د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۲

نړۍ

نړیوال قدرتونه له ایران سره د اټمي موافقې د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي

د ایران د اټمي انرژۍ یوه دستګاه

نړیوال قدرتونه له ایران سره په روانه اوونۍ کې خبرې کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه څرنګه وساتل شي.

د بریتانيا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین استازي به د جولای په ۲۸مه په ویانا کې غونډه ولري.

دا خبر نن د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له ادارې خپور شوی دی.

په دې اړه په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې به چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او ایران د غوښتنې له مخې جوړېږي، د اټمي موافقې د ټولو اړخونو پر عملي کولو خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر تېر کال په مې میاشت کې له دې موافقې ووت. له هغه راهیسې د اټمي موافقې د برخلیک په اړه اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.

بورېس جانسن د بریتانیا صدراعظم وټاکل شو

بورېس جانسن د بریتانیا نوی صدراعظم

بورېس جانسن د بریتانیا صدراعظم وټاکل شو، هغه به چې له اروپايي اتحادیې یې د بریتانیا د وتلو سخت ملاتړی دی، د ترزا مې ځای نیسي.

بورېس جانسن د محافظه‌کار ګوند له لوري ټاکل شوی دی.

هغه نن، د جولای په ۲۳مه په ټلوېزیوني وینا کې وویل: "موږ به د اکټوبر تر ۳۱مې برکزېټ عملي کړو، موږ به له ټولو موقعو کار واخلو، موږ یو وار بیا یو لاس یو او پر ځان باور لرو."

بورېس جانسن ۵۵ کلن دی او مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر و.

د جنوبي کوریا جټ الوتکو د روسیې پر الوتکو د خبرداري لپاره ډزې کړي

د جنوبي کوریا جنګي جټ الوتکو د روسیې پر پوځي الوتکو د دې لپاره چې د جنوبي کوریا فضايي حریم ته ور ننوتې وې، د خبرداري لپاره ډزې کړې دي.

روېټرز خبري اژانس دا خبر د کوریا د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله خپور کړی دی.

د چارواکو په وینا، د روسیې جټ الوتکې نن د جولای درویشتمه سهار د ختیځ سمندرګي پر فضا الوتکې او د دوی حریم ته ور ننوتې وې.

د چین د پوځ الوتکه هم د جنوبي کوریا فضا ته ور الوتې ده.

د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ ویلي چې نن سهار د روسیې (اف پنځلس کې) او (اف شپاړس کې) جنګي الوتکې د دوی فضايي قلمرو ته ور تېرې شوې وې.

ویل کېږي چې د چین او روسیې الوتکې په ګډه د جنوب لور ته الوتې دي.

د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو د روېټرز او فرانس پرېس اژانسونو ته ویلي چې دا اول وار دی چې د روسیې التوکې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېری کوي.

د روسیې د دفاع وزارت دا خبر رد کړی چې ستراتيژیکې بم غورځونکې الوتکې یې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېرې شوې دي.

روسیې د جنوبي کوریا پر هوایي ځواک تور پورې کړی چې الوتکو یې خطرناک مانورونه کړي او د دوی الوتکو ته یې ګواښ کړی دی.

د کوسوو صدراعظم وایي چې له صربیا سره په مشروط ډول خبرو ته تیار دی

د کوسوو صدراعظم راموش هرادینای

د کوسوو صدراعظم چې له کاره یې استعفا کړې، وايي چې له صربیا سره خبرو ته تیار دی، خو يوازې په دې شرط چې که بلګراد د کوسوو پر خاوره د سرب توکمه سیمې د جوړېدو لپاره له هڅو لاس واخلي.

راموش هرادینای پرون د جولای په دوه ویشتمه د ازادې اروپا راډیو خبریال ته په مرکه کې وویل: موږ د خبرو مخالف نه یوو، په هره کچه چې وي، هر وخت چې وي، کوسوو به خپل حق ادا کوي.

د کوسوو په شمال کې چې یو ميلیون او اته سوه زره وګړي لري، یونیم لکه صربیان اوسېږي.

راموش هرادینای د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې د صدرات پر چوکۍ کار پېل کړ.

هغه تېره اوونۍ استعفا وکړه، ځکه هغه په هاګ کې د بشري حقونو یوې محکمې له نولس سوه اته نوي تر نولس سوه نهه نوي میلادي کاله په کوسوو کې د کورنۍ جګړې پرمهال په جنګي جنایتونو کې په لاس درلودلو مشکوک اعلان کړ.

روسیې په سوریې کې د برید په اړه راپورونه رد کړل

د روسیې بیرغ

د روسیې دفاع وزارت هغه راپورونه ردوي چې ګواکې روسۍ الوتکې دې په سوریې کې هغه برید کړی وي چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سوریې کې اپوزیسیون او د جګړې څارونکي ډلې ویلي چې د ادلیب ولایت په جنوب کې په مارت النعمان ښار کې یا د سوریې او یا د روسیې جټ الوتکو بمباري کړې ده.

دغه ډلې وایي، په دې برید کې چې پر یوه مارکېټ شوی، ۲۳ تنه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

مسکو دغه راپورونه ناسم بولي.

د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه هېواد هوایي ځواکونو د سوریې په یاده سیمه کې هېڅ ډول عملیات نه دي کړي.

دغه سیمه د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده.

د سوریې په تېرې اته کلنې جګړې کې روسیې او ایران د بشار الاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.

امریکا پر یوې چینایي کمپنۍ بندیز ولګاوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا متحده ایالاتو د ایراني تېلو د انتقال له کبله پر یوې چینایي کمپنۍ بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جولای په ۲۲مه وویل چې د ژوهای ژینرانګ په نوم دغې چینایي کمپنۍ په آګاهانه ډول د امریکا له خوا د ایران د تېلو پر وارداتو له بندیزه سرغړونه کړې ده.

ښاغلي پامپیو د امریکا په اورلاندو ښار کې د وینا پر مهال وویل: د فشارونو د ډېرېدو د کمپاین په ترڅ کې زه اعلان کوم چې د امریکا متحده ایالات پر ژوهای ژین رانګ او د هغه پر اجرائیه مشر یومین لي بندیزونه لګوي، دوی د اومه تېلو په منلو سره د امریکا له مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

له هغه وخته ولسمشر ټرمپ د ایران پر عمده مالي سکټورونو چې تېل هم په کې شامل وو، نور بندیزونه ولګول.

بریتانیا د کښتیو د لارې د خونديتوب لپاره یو سمندري ماموریت غواړي

ارشیف

بریتانیا له خپلو اروپایي متحدینو وغوښتل چې د کښتۍ چلونې د لارې د خونديتوب او خلاصې پرېښودو لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.

بریتانیا دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې په هرمز تنګي کې د دې هېواد یوه تېل وړونکې کښتۍ د ایران له لوري نیول شوې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ د کابینې تر غونډې وروسته د ایران له لوري د یادې کښتۍ نیول یوه سمندري غلا وبلله.

نوموړي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د خوندي انتقال لپاره طرحې وړاندې کړي دي.

ښاغلي هنټ زیاته کړه، اوس مهال دوی د اروپا په مشرۍ د ګډ سمندري ماموریت د تنظیم په هڅه کې دي، څو له دې مهمې سیمې څخه د باروړونکو کښتیو تګ راتګ خوندي شي.

جرمي هنټ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د بریتانیا پارلمان ته د تېل وړونکې کښتۍ د نیول کېدو د راپور پر مهال وکړې.

د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال د بریتانیا د پارلمان یو شمېر استازو هم د ایران پر دغه اقدام په کلکه انتقاد وکړ.

ایران تور لګوي چې دغې کښتۍ سمندري مقررات مات کړي، خو بریتانیا دا خبره ردوي.

د پرتګال په یوه ځنګل کې اور لګېدنې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان کړي

ارشیف، د پرتګال د یوه ځنګل د اور یو انځور

د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې له پرون راهيسې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی او تر اوسه یې شل کسان ټپیان کړي دي.

په همدې سیمه کې چې د پلازمېنې لیزبون په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۲۰۱۷ کال کې اور سل کسان وژلي وو.

څه باندې دوه زره اور وژونکي په دې ځنګلي سیمه کې د اور د وژلو هڅې کوي.

د پرتګال د منځنیو سیمو په دې غرني ځنګله کې له پرون ورځې او شپې د اور لمبې خورې دي.

د پرتګال د کورنیو چارو وزارت د راپور په اساس، تر اوسه شل کسان چې پکې اور وژونکي او عام خلک شامل دي، د اور لمبو ټپيان کړي دي.

په دې ځنګله کې داسې وخت اور لګېدلی چې اکثر اروپايي هېوادونه د کال دا وخت د تودوخې له څپې سره مخ دي او اکثر په ځنګلي سیمو کې د داسې اورلګېدنو خطرونه ځي.

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ د څارونکې ادارې رئیس مړ شو

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ څارونکي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې رئیس یوکيا امانو نن مړ شو.

امانو ۷۲ کلن و.

یادې ادارې د امانو د مړينې لامل نه دی یاد کړی.

یوکيا امانو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار ادارې مشري پر غاړه درلوده او د خدمت موده یې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نومبر پورې پای ته رسېده.

د اعلامیې له مخې، امانو نیت درلود چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

ایران «سي.ای.اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي

د امریکا او ایران بیرغونه

ایراني چارواکي وايي، امنيتي ادارو د امريکا استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي او ځيني يې په مرګ محکوم کړي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت نن وويل چې د ایران امنیتي ادارو په بریالیتوب سره د دوی په وینا د «سي. ای. اې» د جاسوسانو شبکه له منځه یوړه.

د وزارت یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ويلي ځیني تورن کسان په مرګ او نور يې په اوږده حبس محکوم شوي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې هغوی چې «سي. ای. اې» ته په جاسوسۍ تورن وو، د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ مياشت کې نيول شوي وو.

دا اعلان څو مياشتې وروسته له هغه شوی چې د ایران او لوېديځ ترمنځ په‌دې وروستیو کې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

امريکا د روان کال له مې مياشتې راهيسي پر ایران نوي اقتصادي بنديزونه لګولي چې په نتيجه کې يې د دې هېواد اقتصاد سخت زیان لیدلی.

ایران: د بریتانیا د درول شوې بېړۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی

د بریتانیا درول شوې بېړۍ

ایران خبرداری ورکړی چې د خلیج په اوبو کې د بریتانیا د درول شوې بېړۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی دی.

دا بېړۍ د جمعې په ورځ له ۲۳ سورلیو سره د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له‌خوا په هُرمز تنګي کې ودرول شوه.

په هغه وېډیو کې چې د سپاه له‌خوا خپره شوې ښيي چې د تېلو په نښانونو رنګ شوې بېړۍ د څو چټکو کښتیو په محاصره کې ده او ځيني پوځیان هم پاس له هلیکوپټرې د پړو په واسطه په‌کې راکوزېږي.

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې د جبل‌الطارق په ابنا کې د بريتانیا شاهي سمندري پوځ د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ له سورلیو سره یوځای ونیوله.

سپاه پاسداران هماغه وخت ګواښ کړی و چې یوه بریتانوي بېړۍ به نیسي.

د بریتانیا صدراعظمه به د تېلو د یوې کښتۍ د نیولو پر مسئلې وغږېږي

د بریتانیا صدراعظمه

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې به نن په یوه بېړنۍ غونډه کې د ایران له لوري د تېلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د نیول کېدو پر مسئلې بحث وکړي.

ایران دغه کښتۍ د تېرې جمعې په ورځ په هُرمز تنګي کې نیولې ده.

بریتانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه استولي لیک کې چې کاپي یې رسنیو ته رسېدلې ویلي چې کله چې ایراني ځواکونه دغې کښتۍ ته نږدې شول هغه د عمان په اوبو کې وه.

د ایران د هُرمزګان د بندرونو او د سمندري چارو د ادارې مشر الله مراد عفیفي پور د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د دې کښتۍ ټوله ۲۳ عمله په بندر عباس کې مصونه او روغتیایي وضعیت‌یې هم ډېر ښه دی.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د جمعې په ورځ ویلي و چې د استیا ایمپرو د تېلو لېږدوونکې کښتۍ چې د بریتانیا بیرغ پرې ځړېده، په هُرمز تنګي کې په دې خاطر ونیوله چې سمندري نړیوال قوانین‌یې نه‌وو مراعات کړي.

لندن د تهران دغه اقدام غندلی او هغه د دښمنۍ یو عمل بللی دی.

د اوکراین په ختیځ کې یوې چاودنې ۲ سرتېري وژلي

یو اوکراینی

د اوکراین پوځ د دې هېواد په ختیځ کې په یوې چاودنه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

پوځ د چادنې ځای نه‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د دښمن د ورانکاره او کشفي ډلې له‌خوا د یوې ځای پر ځای شوې چاودېدونکې وسیلې له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د اوکراین پوځ ته دغه تلفات څو ورځې وروسته له هغې اوړي چې د منسک د سولې د تړون له مخې چې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو د استازو، د اوکراین د حکومت او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان «OSCE» ترمنځ شوی، د جولای د ۱۷مې نېټې راهیسې باید په سیمه کې اوربند مراعات شي.

«OSCE» ویلي چې تر پرونه پورې له شوي اوربنده ۷۵ ځلې سرغړونه شوې ده.

د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په شخړو کې له ۱۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د سوریې په شمال غربي سیمه کې هوايي بریدونو ۱۰ تنه وژلي

په سوریه کې زیانمنه شوې سیمه

لږ تر لږه ۱۰ تنه د سوریې په شمال غربي سیمه کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

دا سیمه د بشار اسد د رژیم د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې ده.

د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډله وايي چې پېښه په کفوروما سیمه کې شوې.

د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې د دغه هېواد پوځ په همدې سیمه کې د تُندلارو د یوې حملې مخه نیولې ده.

د سوریې د بشري حقونو لندن مېشې ډلې ویلي چې په کفوروما سیمه کې د سوریې د هوايي بریدونو په نتیجه کې د یوه ماشوم په شمول شپږ تنه وژل شوي.

د دغې ډلې په خبره په خان شیخون سیمه کې هم د روسیې د هوايي بریدونو له کبله د ملکیانو د دفاعي ډلې د پوځیانو یو غړی وژل شوی.

د سوریې دولتي رسنیو همداراز راپور ورکړی چې د پالمیرا ښار په ختیځ کې د کیمیاوي موادو وړونکی رېل ګاډی د ماین د چاودنې په خاطر له پټلۍ اوښتی او ځینې سورلۍ یې ژوبلې شوي.

ویل کیږي چې داعش لا هم په پالمیرا کې فعاله دی.

د ولادیمیر زلنسکي ګوند د اوکراین پارلماني ټاکنې وګټلې

اوکراین کې د پارلماني ټاکنو د رأی شمېرنې بهیر

د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.

د ملت د خادم ګوند چې زلنسکي نوی جوړ کړی په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ فیصده رأیې خپلې کړي.

دا د اوکراین د خپلواکۍ راوروسته د پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو لوړ سلنه رأیې دي چې یو ګوند یې په یوازې سر ګټي.

د مسکو ملاتړی اپوزېسیون په دوم ځای کې دی او ۱۲ فیصده رأیې یې ګټلي.

د اوکراین د پارلمان پرونۍ ټاکنې یوازې د دغه پارلمان نیمايي برخې ته ځانګړې وې او نیمایي نور وکیلان مستقیماً له ولسوالیو انتخابېږي.

نن اوکراینیان له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو کې رأیې ورکوي

د اوکراین د انتخاباتو د رأیې ورکونې د مرکز انځور

نن اوکراینیان د دې هېواد د پارلمان لپاره له وخته مخکې انتخاباتو کې رأیې ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې له ټاکلې نېټې درې میاشتې مخکې یې د دې انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان کړی و، ویلي چې له محاکمه کېدو د وکیلانو معافیت باید پای ته ورسېږي.

هغه له وخته مخکې د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه ځکه کړې وه چې د ده په وینا، تلونکی پارلمان یې له مخالفینو ډک و او د ده د اصلاحاتو د عملي کېدو مخه یې ډب کړې وه.

نظرشمېرنې ښیي چې د هغو ګوندونو کاندیدان ښايي ډېرې رأیې وګټي چې د زیلینسکي د پروګرامونو ملاتړ کوي.

د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران د سپاره پاسداران ځواکونو ۲ غړي وژل شوي

ارشیف، د پاکستان او ایران پر ګډه پوله ولاړ سرتیري

د پاکستان پولې ته څېرمه نامعلومو وسله‌والو د ایران د سپاره پاسداران انقلاب ځواکونو دوه غړي په ډزو وژلي دي.

د ایران دولتي ټلوېزېون نن خبر ورکړ چې دا پېښه پرون د ایران د سیستان بلوچستان ولایت کې چې په تیرو وختونو کې هم د سُني وسله والو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ترمنځ په‌کې نښتې شوې، رامنځ ته شوې ده.

د دولتي ټلوېزېون د خبر له مخې د دې پېښې مسؤل ترهرګر بلل شوې خو دا نه‌دي ویل شوي د ترهګرو کومه ډله؟

په تیره فبروي میاشت کې له القاعده سره تړلې یوې ډلې پر یوه بس چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک غړی يې لېږدول، د ځان وژونکي حملې مسؤلیت اخېستی و.

په‌دې پېښه کې د دې ځواک لږترلږه ۲۷ غړي وژل شوي وو.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې په دوو حملو کې ۸ تنه وژل شوي

پولیس وایي چې حمله کوونکو نن په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت ډزې وکړې او وروسته یې د روغتون په دروازه کې چې ټپیان ورلېږدول کېدل، چاودنه وکړه چې په نتیجه کې یې اته کسان چې څلور یې پولیس وو، وژل شوي او له دېرشو زیات ټپيان شوي دي.

د دېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم خان ازادي راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د کوتله سیدان د تلاشۍ په پوستو کې دوه پولیس په ډو ووژل او وروسته یوې ښځینه ځانوژونکې د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د دوو پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ووژل.

روغتیايي چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی.

تېره میاشت د پاکستان پوځ ویلي وو چې د سخت دریځو فعالیتونه افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمو کې زیات شوي چې په نتیجه کې یې تېره میاشت د امنیتي ځواکونو لږترلږه لس غړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي وو.

لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ نیول غندلي

د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ یو انځور

لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ نیول غندلي او ویلي یې دي، دې بېړۍ د عمان په اوبو کې قانوني فعالیت کاوه چې د ایراني ځواکونو له خوا ونیول شوه.

دا وروسته له هغې ده چې د ایران سپاه پاسدارن ځواک د تېلو د دې لېږدوونکې بېړۍ د نیول کېدو ویډیويي تصویرونه خپاره کړل.

په دې تصویرونو کې د ایران چټکې ځغاستونکې کښتۍ ښکاري چې د تېلو د دې ټانکر سره خوا کې ځغلي او ورپسې مخ پټي سرتېري د کښتۍ پر غولې له هلیکوپټر ښکته کېږي.

په هرمز تنګي او ورڅېرمه اوبو کې وروستیو اقداماتو د ایران او لوېدیځ ترمنځ ترینګلتیا نوې لوړو ته پورته کړې چې ورسره د وسله وال کړکېچ وېره زیاته شوې او په نړۍ کې یې د تېلو بیې او د بېړۍ چلونې بیمې لوړې کړي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیرې پیني مورډاونټ د شنبې په ورځ د ایران له خوا د سټینا ایمپیرو په نوم د دې تېل لېږدوونکې بېړۍ نیول "دښمنانه عمل" وباله.

بل خوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ ویلي، خپل ایراني سیال جواد ظریف سره یې په ټیليفوني خبرو کې هغه ته "شدیده ناهیلي" ښودلې ده.

رسنیو راپور ورکړی چې جواد ظریف د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، بریتانوۍ بېړۍ چې ایران ادعا کوي نړیوال قانون یې مات کړی، باید تر خوشې کېدو مخکې له قانوني پروسې تېره شي.

د بریتانیا حکومت په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دې قضیې په اړه په لوړه کچه د بېړنۍ شورا دوه غونډې کړي.

د لومړۍ غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزیر هنټ وویل، تهران په "خطرناکه لاره" روان دی او په وړاندې یې د سنجول شوي خو سخت اقدام ګواښ وکړ.

له دوهمې غونډې وروسته هنټ وویل، بریتانیا غواړي چې ترینګلتیا راکمه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې بریتانوۍ بېړۍ نېول له نړیوال قانون سره روښانه په ټکر کې دي.

۲ هوایي شرکتونو د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې

د مصر بیرغ

لږترلږه دوو لوېدیځو هوايي شرکتونو د ناڅرګندو امنیتي اندېښنو له کبله پرون د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې.

د بریتانیا هوايي شرکت بریټیش ایروېز او د جرمني هوايي شرکت لوفت انزا د شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه قاهرې ته الوتنې ودرولې او د خپل دې کار په اړه یې هېڅ ډول توضېح ور نه کړه.

بريټيش ایروېز په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی په منظمه توګه د نړۍ په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې امنیتي ترتیبات څېړي.

د دې هوايي شرکت په وینا، قاهرې ته یې د اوو ورځو لپاره خپلې الوتنې ځنډولي او څېړنو ته دوام ورکوي.

پرون له دې څو ساعته وروسته لوفت انزا هوايي شرکت هم اعلان وکړ چې قاهرې ته د جرمني له مونشن او فرانکفورت هوايي ډګرونو څخه خپلې الوتنې ځنډوي، خو زیاته کړې یې ده چې دا الوتنې به نن یکشنبه بېرته پیل کړي.

د پاکستان په ډېره اسماعیل کې ځانمرګي برید ۷ کسان ووژل

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې پر پولیسو وسله‌وال او ځانمرګي برید پولیسو او ملکي وګړیو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله‌والو د یکشنبې په ورځ سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کې پر پولیس چیک پوسټ ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۲ پولیس ووژل شول.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض له ډان خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي:

"په کوټله سیدان کې پر پولیسو تر برید وروسته چې کله پولیسو وژل شوي پولیس ځايي روغتون ته یووړل، نو د روغتون په دروازه کې پر پولیسو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل."

د سلیم ریاض په خبره، د ځانمرګي برید په قربانیانو کې ۳ ملکي وګړي او ۲ پولیسان دي.

د ډېره اسماعیل خان روغتیايي چارواکي وايي چې په روغتون کې یې تر برید وروسته د سیمې په ټولو روغتونونو کې ایمرجنسي لګولې ده.

له بلې‌خوا بیا امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې تر برید وروسته یې سیمه محاصره کړې او د پېښې تحقیقات یې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ډېره اسماعیل خان کې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت لا تردې دمه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخېستی.

بریتانیا وايي د ایران پوځ په غیر قانوني ډول د دوی بېړۍ نیولې

د بریتانیا د حکومت د بېړني امنیت کمېټې پرون د جولای په شلمه، له ایران سره د وضعیت د کرارۍ لپاره علاقمندي څرګنده کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د ایران پوځ په غیر قانوني ډول د دوی بېړۍ نیولې ده. دا خبره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله خپور شوی دی.

د بریتانیا د تېلو د ټانکرونو لېږدونکې بېړۍ د جولای په ۱۹مه د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د هُرمز په تنګي کې ونیوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، جرمي هنټ پرون د خپل حکومت له امنیتي چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل: "دا کار هېڅ د منلو وړ نه‌دی. دا په هُرمز کې د بریتانیې د بېړیو د امنیت په اړه جدي پوښتنې راپېدا کوي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جولای په ۲۲مه به خپل پارلمان ته جزئیات ورکړي.

د ایران سپاه پاسداران ګارد د جولای په نولسمه، وویل چې د بریتانیا یوه ټانکر لېږدونکې بېړۍ یې د هُرمز په تنګي کې نیولې ده.

د سپاه د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کې ویل شوي د بریتانیا د تېلو بېړۍ چې «Stena Impero» نومېده، د دې لپاره چې پر نړیوالو سمندري قوانینو یې تېری کړی و، نیول شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال ته د امریکا مایوسي څرګنده کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو ته يې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا مایوسي څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، مايک پامپیو دا خبره له دې امله کړې چې ترکیې له روسیې سره د مزائیلو د دفاعي سیسټم د معاملې د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي

دې معاملې د ناټو د دواړو غرو ترمنځ روابط خراب کړي او په دفاعي چارو کې یې د دواړو د میلیاردونو ډالرو معاملې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د روسیې ساخت د هوايي دفاع «S - 400» سیسټمونو او له بسته د جولای په دولسمه او دیارلسمه ترکیې ته ورسېده.

له هغه راهیسې، دا د ترکیې او امریکا د حکومتونو تر ټولو لوړ رتبه چارواکي دي چې خبرې کوي.

د امریکا او ناټو پوځي چارواکي وايي چې دا سیسټم د ناټو د پوځي سیسټمونو سره اړخ نه لګوي او د ناټو جنګي الوتکو ته ګواښ پېښوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پامپئو او چاوش اغلو د جولای په شلمه غږېدلي دی.

د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو پلویانو لاریون وکړ

په مسکو کې د الکسي ناوالني په ګډون، د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو او د هغوی نږدې لس زره پلویانو پرون، د جولای په شلمه، لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ازادو او شفافو سیمه‌ییزو ټاکنو غوښتنه وکړه.

دا خبر د یوې غېردولتي دولتي ادارې چې په روسیه کې د مظاهرو او لاریونونو په اړه معلومات خپروي، ورکړی دی.

په وروستیو کې د روسیې د انتخاباتو چارواکو د اپوزېسون ۳۰ کاندیدانو ته اجازه ورنه‌کړه چې د ښاري شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي.

د کرملین عمده مخالف، الکسي ناوالني پرون خلکو ته وویل: "مخکې هغوی له څو وګړو سره لوبه کوله، اوس یې له سل هاو زره وګړو سره لوبه پېل کړې ده. موږ به هغوی ته ور وښيو چې دا لوبه خطرناکه ده."

په روسیه کې د انتخاباتو چارو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې الکسي ناوالني ته اجازه ورنه‌کړه چې د جمهوري ریاست لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

ناوالني وویل چې د هغه د لېرې کولو لپاره سیاسي دسیسه جوړه شوې وه.

په روسیه کې د سېپټمبر په میاشت کې د ښاري شوراګانو انتخابات کېږي.

د مسکو ښاري شورا ته د کاندیدۍ لپاره باید هر وګړي د جولای تر شپږمې څلورنیم زره د تأیید وړ لاسلیکونه را غونډ کړي وای.

عمران خان له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره نن امریکا ته ځي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به له امریکايي چارواکو سره په یو لړ مسایلو د خبرو لپاره نن شنبه په یوه ۵ ورځني سفر واشنګټن ته لاړ شي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي چې عمران خان به امریکا ته د سفر پر مهال پر ولسمشر ډونالد ټرمپ سربېره له سیاسي او پوځي مشرانو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه رسنیو ته ویلي چې نوموړی امریکا ته دا سفر د ولسمشر ډونالد ټرمپ په بلنه کوي او په خبره یې چې د دواړو هېوادونو مشران به د افغانستان پر ګډون پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

قریشي همداشان ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید به هم له صدراعظم عمران خان سره امریکا ته لاړ شي او له خپلو امریکايي سیالانو سره به وګوري.

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته امریکا ته دا د صدراعظم عمران خان لومړی سفر دی.

د یادونې وړ ده چې عمران خان به امریکا ته د خپل سفر پر مهال د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG