په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون غړي وايي چې سږ کال يې تر خپل واک په لاندې ټوله سيمه کې سرسايې او زکاتونه له ملايانو ګرځولي او پر غريبو خلکو يې وېشلي دي.
د امریکا لوى درستیز افغانستان ته دا سفر په داسې حال کې کړې، چې د افغان ځواکونو لخوا د دوی پر بهرنیو همکارانو حملې په زیاتېدو دي.
راپورونه وایی چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي له افغان امنیتي چارواکو سر بیره به په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له یو شمیر قومندانانو سره هم وګوري.
د اختر په مناسبت د پیغامونو په لړ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن په یو پیغام کې ټولو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلې
د نیوزیلاند ویلي د یکشنبې په ورځ د درې نور نیو زیلاندي سرتیرو د وژل کیدو سربیره به په افغانستان کې پاتې شي .
پرون چې د کوچني اختر لومړی ورځ وه ، د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي عبدالودود پوپل دوه وروڼه هغه مهال ووژل شول
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د ائتلافي ځواکونو پر سرتېرو ظاهراً د افغان امنيتي ځواکونو په درېشۍ کې د کسانو له خوا بريدونه زيات شوي، يوازې د دوو اوونيو په بهير کې ١٠ بهرني پوځيان په ورته بريدونو کې وژل شوي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزی وایي چې د افغانستان پرخلکو د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلام او طالب له نوم څخه په ګټې اخیستنې ډیر ظلمونه وشول.
ایران دافغانستان وروستي تورونه چی وایی تهران په نیمروز ولایت کې دتیرې اونۍ بریدونو کې لاس درلوده رد کړل....
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د مشکوکو بې پیلوټه الوتکو په نوې حمله کې لږترلږه شپږ وسله وال وژل شوي دي...
نور راوښيه