د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۲

نړۍ

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي

ارشیف، د ایران ځواکونه

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي.

دا وروسته له هغې ده چې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل، د امریکا د یوې څارونکې ډرون د نسکورولو په ځواب کې یې پر ایراني اهدافو پلان شوی برید له ترسره کېدو لس دقیقې مخکې لغوه کړ.

ولسمشر ټرمپ وروسته د این بي سي ټلویزون سره په یوه مرکه کې وویل، د دې کار سبب یې په پلان شویو بریدونو کې د زیاتو خلکو د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوی و.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې امریکا پر ایراني اهدافو دا برید د خپلې یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو د غچ په توګه کړی وای.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک اړوند د تسنیم خبري اژانس سره په یوه مرکه کې د امریکا د دې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو اقدام وستایه.

موسوي ویلي، ایران به هېڅ کله پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا د تېري اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چمتو دي چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د پېښ هر ډول ګواښ په وړاندې ودرېږي.

د پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د امریکا د یوې څارونکې ډرون الوتکې نسکورولو د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړی دی.

تهران وايي، د امریکايي ډرون یې د ایران په فضا کې ویشتې، خو واشنګټن وايي، الوتکه یې د هرمز تنګي په فضا کې د نړیوالو اوبو له پاسه د الوتنې پر مهال ویشتل شوې ده.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني نن اسلام اباد ته ځي

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني

ټاکل شوې چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو لپاره په یوه دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر امیر به نن شنبه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ولاړ شي.

دغه وزارت په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي: شیخ حماد به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، په ځانګړې توګه د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي او دواړه لوري به یو لړ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د قطر د امیر د سفر پر مهال په دې هېواد کې د پانګونې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې هېواد رسنۍ وايي چې شیخ تمیم بن حماد به په پاکستان کې د ۲۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قطر امیر د اسلام اباد دوره کوي.

تر دې مخکې نوموړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللی و.

ټرمپ مارک ایسپر د امریکا دفاع وزارت ته معرفي کوي

مارک ایسپر

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې دی به مارک ایسپر دفاع وزارت ته معرفي کړي.

ایسپر به د جون په څلرویشتمه د امریکا د دفاع وزارت د سرپرستۍ چارې په غاړه واخلي.

که چېرته د امریکا سنا ایسپر د دفاع وزیر په توګه تأیید کړي، دی به د امریکا دفاع وزیر شي.

په متحدو ایالتونو کې د روان میلادي کال په پیل کې جیمز مټېس له دفاع وزارته استعفا کړې وه او تر اوسه پاټریک شاناهان د دې وزارت د سرپرست په توګه کار کاوه چې هغه هم استعفا وکړه او ویې ویل چې د کورنیو ستونزو له امله دا دنده پرېږدي.

ایسپر د عراق د جګړې تجربه لري.

پوتین ګرجستان ته د روسي وګړو پر لېږد د بندیز امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوايي چلند شرکتونو ته امر کړی دی چې ګرجستان ته د روسي وګړو لېږدول بند کړي.

پوتین ویلي دي چې دا اقدام د روسیې د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري و.

پوتین په دې فرمان کې چې پرون د کرملین پر ویبپاڼه خپور شو، ویلي چې دا بندیز به د جولای له اتمې وروسته پیل شي او موقتي به وي.

په فرمان کې د الوتنو د ځنډېدو علت نه دی ښودل شوی، خو دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ګرجستان په پلازمېنه کې تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې د ګرجستان د پارلمان په غونډه کې د روسيې د پارلمان د یوه غړي له ګډون وروسته پیل شوې.

د دې مظاهرو په نتیجه کې د پارلمان رئیس ایراکلي کوبا خیدځې پرون له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ګرجستان ولسمشرې سالومې زورابیشویلې چې بیلاروس ته په رسمي سفر تللې وه، پرون په مینسک کې خبریالانو ته وویل چې خپل سفر نیمګړی پرېږدي او هېواد ته ستنېږي.

دې وویل: په ګرجستان کې وضعیت کړکېچن دی، نو ما پرېکړه وکړه چې هلته واوسم، کله چې په هېواد کې څه پېښږې د دولت مشر باید هلته وي، نو باید ولاړه شم او له خپلو خلکو سره واوسم.

د روسیې او ګرجستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له لنډې جګړې وروسته ترینګلې شوې او له هغه راهیسې مسکو د ګرجستان د دوو بېلتونپالو جمهوریتونو ملاتړ پیل کړی دی.

د امریکا کانګرس د روسیې په وړاندې د بندیزونو طرحه وړاندې کړې

د امریکا بیرغ

د امریکا په کانګرس کې د ډموکرات ګوند یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د لاسوهنې له کبله د روسیې پرضد د پراخو بندیزونو د یوې لړۍ طرحه وړاندې کړې چې پر ځینو ډېرو شتمنو وګړو بندیزونه هم پکې شامل دي.

په دې طرحه کې چې پرون وړاندې شوه، د دواړو ګوندونو د پخوانیو وړاندیزونو ځیني برخې را اخیستل شوي او دا ګروپ هیله لري چې د کانګرس دواړه خونې به یې تصویب کړي.

په دې طرحه کې بهر ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد پر پروژو، پر هغو روسي بانکونو چې د ډموکراسۍ د زیانمنولو د هڅو په ترڅ کې د کرملین ملاتړ کوي او د سیاستوالو په ګډون د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر نږدې کسانو د بندیزونو سپارښتنه شوې ده.

دا طرحه په امریکا کې د رأیې ورکوونکو د امنیت او د انلاین سیاسي تبلیغاتو د شفافیت لپاره د تدابیرو غوښتنه هم کوي.

د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس له خپلې دندې استعفا وکړه

د ګرجستان د پارلمان ودانۍ

د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس ايراکلي کوبه خيدزي نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

تېره شپه په تبليسي کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب وشو.

نن په تبليسي کې د کوبه خيدزي استعفا د تبليسي د ښاروال کاخا کالادزي له خوا ولوستل شوه چې په عين حال کې د واکمن ګوند سرمنشي هم دى.

خو په داسې حال کې چې دغه استعفا خبريالانو ته لوستل کېدله، کوبه خيدزي هم په خونه کې حاضر و.

تر دې مخکې د ګرجستان د اپوزيسيون رهبرانو ويلي وو چې نن به بيا د تبليسي لارو کوڅو ته په مظاهره راووځي.

دوى د کوبه خيدزي تر څنګ د کورنيو چارو د وزير د استعفا غوښتنه لري.

ایران: د امریکا د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې شواهد لرو

د ایران له خوا د امریکا د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې ښودل شوې ټوټې

د ايران حکومت وايي، کره شواهد لري چې ښيي د امريکا هغه څارونکې بې پېلوټه الوتکه چې پرون د تهران له خوا ويشتل شوې، د ايران له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې وه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امريکا رسنيو راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ايران ځوابي پوځي حملې تصويب، خو وروسته بېرته لغوه کړلې.

د امريکا پوځ وايي، بې پېلوته الوتکه يې چې ارزښت يې ١٦٠ ميليونو ډالرو ته رسېږي، په نړيواله هوايي فضا کې پر هرمز تنګي الوتنه کوله چې د ايران له ځمکې څخه هوا ته د ويشتل کېدونکي ميزائيل له خوا نسکوره کړاى شوه.

خو د ايران سپاه پاسداران انقلاب وايي، د امريکا يوه جاسوسي بې پېلوټه الوتکه يې ويشتلې ده چې خپله د تعقيب کېدلو وسيله يې مړه کړې وه او د ايران د جنوبي ولايت هرمزګان پر فضا يې الوتنه کوله.

دغه ځواک وايي، دغه الوتنه د ايران پر سرې کرښې په څرګنده يو تېرى و.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دې بې پېلوټه الوتکې ځينې ټوټې د ايران د قلمرو په اوبو کې تر لاسه شوي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي، هيله مند يو چې زموږ دښمنان بيا داسې تېروتنې ونه کړي.

د کرکټ په نړيوال جام کې انګلستان د سريلانکا په وړاندې

د انګلستان د کرکټ ټیم

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د انګلستان او سريلانکا ترمنځ مسابقه پيل شوې.

د انګلستان د ليدز په لوبغالي کې د دې مسابقې پچه يا ټاس سريلانکا وګاټه او د بیټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.

سبا د دغه جام د سیالیو په لړ کې افغانستان له هندوستان سره مسابقه کوي.

نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران تأیید کړی برید ناڅاپه لغوه کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو زیاتوي چې وړمه شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.

د امریکا دا معتبره ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د سختو بحثونو او خبرو وروسته پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو پرون تر ناوخته پورې د دې بریدونو د ترسره کېدو تمه درلوده.

نیویارک ټایمز دا راپور د څو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې یا یې په دې خبرو کې برخه لرله او یا پرې خبر شوي وو.

ورځپاڼه زیاتوي: په دې خبرو او بحثونو کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي او د کانګرس مشران ښکېل وو.

چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ په پیل کې د رادار او د توغندیو د بیټریو په شمول پر څو ایراني اهدافو پوځي بریدونه تأیید کړي وو.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بریدونه د جون د یووشتمې نېټې یعنې نن ورځ له سپیده داغ مخکې پلان شوې وو، څو د ایران د پوځي پرسونل او ولسي خلکو مرګ ژوبله کمه کړای شي.

امریکا خپلې هوايي الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي

د امریکا بیرغ

د امریکا د هوايي چلند ادارې د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي دي.

د امریکا د ملکي هوايي چلند چارواکو د یو بېړني خبرداري په خپرولو د ایران د اوبو له پاسه د امریکايي هوايي شرکتونو الوتنې منعه اعلان کړې.

دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې ایران د امریکا یوه بې پیلوټه څارونکې الوتکه نسکوره کړه.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتکې دې د هُرمُز پر تنګي او د عمان د خلیج پر اوبو الوتنې نه کوي.

د دې ادارې په وینا، دوی په سیمه کې د پوځي ستونزو په اړه اندېښنه لري چې د ملکي هوايي چلند د ګڼې ګوڼې یو مسیر ته نږدې دي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، کله چې ایران د امریکا ګلوبل هاک بې پیلوټه الوتکه له ځمکې د توغندي په وسیله وویشته، ورته نږدې ملکي الوتکه په اتیا کیلومترۍ کې الوته.

جاپان: د روسیې جټ الوتکو د جاپان پر هوايي حریم تېری کړی

ارشیف

د جاپان پوځ وايي، د دې هېواد جټ الوتکې وروسته له هغې تحرکاتو ته اړ شوې چې د روسیې دوه پوځي الوتکو د دې هېواد پر هوايي حریم تېری وکړ.

د جاپان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د روسیې د بمبارۍ دوه (TU-95) الوتکې د دې هېواد جنوبي ټاپوګانو ته نږدې شوې او د جاپان پر خوا یې الوتنې ته دوام ورکړ.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، یوه له دې دوو الوتکو دوهم ځلي د ډایټو په ټاپو کې د جاپان هوايي حریم ته واوښته.

د ډایټو ټاپو د توکیو ښار په جنوب کې پروت دی.

د روسیې پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د جاپان د پوځ د وروستي راپور په بنسټ، په تېر میلادي کال کې د هغو بهرنیو الوتکو په وړاندې چې د جاپان هوايي حریم ته نېږدې شوې، د دې هېواد پوځي الوتکې شااوخوا لس زره ځلې تحرکاتو ته اړ شوي.

د اروپايي ټولنې مشرانو پر روسیې د بندیزونو د تمدید هوکړه وکړه

د اروپایي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې مشرانو موافقه کړې چې په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په خاطر پر دې هېواد بندیزونه تمدید کړي.

دې مشرانو پرون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپله غونډه کې د شپږو میاشتو لپاره پر روسیې د لګول شویو بندیزونو پر تمدید موافقه وکړه.

په دې بندیزونو کې عمدتاً د روسیې بانکي سېستم په نښه شوی دی.

اروپايي مشرانو همداراز موافقه وکړه چې په کریمیا کې د پانګونو د ممنوعیت لپاره بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړي.

د اروپايي شورا د مشر ډونالد ټوسک ویندوی پریبین امن پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې پر روسیې بندیزونه د مینسک د موافقو د نه عملي کېدو له کبله د رأیو په اکثریت د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید شول.

متحدایالاتو هم په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له کبله پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون پنجشنبه په یوه مستقیمه ټلویزیوني خپرونه کې د امریکا بندیزونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: پر روسیې لګول شوي بندیزونه زما په نظر د امریکا لویه غلطي وه، هیله مند یم چې دا خبره به یو وخت درک او ثابته شي.

اروپايي ټولنې، امریکا او ځینو نورو هېوادونو وروسته له هغه پر روسیې بندیزونه ولګول چې دې هېواد د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې کریمیا د خپل قلمرو یوه برخه کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتونپالو ملاتړ پیل کړ.

د ازبکستان ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر لوی څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه کړی دی.

مرادوف په ازبکستان کې مطبوعاتو ته د ازادیو د ورکولو د پالېسۍ په پیلولو مشهور دی.

ولسمشر شوکت میرضیایف نوموړی د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د لوی څارنوال پر دنده ټاکلی و.

د ولسمشر د فرمان له مخې چې پرون خپور شو، د پارلمان د مشرانو جرګې رئیس نعمت الله یولداشیف د مرادوف پرځای ګمارل شوی دی.

په فرمان کې د مرادوف د لېرې کولو علت نه دی بیان شوی.

د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي

د قرغزستان ملي بیرغ

د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت له‌خوا بلجیم ته وړل کېدل.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده.

د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي.

دا په جرمني کې نيول شوي تر ټولو لوی مقدار هیروئين دي چې ارزښت یې ۵۶ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.

ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه.

په لومړي پروګرام کې خلکو دې خپرونې ته تر یو نیم میلیون زیاتې پوښتنې ورلېږلې دي.

په‌داسې حال کې چې د روسیې پر حکومت د خلکو باور کم شوی، اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د ولادیمير پوتین د خوښوونکو شمېر ورځ په ورځ کمېږي، پوتین ویلي، په روسیه کې د ژوند، عاید، روغتیايي ستونزو او کثافاتو د مدیریت په اړه پوښتنې ورته ډيرې جالبې وې.

پر ځينو موضوعاتو د پوتین ځوابونه ډېر روښانه نه وو. ده پر روسيه د لویديځ د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې هېواد له همدې کبله يې د هېواد له پنځوسو تر پنځه پنځوسو میلیاردو ډالرو مصارف زیات شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG