د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۸

نړۍ

په مسکو کې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيول شوی

ارشیف، په مسکو کې روسي پولیس

د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، په مسکو کې يې يو امريکايي وګړى د جاسوسۍ په شک نيولى دى.

د دولتي اژانس تاس د ننني راپور په حواله، دې ادارې ويلي چې دغه امريکايي وګړى تېره جمعه نيول شوى او جنايي تحقيقات پيل شوي دي.

تاس اژانس راپور ورکړى، که دغه امريکايي وګړى مجرم وپېژندل شي، ښايي له ١٠ تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم شي.

اژانس په دې اړه نور جزيات نه دي وړاندې کړي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پرون وويل، مسکو له واشنګټن سره ديالوګ ته لا هم چمتووالى لري.

پوتين دا خبره خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته د نوي ميلادي کال په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.

د شمالي کوريا رهبر ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (ښی) او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون

راپورونه وايي، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر اټمي مسايلو د مذاکرو هڅه کوي.

د جنوبي کوريا يوې ورځپاڼې چوسُن ايلبو نن د يوې ډيپلوماتيکې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې د کېم دغه پيغام چې ليک ته ورته دى، د امريکا ولسمشر ته تېره جمعه د يوه نامعلوم چاينل له لارې رسول شوى دى.

د ورځپاڼې په راپور کې دا نه‌ده واضح شوې چې په دغه پيغام کې کوم موضوعات شامل دي.

خو راپور وايي، دغه پيغام د امريکا او شمالي کوريا د مذاکرو په اړه دى چې لهجه‌يې له پخلاينې ډکه ښکاري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سم د لاسه د دې راپور په اړه تبصره نه‌ده کړې.

روسيه کې چاودنې لږ تر لږه ٣ کسان وژلي

په روسیه کې د شوې چاودنې سیمه او ژغورونکې ډله چې له سیمې د مړو او ټپيانو لټه کوي.

د روسيې محلي رسنۍ وايي، په يوه دنګه ودانۍ کې د ګازو د يوې مشکوکې چاودنې له کبله لږ تر لږه ٣ کسان مړه شوي دي.

ويل شوي د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې د چاودنې په نتيجه کې د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده.

د روسيې خبري اژانسونه وايي، د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نن سهار وختي ويلي دي چې په دې ودانۍ کې چې ١١٠ کسان په‌کې ژوند کوي، شااوخوا ٤٨ اپارتمانونه زيانمن شوي دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې تاس خبري اژانس خپره کړې ويلي:

"شپږ کسان له نړېدلې ودانۍ ايستل شوي چې درې تنه‌يې مړه او د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان دي."

دغه وزارت وايي، د دې ودانۍ د يوې برخې د نړېدو علت د طبيعي ګازو چاودنه وه.

د ژورنالېستانو فدراسیون: په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو تلفات زیات وو

ارشیف، په غزه کې په وینو لړلې کمره

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو تلفات زیات وو.

دې فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خبریالانو ته زیاته مرګ‌ژوبله په افغانستان کې اوښتې ده.

د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون چې مرکز يې په بروکسل کې دی په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۸۲ وو.

۶ ايراني وګړي د انګلستان له کاناله تر تېرېدو وروسته وموندل شول

ارشیف، د بریتانیې یو پولیس

شپږ ايراني وګړي د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د انګلستان په جنوب ختيځ ساحل کې وموندل شول.

دا د پناه غوښتونکو تازه ډله ده چې له فرانسې څخه د بريتانيا خاورې ته داخلېږي.

دې مسئلې دواړه هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه شپږ کسان د يوې بادي کښتۍ په مرسته پرون بريتانيا ته رسېدلي دي.

دغه کسان تر طبي معاينې وروسته د بريتانيا د کډوالو چارو ادارې ته سپارل شوي دي.

له تېرې مياشتې راهيسې څه باندې ٢٢٠ کسانو هڅه کړې چې د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د بريتانيا خاورې ته داخل شي.

اسد: عراقي ځواکونه کولای شي سوریه کې د داعش پر ضد عملیات وکړي

د سوريې ولسمشر بشارالاسد

د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي، عراقي ځواکونه کولای شي له دمشق څخه له اجازې پرته د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې پر ضد عملیات وکړي.

د سوريې دولتي خبري اژانس دا خبر یوه ورځ وروسته تر هغې خپور کړی چې د عراق یوه امنیتي پلاوي په دمشق کې ولسمشر الاسد سره وکتل او هغه ته‌يې پیشنهاد وکړ چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو سره عراق چمتو دی په سوریه کې لوی رول ولوبوي.

د عراق صدراعظم عادل عبد المهدي ویلي دي له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته که په سوریه کې هر منفي تحول راځي، اغېز به‌يې پر عراق پرېوځي.

نوموړي ویلي دي عراق له سوريې سره ۶۰۰ کېلو متره اوږده پوله لري او داعش د دې پولې په اوږدو کې موجود دی.

تر دې مخکې د عراق توپچي ځواکونو له خپلې خاورې څخه د سوريې د حکومت په موافقه په دې هېواد کې د داعش پر وسله‌والو بریدونه کول.

بنګله‌دېش کې د حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ ګټلي

صدراعظمه حسينه شېخ

د بنګله‌دېش ځايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د صدراعظمې ګوند عوامي ليګ پروني لانجمن انتخابات ګټلي دي.

د بنګله‌دېش چاینل ٢٤ تېره شپه راپور ورکړ چې د صدراعظمې حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ چې د حکومت د تشکيل لپاره ورته اړتيا وه، ګټلې دي.

خو د بنګله‌دېش د اپوزېسيون عمده اتحاد د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه کړې چې د پرونيو انتخاباتو نتيجې دې باطلې اعلان کړي.

دغه اتحاد ادعا کړې چې په دغو پارلماني انتخاباتو کې درغلۍ شوي او دا ټاکنې دې له سره وشي.

پرون د پارلمان د ٣٠٠ څوکيو لپاره انتخابات وشول چې د انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پوليس وايي، د واکمن عوامي ليګ ګوند او د اپوزېسيون د پلويانو ترمنځ په شخړه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور ټپيان دي.

ترکیې ۱۰۹ کډوال چې یونان ته په غیر قانوني لارې تلل، راګرځولي

ارشیف

د ترکیې چارواکي وایي، ۱۰۹ کډوال یې چې هڅه یې کوله له غیر قانوني لارې یونان ته ولاړ شي، له لارې راګرځولي دي.

د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو له دغو کډوالو سره درې قاچاق وړونکي هم نیولي دي.

دغه کډوال د ترکیې د لوېدیځ ازمیر ولایت په اورالا سیمه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نېږدې پرته ده، نیول شوي دي.

د دغو کډوالو د هویت په اړه چې د کومو هېوادونو اتباع دي، چارواکو څه نه دي ویلي، خو د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې د سوریایانو، افغانانو او عراقیانو په ګډون، شااوخوا درې نیم ميلیونه کډوال اوسي چې زیاتره برخه یې سوریایان دي.

پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی

ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی.

پوتین دغه وړاندیز په هغه لیک کې کړی چې د نوي کال په مناسبت یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استولی دی.

په دغه لیک کې چې جزیات یې کرملین نن په ډاګه کړي، پوتین په دې ټینګار کړی چې د متحدو ایالتونو او روسیې اړیکې د نړیوال امنیت او ستراتیژیک ثبات لپاره تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین تأیید کړې چې مسکو دې ته تیار دی چې له واشنګټن سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د سوریې او د اوکراین په ختیځ کې په جګړو کې د روسیې د رول په ګډون د یو لړ مسایلو له امله د واشنګټن او مسکو اړیکې خرابې شوې دي.

په پام کې وه چې پوتین او ټرمپ د نومبر د میاشتې په وروستیو کې په ارجنټاین کې د جي شلو هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې سره وګوري، خو ټرمپ هغه ناببره لغوه کړه.

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي مرکزونه وتړل شول

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي ورکولو مرکزونه وتړل شول.

د بنګله دېش پارلمان درې نیم سوه څوکۍ لري چې پنځوس یې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي.

ننني انتخابات چې په غالب ګومان د بنګله دېش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به یې وګټي او د درېیم ځل لپاره به په واک کې پاتې شي، د پارلمان د ۳۰۰ سیټونو لپاره ترسره کېږي.

د رأیې ورکولو له بهیر سره د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي.

د شیخ حسینه د عوامي لیګ واکمن ګوند او د اپوزیسیون ملاتړو ترمنځ په شخړو کې پولیسو د لږترلږه لسو کسانو د وژل کېدو او شااوخوا شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بنګله دېش ۱۶۵ ميلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې سل ميلیونه وګړي يې د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې څومره کسانو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی او مخکښ او نورو ګوندونو څومره رأیې ګټلي دي.

د شمالي کوریا مشر له جنوبي کوریا سره د خبرو کولو غوښتونکی شو

د شمالي کوریا مشر په نوي کال کې له جنوبي کوریا سره د نورو خبرو کولو غوښتونکې شو.

دغه غوښتنه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن ته په یوه استولي لیک کې کړې ده.

کېم په دغه لیک کې دغه راز په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې ویې نه‌شو کړای له پلان سره سم د جنوبي کوریا له پلازمېنې څخه کتنه وکړي.

سیول هیله ښودلې وه چې دغه سفر د روان کال په پای کې وشي.

د کېم د دغه لیک جزئیات د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر نن افشا کړي دي.

کېم او مون په روان میلادي کال کې درې ځلي سره کتلي دي.

کېم دغه راز روان میلادي کال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم تاریخي کتنه درلوده.

د روسیې په سایبریا کې یوه هلیکوپټره غورځېدلې ۴ تنه یې وژلي

ارشیف

د روسیې په سایبریا کې د یوې هلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه نن د سایبریا د بوریاتا د سیمې اولان اودې ښار ته نژدې شوې ده.

تراوسه نه‌ده معلومه چې دا یوه ملکي او که پوځي هلیکوپټره وه.

په سایبریا کې په مخکینیو دا ډول خونړیو پېښو کې ډېرې مې ۸ هلیکوپټرې ښکېلې وې چې ویل کېږي سمې نه ساتل کېږي او نه هم د خوندیتوب مقرراتو ته یې پاملرنه کېږي.

ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې.

لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه.

نوموړي وویل:

"نن موږ په دې سلا وکړه چې د روسیې او ترکیې پوځي مسوولین په څه ډول کولای شي په سوریه کې د نویو شرایطو په اساس د ګډ هدف لپاره چې د ټولو ترهګرو او ګواښونو له منځه وړل دي ګډه همکاري وکړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زه امریکایي سرتېري باسي.

د روسيې په سایبریا کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي

ارشیف

د روسيې په سایبریا کې پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸» ​ د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

د روسيې دولتي خبري اژانس ویلي دي چې دا پېښه د سایبریا په خانتې مانسي سیمه کې د یوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

روغتیايي چارواکو ویلي دي چې د یو شمېر ټپیانو نازک وضعیت ته په پام ښايي د دې ټرافیکې پېښې د تلفاتو شمېر لوړ شي.

هالنډ او جرمني ۵ کسان د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي

ارشیف، د جرمني پولیس

د هالنډ او جرمني امنیتي ځواکونه وايي، پینځه کسان يې په هالنډ کې د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي دي.

د هالنډ پولیسو پرون وویل، د روتردام ښار پر مختلفو سیمو يې په چاپو کې څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د جرمني امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د هالنډ د پولیسو په غوښتنه يې په مینځ ښار کې یو مشکوک نیولی دی.

د هالنډ او جرمني د امنیتي ځواکونو په اعلامیو کې ویل شوي دي چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG