د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۳

نړۍ

پاکستان نوی قاضي القضات وټاکه

جسټس اصف کهوسه

جسټس اصف کهوسه د پاکستان د پخواني قاضی القضات ثاقب نثار پرځای د دې هېواد د سترې مکمې د ۲۶م قاضي القصات په توګه سوګند پورته کړ.

د پاکستان د نوي قاضي القضات د سوګند پورته کولو مراسم د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان په صدارتي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

په دغه غونډه کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان سربېره ګڼ شمېر سیاسي او پوځي مشرانو هم ګډون کړی و.

د پاکستان پخوانی قاضي القضات جسټس ثاقب نثار په داسې وخت کې تقاعد شوی چې په پاکستان کې په‌دې وروستیو کې د ځینو سیاسي مشرانو پرضد د فساد په ګډون ګڼ شمېر سیاسي دوسیې ثبت شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد پخوانی قاضي القضات ثاقب نثار د دې هېواد تر ټولو مخور قاضي القضات و چې په‌خپله دوره کې یې په پاکستان کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره جدي هڅې پیل کړې او ګڼ شمېر دوسیې یې پر وخت ختمې کړې.

د کولمبیا حکومت له موټر بم چاودنې وروسته ملي ماتم اعلان کړ

ارشیف

د کولمبیا حکومت تېر ماښام د دې هېواد په پلازمېنې بوګوټا کې د یوې موټري بمي چاودنې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.

د کولمبیا د پولیسو په وینا په‌دې چاودنه کې چې د پولیسو د اکاډمۍ په تعلیمي برخه کې وشوه، ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ برید دی.

د دې هېواد دفاع وزارت ویلي، په‌دې تروریستي برید کې اتیا کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کاریدلي و.

د کولمبیا پولیسو ویلي، په چاودنه کې خپله بریدګر هم وژل شوی او روغتون ته له انتقال شویو ټپیانو څخه ۵۸ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د روسیې په سن پټرزبورګ کې د اور لګېدو پېښې یو تن وژلی

ارشیف، د سن پټرزبورګ ښار

د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پرون په یوه مطبعه کې د اور لګېدو په پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شول.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي چې اور لومړی د دې مطبعې د څلور پوړېزې ودانۍ په دوهم پوړ کې ولګېد او وروسته درېیم پوړ ته وغځېد.

په پېښه کې د دې ودانۍ د دوهم پوړ چت رالوېدلی دی.

شاوخوا ۳۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي. د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی روښانه شوی.

پوتین: کاسوو د صربیا په وړاندې پارونې کوي

ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې صربیا ته په سفر تللی دی، پر کاسوو تور لګولی چې د خپل پوځ د جوړولو په څېر د اقداماتو په وسیله د صربیا په وړاندې پارونې کوي.

پوتین چې پرون په بلګراد کې له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې د کاسوو اقداماتو له صربیا سره په اړیکو کې کړکېچ رامنځ ته کړی او ښايي سیمه بې ثباته کړي.

صربیا په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پر کاسوو ولکه وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د صرب ځواکونو له‌خوا د البانیایانو د وژنو او له خپلو مېنو د هغو د شړلو د مخنیوي لپاره هوايي حملې پیل کړې.

د بلګراد او پریستینا اړیکي هغه مهال نورهم ترینګلي شول چې کاسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا څخه خپلواکي اعلان کړه.

د امریکا په ګډون څه باندې ۱۱۰ هېوادونو د کاسوو خپلواکي په رسمیت پېژندلې خو صربیا او روسیې دا کار نه‌دی کړی.

د کاسوو پارلمان د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر په ۱۴مه هغه طرح تصویب کړه چې له مخې یې د کاسوو دوه نیم زره کسیز امنیتي ځواک په پنځه زره کسیز پوځ بدلېږي.

پوتین وویل چې د کاسوو له خوا د پوځ جوړول غیرقانوني کار دی.

ټرمپ: خپل د هوايي مدافعې سیسټم به په نوې ټکنالوژي سمبال کړو

ولسمشر پوتین

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې امریکا به د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو- روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي.

د ټرمپ څرګندونې د امریکا د هوايي مدافعې د سیسټم د څېړنې د نتایجو یوه برخه وه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال په را وروسته موده کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.

هغه د دې څېړنې نتایج پرون په پنټاګون کې په یوه غونډه کې اعلان کړل.

ټرمپ وویل، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري.

هغه زیاته کړه چې د توغندیو ضد دفاعي سیسټم پراخېدل به د متحدایالاتو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

د هوايي مدافعې دا سیسټم د ستورو د جګړې په نوم هغې طرحې ته ورته دی چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړاندې کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې یو وړاندیز رد کړ

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې د سړې جګړې د وسلو د کنټرول د یوه مهم تړون د ژغورلو لپاره‌یې کړی و.

واشنګټن ویلي، نه‌شي تأییدولی چې دغه تړون دې سم کنټرول کړای شي.

د وسلو د کنټرول او د نړیوال امنیت په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، اندریه ټامسون «Andrea Thompson» پرون چهارشنبه په جنیوا کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ د سې شنبې له غونډې وروسته وویل، مسکو له دې ډډه کوي چې د روسیې د میزائیلو د نوي سیستم په اړه چې واشنګټن هغه له «INF» تړون څخه سرغړونه بولي، دقیقه څارنه وشي.

هغې وویل، له روسیې سره په پرونۍ غونډه کې د پام وړ پرمختګ ونه‌شو.

د اټمي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول دغه تړون په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د مېرمن ټامسون دغه څرګندونې ښیي چې واشنګټن دې ته تیاری نیسي چې راتلونکې میاشت له دې تړونه ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا متحده ایالات تورن کړ چې د وسلو د کنټرول د تړونونو سیستم له‌منځه وړي، خو مسکو هڅه کوي چې «INF» وساتي.

د روسیې ولسمشر صربیا ته ځي او په لوړه سطحه خبرې کوي

ارشیف،د روسیې ولسمشر پوتین

په پام کې وه چې بلګراد نن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ورتګ تود هرکلی وکړي.

پوتین به صربیا ته په‌دې سفر کې د صربیا د ولسمشر په ګډون له یو شمېر چارواکو سره په لوړه سطحه خبرې ترسره کړي.

دا به د صربیا له ولسمشر الکساندر وچیچ سره له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د پوتین ۱۴مه کتنه وي.

صربیا او روسیې له اوږدې مودې راهیسې په خپلو کې اقتصادي، کلتوري او مذهبي اړیکو ته پراختیا ورکړې او دغه اړیکو بلګراد اړ کړی چې له لوېدیځ سازمانونو سره د یوځای کېدو د هڅو تر څنګ له مسکو سره هم په اړیکو کې انډول وساتي.

پنټاګون: سوریه کې انتحاري حملې ۲ امریکایي پوځیان هم وژلي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون لوګو

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په سوریه کې د پروني ځانمرګي برید په قربانیانو کې دوه امریکایي پوځیان او دوه ملکیان شامل دي.

د سوریې په منبج ښار کې د دې چاودنې مسؤلیت داعش منلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې د دوو سرتېرو تر څنګ په ملکیانو کې یو د دفاع وزارت و او بل یو قرارداد کوونکی و، همداراز په‌دې پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

په سوریه کې د پېښو یوې څارونکې ډلې ویلي دي چې دا چاودنه د ائتلافي ځواکونو له ګزمې سره نږدې وشوه چې تر ۱۲ ډېر کسان په‌کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، وایي چې په دې حمله کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

اروپایي ټولنه د روسیې پر ۴ استخباراتي مأمورینو بندیزونه لګوي

د اروپایي ټولنې سفیرانو پرون موافقه وکړه چې د روسیې پر څلورو استخباراتي مأمورینو بندیزونه ولګوي.

اروپایي ټولنه وایي، دا څلور تنه د کیمیاوي بریدونو مسؤلین دي.

د اروپایي ټولنې ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته وویل چې له دې ډلې به د دوو روسانو شتمنۍ په اروپایي ټولنه کې کنګل شي او د ویزو بندیزونه به پرې ولګول شي.

دا هغه دوه تنه دي چې د بریتانیایي چارواکو په وینا، دوی تېر کال د مارچ په میاشت کې د روسیې پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم کړي وو.

دغو دوو روسي مأمورینو د الکساندر پیتروف او رسلان باشیروف په نوم پاسپورټونه لرل، خو یوه تحقیقاتي سازمان څرګنده کړه چې د دوی اصلي نومان الکساندر میشکین او اناتولي چیپیګا دي.

دغه سازمان داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې دا ثابتوي چې دوی د روسیې د پوځي استخباراتو لپاره کار کاوه.

د دوو نورو روسانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي.

تمه ده چې دا بندیزونه د اروپایي ټولنې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې تصویب شي.

د ایران سپاه پاسداران: په سوریه کې به خپل پوځي حضور وساتو

ارشیف، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مشر جنرال محمد علي جعفري

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مشر د اسرائیل د ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې ایران به په سوریه کې خپل پوځي حضور وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو یوه ورځ دمخه ویلي و چې که ایراني ځواکونه له سوریې ونه وځي، اسرائیل به یې نښه کړي.

نتانیاهو ویلي و چې هېواد یې تر بل هر وخت ډېر هوډ لري چې په سوریه کې د ایران پر ضد اقدام وکړي.

خو د ایران رسنیو د سپاه پاسداران انقلاب د مشر جنرال محمد علي جعفري له قوله ویلي چې وایي، دوی به خپل پوځي سلاکاران، ځواکونه او وسلې په سوریه کې وساتي.

د اسرائیل صدراعظم د جنورۍ پر دیارلسمه د کابینې په غونډه کې دا هم ویلي و چې هېواد یې په‌دې توانېدلې په سوریه کې پر ایرانيانو او حزب‌الله ډلې په سلګونو ځلو بریدونو سره په سوریې کې د ایران د پوځي پراختیا مخه ونیسي.

جعفري د نتانیاهو ګواښونه مسخره بولي او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیل د ده په خبره د زمري له لکۍ سره لوبې کوي.

ایران له روسیې او هم د لبنان د شیعه ډلې حزب الله سره یوځای د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.

په‌دې جګړو کې څه باندي ۴۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

د بریتانيا پارلمان: له اروپايي ټولنې د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته

صدراعظمه ټرزا مې

د بریتانيا پارلمان وايي، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته.

دا څرګندونې نن په داسې حال کې شوي چې د بریتانيا پارلمان نن ماسختن د دې هېواد د صدراعظمې ټرزا مې د حکومت د راتلونکي په اړه رأيې ورکوي.

وروسته له دې چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه د ټرزا مې طرحه د پارلمان له‌خوا رد شوه، اوس د حکومت راتلونکی د استازو په لاس کې دی چې ويې ټاکي.

د بریتانيا په تاریخ کې د حکومت یوه طرحه هېڅ‌کله په پارلمان کې له داسې یوې ماتې سره نه‌وه مخامخ شوې. یانې۴۳۲ استازي مخالف او ۲۰۲ استازي موافق.

ټاکل شوې ده نن ماسختن د ګرينويچ پر وخت اووه بجې حکومت ته د رأيې ورکولو پروسه پیل شي.

که د بریتانیا د صدراعظمې ټرزا مې حکومت د اعتماد رأيې واخلي، باید له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه بله طرحه تر راتلونکې دوشنبې پورې پارلمان ته وړاندې کړي.

خو که حکومت د عدم اعتماد رأيې واخېسته، وضعیت نور هم پېچلی کېږي او د بیړنیو انتخاباتو او حتی د بلې ټول‌پوښتنې احتمال هم شته.

د روان میلادي کال د مارچ نهه ويشتمه يانې تر راتلونکو دوه نیمو مياشتو پورې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د بشپړه وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

د ټرزا مې د طرحې تر ماتې وروسته د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک پر خپله ټویټر پاڼه خبرداری ورکړی چې ښايي دا ښه وي چې بریتانيا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.

د هند او اسټرالیا تر منځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ هند وګټله

ارشیف

د هند او اسټرالیا تر منځ دوهمه یو ورځنۍ د کرکټ سیالۍ هندوستان وګټله.

دا سیالۍ چې پرون د اسټرالیا په اېډلېډ لوبغالي کې تر سره شوه په‌کې لومړۍ بېټنګ اسټرالیا وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو يې هندوستان ته د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه.

ورپسې هندوستان دا هدف د لوبې په اخري اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د هند له دغې بریا سره د هندوستان او اسټرالیا تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوه-یوه برابره شوه او ټاکل شوې درېیمه يوه يې برخلیک ټاکونکي وي.

د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د اسټرالیا په میلبرون ښار کې په پلان کې ده.

امریکا د ایران د «پرس ټي وي» یوه خبریاله نیولې

امریکایي چارواکو یوه خبریاله نیولې چې د ایران انګلیسي ژبې پرس ټي وي ته‌یې کار کاوه.

د دغه دولتي خبري اژانس په راپور کې تر اوسه د دغې خبریالې د نیول کېدو د تور په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

پرس ټي وي ویلي، مرضیه هاشمي د جنورۍ پر ۱۳مه د میسوري ایالت په لویس لامبرت «Louis Lambert» هوایي ډګر کې نیول شوې ده.

د پرس ټي وي راپور وایي، سره له‌دې چې پر مرضیې رسمي تور نه‌دی پورې شوی، خو هغه تر نیول کېدو وروسته د امریکا فدرال تحقیقاتي ادارې له‌خوا په واشنګټن ډي سي کې یوه توقیف ځای ته انتقال شوې ده.

دا خبریاله په امریکا کې زېږېدلې او د راپور له مخې دا امریکا ته د خپل ناروغ ورور او نورو خپلوانو لیدو ته ورغلې وه.

د «اېف. بي. ای» چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ.

په کینیا کې د برید له امله د وژل شویو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد

نایروبي کې د وسله‌وال برید سیمه

د کینیا چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه نایروبي کې پر یوه مجلل هوټل د پروني ترورېستي برید له امله د وژل شویو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد.

په وژل شویو کې ۱۱ کینیايان، یو بریټانوی او یو امریکايی شامل دی.

د دې برید مسؤلیت په القاعده پورې تړلې الشباب ډلې په غاړه اخیستی.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر فرید ماتیانجي ویلي چې اوس د هوټل ودانۍ د پوځیانو په کنټرول کې ده او لسګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي.

بریدګرو په هوټل کې ډزې کړي او د چاودنو غږ اورېدل شوی.

د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې الشباب ترهګرې ډلې په نایروبي کې په یوه لوی پلورنځای برید وکړ چې د درېیو ورځو یرغمل نیونې په نتیجه کې ۶۷ کسان ووژل شول.

د بریتانیا صدراعظمه د پارلمان د بې‌باورۍ له رأیې سره مخ ده

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې د پارلمان د بې‌باورۍ له رأیې سره مخ ده.

دا مسئله وروسته له هغه مطرح شوې چې د ترزا مې د برېګزېټ طرحه په پارلمان کې تأیید نه‌شوه.

د بریتانیا پارلمان ۴۳۲ غړو له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ په اړه د ترزا مې طرحه رد کړه.

۲۰۲ وکیلانو دې طرحې ته موافقه رأیه ورکړه.

د موافقو او مخالفو رأیو ترمنځ دومره لوی توپیر د بریتانیا په پارلمان کې بې‌ساري بلل شوی دی.

د ترزا مې د حکومت د بې‌باورۍ د رأیې غوښتنه د کارګر ګوند د مشرانو له‌خوا وړاندې شوې.

ترزا مې د پارلمان له رأی ورکولو مخکې د پارلمان استازو ته په وینا کې له هغوی وغوښتل چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه دې یادې طرحې ته کافي رأیې ورکړي، خو داسې ونه‌شول.

امریکا فضا ته د ایران له‌خوا د راکټ توغول غندلي

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر فضا ته د ایران له‌خوا د راکټ توغول غندلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې ویلي چې واشنګټن نور د ایران له‌خوا د نړیوالو نورمونو د بې‌پامۍ تحمل نه‌لري.

د پامپیو بیان پرون څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې ایراني چارواکو وویل په یوه څارګر سټلایټ سمبال راکټ‌یې د ځمکې مدار ته واستاوه، خو اصلي مقصد ته ونه‌رسېد.

دا خبره د ایران د ټکنالوژۍ او اړیکو وزیر جواد ازری جهرمي وکړه.

هغه د دغه ایراني راکټ د ناکامۍ علت په ډاګه نه‌کړ، خو ویې‌ویل چې مطلوب سرعت ته ونه‌رسېد او ساینس‌پوهان یې په اړه څېړنې کوي.

وسله‌والو د کینیا په نایروبي کې پر یو عصري هوټل برید کړی

د کینیا ځانګړي ځواکونه په نایروبي کې

وسله‌والو کسانو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې پر یو عصري هوټل برید کړی.

راپورونه وايي، د هوټل دننه د ډزو او څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د کینیا پولیسو له خلکو غوښتي چې د برید تصویرونه او وېډیوګانې دې نه‌خپروي ځکه په وینا یې دا چاره به بریدګرو سره مرسته وکړي.

تر اوسه د بریدګرو او قربانیانو دقیق شمېر نه‌دی په ډاګه شوی، خو ځینو رسنیو لږ تر لږه د اوو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی.

له القاعده شبکې سره تړلې الشباب ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د ۲۰۱۳ میلادي کال په سپټمبر کې د الشباب وسله‌وال په نایروبي ښار کې یو سوداګریز مارکېټ ته ننوتي وو او هلته‌یې د درې ورځو لپاره یو شمېر کسان برمته کړي وو.

په‌دې پېښه کې ۶۷ کسان وژل شوي وو.

بار: باور لرم چې مسکو د امریکا انتخاباتو کې د لاس‌وهنې هڅه کړې

د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د امریکا لویې څارنوالۍ ته نوماند ویلیم بار

د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د امریکا لویې څارنوالۍ ته نوماند وايي، باور لري چې مسکو د امریکا په انتخاباتو کې د لاس‌وهنې هڅه کړې ده.

ویلیم بار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» وویل، امریکا د دې مسئلې باوري هواري ته اړتیا لري.

د ښاغلي بار په وینا دا د امریکا د ولسمشر، کانګرس او خلکو په ګټه ده چې دا قضیه حل شي.

دا مهال رابرټ مولر د هغو څېړنو مشري کوي چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنې څېړي.

ویلیم بار د امریکا د سنا په عدلي او قضايي کمېټه کې وویل، که د دې هېواد د لوی څارنوال په توګه تأیید شي، اجازه به ورنه‌کړي چې څوک د سیاسي او یا شخصي انګېزو په خاطر د څېړنو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې ټولې ادعاوې رد کړې دي.

هندی مانو ساوني د «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو

ارشیف

هندی مانو ساوني د کرکټ د نړیوالې شورا يا «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو.

د دغې شورا له‌خوا ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی مانو ساوني د سویلي افریقايي ډیويډ ریچرډسن ځای ناستی ټاکل شوی دی.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې يادې څوکۍ ته څلورتنه نوماند وو چې ښاغلی ساوني وتوانېد دغه څوکۍ خپله کړي.

د یادونې وړ ده چې د اوسني اجرائیوي مشر ډیویډ ریچرډسن دنده د سږ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروسته پای ته رسېږي چې په جولای میاشت کې به ساوني د دغه دندې مسولیت په غاړه واخلي.

د یادونې وړ ده چې مانو ساوني د دې وړاندې د سنګاپور سپورټس هب مشر وو، د انګلستاني فوټبال کلپ مانچسټر یونایټېډ سره هم پاتې شوی او اوس د «ESPN STAR SPORTS» عمومي مدیر وو.

اسټرالیا د سوریې او فلسطین د جورډان په وړاندې د فوټبال لوبې کوي

ارشیف

ټاکل شوې چې د اسیا د فوټبال جام سیالیو په لړ کې نن شپه اسټرالیا د سوریې او فلسطین د جورډان په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بحرین، هندوستان ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه، خو د ټایلینډ او متحده عربي اماراتو ترمنځ لوبه يو د يو په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ له تېرو دوو اونیو راهیسې د ۲۴ غوره اسیايي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

پاکستاني چارواکي: په عملياتو کې دوه سخت دريځي وژل شوي

ارشیف، پاکستاني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پاکستان يوه امنیتي چارواکي ويلي چې د دې هېواد د امنيتي قواوو په عملياتو کې نن هغه دوه سخت دريځي وژل شوي چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د القاعده شبکې له‌خوا د یوه امریکايي په برمته کېدو کې يې لاس درلود.

د پاکستاني چارواکو په وينا دا دوه کسان د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې غړي وو.

وارن واینسټاين په ۲۰۱۱میلادي کال کې په لاهور ښار کې د امریکا د يوې پرمختيايي پروژې کارکوونکی وو او په ۲۰۱۵میلادي کال کې په قبايلي سیمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې تصادفاً ووژل شو.

په پنجاب ایالت کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي راو طاهر ويلي چې دغه دوه سخت دريځي عادل حفيظ او عثمان هارون نومېدل. د ده په وينا دا دوه کسان نن سهار په فیصل‌اباد ښار کې ووژل شول.

د پاکستاني چارواکو په وينا دغو دوو کسانو همدا راز په ۲۰۱۳میلادي کال کې د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګيلاني د زوی علي حیدر په برمته نيول کېدو کې هم لاس درلود.

علي حيدر په ۲۰۱۶میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي قواوو له خوا وژغورل شو.

د معلوماتو له مخې د القاعده شبکې ډېری جګړه ماران اوس‌مهال په‌دغه ځای کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

ایران یوه سپوږمکۍ فضا ته توغولې، خو د ځمکې مدار ته نه‌ده رسېدلې

د ایران ملي بیرغ

ایران نن وویل چې یوه سپوږمکۍ یا سټلایت‌یې فضا ته توغولی، خو د ځمکې مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی.

د ایران د مخابراتو وزیر محمد جواد اذري جاهرومي دولتي ټلوېزیون ته وویل، هغه راکټ چې د پیام په نوم سپوږمکۍ یې لېږدوله، د توغولو په درېیم پړاو کې ونه‌شو کړای لازم سرعت ته ورسېږي.

نوموړي د دې عارضې علت څرګند نه‌کړ، خو ژمنه‌یې وکړه چې ایراني ساینس‌پوهان به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ایران ژمنه کړې چې فضا ته به دوه سپوږمکۍ استوي.

د پیام سپوږمکۍ د توغولو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ایران د راکټي ازموینو له کبله د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی دی.

متحده ایالات پر ایران تور لګوي چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي.

د پاکستان سترې محکمې په اعدام د محکوم افسر بیاځلي معاینان غوښتي

د پاکستان ملي بیرغ

د پاکستان سترې محکمې پرون د هغه زنداني د دماغي وضعیت په اړه د بیاځلي طبي معایناتو حکم صادر کړ چې اعدام‌یې ځنډول شوی دی.

خضر حیات چې د پولیسو پخوانی افسر دی، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د خپل یوه همکار د وژنې په تور په اعدام محکوم شوی دی او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په زندان کې دی.

دې قضیې د بشري حقونو د ډلو او ملګرو ملتونو پاملرنه ځان ته اړولې ده.

د پاکستان سترې محکمې د شنبې په ورځ د نوموړي اعدام وځنډاوه.

د پاکستان د عدالت پروژې په نوم د بشري حقونو یوې ډلې چې د حیات استازیتوب کوي، ویلي چې د حیات اعدام تر هغه ځنډول شوی چې یو ځانګړی روغتیايي بورډ یې معاینه کړي او خپل راپور محکمې ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړمه ورځ وویل، د حیات د دفاع لپاره د محاکمې پر مهال هېڅ راز اسناد او عیني شاهدان راونه بلل شول.

دوی له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د بې‌پوښتنې اعدامونو لړۍ بنده کړي.

د پولنډ د ګدانسک ښاروال چې د چړې ګوزارونه پرې شوي وو، پرون ومړ

آرشیف، د پولنډ د ګدانسک ښاروال پاول اداموویچ

د پولنډ د ګدانسک ښاروال پاول اداموویچ چې وړمه ورځ د مرستې د ټولولو په یوه غونډه کې د سټېج پر سر پرې د چړې ګوزارونه شوي وو، پرون ساه ورکړه.

روغتیایي چارواکو وویل چې له حملې وروسته هغه څو ساعته په خطرناک وضعیت کې و او ډاکترانو یې د ژغورلو ډېره هڅه وکړه، خو ونه‌توانېدل.

چارواکو د تورن کس هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو یوازې دومره‌یې ویلي چې عمر یې ۲۷ کاله دی او د جنایي جرمونو په خاطر یې څو کاله په زندان کې تېر کړي دي.

هغه پولنډی چې تېر کال د اکراین په لوېدیځ کې د هنګري پر یوه فرهنګي مرکز په یوې حمله کې په لاس لرلو تورن دی، وایي چې یوه جرمني خبریال ورته د دې حملې سپارښتنه کړې وه.

هغه ویلي، دغه خبریال د جرمني لپاره د بدیل ګوند چې د کډوالو ضد ګوند دی، د پارلمان د یوه غړي لپاره د سلاکار په توګه هم کار کاوه.

۲۸ کلن میخال پروکوپوویتڅ پرون د کارکاوف یوې محکمې ته وویل چې له مانوئل اوشین رایټر څخه‌یې لارښوونې ترلاسه کړې وې.

د اوشین رایټر مدافع وکیل دغه ادعا غلطه وبلله.

اخوا په پولنډ کې پرون زرګونه کسانو د ګدانسک ښار د دغه وژل شوي ښاروال په یاد غونډې جوړې کړې.

د بالتیک سمندرګي پر غاړه په پراته ښار ګدانسک کې چې اداموویچ‌یې له دوو لسیزو راهیسې ښاروال و، زرګونه کسانو لاریونونه وکړل.

د روسیې او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د کوریل ټاپوګانو په اړه غږېدلي

د انځور چپ لوري ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل جاپاني سیال تاره کونو سره د کتنې په حال کې

مسکو توکیو ته خبرداری ورکړ چې د لانجمنو ټاپوګانو په اړه یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې دې د پرمختګ تمه تر هغو نه‌کوي چې لومړی جاپان پر دغو د پاسفیک په خوا کې پرتو ټاپوګانو د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژندلې نه‌وي.

روسیه او جاپان دواړه پر دغو ټاپوګانو چې روسیه‌یې د جنوبي کوریل ټاپوګان او جاپان‌یې د خپلې خاورې شمالي برخه بولي، له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د ملکیت ادعاوې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل جاپاني سیال تاره کونو سره له کتنې وروسته وویل، سره له دې چې د دغو لانجمنو ټاپوګانو په اړه یو څه پرمختګ شوی او د دواړو هېوادونو دریځونه سره نږدې شوي، خو بیا هم ډېر اختلافات په خپل حال پاتې دي.

پخواني شوروي اتحاد د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې دغه څلور ټاپوګان چې د هوکایدو په شمال کې پراته دي، لاندې کړي او د دغې لانجې له کبله دواړه هېوادونه تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره په خپلو کې د سولې رسمي تړون لاسلیک کړي.

د جاپان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د دغې لانجې په اړه خبرې کوي چې په پام کې ده، د روانې میاشتې په وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په مسکو کې سره وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG