د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۵

نړۍ

د جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه په ریاض کې پیل شوه

د سعودي ژورنالېست، جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه په ریاض کې پیل شوه.

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې څارنوالانو د پنځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی.

جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی ژورنالېست و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نه‌دي خپاره شوي.

جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.

په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد

په روسیه کې نړېدلې ودانۍ

په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې یوه ۱۰ پوړیزه ودانۍ د نوي کال په شپه ونړېده.

روسي چارواکو ویلي چې ودانۍ ښايي د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وي.

د ترکمنستان د ولسمشر زوی د «اهال» د والي مرستیال ټاکل شوی

ارشیف، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف

د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربان قلي بردي محمدف خپل زوی سردار بردي محمدف د هغه هېواد د مرکزي ولایت، اهال د والي مرستیال ټاکلی دی.

د ترکمنستان اهال ولایت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.

سردار بردي محمدف ۳۷ کلن دی.

د هغه د مقررۍ د خبر بیان پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲مه د ترکمنستان د جمهوري ریاست پر رسمي وېب‌پاڼه خپور شو.

سردار بردي محمدف به له نوې څوکۍ سره د ترکمنستان د پارلمان غړی پاتې شي، خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له څوکۍ به استعفا وکړي.

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډیپلومات ځان پټ کړی

ارشیف، په روم کې د شمالي کوریا سفارت

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډیپلومات ځان پټ کړی دی.

دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه په سیول کې خبریالانو ته ورکړ.

هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي.

کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بې‌درکه دي.

د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په روم کې د شمالي کوریا سرپرست سفیر په یوه غربي هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.

شمالي کوریا په‌دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

نانسي پلوسي به د کانګرس د استازو جرګې مشري په غاړه واخلي

د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ډموکراتانو مشره نانسي پلوسي په یوه غونډه کې

په پام کې ده چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ډموکراتانو مشره نانسي پلوسي به د دې جرګې د ۱۱۶مې کاري دورې مشري په غاړه واخلي.

پلوسي چې مخکې له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه هم د څلورو کلونو په مخه د استازو د جرګې مشره وه، دغه دنده نن چې د دې جرګې ۴۳۵ غړي غونډه کوي، پیل کړي.

د تېرې نومبر میاشت کې د کانګرس لپاره په منځ‌مهاله انتخاباتو کې د ډموکراتانو بري دې ته زمینه برابره کړه چې ډموکرانان په ۲۳۵ غړو سره د دې جرګې اکثریت چې مخکې له جمهوري غوښتونکو سره و، خپل کړي.

۷۸ کلنه پلوسي د ولسمشر ټرمپ یوه له سختو منتقدینو ده او اکثره ډموکراتانو هم ویلي چې له روسیې سره د هغه د اړیکو، د هغه د سوداګرۍ د معاملو، خیریه ټولنو او نورو کارونو په اړه به جدي څېړنې وکړي.

جمهوري غوښتونکو بیا په سنا جرګه کې چې ۱۰۰ غړي لري، د ۵۳ غړو په لرلو سره خپل اکثریت ساتلی دی.

جرمني بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړې شوه

د جرمني بیرغ

جرمني له شپږو کلونو وروسته بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړې شوه.

پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ملګرو ملتونو د بیرغ د پورته کېدو پر رسمي مراسمو سربېره د امنیت شورا په لومړنۍ رسمي غونډه کې د دې شورا پر میاشتنۍ اجنډا هم خبرې وشوې.

له جرمني سره یوځای، اندونیزیا، جنوبي افریقا، بلجیم او د ډومینک جمهوریت د ملګرو ملتونو د ۱۵ کسیزې امنیت شورا چې پنځه غړي یې دایمي دي، د دوو کلونو په مخه دوره‌یې غړي شول.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د نوي کال په مناسبت وینا کې ویلي و چې برلین به د نړیوالو بحرانونو د پای ته رسولو لپاره د ګډې همکارۍ تر څنګ په نړیوالو چارو کې زیاته ونډه واخلي.

پټرېک اېم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ

ارشیف، پټریک اېم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر

پټرېک اېم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» رسماً په کار پیل وکړ.

شنهن چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، وروسته له هغې د ولسمشر ټرمپ له‌خوا ورته دغه مسؤلیت وسپارل شو چې پخواني دفاع وزیر جېمز مټېس د ډسمبر په ۲۰مه استعفا وکړه.

مټېس ویلي و، سیاستونه‌یې بشپړ د ولسمشر له سیاستونو سره سر نه‌خوري.

ولسمشر ټرمپ چې د افغانستان د جګړې له کبله پر مټېس انتقاد کړی، نه‌ده څرګنده کړې چې شنهن به د دفاع د وزیر په توګه ونوموي او که به بل چا ته دغه دنده وسپاري.

۶۸ کلن مټېس مخکې ویلي و چې دی به د فبرورۍ په پای کې خپله دنده پرېږدي، خو ټرمپ وروسته له هغې چې مټېس د خپلې استعفا په اړه یو لیک خپور کړ او په هغه کې یې پر ولسمشر انتقاد وکړ، اعلان وکړ چې هغه به له وخته مخکې د دفاع وزارت څوکۍ پرېږدي.

ولسمشر ټرمپ پرون په څرګندونو کې چې له ټلوېزیونه خپرېدې او شنهن‌یې په څنګ کې ناست وو، وویل، ده اصلاً مټېس لیرې کړی، ځکه ده چې کوم کارونه په افغانستان کې ترسره کړي و، ورڅخه راضي نه‌و.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي:

"زموږ جنرالان ۱۹ کاله په افغانستان کې جګړه کوي. مټېس له ما ډېر منندوی و چې ۷۰۰ میلیارده ډالره مې چې هغه‌یې هېڅ انتظار نه‌درلود، ومنل، خو مټېس ما ته څه وکړل؟ هغه ما ته په افغانستان کې څه وکړل؟ هېڅ ښه‌یې نه‌دي کړي، زه له هغه څه چې ده په افغانستان کې کړي خوښ نه‌یم."

۶۸ کلن شنهن وویل چې له سوریې د امریکایي ځواکونو وتل او د چین د پوځي هڅو مخنیوی به‌یې لومړیتوبونه وي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هند بې‌پیلوټه الوتکه‌یې نسکوره کړې

آرشیف، د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په روالپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دوو ورځو کې یې د هند دوهمه بې‌پیلوټه «ډرون» الوتکه نسکوره کړې ده.

د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په یوه بیان کې ویلي دي چې د جاسوسۍ لپاره دا راستول شوی ډرون د جنورۍ په دوهمه په کشمیر کې راوغورځول شو.

اصف غفور په ټویټر کې د یوې بې‌پیلوټه نسکورې شوې الوتکې عکس هم خپور کړی دی، خو په‌دې برخه کې یې نور توضیحات نه‌دي ورکړي.

پاکستان د جنوري په لومړۍ نېټه هم د یوې هندي ډرون د نسکورېدو خبر ورکړی و.

نوې ډېلي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په روسیه کې د یوې نړېدلې ودانۍ د قربانیانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد

آرشیف، په ماګنیتوګورسک ښار کې د نړېدلې ودانۍ لاندې ژغورونکي عملیات روان دي.

په روسیه کې د یوې نړېدلې ودانۍ د قربانیانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت پرون وویل، سربېره پر دې چې پر دې پېښې ۴۸ ساعته اوړي، زموږ د ژغورنې هڅې روانې دي او لا هم ۱۵ تنه د پنځو ماشومانو په ګډون تري تم دي.

د دې وزارت په وینا تر اوسه په وژل شویو کې درې تنه ماشومان دي او شپږ کوچنیان ژغورل شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په ماګنیتوګورسک ښار کې په یوه لس منزله ودانۍ کې چاودنه وشوه چې د بېړنیو چارو د وزارت په وینا ۴۸ اپارتمانونه‌یې زیانمن کړل.

تر چاودنې وروسته روسي چارواکو وویل چې په اغلب ګومان د طبیعي ګازو له امله دا پېښه رامنځته شوې ده.

د روسیې فدرالي تحقیقاتي کمېټې ویلي دي چې تحقیقات روان دي.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې هغه لوړپوړیزه ودانۍ چې چاودنه په‌کې شوې وه.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې د یوې لوړپوړيزې ودانۍ د ړنګېدو په نتیجه کې تر اوسه د ۱۶ کسانو مړینه تأیید شوې ده.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن ویلي چې تر دې ودانۍ لاندې شویو کسانو د مړو د را ایستلو هڅې دوام لري.

تر اوسه ۲۵ تنه نور لادرکه دي.

روسي چارواکي وایي، په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه نور د خاورو له انبارونو څخه ژوندي رایستل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي.

پلټونکي وایي، دا چاودنه د طبیعي ګازو له کبله شوې.

د روسیې تحقیقاتي ادارې پرون وویل چې داسې نښې یې نه‌دي موندلي چې وښیي په ودانۍ کې دې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وي.

اوکراین وایي، له اوربند سره سره‌یې یو سرتېری وژل شوی

ارشیف

اوکراین وایي، د کیف او د دغه هېواد په ختیځ کې د مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د اوربند سره سره د نښتو په نتیجه کې یو اوکرایني سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د اوکراین دفاع وزارت نن ویلي چې بېلتون‌پالو دا اوربند نقض کړی دی او تېره ورځ‌یې په ټوپک، لاسي بم او د هاوان درې ځلې ډزې کړې دي.

د اوکراین دفاع وزارت زیاتوي د اوکرایني پوځیانو په متقابلو ډزو کې یو بېلتون غوښتونکی وژل شوی او څلور نور یې ټپیان دي.

بېلتون‌پالي هم حکومتي ځواکونه د اوربند په نقضولو تورنوي.

د اوکراین په ختیځ کې په څلور کلنه جګړه کې تر ۱۰ زره او ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ترکمنستان کې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي

د ترکمنستان بیرغ

په ترکمنستان کې هغه نوى قانون نافذ شو چې پر اساس‌یې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي.

د دغه قانون پر اساس له پرون سې شنبې «د جنورۍ له لومړۍ» په رېل‌ګاډو، الوتکو، کښتيو او ورزشي مرکزونو کې الکول منع شوى دى.

ترکمنستان، د اقتدار غوښتونکي ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف له‌خوا اداره کېږي.

محمدوف، د خپل هېواد وګړي هڅولي چې سپورټ ته مخه کړي.

د ترکمنستان ولسمشر ويلي چې خپل هېواد به تر ٢٠٢٥ میلادي کاله پورې له تنباکو پاک اعلان کړي.

د ترکمنستان د وګړو شمېر ٥ میليونه او ٦ لکو ته رسېږي چې اکثريت‌يې مسلمانان دي.

ډونالد ټرمپ د کانګرس د دواړو جرګو رهبران سپينې مانۍ ته وربللي

ارشیف، ولسمشر ټرمپ په یوه خبري غونډه کې

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس د دواړو جرګو رهبران د سرحدي امن په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره سپينې مانۍ ته وربللي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د بودجې پر سر درېدلي حالت د امريکا د حکومت د ځينو برخو د چارو د ځنډ سبب شوى دى.

چارواکو پرون وويل، د کورني امنيت وزارت به نن د کانګرس اتو رهبرانو ته د سرحدي امنيت په اړه معلومات وړاندې کړي.

لا څرګنده نه‌ده چې د کانګرس او حکومت رهبران به د بودجې پر سر د درېدلي حالت په اړه هم مذاکره وکړي که نه؟

په پام کې ده چې د امريکا کانګرس چې په استازو جرګه کې به ډموکراتان اکثريت وي، سبا خپله لومړۍ جلسه وکړي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو ته دې ٥ میليارده ډالره ورکړل شي، خو ډموکراتانو د دې پېشنهاد سخت مخالفت کړى دى.

د دغه سرحدي دېوال د جوړېدو پر سر جنجال د دې سبب شو چې د امريکا د فدرال حکومت ځينې برخې رخصت شي.

په جرمني کې یوه موټر چلوونکي لږ تر لږه پنځه کسان ټپيان کړل

په جرمني کې لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت ټپيان شول چې يوه تن خپل موټر د خلکو پر څو ډلو وربرابر کړ.

چارواکي وايي، دغه کس نارې وهلې "بهرنيان ووژنئ".

دغه پېښه پرون د جنورۍ اوله د نوي ميلادي کال د جشنونو پر مهال په نوردراین-وسټفالن کې شوې ده.

په نوردراین-وسټفالن ايالت کې د کورنيو چارو ايالتي وزير هربيرت ريول وويل، حمله کوونکي ښکاره نيت درلود چې بهرنيان ووژني.

راپورونه وايي، حمله کوونکى چې ٥٠ کلن و، په څلورو موقعيتونو کې هغه خلک په نښه کړي چې بهرنيان ښکارېدل.

ځيني ټپي شوي کسان د سوريې او افغانستان دي.

د ايالت څارنوالان وايي، پوليسو دا پېښه هدف‌منده حمله بللې او څېړونکي وايي چې داسې اطلاعات شته چې دغه کس رواني ناروغي درلوده.

اروپايي ټولنه: بنګله‌دېش دې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا وڅېړي

یوې مېرمنې په بنګله‌دېش کې خپله رأیه کارولې.

اروپايي ټولنې له بنګله‌دېشي چارواکو غوښتي دي چې په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو او ستونزو ادعاوې وڅېړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې د بنګله‌دېش په وروستیو انتخاباتو کې تاوتریخوالی او د پام وړ خنډونه ثبت شوي چې له امله‌يې دا پروسه زیانمنه شوې ده.

د بنګله‌دېش د صدراعظمې شیخ حسینه په مشرۍ ائتلاف د ډسمبر د ۳۰مې په انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت او بري اعلان کړی دی.

صدراعظمې شیخ حسینه د انتخاباتو د بیا ترسره کولو په اړه د حکومت د سیاسي مخالفانو غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان په بلوچستان کې د وسله‌والو برید ۴ سرتېري وژلي

ارشیف، د بلوچستان د لورالائي څلور لاری

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ د روزنې پر یوه مرکز د وسله‌والو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

پولیسو ویلي دي چې دا برید تېره ورځ د بلوچستان په لورالائي سیمه کې شوی او امنیتي ځواکونو له ۱۰ ساعته جګړې وروسته ټول بریدګر وژلي دي.

د لورالائي د پولیسو مشر عطا الرحمن ویلي دي چې په برید کوونکو کې دوه ځانمرګي وو.

تحریک طالبان پاکستان پر پوځ د پروني برید مسؤلیت منلی دی او د ورته بریدونو خبرداری يې ورکړی دی.

په روسيه کې د نیول شوي امریکايي وګړي کورنۍ وايي نوموړی بې‌ګناه دی

په روسيه کې نیول شوی امریکايي وګړی پاول ویلان

د امریکايي وګړي پاول ویلان چې روسيې د جاسوسۍ په تور نیولی، کورنۍ وايي، هغه بې‌ګناه دی او په یوه واده کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.

پاول ویلان چې د امریکا د سمندري ځواک پخوانی پوځي دی د ډسمبر میاشت په ۲۸مه نېټه لادرکه شو.

روسيې ویلي دي چې دا امریکايي په دې هېواد کې د جاسوسۍ پر فعالیتونو په تور توقیف شوی دی.

د پاول ویلان کورنۍ په یوه لیک کې چې ازادې اروپا/ ازادي راډیو يې یوه نسخه ترلاسه کړې ویلي چې دوی د ویلان د سلامتۍ په اړه اندېښمن دي.

په همدې حال کې د بورګ وارنر په نوم یوې کمپنۍ چې د امریکا په مشیګڼ کې فعالیت کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاول ویلان د دې کمپنۍ د نړیوالو امنیتي چارو مشر دی او په داخل د امریکا او بهر نړۍ کې د دې کمپنۍ چارې څاري.

د روسيې حکومت تر اوسه دا نه‌دي ویلي چې پاول ویلان په روسیه کې په څه ډول جاسوسي کارونو تورن شوی دی.

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله.

دغه هېواد د یوه ګډ اروپایي ارزښت د تنظیم په شعار سره د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې مشري واخیستله.

دا اقدام داسې مهال وشو چې ټاکل شوې بریتانیا له اروپایي اتحادیې ووځي او د دغې ټولنې د ډېریو هېوادونو ترمنځ ملت‌پالنه په ډېرېدو ده.

د رومانیا د ریاست په دوره کې به عمده پېښې د مارچ په ۲۹مه له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل او په مې میاشت کې د اروپایي ټولنې د پارلماني انتخاباتو ترسره کېدل وي.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۸ تنه وژلي

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې هغه لوړپوړیزه ودانۍ چې چاودنه په‌کې شوې وه.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې په یوې لوړپوړیزه ودانۍ کې د ګاز د چاودنې له کبله اته تنه مړه شوي او لسګونه کسان په ودانۍ کې بند پاتې دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر یفګینې زینیخیف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل، د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په مؤقتي ډول ځنډېدلي، ځکه وېره ده چې په‌دغو هڅو کې به ښایي د دې ودانۍ نورې برخې هم ړنګې شي.

دی وایي، په خوندي ډول د عملیاتو بیا پیلېدل به یوه ورځ وخت ونیسي.

د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه په سړې هوا کې د قربانیانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وایي، د دغې ودانۍ ۲۶ اپارتمانونه تخریب شوي چې ۴۶ تنو ژوند په‌کې کاوه.

ویل کېږي تر ۳۰ ډېر کسان اوس تر انبارونو لاندې بند پاتې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د اورال په جنوب کې د دغې ودانۍ لیدو ته ورغی او د پېښې له ټپیانو سره‌یې ولیدل.

د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف د دې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو سپارښتنه کړې ده.

یونېسف: نن په افغانستان کې ۳۲۲۷ نوي ماشومان نړۍ ته راځي

ارشیف، د یوه نوي زېږېدلي ماشوم انځور

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق اټکل کوي چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ به ۳۲۲۷ ماشومان په افغانستان کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

د یونېسيف ادارې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د نړۍ ګڼو ښارونو نه‌یوازې په لویو او وړو مراسمو د نوي میلادي کال هرکلی کوي، بلکې په دې ورځ خپلو نویو او وړو استوګنو ته هم ښه راغلاست وايي.

د یونېسف په وینا په ټوله نړۍ کې به ۳۹۵ زره نوي ماشومان دنیا ته راشي چې له دې جملې به‌یې په همدې ورځ به ۷۰ زره ماشومان په هند، ۱۵ زره په پاکستان او ۸ زره او ۴۵۰ په بنګله‌دېش کې نړۍ ته راشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره دې د روغتیا او بقا د شرایطو په برابرولو د هغوی حق ادا کړي.

د شمالي کوریا مشر امریکا ته خبرداری ورکړی

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر خبرداری ورکړی چې که واشنګټن هغه ژمنه چې د نړیوالو په وړاندې یې کړې عملي نه‌کړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي، نو شمالي کوریا به له امریکا سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي.

کېم جونګ اون دا خبره د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.

نوموړي تېر کال په سنګاپور کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلې او ویلې یې دي، په دې لیدنه کې ګټورې خبرې وشوې او رغوونکي نظریات تبادله شول.

کېم جونګ اون ویلي، چمتو دی چې هر وخت د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بله لیدنه وکړي.

نوموړي له امریکا غوښتي چې له جنوبي کوریا سره په خپلو شریکو پوځي تمریناتو ځنډ وغځوي.

نتانیاهو: د صدارت لپاره له بیا ټاکنې به لاس وانه‌خلم

د اسرائیل صدراعظم بينیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم وایي، که لوی څارنوال ده ته جنایي دوسیه هم واچوي، دی به د صدارت لپاره له بیا ټاکنې لاس وانه‌خلي.

د اسرائیل پولیسو سپارښتنه کړې چې بنیامین نتانیاهو دې رسماً په فساد تورن شي، خو د دې هېواد لوی څارنوال اویچای ماندیلبلیټ باید په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

که نتانیاهو رسماً تورن شي، دی بیا هم کولای شي چې په محکمه کې له خپله ځانه دفاع وکړي.

د اسرائیل لوی څارنوال تر اوسه په دې اړه چې ایا دی به د اپرېل د میاشتې له انتخاباتو مخکې په دې اړه پرېکړه وکړي که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین رسماً پیل شو

د اوکراین ملي بیرغ

د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین د دوشنبې په ورځ رسماً پیل شو.

ټاکل شوې چې دغه کمپاین د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات به د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې ځان دغو انتخاباتو ته کاندیدوي، خو ډېر د دې تمه کوي چې هغه به د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لپاره بیا ځان کاندید کړي.

پروشنکو د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې په سلو کې ۵۴ رأیې ګټلې وې.

د واتیکان ویاند او د هغه مرستیالې پرون ناببره استعفا وکړه

آرشیف، د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس د واتیکان له ویاند ګریګ بورک سره په ایرلینډ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو په حال کې

د واتیکان ویاند او د هغه مرستیالې پرون ناببره استعفا وکړه.

د دواړو ویاندویانو د استعفا خبر واتیکان په یوه رسمي بیان کې ورکړی دی.

په بیان کې د ګریګ بورک چې په خټه ارمنی دی او د هغه د مرستیالې اسپانوۍ پالوما ګارسیا اوویرو د استعفا د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو دغه اقدام څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس ایټالوی خبریال او خپل نږدې ملګری اندریا تورنیلي د واتیکان لپاره مطبوعاتي مسؤل وټاکه.

په مسکو کې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيول شوی

ارشیف، په مسکو کې روسي پولیس

د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، په مسکو کې يې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيولى دى.

د دولتي اژانس تاس د ننني راپور په حواله، دې ادارې ويلي چې دغه امريکايي وګړى تېره جمعه نيول شوى او جنايي تحقيقات پيل شوي دي.

تاس اژانس راپور ورکړى، که دغه امريکايي وګړى مجرم وپېژندل شي، ښايي له ١٠ تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم شي.

اژانس په دې اړه نور جزيات نه دي وړاندې کړي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پرون وويل، مسکو له واشنګټن سره ديالوګ ته لا هم چمتووالى لري.

پوتين دا خبره خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته د نوي ميلادي کال په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG