د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۱

نړۍ

د منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد

د منچستر سیټي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ د اتلې لوبډلې منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد.

په سویس کې د فوټبال یوې څېړنیزې مؤسسې دغه اعلان تر یو لړ څېړنو وروسته کړی.

دوی وايي، د فوټبال د غوره لیګ اتله لوبډله منچستر سیټي لومړنۍ لوبډله ده چې د لوبغاړو ارزښت‌یې یو میلیارد یورو ته رسېږي.

دغې مؤسسې یادې څېړنې د اروپا د پنځو معتبرو لیګونو لکه (غوره لیګ، لالیګا، سرې ‌ا، لوشامپیونه او بوندس لیګا) ترمنځ کړې دي.

شمالي کوریا د خپل اټمي پروګرام په اړه امریکا سره خبرو ته لېوالتیا ښوولې

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سان هوې ویلي، د دغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې د روانې میاشتې په وروستیو کې یوازې هغه وخت کېدای شي چې واشنګټن له نویو او "د منلو وړ" وړاندیزونو سره د خبرو مېز ته راشي.

هغې د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په یوه بیان کې ویلي چې که د امریکا متحده ایالات شمالي کوریا قانع نه‌کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه ختمېږي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د اغلې هوې له قوله ویلي چې پیونګ یانګ د اټمي مذاکراتو په اړه نویو وړاندیزونو لپاره واشنګټن ته کافي وخت ورکړی دی.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې شمالي کوریا له امریکا غواړي چې امنیتي ضمانت ورکړي او د اټمي وسلې د فعالیتونو د کمولو په بدل کې دې پر پیونګ یانګ بندیزونه کم شي.

تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو په دې اړه ځواب نه‌دی ورکړی، خو امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې چمتو دي له شمالي کوریا سره خبرې له سره پیل کړي.

چین د ایران اټمي لانجو د بیا راپورته کېدو ملامتیا پر امریکا واچوله

په ایران کې د اټمي انرژۍ یوه دستګاه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران اټمي پروګرام په تړاو د راټوکېدلو لانجو اصلي لامل پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو زیاتوالی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیېنګ د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په پیکېنګ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن باید پر تهران له فشارونو ډېرولو لاس واخلي.

هغې وویل، "زموږ په باور د ایران د اټمي پروګرام د روانو لانجو اساسي دلیل د امریکا متحده ایالاتو ډېر فشار دی. واشنګټن باید له ناسمو کړنو لکه یو اړخیزو بندیزونو او پر ایران له ډېر فشار راوړلو لاس واخلي. په ورته وخت کې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ټول لاسلیک کوونکي باید د دې تړون بشپړ او په اغېزمن ډول عملي کېدو ته ژمن پاتې شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیله وښوده چې په دې تړون کې ښکېل لوري وکولای شي د ایران اټمي وضعیت ارام کړي.

هغې وویل، پیکېنګ به دغه هدف ته د رسېدو لپاره له ټولو ښکېلو هیوادونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه د دغه تړون پاتې لاسلیک کوونکي دي. امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

ایران په وروستي اقدام کې اعلان وکړ چې له پرمختللو سانټریفیوژونو څخه به کار اخیستل پیل کړي.

دا هغه اقدام دی چې د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې ایران ترې منع شوی دی.

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین او ایران په اړه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ او د ایران د اټمي لانجې د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانوئل مکرون سره د اوکراین په ختیځ کې پر وسله وال کړکېچ او د ایران پر اټمي پروګرام خبرې کړي دي.

دا خبر د کرملین ویبپاڼې خپور کړی دی.

دا دواړه ولسمشران په مسکو کې د روسیې او فرانسې د د دفاع د وزیرانو له لیدنې یوه ورځ مخکې خپلو کې په ټیليفون غږېدلي دي.

تاس خبري اژانس وايي، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیران به د ایران په شمول په فارس خلیج کې په وروستیو پرمختګونو، د اوکراین په وضعیت او د مرکزي افریقا د جمهوریت په اړه خپلو کې بحثونه وکړي.

د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پارلي له دې لیدنې مخکې د ټاس خبري اژانس ته ویلي، په بېلا بېلو مسئلو به صادقانه خبري وشي.

نوموړې ویلي، ډیرې جیوستراتیژیکې ننګونې شته چې فرانسه او روسیه په کې شریکې ګټې لري.

مکرون او پوتین دغه راز یوه ورځ وروسته له هغې په خپلو کې خبرې کوي چې روسیې او اوکراین هر یوه په خپلو کې ۳۵ ، ۳۵ بندیان تبادله کړل.

یونسېف په شخړو کې د وژل کېدونکو ماشومانو په اړه عامه یادونه وکړه

یونسېف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې خپلې ودانۍ ته نږدې په یو چمن کې ۳۷۸۵ د ښونځي بکسونه هدیرې ته په ورته یو ترتیب کېښودل څو په دې توګه هر کال نړۍ کې د تاوتریخوالي څخه په ډکو شخړو کې د وژل کېدونکو ماشومانو په اړه عامه یادونه وکړي.

د بشري مرستو په یو وروستي راپور کې یونسېف ویلي، تېر کال په نړۍ کې تر ۱۲۰۰۰ زیات ماشومان د جګړو په سیمو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

دا له هغې راوروسته چې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه کړکېچونو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې څار پیل کړی، تر ټولو لوړ شمېر دی.

د یونسېف د اداري اجرایوي مشرې هینریتا فور ویلي، د یونیسف د ښوونځي بکسونه تل د هېلې او د ماشومتوب د امکاناتو یو سمبول و.

په دوو اوونیو کې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې راټولېږي او د ماشوم د حقونو د کنوانسیون درېرشمه کلیزه نمانځي.

ددې ادارې په وینا، په نړۍ کې له څلورو څخه یو ماشوم په هغو هېوادونو کې اوسي چې کړکېچونو او یا طبیعي افتونو اغېزمن کړي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان، مرکزي افریقا جمهوریت، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریه، یمن او ډېرو نورو هېوادونو کې ماشومان د روانو جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس له ایراني چارواکو سره ولیدل

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس پرون یکشنبه) له ایراني چارواکو سره ولیدل.

د ایران دولتي ټلویزیون په تهران کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د سرپرست رئيس کورنیل فروتسا ویډیو وښوده.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د یوه بیان له مخې، ښاغلي فروتسا د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د دغه هېواد د اټمي انرژۍ د ادارې له رئيس سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې ایران دې له دوی سره بشپړه او په وخت همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ سرپرست یوه ورځ وروسته له دې تهران ته لاړ چې د ایران د اټمي انرژۍ ادارې اعلان وکړ چې د دوه ډوله پرمختللو سنتریفیوژونو کارول به پیل کړي.

ایران وايي، د دغه هېواد د تېلو بېړۍ خپل اصلي منزل ته رسېدلې

ایران وايي، د دغه هېواد د تېلو بېړۍ بالاخره خپل اصلي منزل ته رسېدلې ده.

د ادریان دریا په نوم یوه تېل وړونکې بېړۍ د جولای په میاشت کې بریتانیا په جبل الطارق کې توقیف کړه او له خوشې کېدو وروسته امریکا غوښتل چې مخه یې ونیسي.

د ایران دولتي خبري اژانس د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس موسوي په قول پرون یکشنبه وویل، ادریان دریا تېل وړونکې بېړۍ د مدیترانې په ساحل کې لنګر اچولی او بار ورڅخه ښکته شوی دی.

په دې بېړۍ کې ۲ ميلیونه بېرله اومه تېل بار وو.

موسوي نه دي ویلي چې دا تېل یې چا ته وړي او پېرودونکی یې څوک و.

ایران: اروپايي ټولنه د اټمي موافقې د ژمنو په عمل کې پاتې راغلې

د ایران بیرغ

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وايي، اروپايي ټولنه د ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې.

علي اکبر صالحي نن د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې IAEA له سرپرست مشر کورنیل فیروتا سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي صالحي وویل، اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په عملي کولو کې رامنځته شوې تشې به ډکوي، خو له بده مرغه دا کار یې ونه شو کړای.

د IAEA مشر یوه ورځ وروسته له هغه تهران ته سفر وکړ چې د ایران حکومت وویل، د پرمختللو سنټریفیوژونو د فعالولو چارې به چې په اټمي موافقه کې بندیز پرې لګېدلی و، بیا پیل کړي.

ښاغلی فیروتا همداراز په پام کې لري چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم وګوري.

اسرائیل په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري کړې

د اسرائیل الوتکو وروسته له هغې چې له غزې سخت دریځو د یوې بې پیلوټې الوتکې په وسیله د اسرائیل او غزې ترمنځ د امنیتي موانعو ور اخوا د اسرائیل لوري ته یو بم وغورځاوه، پرون ناوخته په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري وکړه.

د اسرائیل پوځ وویل، په هغو اهدافو کې چې پرې بمباري شوې، د حماس د ډلې د هوایي جزوتام چې د بې پیلوټه الوتکې د دغې حملې مسؤل بلل شوی، پوځي تهاجمي تجهیزات او دوه پوځي ځایونه شامل دي.

په دې اړه چې د اسرائیل د دغو حملو په نتیجه کې د فلسطینیانو لوري ته څومره تلفات اوښتي، تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې له غزې د بې پیلوټې الوتکې له خوا غورځول شوې وسیلې چې ظاهراً هغه بم ښودل شوی، یواځې یوه پوځي وسیله ویجاړه کړې ده.

راپورونه: د اوکرایین او روسیې د زندانیانو د تبادلې بهیر پیل شوی

د راپورونو له مخې د اوکرایین او روسیې د زندانیانو د تبادلې بهیر پیل شو.

د اوکرایین دوو حکومتي چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.

د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو څو میاشتي د زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې کړي دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې احتمالاً د اوکراین او روسیې ترمنځ ۷۰ زندانیان تبادله شي.

د دواړو هېوادونو حکومتونو تراوسه د زندانیانو د تبادلې د شرایطو پر وروستۍ نتیجې رسماً څه نه دي ویلي.

ځینو باخبره سرچینو ویلي چې ۲۴ اوکراینې کښتۍ چلوونکي او د دې هېواد ۱۱ نور وګړي به اوکراین ته ورکړل شي.

روسي ځواکونو تېر کال د اوکراین کښتۍ چلوونکي د ازوف سمندرګي په کرچ تنګي کې ونیول.

راپورنه: ایران په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې

ایراني خبري اژانسونو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې ده.

چارواکي د دې کښتۍ فلیپینۍ عمله د تېلو په قاچاق تورنوي.

ایسنا خبري اژانس وایي، په دې کښتۍ کې ۳۰۰ زره لیتره ډیزل تېل انتقالېدل.

د زېمبابوې پخوانی ولسمشر رابرټ موګابي د ۹۵ کلونو په عمر ومړ

د زېمبابوې پخوانی ولسمشر رابرټ موګابي

د زېمبابوې پخوانی ولسمشر رابرټ موګابي چې د جنوبي افریقا په دې هېواد کې یې له خپلواکۍ راوروسته ۳۷ کاله واک وچلاوه، د ۹۵ کلونو په عمر په سنګاپور کې مړ شو.

اوسني ولسمشر ایمرسون مننګاګاوا د جمعې په ورځ د هغه د مړینې په اعلان کې نوموړی د ازادۍ سمبول وباله.

خو د موګابي ډېر منتقدان پر موګابي انتقاد کوي چې په خپلې اووه دېرش کلنې واکمنۍ کې یې د زېمبابوې وړتیاوې له منځه یوړې، خپل مخالفان او سیاسي رقیبان یې په بې رحمۍ وځپل، انتخابات یې مهندسي کړل او تر واک لاندې یې مفسد پولیس په پراخو ځورونو کې ښکېل وو.

د چریکانو دا پخوانی مشر په زېمبابوې کې د ۱۹۸۰میلادي کال راهېسې چې له سپین اقلیت څخه یې واک انتقال شو، واکمن و.

موګابي دوه کاله مخکې وروسته له هغې واک پرېښود چې یوې پوځي کودتا د نوموړي د هغې هڅې مخه ونیوله چې غوښتل یې مېرمن یې ځای ناستې شي.

ویل کېږي چې نوموړی د سنګاپور په یو روغتون کې د ناروغۍ له کبله یوې میاشتې تر درملنې لاندې و. د هغه د مړینې سبب لا روښانه نه دی.

په پاکستان کې ۳ نارینه په عمري قید محکوم شول

په پاکستان کې ۳ نارینه په ناموسي قتل کې د لاس لرلو په جرم په عمري قید محکوم شول.

دا درې تنه په ۲۰۱۲ میلادي کال د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې د درېیو ښځو په وژلو محکوم شوي دي.

د هغوی د وژلو فتوا وروسته له دې د سیمې یوه ملا ورکړه چې یوه ویډیو یې خپره شوه.

په ویډیو کې څلور نجونې لیدل کېږي چې د دوو هلکانو اتڼ ته چکچکې کوي.

دې پېښې د بشري حقونو د موسسو او ملاتړ کوونکو پام ځان ته واړاوه.

د کوهستان د سیمې د پولیسو مشر عطاالله فرانس پرېس خبري اژانس ته پرون پنجشنبه وویل، د یوې وژل شوې ښځې ورور عمرخان، سایر خان او د دوو وژل شویو ښځو پلار صابر خان هغه کسان دي چې عمري قید سزا ورکړل شوې ده.

محکمې ۵ تنو نورو ته برات ورکړ.

امریکا پر لیفیو دراګنیا او دده پر کورنۍ د سفر بندیز ولګاوه

د امریکا بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو د رومانیا د سوسیال ډموکرات ګوند پر پخواني بندي مشر لیفیو دراګنیا او د نوموړي د کورنۍ پر نږدې غړو د سفر بندیز ولګاوه.

امریکا وايي، د رومانیا د سوسیالیست ډموکرات ګوند پخوانی مشر او کورنۍ یې په «زیات فساد» کې ککړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل د راګنیا او دوه اولادونه یې والنتین او ماریا امریکا ته د تګ اجازه نه لري.

دې وزارت په یوه بیان کې همداراز ویلي، دا اقدام یو قوي پیغام له ځان سره لري چې امریکا له فساد سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده او په رومانیا کې د قانون د حاکمیت ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزیر: ایران ښايي د نویو خبرو یوه فرصت ته نږدې شوی وي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر داسې ښودلې چې ایران ښايي د نویو خبرو یو فرصت ته نږدې شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تازه پر خپلو اټمي فعالیتونو د نړیوالو محدیتونو څخه د وتلو لپاره تازه ګام اخیستی.

د امریکا د دفاع د وزیر تر بیان څو ساعته مخکې تهران اروپايي ټولنې ته وویل، دوی د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لاسلیک شوي اټمي تړون له هغو محدیتونو وځي چې د اټمي څېړنو او پراختیا په برخه کې یې پر دې هېواد لګولي دي.

د تېر کال راهیسې چې د امریکا متحده ایالات له دې اټمي تړون څخه ووتل، ایران دې تړون ته د خپلو ژمنو څخه د په شا کېدو درېيم ګام بللی دی.

د جمعې په ورځ په لندن کې په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وویل: ښايي ډېر زر د ایران د اټمي او توغندیو د پروګرامونو په اړه د خبرو اترو ځای (فرصت) واوسي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایسپر چې د رویال یونایټېډ سرویسیز په نوم انسټیټيوټ کې یې خبرې کولی، زیاته کړه: داسې ښکاري چې ایران هغه ځای ته چې موږ خبرې کولی شو، ورو ورو نږدې کېږي او هیله ده چې همداسې وشي.

د بریتانیا د دفاع وزیر بین والس چې د جمعې په ورځ یې له اسپر سره کتل، ویلي چې نه غواړي د تهران د نیت په اړه اټکل وکړي، بلکې په کړنو به یې قضاوت وکړي.

د نوموړي په وینا، که چېرې له ایران سره جوړجاړی کېږي، بریتانیا به په دې لاره کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره مرسته وکړي.

ایراني رسنیو ویلي، د دې هېواد د اټمي انرژۍ سازمان به د تهران د راتلونکي ګام جزیات د شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې په ډاګه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG