د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۷

نړۍ

چارواکي: لوګر کې د طالبانو ۲ مشران وژل شوي

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر کې د طالبانو دوه ډلمشران وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند په نوې کلا سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په وینا یې د وسله والو طالبانو دوه مهم ډلمشران وژل شوي دي..

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې ازادي راډیو ته وویل، چې په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم کسان هم نیول شوي دي.

دی وایي، په علمیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای چې چاودېدونکي توکي او وسلې په کې ساتل کېدل هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی

تر اوسه وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

فرانسه خپله الوتک لېږدونکي بیړۍ منځني ختیځ ته استوي

ارشیف

فرانسه خپله یوازینۍ الوتک لېږدونکي بیړۍ منځني ختیځ ته استوي، څو دغلته د داعش پر ضد د ایتلاف د ځواکونو په عملیاتو کې برخه واخلي.

دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کړې ده.

مکرون د نوې کال په وینا کې د خپل هیواد پوځیانو ته وویل، د دې هېواد الوتک لیږدونکي بیړۍ به د روان میلادي کال له جنورۍ تر اپریل پورې په منځني ختیځ کې د چمل په نوم عملیاتو کې برخه واخلي او وروسته به د اطلس سمندر او شمالي بحیرې ته ولاړه شي.

دا امریکا په مشرۍ دا عملیات د داعش د وسله والې ډلې پر ضد دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي، د چارلز دوګل په نوم دا فرانسوي الوتک لیږدونکي بیړۍ به د جرمني، بیلجیم، هالنډ، هسپانیا، پرتګال او یونان د وړو کښتیو له خوا بدرګه کېږي.

مکرون د دې بیړۍ د دقیق ماموریت به اړه توضیحات نه دي ورکړي خو دا فرانسوي بیړۍ به د داعش پر ضد د بریدونو د ایتلاف برخه وي او فرانسه په سیمه کې زر تنه سرتېري لري.

د مغزي صدمې له کبله د ۱۱ امریکايي سرتېرو درملنه شوې

ارشیف

د امریکا پوځ وايي، د جنورۍ په اتمه په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له برید وروسته د کمې مغزي صدمې له کبله د یولس امریکايي سرتېرو درملنه شوې ده.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي وو، په دې پېښه کې هیڅ امریکايي ته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند بیل اربن د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل ” په داسې حال کې چې پر الاسد هوايي اډې د جنورۍ په اتمه نېټه د ایران په برید کې هیڅ امریکايي سرتیری نه دی وژل شوی، د مغزې صدمې د علایمو له کبله د څو تنو درملنه شو، او لا هم تر ارزونې لاندې دي. “

نوموړې زیاته کړې چې د برید څخه په وروسته ورځو کې یو شمیر سرتیري د ډیر احتیاط له کبله د الاسد له پوځي اډې څخه په جرمني او کویټ کې د امریکا پوځي طبي مرکزونو ته د نورو معایناتو لپاره انتقال شول.

د امریکا د پوځ ددې ویاند په وینا کله چې دا سرتیري د دندې لپاره چمتو وبلل شي نو تمه ده چې له معایناتو وروسته به بیرته عراق ته ستانه شي.

د برید پر مهال په الاسد پوځي اډه کې شا او خوا 1500 سرتیري و چې ډیرو د ایران د توغندیو د برید له خبرداري وروسته د توغندیو د لګیدو پر مهال په خوندي مورچلو کې پناه اخیستې وه.

ایران وروسته له هغې په عراق د امریکا پر پوځي اډو توغندي وویشتل چې امریکايي ځواکونو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواک پیاوړی جنرال قاسم سلیماني په یو هوايي برید کې وواژه.

