د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۶

نړۍ

ترکیې ۱۰۹ کډوال چې یونان ته په غیر قانوني لارې تلل، راګرځولي

ارشیف

د ترکیې چارواکي وایي، ۱۰۹ کډوال یې چې هڅه یې کوله له غیر قانوني لارې یونان ته ولاړ شي، له لارې راګرځولي دي.

د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو له دغو کډوالو سره درې قاچاق وړونکي هم نیولي دي.

دغه کډوال د ترکیې د لوېدیځ ازمیر ولایت په اورالا سیمه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نېږدې پرته ده، نیول شوي دي.

د دغو کډوالو د هویت په اړه چې د کومو هېوادونو اتباع دي، چارواکو څه نه دي ویلي، خو د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې د سوریایانو، افغانانو او عراقیانو په ګډون، شااوخوا درې نیم ميلیونه کډوال اوسي چې زیاتره برخه یې سوریایان دي.

پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی

ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی.

پوتین دغه وړاندیز په هغه لیک کې کړی چې د نوي کال په مناسبت یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استولی دی.

په دغه لیک کې چې جزیات یې کرملین نن په ډاګه کړي، پوتین په دې ټینګار کړی چې د متحدو ایالتونو او روسیې اړیکې د نړیوال امنیت او ستراتیژیک ثبات لپاره تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین تأیید کړې چې مسکو دې ته تیار دی چې له واشنګټن سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د سوریې او د اوکراین په ختیځ کې په جګړو کې د روسیې د رول په ګډون د یو لړ مسایلو له امله د واشنګټن او مسکو اړیکې خرابې شوې دي.

په پام کې وه چې پوتین او ټرمپ د نومبر د میاشتې په وروستیو کې په ارجنټاین کې د جي شلو هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې سره وګوري، خو ټرمپ هغه ناببره لغوه کړه.

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي مرکزونه وتړل شول

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي ورکولو مرکزونه وتړل شول.

د بنګله دېش پارلمان درې نیم سوه څوکۍ لري چې پنځوس یې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي.

ننني انتخابات چې په غالب ګومان د بنګله دېش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به یې وګټي او د درېیم ځل لپاره به په واک کې پاتې شي، د پارلمان د ۳۰۰ سیټونو لپاره ترسره کېږي.

د رأیې ورکولو له بهیر سره د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي.

د شیخ حسینه د عوامي لیګ واکمن ګوند او د اپوزیسیون ملاتړو ترمنځ په شخړو کې پولیسو د لږترلږه لسو کسانو د وژل کېدو او شااوخوا شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بنګله دېش ۱۶۵ ميلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې سل ميلیونه وګړي يې د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې څومره کسانو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی او مخکښ او نورو ګوندونو څومره رأیې ګټلي دي.

د شمالي کوریا مشر له جنوبي کوریا سره د خبرو کولو غوښتونکی شو

د شمالي کوریا مشر په نوي کال کې له جنوبي کوریا سره د نورو خبرو کولو غوښتونکې شو.

دغه غوښتنه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن ته په یوه استولي لیک کې کړې ده.

کېم په دغه لیک کې دغه راز په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې ویې نه‌شو کړای له پلان سره سم د جنوبي کوریا له پلازمېنې څخه کتنه وکړي.

سیول هیله ښودلې وه چې دغه سفر د روان کال په پای کې وشي.

د کېم د دغه لیک جزئیات د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر نن افشا کړي دي.

کېم او مون په روان میلادي کال کې درې ځلي سره کتلي دي.

کېم دغه راز روان میلادي کال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم تاریخي کتنه درلوده.

د روسیې په سایبریا کې یوه هلیکوپټره غورځېدلې ۴ تنه یې وژلي

ارشیف

د روسیې په سایبریا کې د یوې هلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه نن د سایبریا د بوریاتا د سیمې اولان اودې ښار ته نژدې شوې ده.

تراوسه نه‌ده معلومه چې دا یوه ملکي او که پوځي هلیکوپټره وه.

په سایبریا کې په مخکینیو دا ډول خونړیو پېښو کې ډېرې مې ۸ هلیکوپټرې ښکېلې وې چې ویل کېږي سمې نه ساتل کېږي او نه هم د خوندیتوب مقرراتو ته یې پاملرنه کېږي.

ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې.

لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه.

نوموړي وویل:

"نن موږ په دې سلا وکړه چې د روسیې او ترکیې پوځي مسوولین په څه ډول کولای شي په سوریه کې د نویو شرایطو په اساس د ګډ هدف لپاره چې د ټولو ترهګرو او ګواښونو له منځه وړل دي ګډه همکاري وکړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په سوریه کې داعش ځپل شوی او ټول دوه زه امریکایي سرتېري باسي.

د روسيې په سایبریا کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي

ارشیف

د روسيې په سایبریا کې پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸» ​ د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

د روسيې دولتي خبري اژانس ویلي دي چې دا پېښه د سایبریا په خانتې مانسي سیمه کې د یوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

روغتیايي چارواکو ویلي دي چې د یو شمېر ټپیانو نازک وضعیت ته په پام ښايي د دې ټرافیکې پېښې د تلفاتو شمېر لوړ شي.

هالنډ او جرمني ۵ کسان د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي

ارشیف، د جرمني پولیس

د هالنډ او جرمني امنیتي ځواکونه وايي، پینځه کسان يې په هالنډ کې د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي دي.

د هالنډ پولیسو پرون وویل، د روتردام ښار پر مختلفو سیمو يې په چاپو کې څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د جرمني امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د هالنډ د پولیسو په غوښتنه يې په مینځ ښار کې یو مشکوک نیولی دی.

د هالنډ او جرمني د امنیتي ځواکونو په اعلامیو کې ویل شوي دي چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات دوام لري.

په تهران کې د ازاد اسلامي پوهنتون سلګونه محصلانو مظاهره وکړه

تهران کې د ازاد اسلامي پوهنتون سلګونه محصلان د مظاهرې په حال کې.

په تهران کې پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه د ازاد اسلامي پوهنتون سلګونه محصلانو مظاهره وکړه.

تېره اوونۍ د دې پوهنتون د ساینس او څېړنې د پوهنځي مخې ته د محصلانو یو بس چپه شو چې لس تنه محصلان په کې مړه او ۲۷ نور زخمیان شول.

په تهران کې د ازاد اسلامي پوهنتون مظاهره چیانو پرون د دې پېښې پر ضد سخته غصه څرګنده کړه.

هغوی د پوهنتون د یو شمېر لوړ رتبه چارواکو د استعفا غوښتنه کوله او هغوی یې په بې غوري تورن کړل.

په پرونۍ مظاهره کې د پېښې د یو شمېر قربانیانو د کورنیو غړي هم وو.

د تهران پولیسو ویلي چې د موټر د چپه کېدو د علت د څرګندولو لپاره څېړنې کوي.

د ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ډېر خلک د موټرو د ټکر له امله مري.

زرګونه صربانو د خپل ولسمشر او د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې مظاهره چیان

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه، زرګونو صربانو د خپل ولسمشر الکساندر ووچیچ او د هغه د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د مطبوعاتو د ازادۍ غوښتنه کوله.

هغوی په کراره د بلګراد ښار په مرکزي برخه کې تېرېدل او شعارونه یې ورکول چې پر ژرونالېستانو او د حکومت پر سیاسي مخالفانو حملې باید بندې شي.

دا څلورمه اوونۍ ده چې د ولسمشر الکساندر ووچیچ مخالفان په بلګراد کې مظاهره کوي.

د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ پرون د خپل حکومت د پلویانو له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې دی تیار دی چې له خپلو مخالفانو سره د هغوی د غوښتنو په اړه خبرې وکړي.

د صربیا په دولتي سیسټم کې ولسمشر سمبولیک رول لري.

خو د ولسمشر الکساندر ووچیچ د صربیا د پرمختګ حزب له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په پارلمان کې واکمن دی.

د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر بېرته پرانېستل شو

د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر

د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر بېرته پرانېستل شو.

هلته پرون، شنبه د ډسمبر ۲۹مه یو موټر چلونکي له اجازې پرته پر امنیتي دروازه تېر شو او خپل موټر یې د الوتکو د ځغاستې کرښې یا رنوې ته ور ساوه.

د جرمني د دې شمالي ښار د پولیسو دفتر تېره شپه پر ټوېټر لیکلي چې موټر چلونکی نیول شوی دی.

پولیس ویلي چې په موټر کې هېڅ ډول مشکوک یا خطرناک وسایل نه‌دي موندل شوي.

د هانور ښار هوايي ډګر د شپې په اتو بجو د پروازونو لپاره پرانېستل شوی دی.

پولیسو ویلي چې تر اوسه داسې نښه نه لیدل کېږي چې دا پېښه به له ترورېزم سره تړاو لري.

په بنګله‌دیش کې نن خلک په انتخاباتو کې رأيې ورکوي

د بنګله‌دیش په یوه بازار کې د کاندیدانو عکسونه

په بنګله‌دیش کې نن خلک د پارلمان د ۲۹۹ غړو د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې رأيې ورکوي.

راپورونه وايي، د بنګله‌دیش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به د درېیم ځل لپاره هم واک ته ورسېږي.

نظرپوښتنې ښيې چې د شیخ حسینه ګوند عوامي لیګ به په نننیو انتخاباتو کې زیاتې رأيې واخلي.

د بنګله‌دیش د حکومت مخالف سیاسي ګوند ملي حزب د نن ورځې په انتخاباتو کې له واکمن ګوند سره نېږدې سیالي کوي.

بنګله‌دیش ۱۶۵ میلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې سل میلیون وګړي يې د رأيې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

ترکیې او روسیې له سوریې د امریکا له وتلو وروسته په همغږۍ سلا کړې

ترکیه او روسیه په دې سلا شوي چې له سوریې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته دغلته خپلو کې همغږي رامنځته کړي.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن شنبه په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له غونډې وروسته وکړه.

انټرفاکس خبري اژانس د لاوروف له خولې ویلي:

”یقیناً موږ هغو شرایطو ته ځانګړې پاملرنه کوو چې د امریکايي سرتېرو د وتلو له اعلان وروسته سوریه کې رامخې ته شوي دي.“

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو بیا له دې خبرو وروسته ویلي، ترکیه او روسیه په سوریه کې شریک هدف لري او هغه دا چې دا هېواد له ترورېستي سازمانونو پاک شي.

د چاوش اوغلو له قوله دا خبره د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو نقل کړې.

دې خبرې اژانس د چاوش اوغلو له خولې زیاته کړې چې ترکیه به له روسیې او ایران سره د سوریې او سیمې په مسئلو کې نېږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې له سوریې د امریکا شااوخوا ۲۰۰۰ سرتېري وباسي.

مصر د ترهګرو په وړاندې په بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي

د مصر پولیس

په مصر کې پولیس وايي، یوه ورځ وروسته له هغې چې په جیزه کې واقع اهرامونو ته نېږدې بمي برید څلور تنه ووژل، په امنیتي چاپو کې یې څلوېښت وسله وال وژلي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، په جیزه او شمالي ښار سینا کې یې د ترهګرو په درې پټنځایونو په همغږو بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي.

د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترورېستي عناصرو پلان درلود چې پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه ترسره کړي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې پولیسو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې، چاودېدونکي مواد او بم جوړونکي وسایل نیولې دي.

د جمعې په ورځ د مصر اهرامونو ته نېږدې د ویتنامي سیلانیانو پر یوه بس بمي چاودنه وشوه چې په کې درې ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري لارښود ووژل شول.

یولس نور ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري موټر چلوونکي په دې چاودنه کې ټپیان شوي وو.

د یمن په حدیده کې د حوثي ځواکونو د بیا ځای پرځای کېدو بهیر پیل شوی

ارشیف، په یمن کې د حوثي ځواکونو یو انځور

د یمن په بندري ښار حدیده کې د مېشتو حوثي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو بهیر پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو یوې شرچینې نن وویل، دا اقدام د هغې هوکړې د یوې برخې په توګه ترسره کېږي چې د دې سازمان په منځګړیتوب د روانې میلادي میاشتې په پیل کې سویډن کې د یمن د ښکېلو لوریو ترمنځ وشوه.

په یمن کې حوثي یاغیانو څخه ایران او له حکومت څخه سعودي عربستان ملاتړ کوي.

دواړه لوري د سویډن په مذاکراتو کې پر دې سلا شوي وو چې په حدیده ښار کې به اوربند کوي او خپل وسله وال به له دې ښاره وباسي.

مېرکل له پوتین سره د اوکراین د ختیځ او کریمیا په اړه خبرې وکړې

ارشیف، د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د ختیځ او کریمیا په اړه خبرې وکړې.

د دې ټیليفوني خبرو پرمهال انګیلا مېرکل د روسیې پر ولسمشر پوتین فشار راوست، تر څو هغه ۲۴ اوکرایني ماڼوګان خوشې کړي چې روسي ځواکونو د کیرچ له تنګي نیولي او زنداني کړي یې دي.

د جرمني د حکومت ویاندې اولریک ډیمر پرون وویل، په اوکراین سربېره د سوریې په اړه خبرې وشوې چې متحده ایالتونو له دې هېواده د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

په کریمیا کې وروسته تر دې کړکېچ زیات شو چې د نومبر په ۲۵مه روسیي ځواکونو د کیرچ په تنګي کې ډزې وکړې، یو شمېر اوکرایني بېړۍ یې وګرځولې او ۲۴ ماڼوګان یې ونیول.

روسیې تور پورې کړی دی چې دا کسان په غیر قانوني ډول د روسیې اوبو ته داخل شوي دي.

روسیې په دوه زره څوارلسم کې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

اوکراین او د ملګرو ملتونو اکثریت غړي هېوادونه تر اوسه کریمیا د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

مېرکل پرون د فرانسې له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره هم پر ټیليفون وغږېده او د اوکراین په ختیځ کې یې د نوي اوربند ستاینه وکړه، دا اوربند تېره شپه دولس بجې پیل شو.

په مصر کې یوې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۲ یې ژوبل کړي دي

ارشیف

د مصر په پلازمېنه قاهره کې پرون لرغونو اهرامونو ته نېږدې د بهرنیو ګرځندویانو پر یوه بس چاودنه شوې ده چې ۳ کسان يې وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې وژل شوی سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کې هم لس تنه د دغه هېواد وګړي دي، دوه نور ټپي شوي مصریان دي.

پولیسو ویلي دي چې د دې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

دا په تېرو دوه کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په قاهره کې بهرني سیلانیان په نښه کېږي.

د مصر پوځ له کلونو راهیسې په سینا ټاپووزمه کې له سخت دریځو وسله والو سره جګړې کوي.

انجلینا جولي: هر چېرته چې راته اړتیا وي، هلته به کار کوم

ارشیف: د هالیووډ فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې انجلینا جولي

د هالیووډ فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې انجلینا جولي وايي، کېدای شي یوه ورځ په سیاسي ډګر کې داخله شي.

له بي بي سي نړیوالې راډیو سره په مرکه کې چې پرون خبره شوه، د اوسکار جایزې ګټونکې انجلینا جولي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سیاست ته به مخه کړي او که نه؟ وویل، هر چېرته چې دې ته اړتیا وي، هلته به کار وکړي.

۴۳کلنې جولي د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کډوالو او د ښځو د حقونو لپاره لا نور کار وکړي.

انجلینا جولي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ ته سفرونه کړي او د کډوالو ستونزې يې له نېږدې لیدلي دي.

په سوډان کې پولیسو د جمعې له لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو مخه ونیوه

ارشیف: د سوډان اوسېدونکي

د سوډان په مرکز خرطوم کې پرون پولیسو د جمعې له لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو مخه ونیوه.

پولیسو د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره چې د ډودۍ په بیه کې د لوړوالي په اعتراض کې راوتلي وو، پر هغوی اوښکې بهونکي ګاز استعمال کړ .

د سوډان په مرکز او یو شمېر نورو ښارونو کې له نېږدې دوه اوونیو راهیسې زرګونو کسانو مظاهرې پیل کړې دي.

راپورونه وايي چې تر اوسه د سوډان په مظاهرو کې د دوه سرتېرو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې اکثره مظاهره چیان د دوکاونو او بازارونو د چور او لوټ کولو پر مهال مړه شوي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د سوډان پر حکومت غږ کړی دی چې له زغمه کار واخلي او د مظاهره چیانو حقونو ته درناوی وکړي.

سعودي: په حکومتي تشکیل کې مو وروستي بدلونونه متوقع وو

سعودي عربستان وايي، په حکومتي تشکیل کې يې وروستي بدلونونه متوقع وو او په هرو څلورو کلونو کې باید په کابینه کې بدلونونه راشي.

د سعودي د حکومت دا بیان د هغه څه وضاحت بلل کېږي چې منتقدانو د بحران د وخت مدیریت بللی دی.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز د پنجشنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر مهم غړي له دندو لېرې او نوې څېرې یې وګمارلې.

کارپوهان وايي، سعودي په مهمو حکومتي پوسټونو کې د نویو کسانو په ګمارلو سره هڅه کوي چې هغه زیان او ضربه کمه کړي چې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو قضيې د دې هېواد حکومت ته ورکړې ده.

جمال خاشقجي د تېرې اکتوبر میاشتې په دوهمه په استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتو ویلي چې د خاشفجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی و، خو سعودي دا خبره ردوي او وايي چې خاشقجي د خپلسري استخباراتي عملیاتو په نتیجه کې چې سعودي حکومت ترې خبر نه و، وژل شوی دی.

پوتین منعه شویو لاریونونو ته د ځوانانو د جلبوونکو د سزا قانون توشېح کړ

ارشیف، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسيې ولسمشر يو قانون توشېح کړ چې له مخې يې هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي چې د محکمو د معلوماتو پر اساس منعه شويو اعتراضونو، لاريونونو او مظاهرو ته کشران راولي.

دغه قانون چې نن د ولاديمير پوتين له خوا توشېح شو، وايي چې د هغو منعه شويو اعتراضونو چې تر ١٨ کلنۍ کم عمره کسان په کې برخه اخلي، تنظيموونکي به له ١٥ ورځني بند او شااوخوا ٧٢٠ ډالرو نقدي جريمې سره مخامخ شي.

د ورته سرغړونو په تور ځينو تنظيموونکو ته تر دې لا درنه مالي جريمه ټاکل شوې ده.

په وروستيو کلونو کې په روسيه کې زرګونه کم عمره ځوانانو په دولت ضد مظاهرو کې برخه اخيستې ده.

په پاکستان کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې چاودنې درې تنه مړه کړي

ارشیف، په پاکستان کې د ډبرو د سکرو یو کان

د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو د سکرو په يوه کان کې د ګازو چاودنې درې کان کيندونکي مړه کړي دي.

دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې شوې ده.

محلي چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځېدنې له کبله مړه شوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټنې وروسته يې مړي وموندل شول.

ويل شوي چې درې واړه مړه شوي کان کيندونکي افغانان دي.

په سپټمبر مياشت کې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان د چت د نړېدو له کبله ٩ کان کيندونکي مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي وو.

په پاکستان کې د خونديتوب د کمزورو معيارونو له کبله زيات وخت د ډبرو د سکرو په کانونو کې دا ډول پېښې کېږي.

د پاکستان چارواکي وايي، په دغسې پېښو کې هر کال د کانونو شااوخوا ٢٠٠ کارګران مري.

روسیه: له اوکراینه د کریمیا د جلاکېدونکو موانعو چارې بشپړې شوي

د روسیې ملي بیرغ

د روسيې چارواکي وايي، د هغو موانعو جوړول يې بشپړ کړي چې کريميا ټاپووزمه له اوکراينه جلا کوي.

مسکو له اوکراينه دغه سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې لاندې کړه.

په کريميا کې د امنيتي خدماتو د فډرال ادارې د سرحدونو څانګې نن جمعه وويل، د دغو موانعو يا د انجنيرۍ او تخنيکي کمپلکسونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي.

دغې ادارې په هغه اعلاميه کې چې د روسيې خبري اژانسونو خپره کړې، ويلي چې د ٦٠ کيلومترو په اوږدوالي دغه موانع په سېنسرونو او امنيتي کېمرو سمبال شوي دي.

د دغو موانعو د جوړولو پېشنهاد په ٢٠١٥ میلادي کال کې وړاندې شوى و چې هدف يې د جنايتکارو ډلو د سبوتاژوونکو فعاليتونو او هڅو مخنيوى ښوول شوى دى.

د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی پوځي ریچارډ اورټون ومړ

د امریکا ملي بیرغ

د دوهمې نړیوالې جګړې هغه امریکايي سرتېری چې باور کېده د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی سړی به وي، د ۱۱۲ کلونو په عمر مړ شو.

دا خبره د نوموړې کورنۍ کړې ده.

د رسمي اسنادو پر بنسټ، ریچارډ اورټون چې د تکزاس ایالت په په اوسټین ښار کې د پنجشنبې په ورځ مړ شو، د امریکا تر ټولو زوړ پخوانی پوځي و چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه لرله.

ریچارډ اورټون په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږېدلی و او په ۱۹۴۲ میلادي کال کې له هغې اووه میاشتې وروسته چې جاپان په پرل هاربر برید وکړ، عسکرۍ ته ولاړ او د امریکا د هوايي انجنيرۍ په ځواک کې یې خدمت وکړ.

نوموړي په نورو بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه.

امریکا او ملګرو ملتونو د بنګله دېش په اړه اندېښنه ښودلې

د بنګله دېش ملي بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو په بنګله دېش کې تر انتخاباتو د مخه وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د اپوزیسيون د ملاتړو او ژورنالېستانو د نیول کېدو او پرې د بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د صدراعظمې شیخ حسینه ملاتړو د پنحشنبې په ورځ د ډاکې په کوڅو کې لاریون وکړ، خو د نوموړې مخالفان شکایتونه کوي چې په دې هېواد کې به د ډېسمبر د ۳۰ مې نېټې انتخابات ازاد او عادلانه نه وي.

حسینه چې په دې انتخاباتو کې یې د بریا ډېره تمه کېږي، پر اپوزیسون تور پورې کوي چې بمي چاودنې تنظیموي.

د بنګله دېش د ملي ګوند په نوم اپوزیسيون بیا وايي، د واکمن عوامي لیګ په مشرۍ حکومتي ځواکونه د اپوزیسيون پر ملاتړو بریدونو او د دوی په وړاندې پارېدنو کې لاس لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د بنګله دېش سره چې اکثریت وګړې یې معتدل مسلمانان دي، اړیکې تودې کړې او دې هېواد ته د افراطیت ضد جګړه کې د یو متحد په سترګه ګوري، خو واشنګټن د بنګله دېش د وضعيت په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د بشري حقونو ډلې وايي، دا هېواد د استبداد خوا ته روان دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG