د افغانستان لوی څارنوالی غواړي د مشرانو جرګې له تایید وروسته میرمن فوزیه سادات چې د سړي تښتونې په څو بیلابیلو پیښو کې ښکیله بلل شوې توقیف کړي. د لوی څارنوالی مرستیال رحمت الله نظري د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،...
ځینې افغان سرچینې وايي، چې پاکستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د تیریدو په برخه کې یو شمېر شرایط وړاندې کړي. دوی وايي، چې پاکستان د دغو شرایطو د نه پوره کیدو په صورت کې له پروژې سره د مخالفت ګواښونه کوي.
د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د شنبې په ورځ په افغانستان کې هم د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د روغتیا وزیرې په دې مناسبت په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو په اړه شوي پرمختګونه او موجوده ستونزې په ډاګه کړې.
د ولسي جرګې اداري پلاوي د شنبی په ورځ د جرګې د هغو لسګونو غړیو نومونه اعلان کړل، چې د روان کال له پیل څخه غیرحاضر دي او یایې حاضري نه ده لاسلیک کړې. د جرګې منشي عبدالستار خواصي وویل، دوی د همدې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل کړي، چې د جرګې په کورنیو دندو...
که څه هم له کابل بانک څخه په غیر قانوني توګه د پیسو د ویستوونکو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړیدو امر ظاهراً د جمهور رییس حامد کرزي یو جدي اقدام بلل کیږي، خو ځینې کتوونکي بیا د دې پر خلاف فکر کوي. د افغانستان د ترانسپورټ پخوانی وزیر حمیدالله فاروقي وايي...
د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون غړي وايي، ځینې سیاسي کړۍ شته چې نه غواړي د یوزرو درې سوه یونوي یم لمریز کال د بودجې طرح تصویب شي. ولسي جرګې د شنبې په ورځ دا بودجه د دوهم ځل لپاره هم تصویب نه کړه او نورو بحثونو ته یې وځنډوله.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوال شل اوریز جام ته له لار موندلو او په انټرکانټینټال او یو ورځنیو لوبو کې د هالنډ له ماتولو وروسته د شنبې په سهار کابل ته راورسید. د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم څخه د کابل په هوایي ډګر کې د کابینې ځینو غړیو، د کرکټ بورډ چارواکو او د کرکټ مینه والو هرکلی وکړ.
د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۷ ملکي وګړو په وژلو د تورن امریکايي سرتیري رابرټ بیلز ملکي مدافع وکیل له دې قضېې څخه د نوموړي د پوځي وکیل د لرې کیدو غوښتنه کړې ده. رویټرز خبري اژانس وايي، له رابرټ بیلز څخه د دفاعيې د څرنګوالي پر سر د هغه د دواړو وکیلانو...
ایران پرون له ترکيې سره خپل وروستي ډیپلوماتیک اختلافات کم اهمیته وګڼل او د داړو هیوادونو تر منځ د سوریې پر سر اختلاف يې طبیعي چاره وبلله. د جرمني د خبري اژانس په وینا تهران او انقرې تر منځ اختلافات وروسته له هغې زیات شوه، چې د ترکې صدراعظم تیره اونۍ...
د چين دولتي رسنۍ وايي چارواکو پنځه کسان د دغه هېواد په جنوب کې وروسته تر هغه ونيول چې يوه تنکي ځوان د اى فون ټليفون او اى پاډ د رانيولو لپاره خپل پښتورګى يا ګرده خرڅه کړه.
په افغانستان کې د امريکې سفارت يو ځل بيا د فل برايټ سکالرشيپ اعلان کړی خو دا ځل پکې د لومړي ځل لپاره درې تنه زده کوونکي د پي، ایچ، ډي يا ډاکټرۍ ډګري د حاصلولو لپاره امريکا ته استوي.
دشنبې په شپه د نامالومه وسلوالو له خوا د لغمان ولایت د مرکز اړوند د میدانیو په سیمه کې درې تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې له جومات څخه د راوتو په حال کې ول.
نور راوښيه