د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۰

نړۍ

د بریتانیا صدراعظم: روسیه دې بیا په بریتانیا کې کیمیاوي برید نه‌کوي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې هغه ته ویلي چې روسیه دې بیا کوم کیمیاوي برید ونه‌کړي.

روسیې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بریتانیا په سالزبري ښار کې په یوه پخواني روسي جاسوس د کیمیاوي ګازو په واسطه برید کړی و.

د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون دفتر په یوه بیان کې ویلي چې جانسون د برلین د ناستې په يوه څنډه کې یکشنبه ماښام پوتین ته وویل: "تر څو چې روسیه خپلو بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ته دوام ورکوي د لندن او مسکو اړیکې به عادي نه‌شي."

د دې اعلامیې له مخې جانسون پوتین ته دا هم ویلي د سالزبري ښار د پېښې په اړه چې روسیې د بریتانیا په خاوره کې د خلکو د ظالمانه وژنې کوښښ کړی و د بریتانیا دریځ نه‌دی بدل شوی.

کرملېن د بریتانیا تورونه بې‌ځایه بللي و چې ګواکې د روسیې د پوځي استخباراتو یو پخوانی جاسوس سرګي سکريپال په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له خپلې لور سره یوځای د نوویچوک په نوم د وژونکي کیمیاوي ګاز په واسطه بې‌سده شوي وو.

سکریپال او لور یې یولیا تر دې برید وروسته ډېر وخت په روغتون کې په کوما حالت کې و او اوس د بريتانیا د دولت له لوري کوم نامعلوم ځای کې مېشت کړای شوي.

په ایران کې د وژل شویو ۱۱ اوکراینیانو مړي کیف ته رسېدلي

مړي په یوه پوځي الوتکه کې کیف ته ورسول شول او هلته د شپې ناوخته پورې د درناوي مراسم روان و.

په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ۱۷۶ وژل شویو له ډلې د ۱۱ اوکرایني اتباعو مړي پرون کیف ته ورسېدل.

مړي په یوه پوځي الوتکه کې کیف ته ورسول شول او هلته د شپې ناوخته پورې د درناوي مراسم روان و.

له ۱۱ وژل شویو اوکراینیانو نهه د اوکراین ایرلاین د بوینګ الوتکې پیلوټان او کارکوونکي و.

د جنورۍ په اتمه د سپاه پاسداران د هوايي ځواک په یوه راکټ باندې د اوکراین ایرلاین الوتکه سهار وختي نسکوره او ټوله سورلۍ یې ووژل شوه.

په وژل شویو کې ۱۳ افغانان هم شامل و.

ایران څو ورځې وروسته ومنله چې د دوی د انساني تېروتنې په سبب اوکرایني الوتکه د ایران د هوايي ځواک په راکټ لګېدلې.

ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه

ارشیف

د اسپانیا لالیګا لیګ د ۲۰مې اونۍ په سیالیو کې تېره شپه ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سیالي تېره شپه ترسره شوه.

په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګول وهني کاسمیرو د لوبې په ۵۷ مه او ۶۹ مه دقیقه کې ترسره کړې.

د سویا لپاره بیا یوازینی ګول لوک ډي جانګ د لوبي په ۶۴تمه دقیقه وواهه.

د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي نن شپه ۱۲:۳۰ دقیقې بارسلونا د ګراناډا فوټبال ټيم سره لوبیږي.

دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیو کمپ کي ترسره کېږي.

بارسلونا به نننۍ لوبه د نوي روزونکي کیکه سټين تر روزوني لاندي د لومړي ځل لپاره ترسره کړي.

کیکه سټین بارسلونا تېره اونۍ کي د والوردې پر ځای وټاکه.

بارسلونا کلب والووردې د ورستیو ماتو له امله لرې کړي.

یمن کې حوثي یاغیانو لسګونه دولتي سرتېري وژلي

ارشیف

د یمن د حوثي یاغیانو په یوه برید کې د دغه هېواد لسګونه دولتي سرتېري ووژل شول.

د سعودي عربستان د دولتي د ټلویزیون د راپور له مخې، په دې توغندويي برید کې چې پرون (شنبه) په مارب ښار کې د عبدربه منصور هادي د حکومتي ځواکونو پر یوه اډه وشو، ۶۰ تنه وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي خو یمني چارواکي وايي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې واوړي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۴۰ یمني سرتېري وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.

خو رویټرز د سعودي عربستان د الاخباریه دولتي تلویزیون په قول ویلي چې د مارب ښار په اډه کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.

الاخباریه د بې نومو سرچینو په قول دا هم ویلي چې دا برید د بالسټیک توغندي او بې پېلوټه الوتکو په وسیله شوی دی.

مارب د یمن یو مرکزي ولایت دی چې مرکز یې هم مارب نومېږي.

ټرمپ د امریکا او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون ۶۰ مه کالیزه ولمانځله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون شپېتمه کالیزه ولمانځله.

پخوا پر دې تړون انتقادونه شوي او د دوو پخوانیو متحدانو ترمنځ د لا ژور ايتلاف غوښتنه شوې ده.

ټرمپ پرون (شنبه) په یوه بیان کې وویل«په داسې حال کې چې امنیتي چاپېریال د خرابېدو په لور روان دی او نوې ننګونې سر راپورته کوي، ضروري ده چې زموږ ايتلاف لا غښتلی او ژور شي.»

ده همداراز ویلي، ډاده دی چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به په دوه اړخیز امنیت کې د جاپان ونډه زیاته شي او ايتلاف به نوره وده وکړي.

جاپان او امریکا لومړی په ۱۹۵۱ میلادي کال تړون لاسلیک کړ خو په ۱۹۶۰ میلادي کې، د جاپان د اوسني صدراعظم شینزو ابې نیکه د صدارت او همداراز د نوبوسوکي کیشي د صدراعظمۍ په دورو کې پرې بیا کتنې وشوې.

د لبنان ولسمشر امنیتي چارواکو ته د پلازمېنې مرکزي سیمو د امنیت سپارښتنه وکړه

لبنان کې مظاهرې

د لبنان ولسمشر مېشل عون پرون د جنورۍ په ۱۸مه، د خپل پوځ او امنیتي ځواکونو قوماندانان احضار کړل او هغوی ته یې امر وکړ چې د پلازمېنې بېروت په مرکزي سیمو کې امنیت ټینګ کړي.

د لبنان په پلازمېنه کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب لاهم روان دی.

په لبنان کې له درېیو میاشتو راهیسې مظاهرې کېږي.

د سره صلیب نړیواله اداره وايي چې پر مظاهره چیانو د پولیسو له لوري ډزې شوي او پرون د دوی روغتونونو ته ۳۰ زخمیان د بستري کېدو او ۴۵ د سر-سري درملنې لپاره ور وړل شوي وو.

میشل عون د لبنان امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د مظاهره چیانو خوندیتوب او د خلکو د شتمنیو امنیت ته پام وکړي او په ښار کې نظم ټینګ کړي.

"ایران د راغورځول شوې الوتکې تور بکس اوکراین ته سپاري"

د ایران حکومت تائید کړه چې د اوکراینۍ الوتکې تور بکس به د اوکراین حکومت ته وسپاري. د جنورۍ په ۸مه د ایران پوځيانو د اوکراین د نړیوالې هوایي کرښې یوه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه وویشته چې ۱۷۶ تنه په کې ووژل شول.

د ایران حکومت وروسته ومنله چې الوتکه یې ویشتې خو ویې ویل چې پوځ سهواً دا کار کړی دی.

د ایران د ملکي هوايي چلند د تحقیقاتي پلاوي مشر حسن رضايي فر پرون، د جنورۍ په ۱۸مه، د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم ته وویل چې ایران داسې تکنالوژیکي امکانات نه لري چې د الوتکې په تور بکس کې د پرواز په اړه ثبت شوي معلومات تحلیل کړي.

هغه وویل چې کیف ته رسېدو وروسته به د امریکا، فرانسې اوکاناډا کارپوهان هغه معلومات وڅېړي.

د اوکراین حکومت مکرراً له ایرانه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د الوتکې د معلوماتو د ثبت بکس ورته وسپاري، څو د پېښې په اړه بې پرې او دقیقو تحقیقاتو لپاره کار ورڅخه واخیستل شي.

فرانسه کې د تقاعد قانون بدلون په تړاو د حکومت ضد مظاهرې

د فرانسې پولیسو پرون د جنورۍ په ۱۸مه، د حکومت ضد مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

د رپوټونو پر اساس، پولیسو یوازې په پاریس کې لسګونه مظاهره چیان نیولي دي.

په فرانسه کې د حکومت ضد مظاهره چیان زېړ واسکټونه اغوندي او پرون یې د اعتراض ۴۵ مه ورځ وه.

هغوی په فرانسه کې د دولتي مامورینو د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو له طرحې سره مخالفت لري او پرون یې د جمهور رئیس اېمانوېل مکرون او د فرانسې د پولیسو پر ضد شعارونه ورکول.

اردوغان: که اروپا لیبیا کې د کړکېچ حل غواړي د ترکیې د هڅو ملاتړ دې وکړي

اردوغان دا څرګندونې په هغه کالم کې کړي چې نن په پولیټیکو ویبپاڼه کې خپور شوی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپا غږ کړی چې که غواړي په لیبیا کې کړکیچ پای ته ورسیږي، په دې هېواد کې دې د ترکیې د هڅو ملاتړ وکړي.

ترکیه په لیبیا کې د طرابلس حکومت ته چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی، پوځي ملاتړ برابروي.

اردوغان دا څرګندونې په هغه کالم کې کړي چې نن په پولیټیکو ویبپاڼه کې خپور شوی. دا د یکشنبې په ورځ په برلین کې تر هغې سرمشریزې مخکې دی چې په کې د لیبیا د ثبات هڅه کیږي.

د ډیپلوماتانو له څرګندونو او د یوې اعلامیې له مسودې ښکاري چې په دې غونډه کې به جرمني او ملګري ملتونه په لیبیا کې له ښکېلو لورو وغواړوي چې د سولې په لور د لومړي ګام په توګه پر اوربند او د څارنې پر یو مکانیزم سلا شي.

ترکیه په لیبیا کې د فایض السراج د طرابلس میشتي حکومت ملاتړ کوي او دده مخالف خلیفه حفتر چې د لیبیا په ختیځ کې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو مشري کوي کودتاچي بولي.

اردوغان ویلي: "موږ به د لیبیا ځواکونه وروزو او ورسره به مرسته وکړو چې د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نړیوالې ټولنې ته د نورو جدي ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي."

ټاکل شوې حفتر او سراج دواړه برلین کې د ترکیې، روسیې، مصر او نورو لویدیځو او عربي هېوادونو له مشرانو سره یوځای دې غونډه کې برخه واخلي.

عراق کې دوه لاریون کوونکی وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

ارشیف

د عراق د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو د اخ و ډب پر مهال لږ تر لږه دوه مظاهره چیان وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوې دي.

په پلازمېنه بغداد کې پرون د مطرح سیاستوالو او اداري فساد پرضد مظاهره وشوه.

امنیتي ځواکونو له اوښکي بهوونکي ګاز څخه استفاده وکړه چې پرې نه ږدي اعتراض کوونکي پر هغه پله واوړي چې د بغداد زرغونې سیمې ته تېر شوی دی.

په عراق کې تېر میلادي کال د عراق د حکومت او ایران پرضد مظاهرې وشوې چې درې میاشتې یې دوام وکړ، په دې اعتراضونو کې په سلګونو کسان ووژل شول او شاوخوا پنځه ویشت زره نور ټپیان شول.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ته د ډونالد ټرمپ خبرداری

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي ته خبرداری ورکړ چې له خپلو خبرو سره پام وکړي.

خامنه اي پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ټرمپ مسخره وباله.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي، د ایران د ستر مشر په نوم منسوب چې په وروستیو کې ډېر ستر هم نه دی پاتې شوی، د متحده ایالتونو او اروپا په برخه کې ناوړه خبرې کړې دي.

ټرمپ زیاتوي چې د دوی اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی خلک یې ځوریږي او باید له خپلو خبرو سره ډېر پام وکړي.

خامنه اي په خپلو خبرو کې پر فرانسې، جرمني او بریتانیا هم انتقاد وکړ. دغو درېیو هېوادو ایران تورن کړی چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ژمنې یې سمې نه دي عملي کړي. د ایران مشر وویل چې مخکې یې لا دا خبره کړې وه چې پر دغو هېوادو باور نه لري، "دوی د امریکا په خدمت کې دي."

د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د صدراعظم استعفی ونه منله

د اوکراین صدراعظم الکسي هونچاروک

د اوکراین جمهور رئيس ولادیمیر زېلېنسکي پرون د خپل صدراعظم داستعفی لیک رد کړ.

زېلېنسکي وویل چې صدراعظم الکسي هونچاروک پرون، د جنورۍ په ۱۷مه، د خپلې استعفی لیک ور استولی و.

خو زېلېنسکي پرون له هغه سره تر غونډې وروسته وویل: "زه له تا سره په ګډه غواړم چې کابینه پیاوړې کړم، له دې امله، درڅخه غواړم چې کمزوري ټکي معلوم کړې، په وزارتونو کې چارواکي د هغوی د مسلکي وړتیا پر اساس بدل کړې."

په وروستیو کې د صدراعظم هونچاروک د یوې ټیلفوني مکالمې یوه برخه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې په هغه کې یې پر اقتصادي چارو د جمهور رئيس پوهه کمه بللې وه.

تر هغه وروسته صدراعظم هونچاروک پر فېس بوک ولیکل چې په وروستیو کې د حکومت دننه له غونډو او خبرو نیمګړې برخې پر ټولنیزو رسنیو افشا کېږي او د دې لپاره چې ولسمشر ته خپل درناوی او پر هغه خپل باور ثابت کړي، د صدراعظم له چوکۍ استعفی کوي.

امریکا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پر یوه لوړپوړي جنرال بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د پوځ پر یوه لوی جنرال حسن شاهورپور بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، د جنورۍ په ۱۷مه وویل چې پر حسن شاهورپور بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې هغه د نومبر میاشت کې د ایران د حکومت پرضد پر ولسي مظاهرو خونړی بندیز لګولی و.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دا جنرال امریکا ته له سفره منع شوی دی.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي برایان هوک پرون وویل، جنرال شاهورپور په ماهشهر کې د مظاهره چیانو پرضد په عمل کې پر بشري حقونو سخت تېری کړی دی. هغه د تېرکال په نومبر میاشت کې د ۱۴۸ بې پناه ایرانیانو د قتل عام ننداره وکړه.

جنرال شاهورپور د هغو ډلو مشر و چې په ماهشهر کې یې پر مظاهرچیانو خونړۍ حملې وکړې او ویې ځپل.

د ایران حکومت په دې اړه چې په ماهشهر کې له مظاهره چیانو سره ظلم شوی د امریکا او د بشري حقونو د څارنې دنړیوالو ادارو رپوټونه بې اساسه بللي دي. خو منلې یې ده چې په دې سیمه کې یې یوشمېر وسله وال بېلتون غوښتونکي ځپلي دي.

د پاکستان یوې محکمې ۸۶ کسان هریو په ۵۵ کاله زندان محکوم کړل

ټول هغه کسان چې محکمې د زندان حکم ورباندې کړی په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند کارکوونکي یا ملاتړ کوونکي دي.

د پاکستان یوې محکمې ۸۶ کسان هر یو په ۵۵ کاله زندان محکوم کړل. دوی د یوې عیسوۍ ښځې، اسیه بي بي د ازادۍ د خبر تر خپرېدو وروسته په له تشدده ډکو مظاهرو کې د ګډون په جرم په زندان محکوم شوي دي.

په راولپنډۍ کې د تروریزم ضد محکمې د جنورۍ په ۱۶مه، وروستی حکم اعلان کړ.

د هغوی د محاکمې جریان تر یوه کال زیات وخت ونیوه.

پر اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي تور پورې شوی و خو کله چې پر هغې لګېدلي تورونه بې اساسه ثابت شول، محکمې یې د خوشې کولو حکم وکړ.

ټول هغه کسان چې محکمې د زندان حکم ورباندې کړی په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند کارکوونکي یا ملاتړ کوونکي دي.

تحریک لبیک پاکستان یوه سخت دريځه اسلامپاله ډله ده. دې ډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیه بي بي د ازادۍ د حکم پر ضد په ټول پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.

د اوکراین صدراعظم له خپلې دندې استعفا ورکړه

اولکسي هونخاروک

د اوکراین صدراعظم اولکسي هونخاروک له خپلې دندې استعفا وړاندې کړې ده.

دا وروسته له هغه چې شک کېږي ده په یوه ثبت شوي غږ کې ویلي، چې دی پخپله او ولسمشر ولودومیر زلنسکي په اقتصادي موضوعاتو ډېر نه پوهېږي.

د جنورۍ په اوولسمه نېټه هانخاروک پر فیسبوک ولیکل چې په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ځینې خبرې افشا شوي چې د حکومتي غونډو له ثبتي بڼې ایستل شوي دي.

د ولسمشر زلینسکي دفتر ومنله چې د هونخاروک استعفا ورغلې خو ویې ویل چې وروسته به د دې وضعیت په اړه څرګندونې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG