وسلوالو کسان د کابل په زړه کې پر سرينا هوټل چې ارګ ته څېرمه پروت دى بريد کړى دى.
د نوي کال لومړنۍ جنډۍ د افغانستان په مزار شريف کې او تر هغه سمدستي وروسته د کندهار په شاه اغا زيارت کې پورته کېږي.
د القاعده شبکې د وژل شوي مشراسامه بن لادن زوم په نیویارک کې د محاکمې پرمهال د هغه شپې کیسې وکړې، چې پر نیویارک او واشنګتن په دوه زره لومړي کال کې القاعده شبکې حملې کړې وې.
دا اونۍ مو د داسې سندریزې هنري جوړې سندره درته غوره کړې چې د نوي کال په اړه ویلې، چې وايي "نوی کال مو مبارک-سال يي نویت مبارک"دې سندرې ډیر مینه وال پیداکړي او هم دې هنري جوړې د خلکو په زړو کې ځای نیولی.
د کابل د امنیې قوماندانې د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ورځې لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولای شي په دې ورځ له ویرې پرته تفریح وکړي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې، په جلال اباد کې د لومړۍ امنیتي حوزې او د ولایت پرمقام د وسله والو په حمله کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لس پولیس او اووه حمله کوونکي وژل شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې له روسیې سره د کریمیا د الحاق د پروسې او په بهرکې د میشتو روسانو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېرغړي انتقاد کوي، چې په دې شورا کې پریکړې د څو محدودو کسانو په لاس کې دي او همدا علت دی چې لازمه نتیجه یې نه ده ورکړې.
د جمهوری ریاست له کاندیدانو څخه د خلکو د ملاتړ په لړ کې د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د زلمي رسول ملاتړ اعلان وکړ .
دغو انتخاباتو ته څه باندې دوې اونۍ پاتې دي او یو شمېر کاندیدان دا ویره لري، چې درغلۍ به په کې وشي، خو هغه ادارې چې څارونکي استوي کاندیدانو ته ډاډ ورکوي...
د لویدیځ او اکراین فشار پرماسکو د کریمیا لپاره په زیاتیدو دی. د اکراین دغه ټاپوزمه روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو تړون لاسلیک کړ...
د پاکستاني وسله والو طالبانو استازى مولانا سميع الحق وايي، چې د وسله وال طالبان په دولتي ځايونو کې له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو نه دي.
نور راوښيه