د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۹

نړۍ

د اسیا د فوټبال جام سیالیو په لړ کې ایرانۍ لوبډلې یمن ته ماته ورکړه

ارشیف، د ایران د فوټبال لوبډلې ځيني غړي

د اسیا د فوټبال جام سیالیو په لړ کې ایرانۍ فوټبال لوبدلې یمن ته سخته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې ایراني لوبغاړو پنځه ځلې د يمن د ګول دروازه خلاصه کړه، خو یمني لوبغاړي په ګول کولو بریالي نه‌شول او لوبه‌یې پنځه د صفر په وړاندې بایلوده.

د اسیا د فوټبال جام ۱۷م پړاو سیالۍ د ۲۴ اسیايي لوبډلو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

دغه سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په پنځمه پیل شوي چې د فبرورۍ د میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به روانې وي.

جهان ابادي: زیات مصارف به د ایران خلک سړکونو راوتو ته اړ باسي

د ایران ملي بیرغ

د ایران د پارلمان يوه غړي ويلي چې د دې هېواد په بهرني سياست کې داسې مصارف شته چې ډېری يې غير ضروري دي او کولای شي چې ايرانیان د رکود په حالت کې د تهران سړکونو ته راوباسي.

په يوه داسې وينا کې چې تمه‌یې نه‌کېده، جلیل رحيمي جهان ابادي د پارلمان د کاري اجنډا په پيل کې وويل چې درانه مصارف چې لومړيتوب نه‌لري، بايد له‌منځه لاړ شي.

ښاغلي جهان ابادي په خپله وينا کې پخواني شوروي اتحاد ته اشاره وکړه او ويې‌ویل چې هغه هېواد د اټمي وسلو پر زېرمو او د نړۍ پر کچه پر نفوذ لرلو سربېره ونه‌توانېد چې خپل ځان خوندي وساتي.

د جهان ابادي دا خبرې د ایران د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي له رسمي دريځ سره په ټکر کې دي.

جهان ابادي اصلاحات غوښتونکی سياستوال دی چې د ایران په مجلس کې د سني پارلماني ډلې مشري کوي.

دی پخوانی علمي او اکاډميک کس دی او لس کاله د ایران د جمهوري ریاست د اسنادو مسؤل پاتې شوی دی.

د ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې، جهان ابادي وویل چې په سیمه کې د ایران نفوذ مهم دی، خو یوه خبره بايد هېره نه‌شي چې ځيني وختونه تر حده زیات مصارف ښايي خلک د تهران سړکونو ته اړ باسي.

جان بولتون په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار سره وکتل

ارشیف، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون نن د ترکيې له لوړپوړو چاوراکو سره د سوريې په اړه خبرې وکړې.

جان بولتون په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار ابراهيم کالين سره وکتل.

د امریکا د ملي امنیت شورا یوه وياند ګاريت مارکیس په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو نور مسايل هم په ګوته کړي چې بايد ورباندې خبرې وشي.

اعلاميه همداراز وايي، امریکا تمه لري چې نن د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نظامي کچه هم سلا مشورې وشي.

په دې اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ايا بولتون نن د ترکيې له دفاع وزیر او استخباراتو له رئیس سره وکتل که نه؟

خو له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټاکل شوې غونډه یې نن نه ده شوې او بولټن ته ویل شوي چې اردوغان د انتخاباتو په کمپاین بوخت دی.

بولتون ترکيې ته په داسې حال کې تللی چې په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو هم سيمې ته سفر کړی.

دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ناببره له سوريې د امریکا د دوه زره سرتېرو د ايستلو پرېکړه اعلان کړه.

د ټرمپ دې اعلان امریکايي متحدان حيران پاتې کړل او همداراز يې په نتيجه کې د امریکا دفاع وزير جېمز مټېس استعفا ته اړ شو.

چارواکي وېره لري چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره به سوریه بې‌ثباته شي او کرد ملېشې به قتل عام شي.

داعش ویلي چې ځانوژونکو یې د سوریې په رقه کې څو تنه وژلي

ارشیف، د سوریې رقه ښار

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ویلي چې ځانوژونکو یې پرون د سوریې په رقه کې څو تنه وژلي دي.

د دې ښار کنټرول د هغو کُرد ملېشو په لاس کې دی چې امریکا یې ملاتړ کوي.

داعش په یوې خبرپاڼه کې چې په‌دې ډلې پورې تړلې د اعماق خبري اژانس خپره کړې ویلي چې په‌دې حمله کې یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي دي.

د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو تر اوسه د دغې حملې په اړه څه نه‌دي ويلي.

دغو ځواکونو پر رقه ښار چې د سوریې په شمال ختیځ کې پروت دی، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو هوایي ځواکونو په مرسته ولکه ټینګه کړه.

شااوخوا ۳۰۰ فعالانو د قرغزستان په پلازمېنه بېشکک کې مظاهره وکړه

په بېشکک کې مظاهره

شااوخوا ۳۰۰ فعالانو پرون د قرغزستان په پلازمېنه بېشکک کې د هغه څه په وړاندې چې دوی یې په‌دې هېواد کې د چینایي کډوالو د شمېر زیاتوالی بولي، مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د دې هېواد له چارواکو وغوښتل چې غیر قانوني چینایي کډوال بېرته خپله هېواد ته ستانه کړي.

له چارواکو د دغو معترضانو بله غوښتنه دا وه چې هغو کسانو ته د تابعیت ورکولو پروسه ودروي چې د قرغزستان له اتباعو سره ودونه کوي.

مظاهره کوونکو دغه‌راز د قرغزستان له هغو وګړو سره هم خپل ملاتړ څرګند کړ چې ویل کېږي د چین په شین جین ایالت کې د بیا روزنې په کمپونو کې ورسره ناوړه چلند کېږي.

۵ ازبکستاني یو قرغزستانی د سویډن یوې محاکمې ته حاضر کړای شول

د سویډن بیرغ

د ازبکستان پنځه اتباع او د قرغزستان یو تبعه پرون دوشنبه د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې یوې محاکمې ته حاضر کړای شول.

دغه شپږ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ته د پیسو په لېږدولو تورن دي.

تورن کسان چې عمرونه‌یې د ۲۴ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي، په سویډن کې په قانوني توګه ژوند کوي.

د دوی درې تنه هم په سویډن کې د یوې حملې په پلانولو تورن دي.

خو ټولو تورنو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د امریکا یوه جنګي بېړۍ د رومانیا بندر ته ورسېده

د امریکا او رومانیا ګډ بیرغ

د امریکا د متحده ایالاتو یوه جنګي بېړۍ د رومانیا بندر ته ورسېده.

په تور سمندرګي کې د امریکا جنګي بېړۍ د متحده ایالاتو له لوري د قدرت ننداره ده ځکه چې روسیه دا سیمه له نږدې څاري.

«یو. اېس. اېس. فورټ مک هینري» لومړنۍ امریکايي بېړۍ ده چې په نومبر میاشت کې کریمیا ټاپو وزمې ته نږدې د روسیې او اوکراین د سمندري ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته تور سمندرګي ته داخلېږي.

رومانیايي او امریکايي چارواکي وايي، امریکايي بېړۍ د رومانیا کانستانتا بندر ته پرون دوشنبه ورسېده او هلته به د پنجشنبې تر ورځې «جنورۍ ۱۰» پورې پاتې شي.

دا جنګي بېړۍ به وروسته د رومانیا په اوبو او نړیوالو اوبو کې د دغه هېواد له بېړیو سره ګډ تمرینونه وکړي.

هندوستان په کرکټ کې د استرالیا پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

آرشیف، د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روهیت شرما

د کرکټ هندۍ لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ کرکټ سیالیو کې استرالیا ته په خپل کور کې ماته ورکړه او له دې سره‌يې تاریخ جوړ کړ.

د څلورو ټېسټ لوبو وروستۍ سیالي که څه هم بې‌نتیجې پای ته ورسېده، خو له دې وړاندې د هندوستان دوو بریاوو د هغه هېواد په تاریخي بریا کې مهم رول درلود.

داسې چې د څلورو ټېسټ سیالیو دوه سیالۍ د هندوستان او یوه سیالۍ يې د کوربه استرالیا په بریا پای ته ورسېده، خو یوه وروستۍ يې بې‌نتیجې اعلان شوه.

تایلند: د القنون د خوښې خلاف به نوموړې هېڅ چېرې وانه‌ستول شي

رهف محمد القنون

د تایلند د کډوالۍ د پولیسو مشر وايي، هغه ځوانه سعودي نجلۍ چې د بنکاک په هوايي ډګر کې تم کړای شوې ده، د هغې د خوښې خلاف به هېڅ چېرې وانه‌ستول شي.

د رهف محمد القنون په نوم دې ۱۸ کلنې نجلۍ غوښتل اسټرالیا ته ولاړه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.

هغه وايي، د کورنۍ له‌خوا یې د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

تایلندي امنیتي چارواکي جنرال سوراچتي هاکپارن د بنکاک په هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ۱۸ کلنې رهف محمد القنون ته به اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له چارواکو سره وګوري.

نوموړې وویل د ملګرو ملتونو چارواکي به له کوره د دې تښتېدلې سعودي نجلۍ سره نن ناوخته خبرې وکړي.

القنون چې د بنکاک د هوايي ډګر په یو هوټل کې یې ځان حصار کړی د جنورۍ په پنځمه نېټه په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټویټر کې د پوسټونو په خپرولو له خلکو د مرستې غوښتنه پیل کړه.

نوموړې وايي، کله چې له کوېټه بنکاک ته ورسېده، د هغې پاسپورټ ځینې اخیستل شوی.

قنون د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، نوموړې له کوېټ څخه ځکه وتښتېده چې کورنۍ یې پسې هلته ورغلې وه.

د هغې په وینا غوښتل یې د تایلند له لارې اسټرالیا ته ولاړه شي او هلته د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

د دې سعودي نجلۍ په وینا کله چې په بنکاک کې له الوتکې کوزه شوه، ونیول شوه او ورته وویل شول چې بیرته به کوېټ ته واستول شي.

نوموړې پر خپل ټویټر ویلي «دا له رښتیني خطر سره مخ ده» او که بېرته کوېټ ته واستول شي، د کورنۍ له‌خوا به‌یې ووژل شي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګوندې د هغې پاسپورټ دوی باطل کړی دی.

دوی په یو ټویټ کې ویلي چې القنون د تایلند د سفر له قوانینو د سرغړاوي په تور تایلندي چارواکو توقیف کړې ده.

ټرمپ لا هم د مکسیکو په اړه پر خپله غوښتنه ټينګار کوي

ارشیف، ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال

د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس د مرکچيانو او د حکومتي چارواکو ترمنځ په پرونيو مذاکرو کې د کوم لوى پرمختګ راپور نه‌دى ورکړل شوى.

دوى هڅه کوي د بودجې پر سر پر يوه موافقه سلا وکړي چې ورسره د امريکا د حکومت د ځينو برخو پرچاوي پاى ته ورسېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ لا هم پر خپله غوښتنه ټينګار کوي او له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره ٥ اعشاريه ٦ میليارد ډالره غواړي.

ټرمپ وايي، دغه دېوال به د غير قانوني کډوالو او مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره ضروري دى.

ډموکراتان چې د استازو په جرګه کې اکثريت دي، د دغه دېوال لپاره د بودجې له ورکړې سره مخالفت کوي.

امريکايي مرکچيان په چين کې دي څو له خپلو سيالانو سره وګوري 

د امريکا د متحده ايالاتو مرکچيان په چين کې دي چې له خپلو چينايي سيالانو سره وګوري.

دواړه هېوادونه هڅه کوي د هغې څلور مياشتنۍ تجارتي جګړې د پاى ته رسېدو لپاره پر يوه موافقه سلا شي چې له کبله‌يې د نړۍ په سطحه بازارونه اغېزمن شوي دي.

د تجارت لپاره د امريکا د حکومت مرستيال استازي جېفري ګيريش چې د امريکايي پلاوي مشري کوي، نن په پيکېنک کې له خپل هوټل څخه مذاکرو ته د روانېدو پر مهال له خبريالانو سره له خبرو ډډه وکړه.

خو د چين د سوداګرۍ وزارت تېره جمعه ويلي وو، دواړه لوري به د هغې مهمې اجماع د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي چې د امريکا او چين ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او شي جين پېنګ ورباندې تېر ميلادي کال په ارجنټاين کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو يا «G-20» د سرمشريزې پر مهال موافقه کړې وه.

ولادیمير پوتين او رجب طيب اردوغان په پام کې لري چې سره وګوري 

ارشیف، (ښی) د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په یوه ګډ خبري کنفرانس کې

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په پام کې لري چې "په نږدې راتلونکي" کې سره وګوري.

دوى به له سوريې چې دواړه هېوادونه په‌کې قوي پوځي حضور لري، د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه بحث وکړي.

د ترکيې دولتي اژانس اناتولي پرون راپور ورکړى چې په پام کې ده دواړه مشران روانه مياشت په‌دې اړه خبرې وکړي، خو د دې کتنې دقيقه نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

بل‌خوا د کرملېن وياند دميتري پسکوف تأييد کړه چې دواړه رهبران په پام کې لري "ډېر ژر" سره وګوري.

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو پوتين او اردوغان وروستى وار د ډسمبر پر لومړۍ نېټه په ارجنټاين کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو يا «G-20» د سرمشريزې پر مهال کتلي وو.

په سوريه کې له اوو کلونو راهيسې کورنۍ جګړه روانه ده.

که څه هم روسيه او ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، خو د امريکا متحده ايالات او ترکيه د بېلابېلو دولت ضد ډلو تر شا ولاړ دي.

اسلام‌اباد د ابوظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان تود هرکلی وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د ابوظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره

اسلام‌اباد پرون د ابوظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان تود هرکلی وکړ.

نوموړی څو اوونۍ وروسته له هغې پاکستان ته ځي چې متحده عربي اماراتو له پاکستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، په یوه بې‌ساري مېلمه پالنه کې د پاکستان د هوایي ځواکونو په اډه کې د هغه لیدو ته ورغی او د پاکستان د تشریفاتو ملي ګارډ هم ورته د درناوي مراسم ترسره کړل.

متحده عربي امارات په سیمه کې د پاکستان لوی تجارتي شریک دی.

په‌دې هېواد کې له یو نیم میلیونه زیات پاکستانیان ژوند او کاروبار کوي چې هر کال په میلیونونو ډالر خپلو کورونو ته استوي.

وروستی ځل د متحده عربي اماراتو ولیعهد په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پاکستان ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر غونډې وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه جلا غونډه وکړه.

د دې غونډې نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د اندونیزیا د مولوکاس ټاپوګان یوې زورورې زلزلې ولړزول

ارشیف، د اندونیزیا زلزله ځپلې سیمې

د اندونیزیا د مولوکاس ټاپوګان پرون یوې زورورې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژۍ ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت‌یې د ریښتر په کچه ۷ درجې ثبت شوی، مرکز یې د دغو ټاپوګانو اړوند د تیرنات ښار په شمال لوېدیځ ۱۷۳ کېلو مترۍ کې تر ځمکې ۱۰ کېلو متره لاندې و.

تر اوسه د اوښتو احتمالي مالي او ځاني زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه په اندونیزیا کې د یوې سونامي له امله چې تر ځمکې لاندې د یوه اتش‌فشان په نتیجه کې راوتلې وه، شااوخوا ۴۲۰ کسان مړه او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي وو.

ټرمپ: د امریکا پوځ په یمن کې د البدوي په وژلو سره عدالت تأمین کړ

جمال محمد البدوي پر یوې امریکايي کښتۍ د حملې مسؤل بلل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د امریکا پوځ په یمن کې د القاعده یو مشکوک غړی چې په ۲۰۰۰م میلادي کال کې د امریکایي ځواکونو پر یوې کښتۍ د برید اصلي طراح بلل شوی، وژلی دی.

ټرمپ په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې د امریکا پوځي ځواکونو د جمال محمد البدوي په وژلو سره عدالت تأمین کړ.

البدوي د «یو. اېس. اېس کول» په نوم کښتۍ باندې د برید مسؤل بلل شوی چې د امریکا د بحري ځواکونو ۱۷ غړي په‌کې وژل شوي وو.

ټرمپ زیاته کړه چې متحده ایالات به هېڅکله هم د افراطي اسلام‌پال ترورېزم په وړاندې له جګړې لاس وانه‌خلي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د تېرې جمعې په ورځ تأیید کړې وه چې امریکایي ځواکونو په یمن کې البدوي په نښه کړی و.

روسيه په ماګني توګورسک کې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې نړوي

د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې چارواکي په پام کې لري چې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې ونړوي.

تېره دوشنبه د دغه کمپلکس د يوې برخې د نړېدو له کبله ٣٩ کسان مړه شول.

چارواکو نن وويل چې د دې ودانۍ پاتې نهه برخې د استوګنې وړ دي.

د دې ودانۍ اووم پوړ د نوي ميلادي کال په شپه ونړېد چې چارواکي يې علت د طبيعي ګازو چاودنه ګڼي او په دې اړه تحقيقات کوي.

امريکا له سوريې د ټولو پوځيانو ايستل په یوه شرط پورې تړلي

د امریکا ملي بیرغ

امريکا وايي، له سوريې يې د ټولو پوځيانو ايستل په دې شرط پورې تړلي دى چې ترکيه په سوريه کې د کردانو د خونديتوب ډاډ ورکړي.

دا خبره د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن اسرائيل ته د سفر پر مهال کړې ده.

ښاغلي بولټن وويل، له سوريې د ټولو امريکايي پوځيانو وتل په سوريه کې د داعش ترورېستي سازمان د ټولو عناصرو په ماتې پورې مشروط وو.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، له سوريې يې د پوځيانو وتلو ته لا کوم مهالوېش نه دى ټاکل شوى.

د جان بولټن په خبره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش د خلافت ړنګېدل غواړي.

ولسمشر ټرمپ په هغه ويډيويي پيغام کې چې د ډېسمبر په ٢٠مه يې په ټوېټر کې خپور کړى و، ويلي چې ټول امريکايي پوځيان به بېرته امريکا ته ستنېږي.

د ايران بانک له ريالو د ۴ صفرونو د لېرې کېدو تعديل پېشنهاد کړى

ارشیف

د ايران مرکزي بانک په پولي واحد کې يو تعديل پېشنهاد کړى چې پر اساس يې له ايراني ريالو څلور صفرونه لېرې کېږي.

دا خبر د ايران دولتي رسنيو ورکړى دى.

ايرنا خبري اژانس د مرکزي بانک د رئيس عبدالناصر همتي نننۍ خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي:

"له ملي کرنسۍ د څلورو صفرونو د لېرې کېدلو لايحه پرون د مرکزي بانک له خوا حکومت ته وړاندې شوې ده."

په ٢٠١٨ میلادي کال کې د ايران د ريالو ارزښت څه باندې ٦٠ فيصده ولوېد، خو په وروستيو اوونيو کې يې ارزښت تر يوه حده ثابت شوى دى.

روسيه او ايران په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات کوي

روسيه او ايران په پام کې لري چې په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات وکړي.

د ايران د سمندري ځواکونو يوه چارواکي ويلي چې دغه تمرينات به ډېر ژر وشي.

مهر خبري اژانس نن د ايران د اميرالبحر حسين خانزادي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:

"دا د دواړو هېوادونو تکتيکي، د ژغورنې او د سمندري غلو پرضد جنګي تمرينات دي."

ايران او روسيې په ٢٠١٥ او ٢٠١٧ میلادي کلونو کې هم په کسپين سمندرګي کې دېته ورته پوځي تطبيقات کړي وو.

خانزادي ويلي، د کسپين سمندرګي په شااوخوا کې پراته هېوادونه په سيمه کې د هر هغه هېواد د پوځي حضور مخالفت کوي چې له دغه سمندرګي سره ساحل نه لري.

د مصر د چاودېدونکو موادو د شنډولو یو ماهر ووژل شو

د مصر د چاودېدونکو موادو د شنډولو یو ماهر هغه مهال ووژل شو چې د قاهرې په لمنه کې یې د قبطي مسیحیانو د یوې کلیسا مخې ته یې چاودېدونکې وسیله خنثی کوله.

د مصر د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، په دې پېښه کې چې نن یکشنبه پلازمېنې ته نېږدې نصر ښارګي کې وشوه، دوه تنه نور ژوبل شول.

دا پېښه د قبطیانو تر کرسمس دوه ورځې وړاندې وشوه.

هغوی د جنورۍ په اوومه دا ورځ لمانځي.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر هرولډ براون د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر هرولډ براون د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.

براون ۳۵ کاله کار وکړ او د ده د دفاع وزارت د ماموریت په دوره کې امریکا په ۱۹۸۰ میلادي کال په ایران کې د یرغملو د ژغورلو هڅه وکړه او همداراز ده له پخواني شوروي اتحاد سره د وسلو پر کنټرول خبرې وکړې.

براون اټمي فزیکپوه و او د دفاع وزارت په موده کې یې د هدایت کېدونکو کروز توغندیو په شان د دغه وزارت دفاعي سېستم مډرن کړ.

ایران د پیسو د سپینولو د مخنیوي په قانون کې بدلونونه تصویب کړل

د ایران حکومت پرون شنبه د پیسو د سپینولو د مخنیوي په قانون کې بدلونونه تصویب کړل.

دا د ایران په مالي سېستم کې د اصلاحاتو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

په دې ډول ایران کولای شي چې د امریکا له بندیونو سره، له نورو هېوادونو سره د نړیوالو اصولو پر اساس سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

د ایران پارلمان تېرکال دا قانون جوړ کړ، خو د ایران شورای نګهبان مخالفت ورسره کړی و.

په ایران کې سخت دریځې کړۍ په دې باور دي چې دا قانون د حزب الله په څېر د تهران له ځینو متحدانو د هغوی مالي ملاتړ محدودوي.

د ایران دولت هڅه کوي چې په مالي چارو کې د اصلاحاتو په مرسته پر خپل اقتصاد د امریکا د بندیزونو منفي اغېز کم کړي.

امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ځان وويست او پر ایران یې بندیزونه ولګول.

روسیې پر امریکا د یوه روسي وګړي د نیولو تور پورې کړ

د روسیې ملي بیرغ

د روسیې حکومت پر امریکا تور پورې کړی چې په روسیه کې د پاول وېلان په نوم د یوه وګړي تر توقیف وروسته یې یو روسی وګړی نیولی دی.

د روسیې د استخباراتو فدرالي ادارې پاول وېلان د ډېسمبر په ۲۸مه د جاسوسۍ په تور ونیو.

هغه د امریکا په سمندري ځواکونو کې خدمت کړی او د امریکا د مشیګن ایالت اوسېدونکی دی.

د پاول کورنۍ ویلي چې هغه جاسوس نه دی او د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، ویلي چې د امریکا متحدو ایالاتو د ډېسمبر په ۲۹مه د دیمیتري مکرینکو په نوم یو وګړی نیولی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا وګړی د شمالي ماریانا ټاپوګانو په سیمه کې نیول شوی او بیا فلوریډا ته بیول شوی دی.

د روسیې حکومت پر دې وګړي د لګېدلي تور په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا حکومت دوی ته هېڅ خبر نه دی ورکړی او د هغه له کورنۍ څخه یې دا معلومات تر لاسه کړي دي.

په مسکو کې د امریکا سفارت یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دې مسئلې خبرې نه دي کړي.

راپورونه: سمندري غلو په بینین هېواد کې یوه بېړۍ نیولې

ارشیف

راپورونه وايي، سمندري غلو د لوېدیځې افریقا د بینین هېواد په ساحل کې یوه باروړونکې بېړۍ نیولې، عمله او ماڼوګان یې لوټلي او شپږ تنه یې له ځان سره برمته کړي دي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس نن وویل، دا پېښه د جنورۍ د دوهمې نېټې په سهار شوې او روسي چارواکو ته د بینین سمندري ځواکونو خبر ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په دې کښتۍ کې د شلو روسانو، څلورو اوکراینیانو او د دوو ګورجستانیانو په شمول ۲۶ کسان سپاره وو.

ځینو راپورونو کې بیا د دې بېړۍ د سپرو شمېر کم او زیات ښودل شوی دی.

په روسیه کې د نړېدلې ودانۍ د قربانیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

خاوند، مېرمن او ماشوم یې د روسیې د دې نړېدلې ودانۍ د پېښې قربانیان دي

د روسیې په مګنیتوګورسک ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شویو کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

په دې ښار کې د نوي کال په شپه یوه لس پوړیزه ودانۍ ونړېده چې ۳۹ تنه په کې مړه شول.

په پېښه کې ډېر خلک زخمیان شوي هم دي.

د چارواکو په وینا، په نړېدلې ودانۍ کې نېږدې زر تنه اوسېدل.

په دې سیمه کې د ژغورنې عملیات د پنجشنبې په ورځ رسماً پای ته ورسېدل.

روسي چارواکو وویل چې ودانۍ د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وه، خو یو شمېر خبري رسنیو ویلي چې د پېښې په ځای کې چاودېدونکي مواد موندل شوي او ښايي ترورېستي حمله وه.

د شپږو جسدونو د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې پرون د جنورۍ په ۴مه د مګنیټوګورسک ښار ډېرو خلکو ګډون کړی و.

د مګنیټوګورسک ښاروال پر خلکو غږ کړی چې د ځانګړو مراسمو له جوړولو ډډه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG