د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۰

نړۍ

د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي

د قرغزستان ملي بیرغ

د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت له‌خوا بلجیم ته وړل کېدل.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده.

د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي.

دا په جرمني کې نيول شوي تر ټولو لوی مقدار هیروئين دي چې ارزښت یې ۵۶ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.

ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه.

په لومړي پروګرام کې خلکو دې خپرونې ته تر یو نیم میلیون زیاتې پوښتنې ورلېږلې دي.

په‌داسې حال کې چې د روسیې پر حکومت د خلکو باور کم شوی، اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د ولادیمير پوتین د خوښوونکو شمېر ورځ په ورځ کمېږي، پوتین ویلي، په روسیه کې د ژوند، عاید، روغتیايي ستونزو او کثافاتو د مدیریت په اړه پوښتنې ورته ډيرې جالبې وې.

پر ځينو موضوعاتو د پوتین ځوابونه ډېر روښانه نه وو. ده پر روسيه د لویديځ د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې هېواد له همدې کبله يې د هېواد له پنځوسو تر پنځه پنځوسو میلیاردو ډالرو مصارف زیات شوي دي.

امریکا: ایران په نړیوال هوايي حریم کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

ارشیف، د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه

امريکایي چارواکو تأيید کړه چې د ایران له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي په نړيوال هوايي حریم کې یوه بې‌پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.

د رسنیو راپور وايي، دا الوتکه نظامي وه او د هُرمز تنګي په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده.

رسنيو د امريکايي سرچینو چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، له قوله لیکلي چې د امریکايي قواوو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نن پنجشنبه ویشتل شوې.

راپورونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له قوله ویلي و چې د یوې امریکايي بې‌پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا یې کړې وه.

دوی ویلي و چې دا پېښه د ایران په جنوبي ولایت هُرمزګان کې شوې، خو امریکايي سرچينو ويلي چې الوتکه د ویشتل کېدو پر مهال په نړيوال هوايي حریم کې وه.

د دې الوتکې د ویشتل کېدو خبر په‌داسې حال کې دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وضعیت په‌دې وروستیو کې نور هم ترينګلی شوی او په سیمه کې د وسله‌والې جګړې بېره راپورته شوې ده.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی فارس خلیج ته سفر پیلوي

د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک د فارس خلیج ته خپل سفر پیلوي، څو د واشنګټن مهمو متحدانو ته ووايي چې پر ایران فشارونو مؤثره نتیجه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو پرون وویل، خلیج ته د ښاغلي هوک سفر نن پنجشنبه پیلېږي او په ترڅ کې به‌یې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کوېټ، عُمان او بحرین ته ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا دا استازی به د سیمې له هېوادونو سره دغلته د عمان په خلیج کې پر دوو تېل وړونکو بېړیو د بریدونو په شمول د ایران د وروستیو ورنکارو فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا برایان هوک به منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو ته د ایران د ګواښونو په اړه د واشنګټن اضافي اطلاعات هم له دوی سره شریک کړي.

د واشنګټن او تهران اړیکې د تېر کال د مې په میاشت کې وروسته له هغې ترینګلي شوي چې ولسمشر ټرمپ امریکا، له ایران سره له لاسلیک شوې اټمي تړون وایستله او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.

پاکستان د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د پېښو څېړلو ته ۱۰۱۶ محکمې جوړوي

پاکستان غواړي د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د قضیو د څېړلو لپاره تر زرو زیاتې محکمې جوړې کړي.

د پاکستان د سترې محکمې رئیس اصف کهوسه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېدونکې وینا کې وویل، په ټول هېواد کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې لپاره ۱۰۱۶ محکمې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ میلادي کال په راپور کې په پاکستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت یادونه شوې او ویلې یې دي، د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې د غیرت په نوم له وژنو، جنسي تېریو، د تېزابو له حملو، اجباري ودونو او په کم عمر کې د ودولو په څېر، ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر میلادي کال‌یې په‌دې هېواد کې د ښځو سره یوازې د جنسي زور زیاتي ۸۴۵ پېښې ثبت کړې دي.

سپاه پاسداران: د امریکا بې‌پېلوټه الوتکه مو هُرموزګان کې نسکوره کړه

ارشیف، د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، د امریکا یوه بې‌پیلوټه جاسوسي الوتکه‌یې په جنوبي ولایت هُرموزګان کې نسکوره کړې ده، خو پنټاګون رد کړې چې سیمه کې دې د دوی کومه الوتکه موجود وه.

د ایران «سپاه» خبري وېب‌پاڼې چې له سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره تړلې ده نن پنجشنبې ویلي: "دا الوتکه چې کله د ایران فضايي حریم ته ننوته د کوه مبارک سیمه کې وویشتل شوه او نسکوره شوه."

کوه مبارک د تهران په جنوب ختیځ کې ۱۲۰۰ کېلو متره لیرې د هُرموز تنګي ته نږدې پروت دی.

د ایران دولت خبري اژانس ایرنا، نسکوره شوې بې‌پیلوټه الوتکه ګلوبل هاوک «RQ-4» بللې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بېل اوربن، اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د ایران په فضا کې د دوی کومه الوتکه نه‌وه موجوده.

دا راپورونه په‌داسې حال کې خپرېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستیو کې اړیکې ترینګلې دي او په سیمه کې یې د دواړو لورو ترمنځ د یو وسله‌وال کړکېچ اندېښنې زیاتې کړي.

امریکا په فجیره بندر کې یو سمندري ماین نندارې ته کېښود

د مقناطیس ټوټې د متحد عربي اماراتو په فجیره بندر کې نندارې ته کېښودل شوې

د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو پرون د چهارشنبې په ورځ یو سمندري ماین او د مقناطیس ټوټې د متحده عربي اماراتو په فجیره بندر کې نندارې ته کېښودې.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې دا ټوتې امریکایانو د تېلو له هغو بېړیو ترلاسه کړي دي چې تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې پر هغوی برید وشو.

روېټرز اژانس د یوه امریکایي پوځي په وینا څرګندوي چې د دې ماین پېژندل اسانه دي او د هغو ماینونو په څېر دی چې د ایران په پوځي رسم ګذشت کې ښکاره نندارې ته وړاندې کېږي.

متحده عربي اماراتو هم تهران تورن کړی چې دا بریدونه‌یې کړي دي، خو تهران دا خبره رد کړې ده چې په سیمه کې یې د تېلو پر بېړیو او نفتي تأسیساتو حملې کړې دي.

د کرکټ نړیوال جام، اسټرالیا او بنګله‌دېش سره مخ کېږي

یو اسټرالیایي لوبغاړی

ټاکل شوې ده چې د کرکټ په نړیوال جام کې نن د پجنشنبې په ورځ اسټرالیا او بنګله‌دېش مسابقه وکړي.

د پنځوس اورونو په‌دې نړیوالې سیالۍ کې پرون د چهارشنبې په ورځ نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

د نیوزیلنډ کپټان ویلیمسن ۱۰۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له دې بریا سره نیوزیلنډ د جدول سر ته وخوت او نیمه پایلوبې ته د جنوبي افریقا د وتلو چانس له دې ماتې سره تقریباً له‌منځه ولاړ.

دا لوبې په انګلستان او وېلز کې روانې دي او د جولای په ۱۴مه به‌یې پایلوبه وي.

بې‌پولې خبریالانو د «م. م» له‌خوا د خاشقجي د دوسیې د څېړنې ستاینه وکړه

د سعودي خبریال جمال خاشقجي

بې‌پولې خبریالانو د ملګرو ملتونو له لوري د سعودي خبریال جمال خاشقجي د مرګ د دوسیې د څېړنې ستاینه وکړه.

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې ګڼ شواهد یې موندلي چې د خاشقجي په مرګ کې ښایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان لاس ولري.

د بې‌پولې خبریالانو د ساتنې د کمېټې مشرې کورتني رادیچ پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې اسوشیټېډ پرس اژانس ته وویل: "زه نه‌پوهېږم چې په‌دې کې دې ډېر څه نوي وي، خو دا پر دې حقیقت تأکید کوي چې سعودي عربستان په لویه کچه د جمال خاشقجي د قتل مسؤل دی او هغه کسان چې مسؤله دي له هغوی سره باید حساب وشي او دواړه متحد ایالاتونه او ملګري ملتونه دې ته اړتیا لري چې څه پېښ شوي دي، په لوړه کچه د هغه جنایي تحقیقات ترسره کړي."

ملګرو ملتونو د خاشقجي په اړه خپل شپږ میاشتنی تحقیقاتي راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

خاشقجي د اکټوبر په دوهمه د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت او تری تم شو، وروسته‌یې د مرګ راپورونه خپاره شول.

د کرکټ په نړیوال جام کې نن سویلي افریقا د نیوزیلنډ په وړاندې

د نیوزیلنډ توپ نیوونکی

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.

د لوبې پچه نيوزیلنډ ګټلې او سویلي افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.

په روانو سیالیو کې سویلي افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د نومرو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

افغانستان به خپله شپږمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې ترسره کړي.

د روسیې پولیسو د یوه کریمیايي فعال او دده د مور کورونه تلاشي کړي

ارشیف

پولیسو د روسیې تر کنټرول لاندې په کریمیا سیمه کې د یوه کریمیايي تاتار فعال او د هغې د مور کورونه تلاشي کړي دي.

دا د ترک‎ژبو کریمیايي تاتارانو د ټولنې د غړو پر ضد د روسي چارواکو د روانو ځپونکو عملیاتو لړۍ بلل کېږي.

د کریمیایانو پیوستون حقوقي ډلې چې په کریمیا او د اوکراین په نورو سیمو کې غړي لري، ویلي چې روسي پولیسو او امنیتي افسرانو د جون په ۱۹مه د کریمیا د مرکزي ولایت بیلوهیرسک په ساري سو کلي کې د اکست ژاندژاکوف او د هغه د مور کورونه تلاشي کړي دي.

دغه حقوقي ډله د ژاندژاکوف د خپلوانو په حواله وايي چې دی د تلاشۍ پر مهال په کور کې نه‎و.

هغه مهال دا روښانه نه‎شوه چې ولې د هغوی کورونه تلاشي شول او اړوندو روسي چاراکو هم په دې اړه نظر نه‎دی څرګند کړی.

د تلاشۍ دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې په روسیه کې یوې محکمې پنځه تنه کریمیايي تاتاران په حزب‎التحریر اسلامي ډله کې د غړیتوب په جرم له ۱۲ تر ۱۷ کلونو په بند محکوم کړل.

پر حزب‎التحریر ډلې په روسیه کې بندیز دی، خو اوکراین کې ازاده ده.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې په غیر قانوني توګه د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده، د دغه هېواد چارواکو لسګونه کریمیايي تاتاران په حزب‎التحریر ډله کې د غړیتوب په تور څارلي دي.

ولسمشر ټرمپ ټاکنو ته کمپاین پیل کړ

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کمپاین په رسمي توګه پیل کړ.

هغه د کمپاین پیل کې ډموکراټان د هېواد په ورانولو تورن کړل.

ټرمپ همدارنګه د ده په خبره په جعلي خبري رسنیو هم ګوزار وکړ.

د امریکا ولسمشر پرون فلوریډا ایالت ته تللی و او په اورلاندو کې یې خپلو پلویانو ته وویل چې په ډموکراټ ګوند کې یې مخالفین او سیالان د ده په خبره: «لکه څنګه چې پوهېږو د دې نیت لري څو هېواد له‌منځه یوسي او داسې به هیڅکله ونه شي.»

دی وايي: "هېڅ کومه خبره نه‌ده هغوی چې هر لفظ کاروي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هر کوم ډموکراټ ته رایه ټولنیزې تُندلارۍ او د امریکايي هیلو ورانۍ ته رایه ده."

فلوریډا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاین کې یو مهم ایالت بلل کېږي.

له جمهوري غوښتونکو ګونده د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوماندي ډېره ممکنه ده خو له ډموکراټ ګونده د هغه سیال لا معلوم نه‌دی.

شاوخوا شلو تنو په ډموکراټ ګوند کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره زړه ښه کړی خو ویل کیږي چې تر اوسه د امریکا د پخواني ولسمشربارک اوباما مرستیال جوبایډن د ډموکراټ ګوند دننه د نورو کاندیدانو په نسبت مخکې دی.

امریکا د اوکراین سره ۲۵۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

د امریکا د دفاع وزارت وايي، غواړي د اوکراین د پوځ د ظرفیت د لوړولو لپاره له دې هېواد سره ۲۵۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

پنټاګون د سې شنبې په ورځ یوې خبرپاڼه کې وویل، دا پیسې به د اوکراین د سمندري او ځمکنیو ځواکونو د پیاوړتیا او روزنې لپاره د پوځي تجهیزاتو د مرستې له لارې ولګول شي.

د امریکا په‌دې مرستو کې راکټ ویشتونکي، د توغندي ضد رادارونه او د شپې له‌خوا د لیدلو وسایل شامل دي.

له دې سره د ۲۰۱۴ میلادي کال راهېسې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو اندازه یو نیم میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د اوکراین په ختیځ کې پنځه کاله وړاندې کړکېچ پیل شو او له هماغه وخته امریکا له کیف سره خپلې مرستې چټکې کړي.

روسیه چې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو مخالفت کوي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د اوکراین په ختیځ کې په روان کړکېچ کې تر اوسه پورې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

یوې قوي زلزلې د جاپان ځینې برخې لړزولي

جاپان کې شوې زلزله

نسبتاً یوې قوي زلزلې پرون د سې شنبې په ورځ د جاپان ځینې برخې لړزولي چې وروسته ورپسې د سونامې خبرداری خپور شو.

د جاپان د ځمکې پېژندنې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، د ریښتر په کچه شپږ عشاریه اته درجې دې زلزلې د دې هېواد شمال ختیځې سیمې لړزولي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې بیا د دې زلزلې شدت شپږ عشاریه څلور بللی دی.

د زلزلې مرکز د جاپان د شمال ختیځو سواحلو په پنځه اتیا کیلومترۍ کې د هونشو «Honshu» په نوم ټاپو کې په ګوته شوی دی.

د سمندر د اوبو د پورته کېدو یا سونامې خبرداری تر زلزلې څو دقیقې وروسته بېرته لغوه شو.

جاپان د ځمکې د کرې په هغه سیمه کې پروت دی چېرې چې د نورو هېوادونو په مقایسه د زلزلو، اور شیندونکو او د سونامې ګواښ زیات دی.

ټرمپ: شاناهان د دفاع وزارت څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ تېر شوی

د متحدو ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر، پاتریک شاناهان

د امریکا ولسمشر وايي، د دفاع وزارت سرپرست پاټریک شاناهان، د دې څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ تېر شوی دی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، شاناهان پریکړه کړې چې د دفاع د وزیر په توګه له تأیید کېدو تېر شي او خپل پاتې عمر له خپلې کورنۍ سره تېر کړي.

د ولسمشر ټرمپ په وینا مارک ایسپر به د امریکا د دفاع د وزارت د سرپرست په توګه خپل کار پیل کړي.

وروسته له هغې چې د امریکا پخواني دفاع وزیر جېمز مټیس د روان کال د جنورۍ په میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه، په تېرو شپږو میاشتو کې پنټاګون د سرپرست وزیر له خوا اداره کېده.

ډونالډ ټرمپ غوښتل شاناهان د مې په میاشت کې د دفاع د وزارت د څوکۍ د نوماند په توګه رسماً د امریکا سنا ته معرفي کړي، څو تأیید شي، خو دا پریکړه وځنډول شوه.

تردې مخکې د یو اېس ټوډې ورځپاڼې د سې شنبې به ورځ راپور ورکړی و چې د امریکا د تحقیقاتو فډرالي اداره د شاناهان او د هغه د مېرمنې ترمنځ یو جنجال چې د ۲۰۱۰ میلادي کال کې راپورته شوی و، څېړي.

د ورځپاڼې په وینا دې ښځې او خاوند هغه مهال یو بل، پر یو بل په فزیکي برید تورن کړي وو.

چین: امریکا دې پر ایران د "زیات فشار اچولو" له میتودونو کار نه اخلي

د امریکا او چین ګډ بیرغونه

د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي شخړې د پېښېدو د اندېښنو په اوج کې د چین حکومت امریکا ته خبرداری ورکړی چې پر ایران دې د "زیات فشار اچولو" له میتودونو کار نه اخلي.

د چین د دولتي شورا مشر، وانګ یې نن، د جون په اتلسمه په پيکنګ کې د سوريې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

هغه پر ایران هم غږ وکړ چې د هغې موافقې په چوکاټ کې باید عمل وکړي چې له نړیوالو سره یې د خپلو اټمي هڅو په اړه کړې ده.

وانګ یې وویل:"موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې زغم وکړي او داسې ګام دې نه پورته کوي چې په سیمه کې کړکېچ زیات کړي."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران سره له اټمي موافقې چې ایران یې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې د اټمي پروګرام له پراختیا منع کاوه، ووت.

واشنګټن تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو سترو بېړیو د حملې پړه پر تهران ور واچوله خو تهران په شدت رد کړه.

د مصر پخوانی ولسمشر د قاهرې په لویدیځ کې خاورو ته وسپارل شو

د مصر پخوانی ولسمشر محمد محمد مُرسي

د مصر پخوانی ولسمشر، محمد مُرسي نن د جون په اتلسمه، د قاهرې ښار په لویدیځ کې د نصر سیټي په نوم سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د مُرسي د جنازې لمونځ د قاهرې د تورا زندان په جومات کې وشو چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې هم حاضر وو.

د هغه زوی احمد نن پر فېسبوک ولیکل چې د مصر امنیتي ادارو اجازه ورنه کړه چې د مُرسي مړی د هغه په پلرنۍ هدیره کې چې د مصر په شرقیه سیمه کې ده، خاورو ته وسپارل شي.

د بشري حقونو یوې نړیوالې مدافع ادارې، امنسټي انټرنشنل د مصر پر حکومت غږ کړی چې د محمد مُرسي د مړیني د علت په اړه بې پرې او شفافې څېړنې وکړي.

محمد مُرسي ۶۷ کلن او د په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې چې اوس تر بندیز لاندې ده، غړی و.

مُرسي د مصر لومړی ولسمشر و چې په ډموکراټیک ډول ټاکل شوی او قدرت ته رسېدلی و.

خو هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې، د مصر پوځ له واکه لېرې کړ.

امریکا: خلیج کې پر ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي

په خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ

د امریکا متحد ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوه ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.

په‌دې ترڅ کې د امریکا پوځ پرون- دوشنبې هغه تازه تصاویر خپاره کړل چې د ایران له‌خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي.

ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له‌خوا اخېستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ څخه د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيې.

ایران په‌دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

همدا راز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.

ایران د امریکا د سایبري جاسوسۍ د یوې شبکې د کشف ادعا کوي

د امریکا او د ایران ګډ بیرغونه

ایران ادعا کوي چې د امریکا د سایبري یا انټرنټي جاسوسۍ یوه شبکه کشف کړې او په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې یو شمېر جاسوسان هم نیول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې «CIA» چلوله.

دا تور پرون د دوشنبې په ورځ د ایران یو جګ‌پوړي امنیتي چارواکي ولګاوه او دا په‌داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ایران اړیکې د پخوا په پرتله زیات ترینګلې شوي.

«IRIB» دولتي چینل پرون د جون په ۱۷مه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي ادارو د سایبري جاسوسۍ ډېره پېچلې شبکه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د «CIA» د عملیاتو لپاره مهمه وه، کشف کړې او ویجاړه کړې.

شمخاني ویلي چې ایراني چارواکو د دې شبکې په اړه له خپلو متحدانو څخه معلومات ترلاسه کړل او په نتیجه کې یې د «CIA» دا جاسوسان نیولي دي.

د چین په جنوب کې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

ارشیف، چین کې یوه زلزله ځپلې سیمه August 9, 2017

د چین په جنوب لوېدیځ کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او له ۱۳۰ زیات نور کسان‌یې ټپیان کړي دي.

چینايي چارواکي وايي، د دې زلزلې شدت د رښتر په مقیاس ۶ درجې و او تېره شپه ناوخته‌یې د سیچوان ایالت «یي بین Yibin» ښار ته نږدې سیمې ولړزولې.

ویل شوي چې د سیمې له زیانمنو کورونو څخه له څلور زرو زیات خلک ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې اصلي زلزلې وروسته بیا څلور نور شدید ټکانونه هم درلودل.

د چین دا سیمه د سختو زلزلو له کبله مشهوره ده.

اروپايي اتحادیې د منځنۍ اسیا په اړه یوه نوې ستراتېژي تصویب کړه

د اروپايي اتحادیې بیرغ

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو د منځنۍ اسیا په اړه یوه نوې ستراتېژي تصویب کړه او ویې‌ویل چې د دې سند هدف دا دی چې د دې سیمې له هېوادونو سره ټینګ او دوامدار مشارکت رامنځته شي.

په بروکسل کې پرون دوشنبه د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډ‌ه کې پرېکړه وکړه چې له دې ستراتېژۍ سره یوځای به په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اروپايي اتحادیې د تماسونو لپاره د پالېسۍ نوی چوکاټ جوړ کړي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اروپايي اتحادیې د لومړنۍ ستراتېژۍ له تصویبېدو راوروسته د دې اتحادیې او د منځنۍ اسیا د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هرکلی وکړ.

د پاکستان سترې محکمې د یوه ناروغ بندي اعدامېدل ځنډولي

د پاکستان ستره محکمه وايي، په دماغي ناروغۍ د یوه اخته بندي اعدامېدل‌یې ځنډولي دي.

دغه بندي چې غلام عباس نومېږي او د بشري حقونو د فشار په نتیجه کې یې د اعدام مخه نیول شوې، ۱۳ کاله په بند کې تېر کړي دي.

د پاکستان د سترې محکمې ویاند شاهد کمبویو پرون دوشنبه وویل، سترې محکمې د غلام عباس د اعدام سزا تر بل حکم پورې ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې ۳۶ کلن عباس په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په چاقو د خپل یوه ګاونډي د وهلو او وژلو په جرم نن سې شنبه په دار وخېژول شي.

د پاکستان د عدالت پروژې په نوم ټولنه چې د اعدام د سزا پر ضد هلې ځلې کوي، د عباس د نه‌اعدامېدو په خاطر د خلکو لاسلیکونه ټول کړي دي.

دې ټولنې ویلي چې عباس ذهني او عصبي ناروغي لري.

د یوه اټکل له مخې په پاکستان کې ۴ زره ۶۰۰ تنه د اعدام سزا ته انتظار باسي.

محمد مُرسي د قاهرې په یوه روغتون کې ساه ورکړه

د مصر پخوانی ولسمشر محمد محمد مُرسي

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مُرسي د دوشنبې په ورځ د قاهرې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د مصر قضايي او امنیتي سرچینې وايي، مُرسي د محکمې د غونډې په ترڅ کې بې‌حاله شو او روغتون ته یووړل شو.

یوې قضايي سرچینې وویل، مُرسي مخکې تر دې چې بې‌سده شي، ۲۰ دقیقې په محکمه کې خبرې وکړې.

د دې سرچینې په وینا محمد مُرسي ډېر ژر روغتون ته ورسول شو او هلته مړ شو.

مُرسي د مصر لومړنی ولسمشر و چې په ۲۰۱۲ میلادي کال د ازادو انتخاباتو له لارې غوره شو.

دی په ۲۰۱۳ میلادي کال له پراخو اعتراضونو وروسته د پوځ له لوري له واکه وپرځول شو.

مُرسي له هماغه وخته وروسته بندي و او څو ځلې محکمې ته حاضر کړای شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر محکمې ته د بیولو په حال کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې محکمې ته وروستل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې علي وزیر نن په ډاډه زړه محکمې ته ورغی او دوی به له قانون سره سم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ده وویل: عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمئین و او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅ څوک موږ نه شي ډارولی، زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي او موږ به د قانون تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.

د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د مې په شپږویشتمه د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته بند ته اچول شوی دی.

تر هغه وروسته د پاکستان د پارلمان بل غړی او د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ هم بندي شوی دی.

علي وزیر او محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پوځ تورنوي چې د مې په ۲۶مه یې په خړ کمر کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې کړي، ۱۳ کسان یې وژلي او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړي.

د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید وشو چې د دوی پنځه عسکر یې ژوبل کړل او د پوځ په ځوابي ډزو کې د دوی په وینا یوازې درې ولسي کسان وژل شوي دي.

نریندرا مودي د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

نریندرا مودي نن د دوهمې دورې لپاره د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

له مودي سره پر يوه وخت په هندوستان کې د شپږو اوونیو پر مهال په شویو انتخاباتو کې بریاليو استازو هم د وفادارۍ لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د هندوستان په مرکزي پارلمان یا لوک سبها کې جوړ شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG