د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۸

نړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر محکمې ته د بیولو په حال کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې محکمې ته وروستل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې علي وزیر نن په ډاډه زړه محکمې ته ورغی او دوی به له قانون سره سم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ده وویل: عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمئین و او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅ څوک موږ نه شي ډارولی، زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي او موږ به د قانون تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.

د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د مې په شپږویشتمه د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته بند ته اچول شوی دی.

تر هغه وروسته د پاکستان د پارلمان بل غړی او د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ هم بندي شوی دی.

علي وزیر او محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پوځ تورنوي چې د مې په ۲۶مه یې په خړ کمر کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې کړي، ۱۳ کسان یې وژلي او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړي.

د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید وشو چې د دوی پنځه عسکر یې ژوبل کړل او د پوځ په ځوابي ډزو کې د دوی په وینا یوازې درې ولسي کسان وژل شوي دي.

نریندرا مودي د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

نریندرا مودي نن د دوهمې دورې لپاره د هندوستان د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

له مودي سره پر يوه وخت په هندوستان کې د شپږو اوونیو پر مهال په شویو انتخاباتو کې بریاليو استازو هم د وفادارۍ لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د هندوستان په مرکزي پارلمان یا لوک سبها کې جوړ شوي وو.

ایران: تر ۱۰ ورځو به بډای شویي یورانیم له ټاکلې اندازې واوړي

د ایران ملي بیرغ

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، تر لسو ورځو پورې به د بډای شوي یورانیم له ټاکلي اندازې واوړي.

د دې ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اراک د درنو اوبو له زېرمې د رسنیو د استازیو د لیدنې پر مهال وویل چې له نننه به د بډایه شویو یورانیمو له درې سوه کیلوګرامه ټاکلې اندازې د اوښتو ورځې شمارو.

هغه وویل د جون په ۲۷ به ایران له دې اندازې واوړي.

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان داسې وخت د بډایه شویو یورانیمو له ټاکلي اندازې د اوښتو خبره کوي چې دا هېواد باید د نړۍ له اټمي قدرتونو سره د تړون پر اساس له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات بډایه شوي یورانیم ونه ساتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څه وخت مخکې اروپايي قدرتونو ته ۶۰ ورځې وخت ټاکلی و چې د دوی تر څنګ ودریږي که نه د بډایه شویو یورانیمو زیرمه کول به پیل کړي.

امریکا له کله چې له ایران سره له اټمي تړونه وتلی، په دغه هېواد یې کلک بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې له ایران سره اټمي تړون یوه تېروتنه وه.

څېړنیزه ډله: هغې اټمي وسلې کمې شوي چې د نړيوالو له‌خوا ساتل کېږي

د روسیې یوه اټمي وسله

يوه تحقيقاتي ډله وايي، تېرکال د هغو اټمي وسلو شمېر کم شوى چې د نړيوالو قدرتونو له خوا ساتل کېږي.

دغه ډله وايي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د سياسي او پوځي اختلافونو له کبله معلومه نه‌ده چې په راتلونکي کې به د دغو وسلو شمېر کم شي او که څنګه؟

د ستاکهولم د سولې نړيوال څېړنيز انسټيټيوټ نن په خپل کلني راپور کې ويلي، د ٢٠١٩میلادي کال په پيل کې روسيه، د امريکا متحد ايالاتونه او ٧ نور هېوادونه ١٣زره ٨٦٥ اټمي وسلې لري.

حال دا چې د دې ادارې په خبره د ٢٠١٨میلادي کال په پيل کې د دغو وسلو شمېر ١٤زره ٤٦٥ ته رسېده.

د ستاکهولم د سولې نړيوال څېړنيز انسټيټيوټ وايي، د اټمي وسلو شمېر تر ډېره په روسيه او امريکا کې کم شوى چې دواړه د ټولو اټمي وسلو ٩٠ فيصده لري.

ارجنټاين، يوروګواى او پاراګواى کې خلک د برښنا له پرچاوۍ سره مخ شول

ارجنټاين کې یوه مېرمن شمعه بلوي

په ارجنټاين، يوروګواى او پاراګواى کې پرون د یکشنبې په ورځ په لسګونو میليونه وګړي د برښنا له لويې پرچاوۍ سره مخامخ شول.

د ارجنټاين ولسمشر مايو ریسیو ماکري په ټويټر کې ليکلي، دا پرچاوي «بې سابقه» وه.

د ارجنټاين له جنوبي سيمې تارا ديل فوئګو پرته نور د دغه هېواد ټولې ساحې د برښنا له پرچاوۍ سره مخامخې شوې.

که څه هم پرون ماښام د ارجنټاين ٩٠ فيصده برخو ته برښنا بېرته اعاده شوه، خو د برښنا شبکې د چپه کېدو دقيق علت لا هم معلوم نه دى.

د انرژۍ وزير ويلي چې د دې ستونزې د علت معلومول له ١٠ تر ١٥ ورځو پورې وخت نيسي.

د يوروګواى او پاراګواى ځينې برخې هم د برښنا له پرچاوۍ اغېزمنې شوې دي.

د يوروګواى د انرژۍ برابروونکې ادارې ويلي چې د برښنا د پرچاوۍ علت د ارجنټاين د برښنا په شبکه کې يوه خرابي وه.

حوثي یاغیانو په یمن کې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې

د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه

د امریکا پوځ وايي، حوثي ياغيانو روانه مياشت په یمن کې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه د ایران په مرسته ويشتلې او نسکوره کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ایرل براون پرون د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا «MQ-9» ډوله بې پیلوټه الوتکه د جون مياشتې پر شپږمه د حوثي ياغيانو له‌خوا په یمن کې ويشتل شوې ده.

د براون په خبره په کومه ارتفاع کې چې دا بې پیلوټه الوتکه ویشتل شوې، د حوثي ياغيانو د وړتيا زياتېدل او دا واقعيت په ډاګه کوي چې دغو ياغيانو له ايران څخه مرسته ترلاسه کړې ده.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند وويل، ايران په جلا مورد کې هم هڅه کړې چې د جون پر ١٣مه په عمان خليج کې د امريکا يوه بله بې پېلوټه الوتکه نسکوره کړي، څو د تېلو پر دوو لېږدوونکو کښتيو د ايران د حملې د څارل کېدو هڅې ګډې وډې شي.

د کرکټ نړېوال جام کې بنګله‌دېش او ويسټ انډيز سره لوبېږي

د ويسټ انډيز د کرکټ لوبډله

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن دوشنبه د بنګله‌دېش او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه کېږي.

د افغانستان پر وخت ماسپښين پر دوو بجو به دواړه ټيمونه د انګلستان په تانتون لوبغالي کې مسابقه کوي.

په پرونۍ مسابقه کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس پاکستان وګاټه، خو هندوستان ته يې بلنه ورکړه چې لوبه پيل کړي.

هندوستان په ٥٠ اوورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٦ منډې وکړې.

څرنګه چې باران وشو، نو پاکستان ته په ٤٠ اوورونو کې ٣٠٢ منډې په کار وې.

پاکستان د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يوازې د ٢١٢ منډو په کولو وتوانېد او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپیر پر هندوستان بايلوده.

تمه ده، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا سې شنبه له کوربه انګلستان سره د مانچستر په لوبغالي کې لوبه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني به هم چې دا مهال په بريتانيا کې دى د دې مسابقې ليدو ته ورشي.

جنرال فیض حمید به د «ای.اېس.ای» د رئيس په توګه دنده پيل کړي

د پاکستان نقشه

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د مرکزي استخباراتو ادارې لپاره نوى مشر ټاکل شوى دى.

ډګر جنرال فیض حمید به د ډګر جنرال عاصم منير پر ځاى د مرکزي استخباراتو د ادارې يا «ای.اېس.ای» د رئيس په توګه دنده پيل کړي.

د پوځ د پرونۍ اعلاميې پر اساس عاصم منير اته میاشتې دا دنده مخته یوړله.

که څه هم د پاکستان پوځ د دغې ګمارنې د علت په اړه وضاحت نه‌دى ورکړى، خو دا په‌داسې حال کې ده چې د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه درې کلنه دوره په نوومبر مياشت کې ختمېږي.

د پوځ استخباراتي څانګه يا «ای.اېس.ای» له اوږدې مودې راهيسې په‌دې تورنه ده چې په افغانستان او هندوستان کې د نيابتي جګړو لپاره له افغان طالبانو او نورو افراطي ډلو ګټه اخلي.

په وروستيو کې دغه استخباراتي اداره په پاکستان کې پر مطبوعاتو په محدوديت لګولو هم تورنه شوې او دا تور هم ورباندې لګول شوى چې تېرکال يې د عمومي انتخاباتو د منحرف کولو هڅه کړې، دغه راز يې د بشري حقونو پر فعالانو فشارونه شديد کړي دي.

اسرائيل ګولان کې د استوګنې يوه ساحه د ټرمپ په نوم نومولې

اسرائيل د ګولان په لانجمنو لوړو سيمو کې د استوګنې يوه ساحه د ټرمپ په نوم نومولې

اسرائيل د ګولان په لانجمنو لوړو سيمو کې د استوګنې يوه ساحه د ټرمپ په نوم نومولې ده.

دا کار د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې د قدرداني لپاره شوى چې په مارچ مياشت کې يې دغه سيمه د اسرائيل د قلمرو په توګه په رسميت وپېژندله.

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو پرون د بروچيم په نوم استوګنځاى کې چې شا و خوا ١٠ کسان په کې ژوند کوي، د کابينې جلسه جوړه کړه.

نتانياهو د مراسمو پر مهال له هغې لوحې پرده پورته کړه چې دا ساحه په کې د ټرمپ د لوړو په نوم نومول شوې ده.

نتانياهو ټرمپ د اسرائيل د يوه لوى دوست په توګه ياد کړى دى.

ولسمشر ټرمپ هم د دغو مراسمو عکسونه په ټويټر کې خپاره کړي او د ده د قدرداني له کبله يې د اسرائيل د دولت مننه کړې ده.

اسرائيل د ګولان لوړې په ١٩٦٧میلادي کال کې له سوريې د يوې جګړې په نتيجه کې لاندې او په ١٩٨١میلادي کال کې يې له خپلې خاورې سره يوځاى کړې.

د نړۍ زياتو هېوادونو د اسرائيل پر دغه اقدام انتقاد کړى دى.

اردوغان: ترکیې ته د S-400 دفاعي سېستم انتقال راتلونکې مياشت پيلېږي

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان

ترکيه وايي، تمه لري چې له روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم انتقال راتلونکې مياشت پيل شي.

د ترکيې رسنيو د راپور له مخې، ولسمشر رجب طيب اردوغان دا خبره نن کړې ده.

د CNN ټلويزيون د ترکۍ څانګې د راپور له مخې، ولسمشر اردوغان ويلي چې ترکيې ته به د S-400 ډوله دفاعي دستګاوو انتقال د جولاى په نيمايي کې پيل شي.

د انقرې له خوا له مسکوه د هوايي مدافع د دې سېستم د رانيولو موافقه د ترکيې او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د کړکېچ عمده سرچينه ګڼل کېږي.

امريکا وايي، د روسيې ساخت دغه دستګاه د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو ته يو خطر دى.

واشنګټن ترکيې ته ويلي چې له روسيې د هوايي مدافع دستګاوو د رانيولو له کبله به د F-35 ډوله الوتکو له رانيولو منعه کړاى شي.

واشنګتن خبردارى ورکړى چې که ترکيه له روسيې د ميزائيلو F-400 دفاعي سېستم رانيسي، نو ممکن له بنديزونو سره مخامخ شي.

په هانګ کانګ کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته په مظاهرو راوتلي

د هانک کانګ لاریوال

په هانګ کانګ کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته په مظاهرو راوتلي او د دغې سيمې د رهبرۍ د استعفا غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هانګ کانګ رهبرۍ چين ته د تورنو کسانو د ورسپارلو د قانون لانجمنه لايحه وځنډوله او پر وروستيو پېښو يې ژوره خواشيني څرګنده کړه.

فعالان وايي، د مجرمانو د استرداد د لايحې د ځنډولو لپاره د کاري لم پرونى اعلان کافي نه دى.

دوى وايي، هانګ کانګ رهبره کاري لم بايد ژر تر ژره د قانون دغه لايحه فسخه، استعفا دې وکړي او د اعتراضونو پر مهال پر مظاهره چيانو د پوليسو د ځواک کارونې له کبله دې بښنه وغواړي.

د بشري او مدني حقونو د جبهې رهبرې بوني ليونګ وويل: د هانګ هانګ خلکو ته زيات وخت درواغ ويل شوي دي.

په هانګ کانګ کې وروسته له هغې مظاهرې پيل شوې چې د چين طرفدار حکومت په هغه قانون کې تعديلات پېشنهاد کړل چې پر اساس يې په پام کې وه چې ځيني تورن کسان د محاکمې لپاره چين ته وسپارل شي.

هند د امریکا پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه وضعه کوي

د هند بیرغ

د واشنګټن له لوري نوي ډیلي ته د سوداګرۍ د کلیدي امتیازونو له لغوه کېدو وروسته هند په ځوابي اقدام کې د امریکا پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه وضعه کوي.

د هند د حکومت له اعلان سره سم په دې ۲۸ امریکايي وارداتي محصولاتو کې بادام، مڼې او چارمغز شامل دي او له نن یکشنبې د جون له ۱۶مې یې تعرفه لوړېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوداګرۍ په برخه کې سخت دریځ غوره کړی او خبرداری یې ورکړی چې د چین، مکسیکو، کاناډا او اروپايي اتحادیې په شمول د یو شمېر هېوادونو او کمپنیو خلاف به ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

ځینې اقتصادپوهان او سوداګر اندېښنه لري چې ګڼې تجارتي ناندرۍ به د نړۍ اقتصادي وده ورو کړي.

د جون په ۵مه د امریکا ولسمشر د (GSP) په نوم د سوداګرۍ امتیاز پای ته ورساوه چې هند ورڅخه زیاته ګټه کوله او د دې سېستم پر اساس یې امریکا ته تر ۵ میلیارده او ۶ سوه ميلیونو ډالرو پورې بې تعرفې صادرات کولی شول.

د سوډان پرځول شوی مشر عمرالبشیر محکمې ته وړاندې کېږي

د سوډان پرځول شوی مشر عمرالبشیر

په سوډان کې څارنوالان وايي، د دغه هېواد له واکه پرځول شوی مشر عمرالبشیر به دا اوونۍ د فساد او په غیر قانوني ډول د بهرنیو اسعارو د لرلو په تورونو محکمې ته حاضر شي.

دا اعلان پرون شنبه شااوخوا دوه میاشتې وروسته له دې وشو چې د نوموړي اوږده مستبده واکمني د خلکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې د پوځ له لوري پای ته ورسول شوه.

یوه جګپوړي څارنوال الولید سیداحمد خبریالانو ته وویل چې پخوانی مشر به محکمې ته حاضر شي، خو ده محکمې ته د عمرالبشیر د حاضرېدو دقیقه ورځ ونه ښوده.

تېره میاشت د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عبدالفتاح البرهان وویل چې د عمرالبشیر په کور کې د څه باندې ۱۱۳ میلیونو ډالرو برابر اسعار موندل شوي دي.

محمد بن سلمان: د سعودي ګټو ته د ګواښ په صورت کې به بې ځوابه نه شو

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد ایران په مستقیم ډول په عمان خلیج کې د تېلو پر ټانکرونو پر حملې تورن کړ او ویې ویل چې هېواد به یې د خپلو خلکو د ګټو پر ضد د هېڅ ګواښ په وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي.

شهزاده محمد بن سلمان په یوه مرکه کې چې نن یکشنبه په پان عرب شرق الاوسط ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې د ایران رژیم د جاپان د صدراعظم د سفر پروا ونه کړه او په داسې حال کې چې شنزو ابې په تهران کې و، د هغه هڅو ته یې پر دوو ټانکرونو چې یو یې جاپانی و، په حملې ځواب ورکړ.

د سعودي ولیعهد په عین حال کې وویل چې په سیمه کې جګړه نه غواړي، خو که یې د خلکو ګټې له خطر سره مخامخ شي، نو له متقابل اقدامه به ډډه ونه کړي.

نن د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وځي

ارشیف، د هند او پاکستان د کرکټ د سیالۍ یو انځور

د کرکټ د نړیوال جام لپاره په روانو سیالیو کې نن د مارچ په شپاړسمه د هند او پاکستان لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د دواړو رقیبو هېوادونو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ مسابقې ته ميلیونونه وګړي له تلوسې ډک انتظار کوي.

د هند د کرکټ لوبډله د ویرات کوهلي تر مشرۍ لاندې لوبه کوي چې تر اوسه یې دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بې نتېجې پاتې ده.

د پاکستان لوبډلې چې سرفراز احمد یې په سر کې دی، یوازې یوه لوبه ګټلې او دوه یې بایللې دي.

د کرکټ د نړیوال جام لپاره د هند او پاکستان دا سیالي به په اولډ ترفورد لوبغالي کې وي.

د هند له لوري سونیل ګواسکر په یوه کالم کې د کرکټ شورا ته لیکلي چې د پاکستان لپاره به د دې سیالۍ بایلل ډېره ګرانه تمامه شي.

د کرکټ د نړیوال جام لپاره سیالۍ په انګلستان او وېلز کې دي.

چین او تاجکستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ۱۸ موافقې لاسلیک کړې

د چین ولسمشر شې جېن پېنګ او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

چین او تاجکستان پرون د مارچ په پنځلسمه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره ۱۸ موافقه لیکونه لاسلیک کړي دي.

دا پرمختګ پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د چین او تاجکستان د ولسمشرانو ترکتنې وروسته شوی دی.

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د اسیايي هېوادونو مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.

ولسمشرانو شې جېن پېنګ او امام علي رحمان پرون د ترورېزم پر ضد د مبارزې، پانګونې، د کرنیزو همکاریو د پراختیا او تجارت په برخه کې موافقې کړې دي.

تر دې مخکې په تاجکستان کې د چین سفیر ویلي وو چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د چین او تاجکستان ترمنځ تجارت یو اعشاریه پنځه بیليونه ډالرو ته رسېدلی و.

د اوکراین ولسمشر د مایروپول د ازادۍ د کلیزې په نمانځنه کې ګډون وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي د مایروپول په ښار کې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي پرون د جون په پنځلسمه د مایروپول ښار ته ولاړ او د روسیې له پلویانو بېلتون غوښتونکو د دې ښار د ازادۍ د پنځمې کلیزې د نمانځې په مراسمو کې یې ګډون وکړ.

د اوکراین مایروپول ښار د ازاف سمندرګي پرغاړه پروت دی.

دا ښار د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د جګړې له لومړۍ کرښې تقریباً شل کیلومتره واټن لري.

ولسمشر زیلينسکي پرون وویل چې دونیسک او لوهانسک سیمو ته به چې د بېلتون غوښتونکو تر نفوذ لاندې دي، حد اکثر پاملرنه وشي.

په مایروپول کې پرون زرهاوو کسانو په پوځي پرېډ کې برخه واخیسته.

د اوکراین نوی ولسمشر د مایروپول ښار منځته هم ورغی او له یو شمېر خلکو سره یې سلفي عکسونه واخیستل.

له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې روسیې د کرېمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یو ځای کړه، د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلویانو بېلتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو په جګړه کې ۱۳۰۰۰ وګړي شوي دي.

د اټمي تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو ته د روحاني خبرداری!

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که چېرې له دې هېواد سره د اټمي تړون لاسلیک کوونکې نور هېوادونه مثبتې نښې ونه ښيي، هېواد به یې د دې تړون په چوکاټ کې له ناچارۍ ځیني اقدامات وکړي او دې تړون ته له خپلو یو شمېر ژمنو به په شا شي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اسیايي هېوادونو په سرمشریزه کې روحاني وویل، ایران پرېکړه کړې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د پیاوړو هېوادونو سره به د لاسلیک شوې اټمي تړون ته د خپلو ځینو ژمنو عملي کېدل وځنډوي.

نوموړي ونه ویل چې ایران له خپلو کومو ژمنو په شا کېږي او دا چې تهران څه ډول مثبتې نښې غواړي.

د تېر کال په مې میاشت کې چې کله د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ له دې تړون څخه د امریکا د ایستلو او پر ایران د بندیزونو د بېرته لګولو پرېکړه وکړه، ایران د دې تړون په وړاندې د خپلو ځینو ژمنو عملي کول ودرول.

روحاني د سیکا په غونډه کې راټولو شویو روسي، چینايي او د اسیايي هېوادونو نورو مشرانو ته وویل، ایران په یو اړخیزه توګه نه شي کولی چې دې اټمي تړون ته ژمن پاتې شي.

نوموړې زیاته کړه چې تهران به د اټمي تړون په وړاندې د خپلو ځینو تعهداتو ساتلو ته هم دوام ورکړي.

عراقي ځواکونو ته د امریکايي ځواکونو د روزنې پر ځای بریدونه شوي

د عراق بیرغ

د عراق پوځ وايي، د بغداد په شمال کې د عراقي ځواکونو پر هغې پوځي هوايي اډې درې توغندي لګېدلي، چېرې چې امریکايي ځواکونه عراقي سرتېرو ته روزنه ورکوي.

د عراق پوځ په یو بیان کې ویلي، د شنبې د ورځې په سهار دا بریدونه د بلاد په هوايي اډه کې د وړې اورلګېدنې سبب شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په ځانګړې توګه د جون د ۱۳مې نېټې له هغو بریدونو راوروسته چې هورمز تنګي ته نږدې د عُمان په خلیج کې پر دوو تېل وړونکو کېښتیو وشوې او امریکا یې پړه پر ایران واچوله.

ایران په دې بریدونو کې ښکتیا رد کړې ده.

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ له تېر کال راهېسې چې امریکا له ایران سره له اټمي تړون ووتله، له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.

واشنګټن پر ایران بېرته بندیزونه لګولي او د امریکا د متحدانو په ګډون نور هېوادونه هم هڅوي چې پر ایران بندیزونه ولګوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د همکاریو د پراختیا یوه اعلامیه لاسلیک کړه

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشران

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د همکاریو د پراختیا یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

هغوی پرون د جون په څوارلسمه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د غونډې په وروستۍ ورځ ټینګار وکړ چې ټول به د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او همکاري به زیاتوي.

د سازمان د دایمي غړو روسیې، چین، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

غونډې ته د سازمان د دایمي غړو هند او پاکستان صدراعظمان ورغلي وو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان نوبتي مشري روسیې ته ور ورسېده، د دې سازمان بله غونډه به کال ته په روسیه کې وي.

د روسیې د جمهوري ریاست یوه مرستیال یوري اوشاکوف پرون خبریالانو ته وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان مشران د ترورېزم او مخدره موادو پر ضد په مبارزه، اقتصادی پرمختګ او بشري مرستو خبرې کولې.

د روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو مشران له بشکېکه پرون تاجکستان ته ولاړل.

هغوی به په تاجکستان کې نن د جون په پنځلسمه د اسیا د تعامل او باور جوړولو سازمان په غونډه کې ګډون وکړی.

د مولدووا ډموکرات ګوند: د صدراعظم پاول فيلیپ حکومت استعفا کوي

د مولدووا صدراعظم پاول فيلیپ

د مولدووا ډموکرات ګوند ویلي چې د هغه هېواد د صدراعظم پاول فيلیپ حکومت استعفا کوي.

دا څرګندوي چې په مولدووا کې د نوې ائتلافي کابینې او حکومت ترمنځ لانجه د حل په حال کې ده.

د مولدووا د ډموکرات ګوند مرستیال مشر ولادیمیر سیبوتاري پرون د جون په څوارلسمه د هغه هېواد په پلازمېنه چېشېناو کې دا خبر اعلان کړ.

هغه وویل چې ډموکرات ګوند پرېکړه کړې چې د سیاسي لانجې د حل لپاره له واکه لېرې شي.

په مولدووا کې د اروپايي اتحادیې د پلویانو ګوند او د روسیې ملاتړکوونکي سوسیالېست ګوند ائتلاف کړی دی.

په مولدووا کې تر پارلماني انتخاباتو وروسته د دې دواړو ګوندونو له ائتلاف سره د ډموکرات ګوند مخالفت له څو اوونیو راهیسې سیاسي کړکېچ پېدا کړی و.

د ډموکرات ګوند مشر پرون وویل چې د داسې کړکېچ د مخنیوي لپاره چې حتی تشدد په کې پېښېدلی شي، له واکه لېرې کېږي.

د جون په اتمه نېټه د مولدووا د سوسیالېست ګوند او د اروپايي اتحادیې د پلویانو د ګوند ترمنځ د ائتلاف موافقه د مولدووا د زیاتو سیاستوالو او خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه.

د روسیې څارونکي: د سخوي سوپرجټ الوتکه تالندې او برښنا غورځېدلې وه

ارشیف

د روسیې څارونکي وايي چې د سخوي سوپرجټ الوتکه چې تېره میاشت یې سقوط وکړ او ۴۱ تنه په کې ووژل شول، د تالندې او برښنا له امله را غورځېدلې وه.

روسي څارونکو ویلي چې د تالندې او برښنا له امله د الوتکې اتوپایلوټ سېستم تخریب شوی و او له امله یې الوتکې سقوط کړی و.

په دې اړه په رپوټ کې چې پرون د جون په څوارلسمه خپور شو، د الوتکې د لوېدو مسؤلیت پرپيلوټانو نه دی ور اچول شوی.

سخوي سوپرجټ ۱۰۰ الوتکه په روان میلادي کال کې د مې په پنځمه نېټه د مسکو په شیریمیتیوو هوايي ډګر کې راغورځېدلې وه.

په ابتدايي رپوټونو کې داسې هم ویل شوي وو چې په الوتکه کې یو شمېر مسافرو د الوتکې تر سقوط وروسته د تېښتې په وخت هڅه کوله چې خپل کالي او وسایل هم له الوتکې وباسي چې د پېښې د ځای د تخلیې عملیات یې له خنډ سره مخامخ کړل.

خو پروني رپوټ دې مسئلې ته هم اشاره نه ده کړې.

د کرکټ سيالۍ: له ويسټ انډيز سره د انګلستان سیالۍ

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سيالو په لړ کې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه روانه ده.

د انګلستان په ساوت هامپټون «Southampton» لوبغالي کې د دې لوبې پچه يا ټاس انګلستان ته وګاټه، خو ويسټ انډيز ته يې د لوبې د پيلولو بلنه ورکړه.

پرون د باران له کبله د هندوستان او نيوزيلنډ ترمنځ مسابقه ونه وشوه.

په انګلستان او وېلز کې د دغو مسابقو په لړ کې سبا شنبې افغانستان له جنوبي افريقا سره د مسابقې ډګر ته وځي.

په پام کې ده د وېلز په کارديف لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پنځه بجې پيلېږي.

ايران: پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته ګواښ پېښوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر وويل، پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته جدي ګواښ پېښوي.

حسن روحاني دا خبره نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزې ته وکړه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په عمان خليج کې د تېلو پر يوې جاپانۍ او يوې نارويژۍ تجارتي ټانکرونو حملې د ايران کار وباله چې د امريکا سمندري ځواکونو بيا دغه ټانکرونه بدرګه کړل.

ايران په دغو حملو کې خپل هر ډول ارتباط رد کړى دى.

د ايران ولسمشر هم په خپلو خبرو کې پرونيو حملو ته اشاره ونه کړه.

خو حسن روحاني سرمشريزې ته وويل، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د يو اړخېز پالنې د هغې اوبا مسووله ده چې تر بل هر وخت يې نړيواله ټولنه له چنلج سره مخامخ کړې ده.

د هغه اشاره د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړې ته وه.

حسن روحاني وويل، ايران به د دغه تړون درناوي ته دوام ورکړي او د اټمي تړون له پاتې لاسليکوونکو يې هم د خپلو تعهداتو د پرځاى کولو غوښتنه وکړه.

په سرمشريزه کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان د دايمي غړو روسيې، چين، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لري.

په سرمشريزه کې افغانستان، بېلاروس، ايران او منګوليا هم ګډون کړى چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان څارونکي غړي دي.

داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د یوه بلوا مسؤليت ومانه

د تاجکستان ملي بیرغ

د اسلامي دولت ډلې يا داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د هغې بلوا مسؤليت ومانه چې په نتيجه کې يې ٣٢ کسان وژل شوي وو.

په زندان کې دغه بلوا د مې مياشتې پر ٢٠مه شوې وه.

داعش ډلې نن په يوه اعلاميه کې چې د دوى په انلاين خپرونه النبا کې خپره شوې ويلي، «حمله کوونکي» د دې ډلې په خبره د «خلافت سرتېري» وو.

دغه زندان چې امنيتي تدابير يې شديد وي، د پلازمېنې دوشنبې په ١٥ کيلومترۍ کې پروت دى.

د داعش ډلې په دې انلاين خپرونه کې د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت ويلي وو، د ٣٢ وژل شويو کسانو په ډله کې ١٧ تنه يې هغه کسان وو، چې د داعش ډلې د غړيتوب په تور بنديان شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي وو په وژل شويو کې د تاجکستان د اسلامي رنسانس ممنوعه ګوند درې غړي هم شامل وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG