د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وايي؛ پر ایران د حملې په صورت کې به په خلیج کې د هرموز تنګی چې د نړۍ د تیلو دریمه برخه ورڅخه تیریږي، د دوی د پوځی عکس العمل هدف وي. جعفري خبریالانو ته وویل،
نن (د یکشنبې) په ورځ سلګونه خلک د هغه څه په نیت کونړ ته ولاړل، چې دوی یې د پاکستان له خاوري د افغانستان پر ختیځو سیمو د حملو دفاع بولي. دغه خلک په افغانستان کې د وفاق ملي ګوند له خوا راټول او منظم شوي وو او په کابل کې یې د پاکستان پر ضد مظاهره هم وکړه.
د کابل پوهنتون، ښوونې اوروزنې او پول تخنیک د پوهنتونو محصلانو د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسیده، د یو امریکایي فلم جوړونکی عمل یې وغنده او د هغه محاکمه یې وغوښته. دوی ازادي راډیوته وویل...
که څه هم په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د برخه لیک په اړه بیلابیلې اندیښنې موجودې وې؛ خو افغان چارواکي له پاکستان سره د کډوالو په برخه کې د نوې موافقې خبر ورکوي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري د یکشنبې په ورځ په کابل کې...
د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي، په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې یې د هیواد څه باندې اوه زره کیلومتره لویې لارې په اساسي توګه پخې کړي خو د دې لارو ځینې برخې، د نه پاملرني له امله بیرته خرابې شوي دي. دا خبرې د دې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ د هېواد د څلوردېرش ولایتونو...
ایساف ځواکونه وایي، چې د باسشن Bastion په نوم د نړیوالو ځواکونو پرپوځي هډه د وسله والو طالبانو د وړمې شپې په حمله کې د دوی شپږ جنګي الوتکې له منځه تللي دي. ایساف وایي، د دغې حملې په اړه یې لومړنۍ څیړنې پای ته رسیدلي او په یوه خبرپاڼه کې یې د دغې حملې...
د پاکستان واکمن پیپلز ګوند د دې هیواد د نامتو اټمي ساینس پوه عبد القدیر خان دا څرګندونې بې اساسه بللي؛ چې ګواکې ده د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بنظیر بهټو په امر یو شمېر هیوادونو ته اټمي ټکنالوژي ورکړې ده. د پاکستان د واکمن پیپلز ګوند ویاند سناتور فرحت الله بابر وايي...
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو دوام د بشري حقونو خپلواک کميسيون اندېښمن کړى دى. د دې کميسيون د کابل د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، په هوايي بريدونو، د سړک غاړې ماين چاودنو او جګړو کې د ملکيانو وژنه له ...
د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري یوارې بیا له متحدو ایالاتو څخه ددې هیواد پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو د بندولو غوښتنه وکړه. زرداري، چې د شنبې په ورځ يې په اسلام اباد کې د دغه هیواد لپاره د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره خبرې کولې...
د افغانستان د فواید عامې وزیر وايي له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له طريقه د مزار شريف تر هوايي ډګره پورې د ٧٥ کيلومتره په اوږدوالي د رېلګاډي پټلۍ فعاله ده چې دا مهال انتقالات ورباندې کېږي. ډیپلوم انجنیر نجیب الله اوژن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل په پام کې ده د حلقوي
په پاکستان کې د بشرضد اعمالو د څارنې په مقصد د ملګرو ملتونو يو شپږکسيز پلاوى پرون کوټې ته تللى او هلته يې د بلوچستان د حکومتي چارواکيو په شمول د ورکو بلوڅو له کورنيو، د هزاره قوم له خلکو او د بشر د حقونو له فعالانو سره يې ليدلي دي. په همدې حال کې د بلوڅانو...
د ملي وفاق ګوند د پلان له مخې کونړته د دې کسانو له رسیدو سره سم به د نوموړي ولایت له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره ترسلا مشورو وروسته د پاکستان د راکټي بریدونو پر وړاندې لازم اقدامات وشي. د دې ګوند مشر بسم الله شیر د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل...
نور راوښيه