د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۵

نړۍ

امریکا ته د ولسمشر پوتین خبرداری!

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، که امریکا په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کوي، روسیه به نه‌یوازې دغه اروپایي هېوادونه، بلکې په خپله امریکا هم په نښه کړي.

ولسمشر پوتین نن په مسکو کې ملت ته په خپله وینا کې تکرار کړه چې د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا له دې کبله ووته چې خپلو دفاعي سیستمونو ته پراختیا ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې واشنګټن او ناټو په پرله‌پسې ډول مسکو تورن کړ چې د «9M729» ډوله د کروز توغندي په جوړېدو سره‌یې دغه تړون نقض کړی دی، خو مسکو دا تور ردوي.

د روسیې ولسمشر وایي، روسیه امریکا نه‌ګواښي، بلکې له هغوی سره دوستانه اړیکې غواړي.

ده وویل:

"روسیه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه متوازن چوکاټ کې هر اړخیزې دوستانه اړیکې ولري، روسیه هېڅ‌څوک نه‌ګواښي، په امنیتي برخه کې زموږ ټول اقدامات کاملاً دوه اړخیز دي او دا د دفاعي خاصیت په معنی ده، موږ له هغوی سره د مقابلې لېوال نه‌یوو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو په څېر له یوه نړیوال ځواک سره."

ولسمشر پوتین امریکا تورنه کړه چې د روسیې مشروع ګټې له پامه غورځوي او د روسیې ضد فعالیتونه کوي.

هغه‌یې بېلګې پر مسکو اقتصادي بندیزونه یاد کړل.

روحاني: د تهران او واشنګټن ترینګلتیا تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په څو لسیزو کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس صدا و سیما د حسن روحاني له قوله ویلي چې امریکا د دغه هېواد پر وړاندې خپل ټول ځواک استخدام کړی دی.

ښاغلي روحاني دغه‌راز ویلي چې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د تېرې اوونۍ غونډه چې تمرکز یې پر ایران و، خپلو اهدافو ته ونه‌رسېده.

دا غونډه د امریکا له‌خوا بلل شوې وه او د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې په‌کې وشوې.

په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د ۶۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي په‌کې راټول شوي وو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د امریکا پر اروپایي متحدینو غږ وکړ چې د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووځي.

مایک پنس ویلي وو چې ایران په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.

د وارسا په غونډه کې د هغو عمده اروپایي هېوادونو استازو ګډون نه‌درلود چې لا هم له ایران سره پر اټمي تړون ژمن دي.

د روسیې او چین استازي هم دې غونډې ته نه‌وو ورغلي.

د ایران ولسمشر وایي، دا د امریکا د سیمه‌ییزې پالېسۍ لپاره یوه بله ناکامي ده.

امریکا په مې میاشت کې د ایران او شپږو اټمي قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووته.

ولادیمیر پوتین نن پارلمان یا دوما ته کلنۍ وینا اوروي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دې هېواد پارلمان یا دوما ته کلنۍ وینا واوروي.

پوتین سږنۍ وینا داسې مهال اوروي چې نظر شمېرنې ښيي چې په خلکو کې د هغه محبوبیت بې‌سارې کچې ته رالوېدلی دی.

د پوتین دغه وینا چې د هغه ۱۵مه وینا ده، په سیمه‌ییز وخت غرمه مهال په مستقیمه بڼه له ټلوېزیوني چینلونو خپرېږي.

۶۶ کلن پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې دوه لسیزې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه د روسیې پر سیاست نفوذ لرلی دی.

پوتین چې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، انتقاد کوونکي پرې تور پورې کوي چې د سیاسي مخالفانو د ځپلو او غلي کولو له لارې یې قدرت تقریباً ځان ته انحصارکړی دی.

امریکا: پاکستان دې د کشمیر ځان‌وژونکي برید عاملانو ته سزا ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو

د امریکا متحده ایالاتو له پاکستانه وغوښتل چې د هندي کشمیر د ځان‌وژونکي برید عاملانو ته دې سزا ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو پرون خبریالانو ته وویل چې موږ د هند له حکومت سره له نږدې په تماس کې یو او یوازې ورسره خواخوږي نه‌څرګندوو، بلکې د دغه ترورېزم په وړاندې مبارزه کې یې کلک ملاتړ هم کوو.

موږ له پاکستانه غواړو چې د دغې حملې په اړه څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملان‌یې که هر څوک وي، ورته سزا ورکړي.

هند له پاکستانه غوښتي چې د دغې حملې د عاملانو په وړاندې پرېکنده او ښکاره اقدام وکړي او د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وړاندیز یې هم رد کړی چې ویلي یې دي که نوې ډېلي ورته هر ډول شواهد وړاندې کړي، په اړه به‌یې څېړنه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون له هند او پاکستانه وغوښتل چې په خپلو کې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي او ویې‌ویل چې که دواړو هېوادونو غوښتي وي کولای شي د دې کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریچ وویل، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي ته ژوره اندېښنه لرو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا مهمه ګڼي چې دواړه هېوادونه دې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ د کمولو لپاره دې سمدستي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، که هند او پاکستان غواړي، ملګري ملتونه تیار دی چې ترمنځ‌یې منځګړیتوب وکړي.

په هندي کشمیر کې پر هندي ملېشو د تېرې اوونۍ له خونړي برید وروسته چې مسؤلیت‌یې په پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی، د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی.

دواړو هېوادونو لفظي جګړې ته مخه کړې.

ایران: د تېرې اوونۍ د خونړي برید عامل یو پاکستانی و

د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور

ایراني چارواکو په خپلو سرتېرو د تېرې اوونۍ د خونړي برید عامل یو پاکستانی معرفي کړی.

فارس خبري اژانس پرون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور په حواله ویلي چې د زاهدان-خاش په لار د سپاه پاسداران په سرتېرو د انتحاري برید عامل حافظ محمد علي د پاکستان و او یو بل پاکستانی هم ورسره ملګری و.

په‌دې برید کې چې له چاودېدونکو موادو ډک یوه موټر په واسطه تېره اوونۍ وشو د سپاه پاسداران ۲۷ سرتېري ووژل شول او ۱۳ تنه نور یې ژوبل شول.

د ایران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور ویلي چې د دې برید په تړاو یې تر اوسه درې کسان نیولي دي.

پاکستان دا برید په کلکه غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد به‌یې د دې برید په تړاو په پلټنو کې له ایران سره پوره همکاري وکړي.

جیش‌العدل ډلې چې ویل کېږي په پاکستان کې مېشته ده په ایراني سرتېرو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان نوې ډهلي ته ورسېد

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه نوې ډهلي ته ورسېد.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هغه هرکلي ته ورغلی و.

هند او عربستان د تېلو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې شااوخوا ۲۷ میلیارده ډالره سوداګري لري.

تمه ده چې هند ته په دوه ورځني سفر کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د انرژۍ او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې نوې پانګونې اعلان کړي.

محمد بن سلمان له پاکستان وروسته چې په‌دې وروستیو کې په هندي کشمیر کې د هندي ملېشه‌وو د وژل کېدو په خاطر د هند له تُند ګواښ سره مخ دی نوې ډهلي ته ولاړ.

سلمان په پاکستان کې هم د شااوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د څو لویو اقتصادي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

پاریس کې د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وشو

په پاریس کې لاریون کوونکي

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې بېګاه شپه شااوخوا ۲۰ زره کسانو د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وکړ.

لاریون کوونکو چې په‌کې یو شمېر فرانسوي مېشتي مسلمانان هم شامل وو، په یهودانو باندې د زور زیاتي د بندولو غوښتنه کوله.

دوی وروسته له هغه لاریون ته راووتل چې په وروستیو څو ورځو کې د یهودانو ضد څو پېښې شوي چې وروستۍ یوه‌یې په سټراسبورګ کې د یهودانو د څو قبرونو ورانول دي.

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون ویلي، هغو کسانو ته چې په وروستیو پېښو کې لاس لري سزا ورکوي.

ښاغلي مکرون زیاته کړې:

"هغوی به سزا وویني. زه نه‌غواړم هغه څه چې دلته شوي نورو ته ذهنیت ورکړي. د خلکو له غبرګون هم ښکاري چې موږ هر یو په‌دې برلاسي یو چې د دې کار ښه ځواب ورکړو."

مکرون پرون سټراسبورګ ښار ته تللی و او د هغې هدیرې پر سر یې خبرې وکړې چې په‌کې وړمه شپه د یهودانو ۹۰ قبرونه وران او په خښتو یې د یهودانو ضد علامې کښل شوې وې.

په فرانسه کې چې پنځه نیم لکه یهودان اوسي تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د یهودانو ضد ډلو ۵۰۰ واره بریدونه کړي هغه څه چې له وړم ۲۰۱۷ کاله ۷۴ فیصده زیاتوالی په‌کې راغلی.

د امریکا د ۱۶ ایالتونو ائتلاف پر ولسمشر ټرمپ دعوه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د کاليفورنيا په مشرۍ د امریکا ۱۶ ايالتي ائتلاف د دې هېواد پر ولسمشر ډونالد ټرمپ د مکسيکو له پولې سره د دېوال جوړولو په خاطر د پیسو ټولولو لپاره د بېړنیو حالاتو د اعلان پر سر دعوه کوي.

دا دعوه د کاليفورنيا د شمالي ولسوالۍ په محکمه کې د دوشنبې په ورځ ثبت شوه.

دا وروسته له هغه چې ټرمپ د کانګرس تر پرېکړې تېر شو او په هېواد کې يې بېړنی حالت اعلان کړ.

کانګرس د ده هغه غوښتنه رد کړې وه چې له مکسيکو سره د دېوال جوړولو لپاره دې ۵،۷ ميليارده ډالر ورکړي.

ډموکراتانو ژمنه کړې وه چې د دې غوښتنې مخه به نيسي.

د کاليفورنيا لوی څارنوال هاويېر بیسیرا په يوه اعلامیه کې وویل چې دوی ټرمپ محکمې ته بيايي چې د ولسمشرۍ د واکه له ناوړې ګټې اخیستنې يې راوګرځوي.

د کاليفورنيا تر څنګ په دې دعوه کې د کولراډو، کنکټکت، ډیلاويېر، هوایي، ايلانوي، مېن، ماریلنډ، مشيګان، منيسوټا، نواډا، نیوجرسي، نيو مکسيکو، نيويارک، اوريګان او ورجينيا ایالتونو لوی څارنوالان شامل دي.

د دغو ټولو ايالتونو لوی څارنوالان ډموکراتان دي.

د اسرائيل صدراعظم له خپل سلواک سیال سره خبرې وکړې

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانياهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانياهو له خپل سلواک سیال پیټر پيليګريني سره خبرې وکړې.

دا د هغو دوه اړخيزو خبرو دوهمه هڅه ده چې مخکې د پولنډ د اعتراض په خاطر د مرکزي اروپایي مشرانو لوړپوړې سرمشريزه لغوه شوې وه.

ټاکل شوې وه چې په هغه لوړپوړې سرمشريزه کې چې د «V4» په نوم يادېږي، د پولنډ، چک جمهوريت، هنګري او سلواکيا مشرانو ګډون کړی وی، خو پولنډ په اعتراضيه توګه له دې غونډې هغه مهال ووت چې د اسرائيل صدراعظم په هالوکاسټ یا اروپايي يهودانو په ټول وژنه کې د پولنډ د رول په اړه څرګندونې وکړې.

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير هم ويلي وو:

"د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال ډېرو پولنډيانو له نازيانو سره لاس یو کړی و او د يهودانو سره نفرت د دوی په خټه کې اښکل شوی دی."

د پولنډ له وتلو وروسته ټاکل شوې سرمشريزه لغوه شوه.

خو په اوسنۍ غونډه کې بنيامین نتانياهو نن د سې شنبې په ورځ په بيت‌المقدس کې د پیټر پيليګريني کوربه دی او ټاکل شوې چې د چک جمهوریت له صدراعظم اندرې ببيش او د هنګري له صدراعظم ويکټور اوربان سره هم وویني.

پاکستان له هند سره د اړيکو سمولو لپاره له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي

پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې له هندوستان سره د اړيکو سمولو په برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي په دې اړه ملګرو ملتونو ته یو ليک لېږلی دی.

دا وروسته له هغه چې په دې وروستيو کې په دوو جلا پېښو کې په هندي کشمیر کې پر ملېشه پولیسو او پوځي سرتېرو په حمله کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

هندوستان د دغو حملو پړه پر پاکستان اچولې او خبرداری يې ورکړی چې د دې حملو غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

پاکستان دا حملې غندلي او په همدې حال کې يې هندوستان ته خبرداری ورکړی چې پرته له تحقیقاتو بايد پاکستان مسؤل ونه‌ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ته په خپل لیک کې ليکلي چې د ځايي سیاسي لاملونو په خاطر هندوستان د پاکستان پر ضد دښمنانه دريځ ونيوه او وضعیت‌يې ترینګلی کړ.

تر دې مخکې نوې ډېلي غوښتي چې پاکستان دې د ترورېستي ډلو ملاتړ ودروي چې پاکستان د خوندي ځای په توګه کاروي.

د مصر په قاهره کې یوې چاودنې درې تنه وژلي

د مصر مرکز قاهره

مصري چارواکي وايي چې د پلازمېنې قاهرې په مرکز کې یوې چاودنې یو مشکوک بم ایښودونکی او دوه پولیس افسران وژلي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې الازهر جومات ته نږدې په‌دې چاودنه کې ۲ نور پولیس افسران هم ټپیان شوي دي.

بیان زیاتوي چې مشکوک سړي، مخکې له دې چې پولیس‌یې ونیسي خپل چاودېدونکي مواد والوزول.

د چارواکو په وینا دا مشکوک ترورېست له تېرې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم ایښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

ملګري ملتونه: د یمن د جګړې ښکېلې خواوې دې له حدیدې ووځي

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ هیله وښوده چې د یمن د جګړې ښکېلې خواوې به ژر تر ژره موافقت‌نامه عملي کړي چې له مخې یې باید د حدیده او دوو نورو کوچنیو بندرونو څخه او دغه‌راز د ملګرو ملتونو له یوې ودانۍ څخه خپل ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو په‌دغه ودانۍ کې دومره غله دانه ساتل کېږي چې د یوې میاشتې لپاره ۳،۷ میلیونه کسانو د تغذیې لپاره کافي ده.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق خبریالانو ته وویل چې په حدیده کې د دې اقدام پلي کول مهم دی، ځکه له‌دغه ځایه د یمن ۷۰ سلنه واردات تنظیمېږي.

د یمن جګړې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته له هغه پیل شوې چې ایران پلوه حوثي شیعه یاغیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله.

د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ په جګړو کې زرګونه ملکیان وژل شوي او په‌دغه هېواد کې یې تر ټولو ناوړه بشري ناورین رامنځته کړ.

د جګړو دواړو لورو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د یکشنبې په ورځ د ځواکونو د ایستلو پر لومړي پړاو موافقه وکړه.

په‌دې اړه په تېر ډسمبر کې په سویډن کې موافقه شوې وه.

پاکستان تر ټولو لوړ ملکي افتخاري نښان بن سلمان ته وړکړ

د پاکستان ولسمشر عارف علوي لوړ ملکي افتخاري نښان ولیعهد محمد بن سلمان ته وړکړ

د پاکستان ولسمشر عارف علوي «د پاکستان نښان» چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ ملکي افتخاري نښان دی، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته ورکړ.

په همدې مناسبت د دوشنبې په ورځ د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې دواړو لورو هغه تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

تمه ده سلمان هند او چین ته هم ولاړ شي.

ازبکستان د سوم سل زریز بانک نوټ چاپوي

د ازبکستان پیسې

د ازبکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د سوم «SOM» نوی سل زریز بانک نوټ د فبرورۍ په ۲۵مه چاپوي.

دغه بانک ویلي چې دغه نوی بانک نوټ به د لومړي ځل لپاره د ړندو لپاره یوه ځانګړې نښه ولري.

د ازبکستان د اسعارو د تبادلې د رسمي نرخ له مخې د دغه نوي سل زریز بانک نوټ ارزښت شااوخوا ۱۲ ډالره دی.

په اوس وخت کې ازبکستان ۵۰ زریز سوم بانک نوټ لري چې د ۲۰۱۷ کال په اګسټ میاشت کې نوی چاپ شوی و.

په ازبکستان کې اقتصاد پوهانو ویلي چې ۵۰ زریزو او سل زریزو بانک نوټونو ته اړتیا ځکه شته چې د نغدي پیسو د راکړې ورکړې ستونزه هواره شي.

نووایا ګزیته ورځپاڼه د خپلې یوې خبریالې د لنډمهالي توقیف خبر ورکوي

د روسیې بیرغ

د روسیې خپلواکه نووایا ګزیته ورځپاڼه وایي چې یوه خبریاله‌یې او د بشري حقونو یوه فعاله د امستردام په هوایي ډګر کې د لنډې مودې لپاره توقیف شوې.

له مسکوه خپرېدونکې دغې ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې خبریاله ایلینا میلاشینا او د بشري حقونو د معتبر مرکز غړې میلانا باخایوا غوښتل چې د بشري حقونو له هغو فعالانو سره وګوري چې د سوریې د لانجې په اړه څېړنه کوي.

دواړه د امستردام نړیوال هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم توقیف شوې وې.

میلاشینا نن په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ولیکل چې دوی دواړه پولیسو نن بېرته خوشې کړلې.

نووایا ګزیته ویلي چې د هوایي ډګر پولیسو په دې اړه چې دواړه ښځې یې ولې نیولې وې، له څه ویلو ډډه کړې ده.

نووایا ګزیته چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې یې پنځه خبریالان د خپل کار په خاطر وژل شوي، د روسیې یوه تر ټولو وتلې خپلواکه ورځپاڼه ده.

اندریو مک کب له دندې د جېمز کومي د لیرې کېدو په اړه اندېښنه ښيي

د «FBI» پخوانی مشر جېمز کومي

د امریکا د پولیسو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» پخوانی سرپرست مشر وایي، که د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ادارې پخوانی مشر له روسیې سره د ده د انتخاباتي کمپاین د اړیکو د ادعاوو په اړه د څېړنې د پای ته رسېدو په خاطر له کاره ګوښه کړی وي، جرم‌یې ترسره کړی دی.

اندریو مک کب له سي بي اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، دغه‌راز ویلي چې «FBI» په حقه و چې په دې اړه چې ایا ټرمپ د کمپاین په ترڅ کې له روسیې سره ګډ کار کړی و که نه؟ د استخباراتو ضد تحقیقات پیل کړي وو.

هغه زیاته کړه، که ولسمشر عدالت څنډې ته کړی وي او د «FBI» پخوانی مشر جېمز کومي یې د روسیې په اړه پر تحقیقاتو د منفي اغېزې یا هم د هغو د پای ته رسېدو په هدف له کاره لیرې کړی وي، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې د متحده ایالاتو ولسمشر باید دا ډول کار وکړي.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال له دندې د ښاغلي کومي تر لیرې کولو وروسته په یوه مرکه کې ویلي وو چې هغه د روسیې د قضیې په اړه فکر کاوه.

پاکستان له نوې ډېلي خپل کمېشنر د سلا لپاره ورغوښتی

د هند او پاکستان بیرغونه

پاکستان له هند سره د کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې له نوې ډېلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی.

دغه اعلان نن په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وکړ.

پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په وروستیو دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسله‌والو سره په یوې نښته کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون لږ تر لږه ۴ هندي سرتېري ووژل شول.

محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده.

پلواما د کشمیر هغه سیمه ده چېرته چې یوازې څو ورځې وړاندې یوه ځان‌وژونکي برید ۴۴ هندي پولیس ووژل.

په نننۍ نښته کې یو بل سرتېری او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.

هندي رسنیو ویلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې کله د پاکستان مېشتې وسله‌والې ډلې جیش محمد وسله‌والو پر سرتېرو ډزې وکړې.

جیش محمد وسله‌والې ډلې چې هند وايي، پاکستان‌یې ملاتړ کوي، د پلواما د ځانوژونکي برید مسؤلیت هم منلی دی.

لیبیا کې د تونس د نفتو د تأسیساتو ۱۴ کارکوونکي ژغورل شوي

د لیبیا د نفتو ملي کمپنۍ مخ ته د اور وژنې ډله

د لیبیا چارواکي وايي، د تونس د نفتو د تأسیساتو ۱۴ کارکوونکي يې چې مرکز طرابلس ته نږدې برمته شوي وو، ژغورلي دي.

بل لور ته تونسي مقاماتو ویلي دي چې دا کسان درې ورځې له وسله‌والو سره برمته وو او تېره شپه ناوخته خوشې شوي دي.

د تونس د بهرنیو چارو وزیر خمیس جهیناوي خپل لیبیايي سیال ته ټیلیفون کړی دی او د تونسي کارګرو د خلاصون له امله‌يې د لیبیا له حکومت مننه کړې ده.

برمته نیوونکو له تونسه غوښتنه کوله چې د نشه‌يي موادو په کاروبار یو تورن زنداني دې خوشې کړي.

د لیبیا چارواکو د تونسي کارګرانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه لا څه نه‌دي ویلي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴ هندي سرتیري وژل شوي

په کشمیر کې وژل شوی هندی سرتېری

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسله‌والو سره په یوې نښته کې لږ تر لږه ۴ هندي سرتېري وژل شوي دي.

محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده.

پلواما د کشمیر هماغه سیمه ده چېرته چې یوازې څو ورځې وړاندې یوه ځان‌وژونکي برید ۴۴ هندي پولیس ووژل.

په‌دې نښته کې یو بل سرتېری او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.

هندي رسنیو ویلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د پاکستان مېشتې وسله‌والې ډلې جیش محمد وسله‌والو پر سرتېرو ډزې وکړې.

جیش محمد وسله‌والې ډلې چې هند وايي، پاکستان ترې ملاتړ کوي، د پلواما د ځان‌وژونکي برید مسؤلیت منلی دی.

حسن روحاني د ایران یوه نوې تحت‌البحري پرانیسته

د ایران نوې تحت‌البحري

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد یوه نوې تحت‌البحري پرانیسته چې په کروز راکټونو سمباله ده.

ښاغلي روحاني د دې تحت‌البحرۍ د پرانیستلو په مراسمو کې چې پرون په بندر عباس کې جوړ شوي وو، وویل د ایران دفاعي قوت د دغه هېواد د ګټو د دفاع لپاره دی او ایران هېڅ‌کله په نورو هېوادونو د برید په هڅه کې نه‌دی.

ده زیاته کړه:

"موږ په‌دې سیمه کې له ټولو سره د ورورولۍ او ملګرتیا اړیکې غواړو. موږ هېڅکله په ټوله سیمه کې د برید د پيل عاملین نه‌و."

د ایران دا تحت‌البحري بېړۍ چې فاتح نومېږي د درنو تحت‌البحریو لومړنۍ یوه ده چې په ایران کې جوړه شوې.

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې دا تحت‌البحري شپږ سوه ټنه وزن لري او په هاوانونو، راکټونو او کروز راکټونو سمباله ده.

په بېړۍ نصب شوي راکټونه تر ۲۰۰۰ کېلو مترو مزل وهلی شي او اسرائیل او په سیمه کې د امریکا هډو ته رسېږي.

امریکا تل د ایران د راکټي پروګرامونو غندنه کړې او په دغه هېواد یې بندیزونه لګولي.

د بنګله‌دېش په چاتوګرام کې یوې اور لګېدنې ۹ تنه وژلي

ارشیف، د بنګله‌دېش ژغورونکې ډله

د بنګله‌دېش چارواکي وایي چې نهه تنه په بندري ښار چاتوګرام کې د یوې اور لګېدنې په سبب وژل شوي دي.

په‌دې اور کې ۲۰۰ غریب مېشتي کورونه هم سوځېدلي دي.

د بنګله‌دېش د بېړنیو حالاتو د کمېټې یوه مسؤل علي احمد ویلي دا اور د برښنا د شارټۍ په سبب پيل شو او ۵۰ تنه په‌کې ژوبل شوي هم دي.

سلګونه کسان هر کال په بنګله‌دېش کې په‌داسې پېښو کې وژل کېږي هغه ځای چې د ځاني خوندیتوب خدمتونه په‌کې کمزوري دي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پلازمېنه ډاکه کې د یوې فابریکې د ودانۍ په نړېدو سره ۱۱۰۰ کسان وژل شوي و.

ایران: د سپاه پاسدران پر غړو وروستی برید د پاکستان له خاورې پلان شوی

د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني

د ایران د پارلمان مشر وايي، هغه حمله چې د سپاه پاسدران ۲۷ غړي پکې ووژل شول، د پاکستان له خاورې پلان شوې او عملي شوې وه.

علي لاریجاني په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپرې کړي، ویلي دي چې پاکستان باید په دې حمله کې د خپل ګډون په اړه ځواب ووايي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د فبرورۍ په اولسمه په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د ایران پر امنیتي ځواکونو د دې بېساري خونړي برید په اړه یې د حکومت اعتراض ورته وړاندې کړ.

اسلام اباد دا حمله غندلې، خو د تهران د ادعا په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

سپاه پاسداران وايي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په سېستان بلوچستان ایالت کې یوه انتحاري برید کوونکي په چاودېدونکو موادو بار یو موټر له هغه بس سره ټکر کړ چې د سپاه سرتېري پکې سپاره وو.

د دې برید مسؤلیت د جیش العدل په نوم یوې کوچنۍ سني بېلتونپالې ډلې منلی دی.

په بنګله دېش کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې اته کسان مړه شوي

د بنګله دېش ملي بیرغ

په بنګله دېش کې لږترلږه اته کسان د اورلګېدنې په یوه پېښه کې مړه شوي دي.

چارواکي وايي، په چتوګرام ښار کې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي.

د بنګله دېش د ملکي خدماتو د ادارې رئیس علي احمد د جرمني خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د دې کورونو اوسېدونکي ویده وو.

نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې چې علت یې د برښنا شارټي بلل شوې، او شااوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي.

په بنګله دېش کې هر کال په دې ډول پېښو کې چې د مصؤنیت د لازمو احتیاطي تدابیرو نشتوالی یې علت بلل کېږي، سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې په پلازمېنه ډاکه کې د یوې فابریکې د ودانۍ د ړنګېدو په پېښه کې یوولس سوه کارګران مړه شول.

روحاني: ایران د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ښه کول غواړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې تهران غواړي د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي.

ایران له کلونو راهیسې له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په نیابتي جګړو کې ښکېل دی.

روحاني نن په جنوبي ښار بندرِ ګناوه کې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په منځني ختیځ کې د امنیت د اعادې لپاره د سیمې له ټولو هېوادو سره اړیکې پراخه کړي.

روحاني پر متحده ایالاتو او اسرائیلو تور ولګاوه چې په ایرانیانو کې نفاق ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې تهران به د دې هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي.

ډونالد ټرمپ: د داعش خلافت د زوال په حال کې دى

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دى.

ډونالد ټرمپ له اروپايي متحدانو غوښتنه وکړه چې په سوريه کې څه باندې ٨٠٠ افراطي وسله وال چې نيول شوي، تسليم شي.

ولسمشر ټرمپ پرون په يوه ټوېټ کې وويل:

"امريکا له بريتانيا، فرانسې، جرمني او نورو اروپايي متحدانو غوښتنه کوي چې په سوريه کې د داعش ډلې څه باندې ٨٠٠ جنګيالي چې موږ نيولي، محاکمه يې کړي."

ډونالد ټرمپ ليکلي چې د داعش خلافت د زوال په حال کې دى، خو نوموړي ليکلي، اوس د نورو وخت دى چې تر خپله وسه اقدامات وکړي.

ښاغلي ټرمپ ټينګار کړى او ویلي دي:

"موږ د خلافت په وړاندې تر بشپړې بريا وروسته له سوريې وځو."

راپورونه وايي، د اروپا او نورو هېوادونو سلګونه وګړي منځني ختيځ ته تللي چې د افراطي ډلو په پلوۍ په جګړو کې برخه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG