د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۹

نړۍ

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله.

دغه هېواد د یوه ګډ اروپایي ارزښت د تنظیم په شعار سره د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې مشري واخیستله.

دا اقدام داسې مهال وشو چې ټاکل شوې بریتانیا له اروپایي اتحادیې ووځي او د دغې ټولنې د ډېریو هېوادونو ترمنځ ملت‌پالنه په ډېرېدو ده.

د رومانیا د ریاست په دوره کې به عمده پېښې د مارچ په ۲۹مه له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل او په مې میاشت کې د اروپایي ټولنې د پارلماني انتخاباتو ترسره کېدل وي.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۸ تنه وژلي

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې هغه لوړپوړیزه ودانۍ چې چاودنه په‌کې شوې وه.

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې په یوې لوړپوړیزه ودانۍ کې د ګاز د چاودنې له کبله اته تنه مړه شوي او لسګونه کسان په ودانۍ کې بند پاتې دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر یفګینې زینیخیف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل، د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په مؤقتي ډول ځنډېدلي، ځکه وېره ده چې په‌دغو هڅو کې به ښایي د دې ودانۍ نورې برخې هم ړنګې شي.

دی وایي، په خوندي ډول د عملیاتو بیا پیلېدل به یوه ورځ وخت ونیسي.

د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه په سړې هوا کې د قربانیانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وایي، د دغې ودانۍ ۲۶ اپارتمانونه تخریب شوي چې ۴۶ تنو ژوند په‌کې کاوه.

ویل کېږي تر ۳۰ ډېر کسان اوس تر انبارونو لاندې بند پاتې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د اورال په جنوب کې د دغې ودانۍ لیدو ته ورغی او د پېښې له ټپیانو سره‌یې ولیدل.

د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف د دې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو سپارښتنه کړې ده.

یونېسف: نن په افغانستان کې ۳۲۲۷ نوي ماشومان نړۍ ته راځي

ارشیف، د یوه نوي زېږېدلي ماشوم انځور

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق اټکل کوي چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ به ۳۲۲۷ ماشومان په افغانستان کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

د یونېسيف ادارې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د نړۍ ګڼو ښارونو نه‌یوازې په لویو او وړو مراسمو د نوي میلادي کال هرکلی کوي، بلکې په دې ورځ خپلو نویو او وړو استوګنو ته هم ښه راغلاست وايي.

د یونېسف په وینا په ټوله نړۍ کې به ۳۹۵ زره نوي ماشومان دنیا ته راشي چې له دې جملې به‌یې په همدې ورځ به ۷۰ زره ماشومان په هند، ۱۵ زره په پاکستان او ۸ زره او ۴۵۰ په بنګله‌دېش کې نړۍ ته راشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره دې د روغتیا او بقا د شرایطو په برابرولو د هغوی حق ادا کړي.

د شمالي کوریا مشر امریکا ته خبرداری ورکړی

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر خبرداری ورکړی چې که واشنګټن هغه ژمنه چې د نړیوالو په وړاندې یې کړې عملي نه‌کړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي، نو شمالي کوریا به له امریکا سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي.

کېم جونګ اون دا خبره د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.

نوموړي تېر کال په سنګاپور کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلې او ویلې یې دي، په دې لیدنه کې ګټورې خبرې وشوې او رغوونکي نظریات تبادله شول.

کېم جونګ اون ویلي، چمتو دی چې هر وخت د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بله لیدنه وکړي.

نوموړي له امریکا غوښتي چې له جنوبي کوریا سره په خپلو شریکو پوځي تمریناتو ځنډ وغځوي.

نتانیاهو: د صدارت لپاره له بیا ټاکنې به لاس وانه‌خلم

د اسرائیل صدراعظم بينیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم وایي، که لوی څارنوال ده ته جنایي دوسیه هم واچوي، دی به د صدارت لپاره له بیا ټاکنې لاس وانه‌خلي.

د اسرائیل پولیسو سپارښتنه کړې چې بنیامین نتانیاهو دې رسماً په فساد تورن شي، خو د دې هېواد لوی څارنوال اویچای ماندیلبلیټ باید په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

که نتانیاهو رسماً تورن شي، دی بیا هم کولای شي چې په محکمه کې له خپله ځانه دفاع وکړي.

د اسرائیل لوی څارنوال تر اوسه په دې اړه چې ایا دی به د اپرېل د میاشتې له انتخاباتو مخکې په دې اړه پرېکړه وکړي که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین رسماً پیل شو

د اوکراین ملي بیرغ

د اوکراین د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي کمپاین د دوشنبې په ورځ رسماً پیل شو.

ټاکل شوې چې دغه کمپاین د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات به د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې ځان دغو انتخاباتو ته کاندیدوي، خو ډېر د دې تمه کوي چې هغه به د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لپاره بیا ځان کاندید کړي.

پروشنکو د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې په سلو کې ۵۴ رأیې ګټلې وې.

د واتیکان ویاند او د هغه مرستیالې پرون ناببره استعفا وکړه

آرشیف، د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس د واتیکان له ویاند ګریګ بورک سره په ایرلینډ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو په حال کې

د واتیکان ویاند او د هغه مرستیالې پرون ناببره استعفا وکړه.

د دواړو ویاندویانو د استعفا خبر واتیکان په یوه رسمي بیان کې ورکړی دی.

په بیان کې د ګریګ بورک چې په خټه ارمنی دی او د هغه د مرستیالې اسپانوۍ پالوما ګارسیا اوویرو د استعفا د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو دغه اقدام څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس ایټالوی خبریال او خپل نږدې ملګری اندریا تورنیلي د واتیکان لپاره مطبوعاتي مسؤل وټاکه.

په مسکو کې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيول شوی

ارشیف، په مسکو کې روسي پولیس

د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، په مسکو کې يې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيولى دى.

د دولتي اژانس تاس د ننني راپور په حواله، دې ادارې ويلي چې دغه امريکايي وګړى تېره جمعه نيول شوى او جنايي تحقيقات پيل شوي دي.

تاس اژانس راپور ورکړى، که دغه امريکايي وګړى مجرم وپېژندل شي، ښايي له ١٠ تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم شي.

اژانس په دې اړه نور جزيات نه دي وړاندې کړي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پرون وويل، مسکو له واشنګټن سره ديالوګ ته لا هم چمتووالى لري.

پوتين دا خبره خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته د نوي ميلادي کال په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.

د شمالي کوريا رهبر ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (ښی) او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون

راپورونه وايي، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر اټمي مسايلو د مذاکرو هڅه کوي.

د جنوبي کوريا يوې ورځپاڼې چوسُن ايلبو نن د يوې ډيپلوماتيکې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې د کېم دغه پيغام چې ليک ته ورته دى، د امريکا ولسمشر ته تېره جمعه د يوه نامعلوم چاينل له لارې رسول شوى دى.

د ورځپاڼې په راپور کې دا نه‌ده واضح شوې چې په دغه پيغام کې کوم موضوعات شامل دي.

خو راپور وايي، دغه پيغام د امريکا او شمالي کوريا د مذاکرو په اړه دى چې لهجه‌يې له پخلاينې ډکه ښکاري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سم د لاسه د دې راپور په اړه تبصره نه‌ده کړې.

روسيه کې چاودنې لږ تر لږه ٣ کسان وژلي

په روسیه کې د شوې چاودنې سیمه او ژغورونکې ډله چې له سیمې د مړو او ټپيانو لټه کوي.

د روسيې محلي رسنۍ وايي، په يوه دنګه ودانۍ کې د ګازو د يوې مشکوکې چاودنې له کبله لږ تر لږه ٣ کسان مړه شوي دي.

ويل شوي د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې د چاودنې په نتيجه کې د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده.

د روسيې خبري اژانسونه وايي، د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نن سهار وختي ويلي دي چې په دې ودانۍ کې چې ١١٠ کسان په‌کې ژوند کوي، شااوخوا ٤٨ اپارتمانونه زيانمن شوي دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې تاس خبري اژانس خپره کړې ويلي:

"شپږ کسان له نړېدلې ودانۍ ايستل شوي چې درې تنه‌يې مړه او د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان دي."

دغه وزارت وايي، د دې ودانۍ د يوې برخې د نړېدو علت د طبيعي ګازو چاودنه وه.

د ژورنالېستانو فدراسیون: په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو تلفات زیات وو

ارشیف، په غزه کې په وینو لړلې کمره

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو تلفات زیات وو.

دې فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خبریالانو ته زیاته مرګ‌ژوبله په افغانستان کې اوښتې ده.

د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون چې مرکز يې په بروکسل کې دی په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۸۲ وو.

۶ ايراني وګړي د انګلستان له کاناله تر تېرېدو وروسته وموندل شول

ارشیف، د بریتانیې یو پولیس

شپږ ايراني وګړي د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د انګلستان په جنوب ختيځ ساحل کې وموندل شول.

دا د پناه غوښتونکو تازه ډله ده چې له فرانسې څخه د بريتانيا خاورې ته داخلېږي.

دې مسئلې دواړه هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه شپږ کسان د يوې بادي کښتۍ په مرسته پرون بريتانيا ته رسېدلي دي.

دغه کسان تر طبي معاينې وروسته د بريتانيا د کډوالو چارو ادارې ته سپارل شوي دي.

له تېرې مياشتې راهيسې څه باندې ٢٢٠ کسانو هڅه کړې چې د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د بريتانيا خاورې ته داخل شي.

اسد: عراقي ځواکونه کولای شي سوریه کې د داعش پر ضد عملیات وکړي

د سوريې ولسمشر بشارالاسد

د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي، عراقي ځواکونه کولای شي له دمشق څخه له اجازې پرته د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې پر ضد عملیات وکړي.

د سوريې دولتي خبري اژانس دا خبر یوه ورځ وروسته تر هغې خپور کړی چې د عراق یوه امنیتي پلاوي په دمشق کې ولسمشر الاسد سره وکتل او هغه ته‌يې پیشنهاد وکړ چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو سره عراق چمتو دی په سوریه کې لوی رول ولوبوي.

د عراق صدراعظم عادل عبد المهدي ویلي دي له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته که په سوریه کې هر منفي تحول راځي، اغېز به‌يې پر عراق پرېوځي.

نوموړي ویلي دي عراق له سوريې سره ۶۰۰ کېلو متره اوږده پوله لري او داعش د دې پولې په اوږدو کې موجود دی.

تر دې مخکې د عراق توپچي ځواکونو له خپلې خاورې څخه د سوريې د حکومت په موافقه په دې هېواد کې د داعش پر وسله‌والو بریدونه کول.

بنګله‌دېش کې د حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ ګټلي

صدراعظمه حسينه شېخ

د بنګله‌دېش ځايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د صدراعظمې ګوند عوامي ليګ پروني لانجمن انتخابات ګټلي دي.

د بنګله‌دېش چاینل ٢٤ تېره شپه راپور ورکړ چې د صدراعظمې حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ چې د حکومت د تشکيل لپاره ورته اړتيا وه، ګټلې دي.

خو د بنګله‌دېش د اپوزېسيون عمده اتحاد د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه کړې چې د پرونيو انتخاباتو نتيجې دې باطلې اعلان کړي.

دغه اتحاد ادعا کړې چې په دغو پارلماني انتخاباتو کې درغلۍ شوي او دا ټاکنې دې له سره وشي.

پرون د پارلمان د ٣٠٠ څوکيو لپاره انتخابات وشول چې د انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پوليس وايي، د واکمن عوامي ليګ ګوند او د اپوزېسيون د پلويانو ترمنځ په شخړه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور ټپيان دي.

ترکیې ۱۰۹ کډوال چې یونان ته په غیر قانوني لارې تلل، راګرځولي

ارشیف

د ترکیې چارواکي وایي، ۱۰۹ کډوال یې چې هڅه یې کوله له غیر قانوني لارې یونان ته ولاړ شي، له لارې راګرځولي دي.

د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو له دغو کډوالو سره درې قاچاق وړونکي هم نیولي دي.

دغه کډوال د ترکیې د لوېدیځ ازمیر ولایت په اورالا سیمه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نېږدې پرته ده، نیول شوي دي.

د دغو کډوالو د هویت په اړه چې د کومو هېوادونو اتباع دي، چارواکو څه نه دي ویلي، خو د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې د سوریایانو، افغانانو او عراقیانو په ګډون، شااوخوا درې نیم ميلیونه کډوال اوسي چې زیاتره برخه یې سوریایان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG