د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال وايې، حکومت د کمېسیون په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او د کمېسیون د غړي مولانا عبدالله نظر د هغه شخصي نظر دی.
یوګا چې د بدني او روحي ارامتیا په هدف ترسره کېږي، سلګونه میليونه مینه وال لري.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د جرګې د غړو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي ترختمېدو پورې باید یوه ځانګړې امنیتي قطعه وګمارل شي چې په تالار کې دننه وضعیت کنټرول کړي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړې وو، خو زیاتوي چې پرون شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.
ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی دی. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر الوته.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه نوي راپور کې د هېواد له امنیتي سکټور سره د امریکا د مرستندوی ماموریت چارو ته انتقادي کتنه کړې ده.
د افغانستان د فوټسال شل کلنو ملي ټیم را روانه شنبه له جاپان سره د اسیا د اتلولۍ پایلوبه کوي.
دغې هندۍ سرچینې چې نهيې غوښتل نوميې واخیستل شي دا هم ویلي چې هند پهدې هکله خپله اندېښنه او په تېره د پاکستان د رول په تړاو چې هېڅکلهیې پر خپلو ژمنو عمل نهدی کړی، په بشکېک کې له ولسمشر غني سره مطرح کړې.
د ولسي جرګې د رئیس د څوکۍ پر سر د جرګې د غړو ترمنځ د اختلافونو په دوام، وکیلانو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا یو د بل ګرېوانونو ته لاس واچاوه، ان پهدغه نښته کې د ریاست مېز او څوکۍ هم ماتې شوې.
د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب وایي، هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو د ورتلونکو کورنیو شمېر کې زياتوالی راغلی او دوی هڅه کوي چې د سرپناه په ګډون د زدهکړو او کار زمينه هم ورته برابره کړي.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې له څو ورځو راهیسې وسلهوالو طالبانو د دې ولسوالۍ څلورو خواوې محاصره کړي دي.
د دغې سرچینې په وینا که د ولسمشر له لوري دغه قضیه سترې محکمې ته واستول شي، نو ستره محکمه به د ولسي جرګې د ریاست لپاره ترسره شوي انتخابات وڅېړي او خپله پرېکړه به وکړي.
نور راوښيه