور راوښيه