د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه. د دې نتیجې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده رایي خپلې کړې دي...
څنګه چې په افغانستان کې د امريکا په مشرتابه د جنګ ختمېدو وخت را نږدې کيږي، سپينه ماڼۍ به ډير ژرکانګرس ته د پروان زندان د تقريباً ۵۰ بهرنيو بنديانو دوسيه وړاندې کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن وویل، دا چې د کیف حکومت د اوکراین ختیځو سیمو ته پوځيان استولي او عملیات یې کړي، د اوکراینیانو پرضد جدي جنایت څرګندوي او عواقب به ولري.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايې، که د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته ولاړ شي دوی ورته پوره چمتوالی نیولی او له مخکې یې ځیني تدابیر هم ورته نیولي دي.
که څه هم چې افغانستان د هوايي چلند او فضا نوردی له نظره کوم مشهور هېواد نه دی خو د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې فضا ته يې فضا نورد استولی او پیلوټان يې هم مشهوره دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په څوشیبو کې به د جمهوري ریاست د انتخاباتو د قسمي نتایجو دریمه برخه اعلان کړي.
د دې پلاوي غړي عبدالشکور دادرس د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا زندانونه تر ډیره امریکایي او بریتانیوي ځواکونو پورې مربوط دي.
په کابل ښار کې څلور واټونه د بیان د ازادي، ازادي، اساسي قانون او د مشروطیت په نومونو ونومول شول.دا واټونه د افغانستان د خبریالانو د ټولنو په وړاندیز د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له خوا رسماً د پنجشنبې په ورځ ونومول شول.
په کابل کې نن په یوه خصوصي روغتون کې د یوه پولیس په ډزو کې درې بهرنیان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د پيښې په ځای خبریالانو ته وویل چې...
متحدو ایالاتو، روسیې، اروپايي اتحادیې او اوکراین څو ورځې مخکې په جنیوا کې یوه موافقه لاسلیک کړه، چې پر اساس یې باید په اوکراین کې غیر قانوني وسله والې ډلې بې وسلو شي..
په کراچۍ ښار کې د پوليسو پر يوه لوړ رتبه افسر ځانوژونکى بريد شوى، چې د پوليس مشر په شمول څلور تنه په کې وژل شوي او پينځلس نور په کې ټپيان شوي دي. د حملې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د افغانستان د والیبال ملي ټیم په یوې دوستانه لوبه کې د تاجکستان د والیبال ټیم ته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ماتې ورکړه.
نور راوښيه