پومپیو د لیبیا په اړه نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي

په پام کې ده چې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په پام کې ده چې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو راتلونکې اونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د جنوري په ۱۶مه وویل چې پامپیو د شنبې په ورځ برلین ته روانېږي او د یکشنبې په ورځ به د ملګروملتونو له خوا د لیبیا په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

وروسته له دې چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د پېژندل شوي حکومت رییس فایض السراج په دې کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتر هم پرون- پنجشنبې په اصولو کې موافقه وکړه چې د سولې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې پر پلازمېنه طرابلس د جنرال حفتر د ځواکونو د حملو له پیلېدو نهه میاشتې وروسته نړیوالو قدرتونو په لیبیا کې د یوه دوامداره اوربند د ټینګولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په دې جګړو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو دوه زره جنګیالي او له ۲۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

مسکو او تاشکند د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د ازبکستان ولسمشر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د ازبکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې لاوروف او میرضیایف د تاشکند او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د دې دفتر له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې میرضیایف د دې کتنې پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ستراتیژیک مشارکت او یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او لاوروف په ځواب کې د ازبکستان ولسمشر ته د ولسمشر ولادیمیرپوتین د درناوي مراتب ورسول.

د ازبکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر همداراز ویلي چې په دې کتنه کې مسکو او تاشکند ته د دواړو هېوادونو د چارواکو د راتلونکو سفرونو په اړه هم بحث وشو.

د اور لګېدو له امله رومانیا کې ۴ ماشومان مړه شوي

ارشیف

د رومانیا په جنوب ختیځ ښار تیمي سوارا کې څلور ماشومان چې په یوه کور کې بند پاتې وو، د اور لګېدنې په پېښه کې مړه شوي دي.

د رومانیا د بېړنیو حالاتو اداره وايي، د اطفایي کارکوونکو د دې ماشومانو مړي چې لوی یې ۶ کلن او کوچنی یې یوازې ۴ میاشتنی و، په کور کې دننه موندلي دي.

د دې ماشومانو ۱۴ کلن ورور چې هغه هم په کور کې و، د لوګي یا دود د تنفس په خاطر روغتون ته لېږدول شوی خو سوځېدلی نه دی.

د بېړنیو حالاتو د ادارې چارواکي وايي، اور ښايي د شپې له خوا په هغه اجاق کې لګېدلی وي، چې لرګي په کې سوځېدل.

د چارواکو په وینا د اور لګېدو پرمهال د دې ماشومانو مور او د کورنۍ غړي د ودانۍ په یوه بله برخه کې و.

په رومانیا کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو ترمنځ ۱۵۲ ماشومان د اور لګېدو په پېښو کې مړه شوي دي خو دا شمېره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې اتو ته راولوېده.

روحاني: اوس هم د پخوا په اندازه یورانیم غني کوو

ارشیف

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټمي موافقې تر لاسلیک مخکې یې کول.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د جنورۍ په ۱۶مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

غني شوي یورانیم د اټمي ریکټرونو لپاره د سوخت د توکو د جوړولو لپاره استعمالېږي، خو په عین وخت کې د اټمي وسلو په جوړولو کې هم کار ورڅخه اخیستل کېدلائ شي.

ایران د یورانیمو پر غني کولو ټول محدودیتونه په بشپړ ډول لیرې کړي دی.

د اذربایجانۍ خبریالې اسماعیلوا پر سفر د بندیز لیرې کولو غوښتنه شوې

خدیجه اسماعیلوا

د ژورنالېستانو د ملاتړ درېیو نړیوالو، غیر حکومتي ادارو د اذربایجان پر حکومت ټینګار کړی چې پر خبریالې خدیجې اسماعیلوا د سفر بندیز لیرې کړي او هغې ته اجازه ورکړي چې بریټانیې ته ولاړه شي.

خدیجه اسماعیلوا به په بریټانیا کې د یوه اذربایجاني خبریال په برخه کې شهادت ورکوي چې یوه مدافع وکیل د بدنامولو په یوه مسئله کې افترا کړی دی.

خدیجه اسماعیلوا د اذربایجان له پېژندل شویو خبریالانو ده چې تحقیقاتي راپورونه‌یې جوړول او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپاره‌یې هم کار کاوه.

هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اذربایجان حکومت په اووه نیم کاله بند محکومه کړه، خو یو کال وروسته په شرط خوشې شوه او تر اوسه د سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی.

د اندیکس سنسورشپ ادارې، په بریټانیا کې د بې‌سرحده خبریالانو سازمان او د شفافیت نړیوالې ادارې ویلي چې حقوق‌پوهان هڅه کوي چې د اسماعیلوا لپاره لندن ته د سفر اجازه واخلي.

روحاني له ایرانیانو د یو موټي پاتې کېدو غوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د خبرو پر مهال له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې یو موټی پاتې شي.

حسن روحاني وویل: "د دغو ټولو پېښو پر مهال هغه څه چې لاسته راوړو، ملي همغږي او ملي یووالی دی، اخري پایله باید ملي جلاوالی نه‌وي."

حسن روحاني همداراز د خپل هېواد له پوځه وغوښتل چې د الوتکې د ویشتلو په خاطر دې بخښنه وغواړي.

خو د سپاه پاسداران د هوايي ځواک مشر جنرال امیر علي حاجي‌زاده د چهارشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې د ویشتلو په تېروتنه کې د ایران دښمنان ملامت دي ځکه دا کار ورباندې هغوی وکړ.

د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه تېره اوونۍ چهارشنبه په تهران کې وویشتل شوه او ۱۷۶ کسان په‌کې ووژل شول.

د الوتکې د ویشتل کېدو پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې امریکا په عراق کې د ایران لوړپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ویسکانسن ایالت کې د سلیماني د وژلو د اقدام دفاع وکړه.

هغه وویل: "زما په امر د امریکا پوځ بې‌عیبه هدفي عملیات وکړل چې د نړۍ تر ټولو لوی ترورېست‌يې وواژه، لومړی درجه ترورېست."

وروسته له هغه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ومنله چې اوکراینۍ مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ الوتکه دوی ویشتلې، د ایران په یو شمېر ښارونو کې خلکو د ایران د رژیم پر ضد مظاهرې وکړې.

کاناډايي پلټونکو ایران کې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې ځای کتلی

په دې پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي ووژل شول.

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې په‌کې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د کاناډا د ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو پرون چهارشنبه وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې پلټونکو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه.

دا پېښه په هغه ورځ وشوه چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د لیرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل.

ایراني چارواکو تر دې پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې دا الوتکه‌یې سهواً په توغندي ایشتي او رانسکوره کړې ده.

د کاناډا د ټرانسپورت وزیر تمه وښوده چې څېړونکی ټیم به‌یې دا معلومه کړي چې څرنګه او ولې د ایران پوځ دغه الوتکه ویشتې او هغه‌یې راغورځولې ده.

په دې پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي ووژل شول.

ټرمپ له اردوغان سره پر ایران، سوریې او لیبیا غږېدلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټیلیفون له لارې د ایران، سوریې او لیبیا په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه په هغو بیانونو چې پرون چهارشنبه د دواړه ولسمشرانو ادارو خپاره کړي، نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ترکیې، روسیې، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې او ایټالیا د مشرانو کوربنه وي.

د برلین په دې غونډه کې به چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په‌کې ګډون وکړي، په لیبیا کې د وسله‌وال کړکېچ په اړه بحث وشي.

د شمالي افریقا په دې هېواد کې د جګړې ښکېلې خواوې په اوربند سلا شوې دي.

له کله چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لیبیا پخوانی واکمن معمر قذافي وژل شوی، په دې هېواد کې شخړې روانې دي.

د ټرمپ د استیضاح دوسیه د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې شوه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح دوسیه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، پرون د هغه پرېکړه‌لیک دوه مادې چې له مخې یې د مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمه رسماً پیلوي، تصویب کړې.

په دې توګه به ولسمشر ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د دغه سند تر لاسلیک مخکې وویل چې ټرمپ په دې کې پاتې راغلی چې د امریکا د اساسي قانون مطابق خپله دنده سرته ورسوي او هغه په خپلو اقداماتو سره د دې هېواد ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

پلوسي زیاته کړه چې د مشرانو جرګې غړي به دا روښانه کړي چې اوسنی ولسمشر مسؤل وپېژني، دا چې هېڅوک له قانونه پورته نه‌دی او په راتلونکي کې د هېڅ یوه ولسمشر بیا دا په سر کې ورونه‌ګرځي چې هر څه‌یې چې غوښتي وي، هغه کولای شي.

د مشرانو جرګې چې جمهوري غوښتونکي په‌کې اکثریت دي، مشر مېچ مک‌کانیل وویل چې سناتوران به وروسته له هغې پر دې مسئلې غور پیل کړي چې په رسمي توګه دغه تصویب شوې مادې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ محاکمه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیل شي.

ټرمپ په دوو مواردو، له قدرت څه د ناوړه استفادې او د کانګرس په وړاندې په خنډ ایجادولو تورن دی.

پاکستان کې درنو واورو او بارانونو ۱۰۰ کسان وژلي

ارشیف

په پاکستان کې له طبیعي افتونو سره د مباررزې چارواکي وايي چې په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله‌پسې واورو، بارانونو او سختې یخنۍ لسګونه کسان وژلي او سلګونه‌یې ټپیان کړي دي.

په پاکستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې ادارې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، په تېرو پنځو ورځو کې په ټول پاکستان کې درنو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي.

راپور وايي چې درنو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان کړي او لسګونه کلي او کورونه‌یې هم له‌منځه وړي دي.

د دغه راپور له مخې، واورو تر ټولو ډېر زیات زیان د پاکستاني کشمیر په نیلم دره کې اړولی.

په دغه سیمه کې د واورو د ښویېدو (برف کوچ) له امله لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه، ۵۳ ټپیان شوي او ۱۹۸ کورونه ویجاړ شوي دي.

په بلوچستان صوبه کې بیا د واورو او سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۲۳ ټپیان شوي او د ګڼو سیمو ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني کشمیر دوره کړې او د دغه سیمې په روغتونونو کې یې د واورې د ښویېدو په پېښه کې له ټپي شویو کسانو سره لیدلي دي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې راپور وايي چې د دوی مرستندویه ډلې اغېزمنو سیمو ته رسېدلي او اغېزمنو خلکو ته‌یې بېلابېلې مرستې وررسولې دي.

په پارلماني ټاکنو د روحاني نیوکه؛ ایران په یو ګوند نه‌اداره کېږي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني له پارلماني ټاکنو څخه د سلګونه نوماندانو پر لیرې کېدو نیوکه وکړه او ویې‌ویل چې په یوه ګوند هېواد نه‌اداره کېږي.

هغه وویل: "خلک تنوع غواړي د انتخاباتو په ډګر کې پرېږدئ چې ټول ګوندونه برخه واخلي، ټولې ډلې ګډون وکړي، تاسو ته زیان نه‌اوړي، نه‌شي کېدای چې په یوه جناح هېواد اداره شي."

د حسن روحاني دا خبرې پرون د ټلوېزیون له لارې خپرې شوې.

د ایران پارلمان ۲۹۰ غړي لري چې د اوسنیو غړو له درېیو یوه برخه نګهبان شورا له راتلونکو ټاکنو محروم کړې ده او د دې سربېره د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نږدې ۸۰۰ تنو مخه نیول شوې ده چې ټاکنو ته‌یې ځانونه کاندیدول.

ټاکل شوې ده چې په ایران کې پارلماني ټاکنې د فبرروۍ په ۲۱مه وشي.

پوتین په واک کې د پاتې کېدو هڅې پیل کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د دې هېواد په اساسي قانون کې د یو شمېر بدلونونو وړاندیز وکړ چې ښایي له دې سره دې ته زمینه برابره شي چې دی تر ۲۰۲۴ میلادي کال وروسته هم په واک کې پاتې شي.

بل لور ته ښاغلي پوتین پرون وروسته تر دې چې صدراعظم دمیتري مدودف استعفا وکړه، د مالیاتو د فدرالي ادارې رئیس د صدراعظم په توګه وټاکه.

نوی صدراعظم میخاییل میشو ستین ۵۳ کلن دی چې له ۱۹۹۸ میلادي کال راپه دې خوا په حکومت کې کار کوي.

میخاییل میشو ستین له ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا د مالیاتو د فدرالي ادارې د رئیس په توګه دنده مخته وړي او ډېره پېژندل شوې څېره نه‌ده.

ولسمشر پوتین پرون خپل ملت ته د کلنۍ وینا پر مهال په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه څو د ۲۰۲۴ کال تر ټاکنو مخکې د پارلمان صلاحیتونه پراخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG