د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۷

نړۍ

په روسیه کې د الکسي ناوالني دوه همکاران نیول شوي

په روسیه کې د سیاسي اپوزېسیون د مشر او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د زنداني مشر الکسي ناوالني د رسنیو د چارو مسئوله کیرا یارمیش بیا پولیسو نیولې ده.

د خپلواکو رسنیو په حواله، پر یوټیوب د ناوالني د خپرونو مسئول، رسلان شاوي دینوف هم نیول شوی دی.

د مسکو پولیسو د ناوالني دواړه همکاران نن سې شنبه د پولیسو سټېشن ته بیولي دي.

شاوي دینوف نن پر ټویټر ولیکل چې پولیسو په مسکو کې هغه له خپله کوره دباندې نیولی دی.

د ناوالني په مشرۍ، له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټ مسؤل ایوان ژادنوف نن وویل چې دواړه نیول شوي همکاران‌یې تورن دي چې د مې میاشتې په پنځمه نېټه‌یې د جمهور رئیس ولاديمیر پوتین پر ضد لاریون تنظیم کړی و.

ناوالني پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د ولادیمیر پوتین د لوړې تر مراسمو دوه ورځې مخکې د مې میاشتې په پنځمه نېټه، په ټوله روسیه کې لاریونونه وکړي.

په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نه‌شته

د ایران یوه دولتي پلاوي دا خلاصه کړې چې د توقیف شویو چاپېریال ساتونکو پر ضد د جاسوسۍ د ثبوت هېڅ ډول سند نه‌دی موندل شوی.

د ایران دولتي رسنیو نن سې شنبه د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عیسی کلانتري په حواله ویلي چې څېړونکی پلاوی پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی.

په څېړونکي پلاوي کې د ایران د عدلیې وزارت، د استخباراتو د ادارې او د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال هم شامل وو.

کلانتري ویلي چې څلور اړخیز پلاوي پرېکړه کړې چې نیول شویو کسانو هېڅ داسې کار نه‌دی کړی چې پر اساس‌یې هغوی په توقیف کې وساتل شي او له دې امله، باید ژر تر ژره خوشې شي.

د ایران حکومت د روان کال په پیل کې ډېر خلک چې د چاپېریال ساتنې او د وحشي حیواناتو د خونديتوب لپاره‌یې کار کاوه، ونیول او پر هغوی یې د جاسوسۍ تور پورې کړ.

د ایران قضايي چارواکو ادعا کړې وه چې نیول شویو کسانو، د ساینسي مطالعې او د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره د تحقیق په پلمه حساس معلومات راغونډول او له بهرنیو دولتونو سره‌یې شریکول.

د نیول شویو کسانو شمېر نه‌دی څرګند شوی.

نړیوالو رهبرانو ته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خبرداری ورکړ

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ له نړیوالو رهبرانو غوښتنه کړې چې که د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریه کې د ملکي وګړو د امنیت ټینګولو لپاره اقدام ونه‌کړي، په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې دې له ګډونه ډډه وکړي.

روسیه به سږ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه وي.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې ولادیمیر پوتین د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن سې شنبه په یوه بیان کې پر مسکو غږ کړی چې د سوریې د خلکو د کړاو په وړاندې د مسؤلیت احساس وکړي او سترګې دې نه‌ورباندې پټوي.

 د ژورنالېستانو یوه ډله نن شمالي کوریا ته ورسېده

د ژورنالېستانو یوه ډله چې د غربي خبري رسنیو او همداراز د چین د خبري رسنیو استازي دي، نن شمالي کوریا ته ورسېده.

د ژورنالېستانو دا ډله د دې لپاره شمالي کوریا ته تللې چې د شمالي کوریا د هغو اټمي بټیو د بندېدلو له بهیره راپورونه جوړ کړي چې تر ځمکې لاندې جوړې شوې دي.

د «اسوشیټېډ پرس»، «سي. ان. ان»، «سي. بي. اس»، «رشیه ټوډې» او د چین د دولتي رسنیو خبریالان نن د پيکېنګ له هوايي ډګره، د پیونګ یانګ پر لور لاړل.

د روېټرز په ګډون د نورو زیاتو خبري رسنیو خبریالانو هڅه وکړه چې د پونګي ري په نوم د یوې اټمي کارخانې چې تر منتاپ غره لاندې جوړه شوې وه، د بندېدلو په اړه راپورونه جوړ کړي، خو په هغه سیمه کې د څو چاودنو له امله، ډېرو خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

پیونګ یانګ دا وار محدود شمېر خبریالانو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو له شمالي کوریا غوښتنه کړې چې د تل لپاره خپل اټمي تأسیسات داسې له‌منځه یوسي چې د بیا فعالېدو امکان‌یې نه‌وي او د دې کار د تأیید لپاره څارنو ته اجازه ورکړي.

خو شمالي کوریا هېڅ ډول کارپوهان چې تأیید کړي چې هغوی خپل اټمي تأسیسات تخریب کړي، نه‌دي ورغوښتي.

حسن روحاني وايي، تهران د امریکا پرېکړې نه‌شي منلی

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، تهران د امریکا پرېکړې نه‌شي منلی.

روحاني دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، مایک پامپیو د پرونیو خبرو په ځواب کې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې واشنګټن به پر ایران داسې سخت بندیزونه ولګوي چې په تاریخ کې نه‌دي لګول شوي او که د ایران رژیم خپل اعمال بدل نه‌کړي، د بندیزونو درد به لا ورباندې زیات شي.

پامپيو وویل چې که ایران غواړي چې امریکا اټمي موافقه ورسره لاسلیک کړي، باید ۱۲ شرطونه چې پرون‌یې اعلان کړل، عملي کړي.

روحاني نن په ایراني رسنیو کې بیان ورکړ او ویې‌ویل چې نړیوال نن ورځ دا نه‌مني چې امریکا د نړیوالو پرېکړې کوي.

روحاني د پامپیو خبرې رد کړې او ویې‌ویل چې د ډونالد ټرمپ اداره د امریکا د بل جمهور رئيس، جورج ډبلیو بوش سیاستونه تکراروي او داسې بیانونه خپروي لکه په ۲۰۰۳ میلادي کال کې به چې د بوش له ادارې خپرېدل.

په کراچۍ کې د هوا تودو څپو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېرو درېیو ورځو کې د هوا تودو څپو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي دي.

د ایدهي خیریه بنسټ چلوونکي فیصل ایدهي پرون دوشنبه وویل، اکثره وژل شوي کسان د کراچۍ ښار د غریب مېشتو سیمو اوسېدونکي دي.

په کراچۍ کې چې زیاتره وخت په‌کې برښنا هم نه‎وي، پرون دوشنبه د هوا د تودوخي اندازه ۴۴ سانتي ګراد ثبت شوې ده.

خو د سند ایالت د روغتیا وزیر بیا دا رد کړې ده چې ګواکې په کراچۍ کې د تودو څپو له امله خلک وژل شوي دي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم په کراچۍ ښار کې د هوا ګرموالي شااوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه او سلګونه نور ناروغه کړي وو.

د پاکستان د هوا د حالاتو ادارې اټکل کړی دی چې په سیمه کې به د هوا تودوالی له ۴۰ درجو پورته وي.

په کابل کې د ۲ پاکستانيانو په ګډون ۳ تنه مشکوک کسان نیول شي

په کابل ښار کې د دوو پاکستاني وګړو په شمول درې مشکوک کسان له یوه اندازه خطرناکو چاودېدونکو موادو سره نیول شوي دي.

د کابل د ۱۱۱ فرقې له‎خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امنیتي مؤظفینو د دوشنبې په ورځ د کابل په بتخاک ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال دغه درې کسان نیولي چې دوه‌یې پاکستانیان او یو افغان دی.

په اعلامیه کې راغلي له دوی سره امونیم نایترېت او سي فور مواد چې د بم جوړولو لپاره کارېږي، څه باندې ۱۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه کلدارې، موبایلونه، سیم کارتونه، دوه جلده پاکستاني پاسپورټونه، د قبایلو کارتونه او داسې نور نیول شوي دي.

د اعلامیې له مخې دغه کسان تر تحقیق لاندې دي.

د افغانستان امنیتي مسؤلینو په پرله‎پسې ډول د افغانستان په ناامنیو کې د پاکستان لاس لرل یادوي او له هغه هېواده‌یې غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

جینا هسپل د «CIA» د نوې مشرې په توګه لوړه پر ځای کړه

جینا هسپل

جینا هسپل د امریکا د استخباراتو ادارې د نوې مشرې په توګه لوړه پر ځای کړه.

هغې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل چې په مینه به کار وکړي، څو د دغې ادارې مشري وکړي.

نوموړې وویل:

"له «سي. ای. اې» سره زما د کلونو کار دا ویاړ راکړ چې هېڅکله مې فکر نه‎وو کړی. هر څه چې په وس کې لرم ستاسو لپاره به‌یې وکړم."

د جینا هسپل د لوړې په مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او مرستیال‌یې مایک پنس هم حاضر وو.

هسپل لومړنۍ ښځه ده چې د امریکا د استخباراتو د ادارې مشري به کوي.

د سوریې پوځ وایي، له داعش څخه‌یې د یرموک سیمه نیولې

د سوریې پوځ وایي، له داعش ډلې څخه د یوې محاصره شوې سیمې په نیول کېدو سره یې د دمشق ښار پر ټولو برخو واکمني ترلاسه کړې ده .

که د پوځ دا ادعا سمه وي، له ۲۰۱۱ میلادي کال را وروسته د لومړي ځل لپاره د دمشق ښار د اسلامي دولت په نامه ډلې څخه تصفیه شوی دی.

له داعش وسله‎والو څخه بېرته نیول شوې سیمې، د فلسطینیانو په یرموک کمپ او په نېږدې پرتې حجرالاسود سیمه کې موقعیت لري.

په‎دې کمپ کې شاوخوا ۲۰۰ زره فلسطیني کډوال مېشت وو.

د سوریې د دولتي ټلوېزیون له‎خوا په خپارو شوېو تصویرونو کې حکومتي ځواکونه ښودل کېږي چې د ورانو شوېو ودانیو پر سر بېرغونه پورته کړي دي.

حسن روحاني: نړۍ نن د امریکا پرېکړې نه‌مني

د ایران ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تُندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نړۍ نن د امریکا پرېکړې نه‌مني.

حسن روحاني تېر ماښام وویل چې د نړۍ هر هېواد خپل استقلال لري.

د روحاني په خبره د امریکا دولت ۱۵ کاله شاته تللی او د هغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څرګندونې تکراروي.

بوش په ۲۰۰۳ میلادي کال کې ایران، شمالي کوریا او عراق د شرارت مرکزونه یاد کړي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روحاني تر غبرګون دمخه په واشنګټن کې د هریتیج بنسټ په مرکز کې د وینا پر مهال له ایران سره د نوي اټمي توافق د کېدو لپاره ۱۲ شرطونه کېښودل.

پامپیو وویل، هېواد به‎یې د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو سخت بندیزونه پر ایران ولګوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې دمخه اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون څخه وځي.

په ایران کې تر ۸۰۰ ډېر کسان زهرجنو مرخېړيو مسموم کړي

د ایران سیمه‎ییزو رسنیو راپور ورکړی چې تر ۸۰۰ ډېر کسان وروسته له هغه مسموم شوي چې زهرجن مرخېړي یې خوړلي دي.

د ایران د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، تر اوسه د دغو زهرجنو وحشي مرخېړیو د خوړو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي دي.

تسنیم خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله لیکي چې تر ۲۰۰ ډېر کسان له همدې کبله بستر شوي او وایي، تر اوسه د دې ډول مسمومیت لپاره کومه ځانګړې درملنه نه‌شته.

د ایراني چارواکو په خبره دغه زهري مرخېړي نورو عادي خوراکي مرخېړیو ته ډېر ورته دي چې تر ډېره د ایران په لوېدیځو غرنیو سیمو کې د پسرلي د بارانونو پر مهال شنه کېږي.

مايک پامپيو نن د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلانوي

په پام کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن دوشنبه د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلان کړي.

وروسته له هغې چې تېره مياشت دى د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، دا به‌يې لومړۍ لويه وينا وي.

پامپيو به په خپله وينا کې له ايران سره پر نوي اټمي تړون د سلا کېدو لپاره، د ډيپلوماتيکې لارې نقشه په ډاګه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ وويل، دغه نوې تګلاره به د ايران د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره يو چوکاټ رامنځته کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا وينا په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او پر تهران‌يې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې پامپيو د دې وينا په درشل کې د جرمني، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ځينې سلا مشورې کړې دي.

د امريکا تر څنګ، چين، روسيه، جرمني، فرانسه او بريتانیا هم د دغه اټمي تړون له لاسليکوونکو څخه دي.

مقتدا الصدر: د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي

د عراق شیعه ملا مقتدا الصدر

د عراق شیعه ملا مقتدا الصدر چې ائتلاف‌يې د هېواد په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي، وايي د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي.

الصدر پرون یکشنبه په بغداد کې له صدراعظم حیدر العبادي سره تر کتنې وروسته وویل، موږ به هېڅ‌څوک لیرې نه‌کړو، موږ به د اصلاحاتو او شفافیت لپاره کار وکړو.

د عراق په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې هېڅ ډلې او ائتلاف په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له ۵۰ زیاتې څوکۍ نه‌دي ترلاسه کړي.

تمه ده چې د یوه ائتلافي حکومت په اړه د عراق د سیاسي ډلو او ګوندونو ترمنځ تر راتلونکو څو میاشتو خبرې او سلامشورې دوام وکړي.

مقتدا الصدر چې د بغداد ښار په غریب مېشتو سیمو کې زیات ملاتړي لري، یو وخت د مهدي لښکر په نوم د ملېشې ځواک مشر و چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په عراق کې له امریکايي ځواکونو سره جنګېده.

ټرمپ به له عدلیې وزارت نه د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، له عدلیې وزارت نه به د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي.

هغه ویلي عدلیې وزارت دې معلومه کړي چې ایا د ده د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو په کمپاین کې «اېف. بي. ای» د سیاسي اهدافو په خاطر نفوذ کړی و یا هم د اوباما له ادارې چا داسې غوښتنه مطرح کړې وه که څنګه؟

ټرمپ دا خبره پرون په ټویټر لیکلې ده او ویلي یې دي چې سبا به رسماً خپله غوښتنه مطرح کړي.

تر دې مخکې څو واره ولسمشر ټرمپ په خپل کمپاین کې د «اېف. بي. ای» د جاسوس د موجودیت په اړه یادونه کړې ده.

ګڼو محافظه‌کارانو هم د ټرمپ دا خبره یاده کړې، خو کوم ثبوت‌یې نه‎دی وړاندې کړی.

د عدلیې وزارت داخلي تفتیش له مخکې د جمهوري غوښتونکو د شکایتونو څېړنه پیل کړې چې ایا «اېف. بي. ای» د روسیې د قضیې په ارتباط د تحقیقاتو په لومړیو کې کومه ناغېړي کړې ده که څنګه؟

د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ځیني ملګري تورن دي چې له روسیې سره‌یې پټې معاملې کړي او اوس وخت یو خاص مفتش رابرټ مولر په‎دې اړه تحقیقات مخته وړي.

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا "مادورو" د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ولسمشر نیکلاس مادورو د وروستیو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.

بل لور ته امریکا د ونزوئلا انتخابات شرمونکي بللي دي او د دې هېواد د حکومت سیاسي مخالفینو ویلي دي چې مادورو به د قانوني ولسمشر په توګه ونه‌پېژني.

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ویلي دي، نیکلاس مادورو د ۵،۸ میلیونه رأیو په ترلاسه کولو ۶۸ په ۱۰۰ کې رأیې ګټلي دي او د هغه نږدې سیال د ۱،۸ میلیونه رأیو په اخیستو ۲۱ فیصده رأیې ګټلې دي.

که څه هم په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د ګډون د اندازې په اړه په رسمي ډول څه نه‎دي ویل شوي، خو روېټرز اژانس د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د ونزوئلا په‎دې انتخاباتو کې د خلکو ګډون ۳۲ په ۱۰۰ کې ثبت شوی دی.

متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د لاتینې امریکا ۱۴ هېوادونو د ونزوئلا انتخابات رد کړي دي.

دا هېوادونه وايي، په پراخ ډول د دولتي امکاناتو په کارول کېدو، له انتخاباتو د ولسمشر مادورو د دوه سیالانو منع کېدو او حکومت ته د انتخاباتي شورا نږدې‌والي په غیر عادلانه توګه نیکلاس مادورو ته برتري ورکړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG