د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۲

نړۍ

د بریتانیا انتخابات: حاکم محافظه کار ګوند د پارلمان اکثریت ګټلی

دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

په بریتانیا کې د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتاینا د وتلو پلوي محافظه کار ګوند د دې هېواد په پارلمان کې د پام وړ څوکۍ ګټلي دي.

دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي.

دا چې د رایو شمېرل دوام لري ددې خبر د لیکلو ترمهاله د ۲۵ څوکیو برخلیک نه دی اعلان شوی چې کېدای شي ورسره دا تفاوت نور هم زیات شي.

د انګلستان کارګر ګوند چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر اصولو د بیا خبرو او بیا ځلي ټولپوښتنې پلوي دی، تر اوسه یې ۲۰۲ څوکۍ خپلې کړي دي.

د سکاټلند ملي ګوند ته تر اوسه په دې انتخاباتو کې ۴۶ څوکۍ حساب شوي او لیبرال ډیموکراټانو ۹ څوکۍ ګټلي دی.

د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانسن چې نیویارک کې زیږیدلی او د تریزا می حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، په دې ژمنه کمپاین کاوه چې له اروپايې ټولنې د بریتانیا وتل یا بریګزیت به عملي کوي.

له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د جنورۍ ۳۱ مه ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

روسیې په متقابل اقدام کې د جرمني دوو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني سفیر ګیزا اندریاس وان ګیر احضار کړی و.

روسیې په یوه متقابل اقدام سره اعلان وکړ چې دوه جرمني ډیپلوماتان به وباسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني سفیر ګیزا اندریاس وان ګیر احضار کړی او ورته یې ویلي چې دا دوه ډیپلوماتان اووه ورځې وخت لري چې له دغه هېواده ووځي.

جرمني تېره اوونۍ دوه روسي ډیپلوماتان وروسته له هغه وایستل چې د ډسمبر په څلورمه د فدرال څارنوال دفتر وویل، کافي دلایل شته چې په برلین کې د یوه ۴۰ کلن سړي زلیم خان خانګوشویلي د وژلو امر یا د روسیې حکومت او یا هم د چیچنیا جمهوریت ادارې ورکړی دی.

دا کس د اګست میاشتې په پای کې په برلین کې په یوه پارک کې په ډزو ویشتل شوی وو.

دی پخوا د چچنیايي جلاغوښتونکو په لیکو کې جنګېدلی وو او وروسته يې په ګرجستان کې پناه اخیستې وه. ښاغلی خانګوشويلي څو کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره جرمني ته د پناه غوښتلو لپاره تللی وو.

ایران پر خپلې یوې دولتي ادارې انټرنټي حمله شنډه کړې

ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی.

ایران وایي، پر یوې دولتي الکترونیکي ادارې یې سایبري یا انټرنټي حمله شنډه کړې ده.

ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی.

هغه ویلي، دغه سایبري حمله په لوړه کچه تنظیم شوې وه، خو بیا هم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه‌یې معلومه کړي.

ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه‌ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه‌یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی، خو ژمنه‌یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپور خپور کړي.

دا نه‌ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د سایبري حملو د روانې لړۍ یوه برخه ده او که څنګه؟

تهران له دې مخکې د جون په ۲۴مه هم د ایران پر ځینو اهدافو د سایبري حملو د شنډولو ادعا کړې وه.

فرانسې او نیجر د "جي پنځه" سرمشریزه د راتلونکي کال لومړیو ته وځنډوله

د فرانسې او نیجر مشرانو نن موافقه وکړه چې د "جي پنځه" په نوم ډلې سرمشریزه به د ۲۰۲۰ کال لومړیو ته وځنډوي.

ټاکل شوې وه د افریقا د وچې د ساحل سیمې پنځو هېوادونو بورکینافاسو، موریتانیا، مالي، چاد او نیجر د مشرانو دغه سرمشریزه روانه میاشت په فرانسه کې جوړه شي.

د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون دفتر وویل، دغه وړاندیز د نیجر له ولسمشر سره په ګډه شوی دی.

په دې اړه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې پرون له مالي پولې سره نږدې د نیجر پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري ووژل شول.

د نیجر دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه حمله کې یو زیات شمېر ترورېستان له‌منځه وړل شوي او د پوځ ۱۲ تنه هم ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د دغې حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له اسلامي دولت ډلې (داعش) او نورو سخت دریځو ډلو سره تړلي وسله‌وال اکثره وختونه د دا ډول حملو مسئولیت اخلي.

فرانسې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۲ کال قومي توریګ یاغیانو او جهادیانو د مالي د شمال دوه درېیمه برخه خاوره لاندې کړه، جنوب پلو ته د دې ډلو د پراختیا د مخنیوي لپاره په سیمه کې مداخله وکړه.

نن بریتانیا کې خلک په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي

په لندن کې د رأی ورکونې یو مرکز

نن بریتانویان په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي چې نتیجه به‌یې د برېکزېټ یا له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي.

د رأی ورکولو مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانیستل کېږي او د شپې تر ۱۰ بجو به د رأی ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي.

کاندیدان په بریتانیا کې د ۶۵۰ انتخاباتي حوزو له لارې هڅه کوي چې مرکزي پارلمان ته لاره ومومي.

په بریتانیا کې د نظرپوښتنې شپږو مؤسسو روانه میاشت وموندله چې خلک تر ډېره د صدراعظم بورېس جانسون محافظه‌کار ګوند چې غواړي له اروپایي ټولنې بریتانیا وباسي، له نورو غوره بولي.

په دوهم ځای کې د جرمي کوربین په مشرۍ کارګر ګوند دی چې تر اوسه‌یې له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د شرطونو موافقه څو ځلې ځنډولې ده.

خو د دغو نظر شمېرنو له مخې ښایي دغه دواړه لوی ګوندونه ونه‌شي کولای چې د پارلمان لږ تر لږه ۳۲۶ څوکۍ چې په یوازې سر د حکومت جوړولو لپاره ورته اړتیا ده، خپلې کړي.

خو په هر صورت هر هغه ګوند چې ډېرې رأیې ګټي هغه به دې ته اړوي چې له کوچنیو ګوندونو سره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د ترسره شویو نظرپوښتنو له مخې پر برېکزېټ سربېره د رأی ورکوونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو، جنایي جرمونو، اقتصاد او د مهاجرت موضوعات هم مهم دي.

د ادبیاتو نوبل جایزې پر ګټونکي اتریشي لیکوال انتقادونه

د بالکان په سیمه کې زیات وګړي په دې باور دي چې ۷۷ کلن هندکې د هغو جنګي جنایتونو په اړه چې صربانو په سیمه کې د کورنۍ جګړې پر مهال کړي وو، د عفوې دريځ غوره کړی و.

د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي اتریشي لیکوال، پیتر هندکې په وړاندې د اعتراض په ترڅ کې بوسنیا او هرزګوېنا او کوسوو ویلي چې نه‌غواړي هغه دې هېوادونو ته ورشي.

د بالکان په سیمه کې زیات وګړي په دې باور دي چې ۷۷ کلن هندکې د هغو جنګي جنایتونو په اړه چې صربانو په سیمه کې د کورنۍ جګړې پر مهال کړي وو، د عفوې دريځ غوره کړی و.

د سرایوو کورني پارلمان پرون یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس‌یې هندکې غیر مطلوب وګړی معرفي شوی.

د بوسنیا د پارلمان غړو همداراز د سویډن د نوبل اکاډمي غندلې چې سږ کال‌یې د ادبیاتو جایزه هندکې ته چې په بوسنیا کې د مسلمانانو له ډله‌ییزې وژنې انکار کوي، ورکړې ده.

امریکا د ایران پر ځینو ټرانسپورټي شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون پر دغو شرکتونو د بندیزونو اعلان وکړ.

دا ځل د ایران د ټرانسپورت زیات شرکتونه چې یمن ته‌یې پوځي وسایل او د ډله‌یېزې وژنې وسلې لېږدولې، په نښه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون پر دغو شرکتونو د بندیزونو اعلان وکړ.

هغه وویل: "تر څو چې د ایران له شره ډک فعالیت روان وي، د زیات فشار راوستلو ته به دوام ورکوو. زه د ایران د ټرانسپورت پر درېیو شرکتونو د بندیزونو خبر اعلانوم چې له یمن سره‌یې د ډله‌ییزې وژنې لپاره د وسلو د پروګرام په صادرولو کې مرسته کوله."

پامپیو همداراز وویل، دوی هیله لري چې د بندیانو هغه تبادله چې په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ وشوه، د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو پیل ته لاره هواره کړي.

د امریکا د خزانې وزارت د عبدالحسین خدري پر شرکت بندیز لګولی او ویلي يې دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له دغه شرکت څخه په یمن کې شیعه حوثي وسله‌والو ته د پوځي وسایلو لېږدولو لپاره کار اخیست.

نیجر کې د وسله‌والو برید کې ۷۱ دولتي سرتېري وژل شوي

د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی

د نیجر د دفاع وزارت وایي چې د مالي له پولې سره نږدې د دې هېواد پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري وژل شوي دي.

دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه حمله کې چې پرون شوې، یو زیات شمېر ترورېستان له‌منځه وړل شوي او د پوځ ۱۲ تنه ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دریځو ډلو سره تړلي وسله‌وال اکثره وختونه د دا ډول حملو مسؤلیت اخلي.

د پاکستان محکمې د درملنې له پاره د پخواني ولسمشر زرداري خوشي کولو امر کړی

ښاغلی زرداري د مالي فساد په تور بندي دی

د پاکستان یوې محکمې نن پرېکړه وکړه چې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په ضمانت له زندانه خوشي کړي، ترڅو خپله درملنه د هېواد دننه په هر روغتون کې چې غواړي، وکړي.

زرداري د پاکستان د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بېنظر بوټو میړه دی چې د جون په میاشت کې د پاکستان د فساد ضد کمیټې له لورې د میلیونونو ډالرو سپینولو په تور بندي شو.

تمه ده چې دی نن ناوخته له زندانه خوشي شي.

ټرمپ مسکو ته د امریکا په انتخاباتو کې د نه لاسوهنې خبرداری ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر پرونۍ کتنې وروسته سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ښاغلي ټرمپ ښاغلي لاوروف ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ ډول د امریکا په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي.

ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې مسکو وهڅاوه چې د اوکراین شخړې حل کړي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې دی په نړیواله کچه د وسلو د اغېزناک کنټرول ملاتړ کوي چې په هغه کې یوازې روسیه شامله نه وي، چین هم پکې وي.

د امریکا ولسمشر همداراز له روسیې وغوښتل چې ایران د اټمي وسلو له جوړولو وګرځوي او شمالي کوریا له اټمي وسلو خالي کړي.

سرګي لاوروف یوه ورځ وروسته تر هغه واشنګتن ته ولاړ چې په پاریس کې د روسیې، فرانسې، جرمني او د اوکراین استازیو غونډه وکړه. دا غونډه د اوکراین په ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره وه.

سږکال په چین کې ترټولو ډېر خبریالان زنداني شوي

ارشیف

د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې ویلي چې روان کال کې چین تر بل هر هېواد ډېر خبریالان زنداني کړي دي.

د دې کمیټې په کلني راپور کې راغلې چې په چین کې سږکال لږ تر لږه ۴۸ خبریالان بندیان شوي دي.

د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹ کال کې لږ ترلږه ۲۵۰ خبریالان بندیان شوي او تېرکال دا شمیر ۲۵۵ ته رسېده.

له چین څخه وروسته ترکیه دوهم هېواد دی چې سږ کال یې ۴۷ خبریالان بندیان کړي خو تېرکال په ترکیه کې ۶۸ ژورنالیستان بندیان شوي وو. تر ترکیې وروسته په سعودي عربستان کې ۲۶ او همدومره خبریالان په مصر کې سږ کال زنداني شوي دي.

د خبریالانو د ساتنې د نړیوالې ټولنې په کلني راپور کې ویل شوې چې په ایران کې چې سږکال پراخې مظاهرې وشوې ۱۱ خبریالان زنداني شوي او د دې کلني راپور له مخې روسیه اووم ځای لري چې څلور خبریالان یې زندان ته استولې دي.

په دې کلني راپور کې هغه خبریالان نه دي شمېرل شوي چې نیول شوي او ژر خوشي شوي دي یا په خپلو سیمو کې وسله والو ډلو نیولې دي.

 ټرمپ او پوتین د اردوغان د علاقې وړ کسان

د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولاد یمیر پوتین یې د پام او علاقې وړ کسان دي.

هغه دا خبرې د انقرې په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال کړي.

اردوغان دا هم ویلي چې اروپا د رهبرۍ له جدي بحران سره مخ ده.

اردوغان ویلي چې که د چا خوښیږي یا نه خو ټرمپ یو مهمه نوم دی او هیڅ کومه پټه اجنډا نه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسی سیال ولادمیر پوتین هم ستایلی چې د ده په نظر د ترکیې پر وړاندې یې دریځ روښانه دی او کوم څه نه ترې پټوي.

اردوغان همداراز د اسلام له ستر پیغمر حضرت محمد او د ترکیې د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک نومونه هم د الهام بښونکو شخصتیونو په توګه یاد کړي دي.

د ايران پارلمان ١٦٠ وکيلانو د معترضینو د ځپلو په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه

د ایران پارلمان

د ايران د پارلمان ١٦٠ وکيلانو په دغه هېواد کې په مرګوني ډول د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

تېره مياشت دغه اعتراضونه د ايران سلو ښارونو او ښارګوټو ته خپاره شوي وو.

په ايران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول، چې حکومت د تېلو بيې لوړې کړې او د هغوى پر کارونې يې سهميه ولګوله.

وکيلانو دغه غوښتنه ولسمشر حسن روحاني ته په يوه ليکلي پرانيستي ليک کې کړې ده.

دغه ليک د اپوزيسيون په ويبپاڼه "کلمه" کې تېره دوشنبه خپور شوى دى.

په ليکه کې ويل شوي، چې د اعتراض کوونکو ځپونکي دې له دندو ليرې او مجازات شي.

ايراني چارواکو تر اوسه د اعتراضونو پر مهال د وژل شويو رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

خو په لندن کې دېره، د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په ايران کې د هغه څه له کبله چې دغه سازمان ”د انسان ژوند ته شرموونکې بې اعتنايي“ بللې، لږ تر لږه ٢٠٨ کسان وژل شوي دي.

امريکا پر چچنيا چارواکي، پاکستاني پوليس او ١٨ نورو کسانو بنديزونه ولګول

د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچين

د امريکا متحدو ايالتونو د چچنيا پر يوه چارواکي، يوه پاکستاني پوليس او ١٨ نورو کسانو بنديزونه ولګول.

دغه کسان په دې تورن دي، چې له بشري حقونو په ښکاره سرغړونو کې ښکېل دي.

د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچين پرون په يوه اعلاميه کې وويل: ”امريکا به د ملکيانو په وړاندې شکنجه، اختطاف، جنسي تاوتريخوالى، وژنه يا هم ظلم ونه زغمي.“

منوچين دا خبرې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

د خزانې وزارت وايي، د روسيې د شمالي قفقاز د چچنيا جمهوريت په پلازمېنه ګروزني کې د کورنيو چارو وزارت يو رئيس اسلان ايراسخانوف او د کورنۍ غړي يې د امريکا خاورې له ننوتلو منع اعلان شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې ايراسخانوف د خپلې دندې پر مهال د ٢٧ کسانو د اعدام په قضيه کې دخيل و.

د خزانې وزارت په پاکستان کې پر يوه پوليس راو انور خان هم بنديز لګولى دى.

پر ده تور پورې شوى، چې د راپورونو پر اساس، د داسې جعلي وسلوالو نښتو ډرامه يې جوړه کړې، چې په نتيجه کې يې ګڼ کسان د پوليسو له خوا وژل شوي دي.

اتلس نور کسان په ميانمار، ليبيا، سلواکيا، کانګو، جنوبي سوډان او سعودي عربستان کې چارواکي يا هم سوداګر دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ ټاکنو کې روسیې ته د امریکا خبرداری

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير خپل روسي سيال ته خبردارى ورکړ، چې د امريکا د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې به د مسکو احتمالي مداخله ناوړه پايلې ولري.

مايک پامپيو پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته چې د هغه روسى سيال سرګي لاوروف هم په کې حاضر و، وويل: "د ډونالډ ټرمپ اداره تل هڅه کوي چې زمونږ د ټاکنو د جريان بشپړتيا خوندي وي، که روسيه يا بل بهرنى لوبغاړى زمونږ د ډيموکراتيکو پروسو د کمزوري کولو اقدامات وکړي، موږ به ځوابي اقدام کوو."

تر دې مخکې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ منتقدانو ويلي چې روسيې د امريکا د جمهوري رياست د ٢٠١٦ میلادي کال په ټاکنو کې د ټرمپ په پلوي مداخله کړې ده خو مسکو دا تورونه رد کړي دي.

پرون په واشنګټن کې د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو دغه راز پر نورو مسايلو، له دې جملې د واشنګټن او مسکو د اړيکو پر ښه کېدو هم بحث وکړ.

د دوى په خبرو کې د ايران، اوکراين، منځني ختيځ او يمن موضوعات هم شامل وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG