د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۳

نړۍ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن کیوبا ته ځي

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن کیوبا ته سفر وکړي.

اوباما به په هاوانا کې ۴۸ ساعته تېر کړي.

دا سفر له کیوبا سره د امریکا د نیمې پېړۍ خرابو اړیکو له عادي کېدو ۱۵ میاشتې وروسته کېږي.

سپینه ماڼۍ وايي، په ۱۹۵۹ میلادي کال د فیډرل کاسټرو له انقلابه وروسته د امریکا د یوه ولسمشر له لوري کیوبا ته سفر د کیوبا د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره چې د امریکا د بندیزونو له کبله تریخ شوی وو، یو ګام دی.

اوباما به د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو او دغه راز د کیوبا له سیاسي ناراضانو سره وویني.

بارک اوباما: له ایران سره د اټمي معاملې له ګټو انکار نه شي کېدای

د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، له ایران سره د اټمي معاملې له ګټو انکار نه شي کېدای، خو لا وختي دی چې خلک یې احساس کړي.

اوباما وویل، دا موافقه د ایران لپاره امکان برابروي چې د نړۍ له اقتصاد سره بېرته یوځای شي او له دې لارې سوداګري، پانګونه، او کاري فرصتونه زیات کړي او په درسته نړۍ کې د ایرانيانو محصولات وپلوري.

اوباما زیاته کړه، د امریکا متحد ایالتونه لا هم له ایران سره ژور اختلافات لري، خو ده د دې حقیقت یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه له څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره په منظم ډول خبرې کوي او کېدای شي دا د اختلافاتو له حل سره مرسته وکړي.

اوباما دا څرګندونې د نوي لمریز کال یا نوروز په مناسبت په خپل کالني پیغام کې ایرانیانو ته په خطاب کې کړي دي.

روسیه: امریکا دې په سوریه کې د جګړې د بندیدو لپاره نورګامونه واخلي

روسیه وايي، امریکا باید په سوریه کې د جګړې د بندیدو لپاره لانورګامونه واخلي.

د روسيی د دفاع وزارت تیره ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، که څه هم د سوريي د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ اوربند په ټوله کې تر اوسه مراعت شوی خو په حمص کې یاغیانو پر حکومتي سرتیرو ډزې کړی او یو سرتیرې يې وژلی دی.

د روسيي د دفاع د وزارت په اعلامیه کې پر امریکا انتقاد شوی چې د وسله والو یاغیانو په کنټرولو کې پاتې راغلی دی.

متحده ایالاتو تردې دمه د روسېې ددې انتقادونو پر وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی.

د کرکټ د شل اوریز نړېوال سیالیو کې هند پاکستان ته ماته ورکړه

د کرکټ د شل اوریز نړېوال جام په مسابقو کې تېرماښام هند پاکستان ته په ۶ وکټونو ماته ورکړه.

د دوه سرسختو سیالانو ترمنځ دا مهمه لوبه د کلکتې په نړېوال سټوډیم کې د زرګونو کتونکو په مخ کې ترسره شوه.

دا لوبه په کلکته کې د باران له امله له شلو اورونوڅخه اتلسو ته محدوده شوه.

پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او په اتلسو اورونو کې يې د پینځو لوبغاړو په سوځیدو یو سل او اتلس منډې جوړې کړې .

د هند لوبه هم په پیل کې د پاکستان د تیز بالرانو پر وړاندې کمزورې وه خو هندي توپ وهونکي ویرات کوهلي په ۳۷ توپونو د ۵۵ منډو په جوړولو سره د هند ګټه او د پاکستان ماته یقیني کړه.

د هند او پاکستان ترمنځ ددې سیالۍ د کتلو لپاره د فیلمي نړی مشهور ستوری امیتاب بچن له خپلې کورنی،د کرکټ د ډګر پخوانی نړیوال ستوری سچین ټنډولکر او ګڼیر نور مشهور شخصیتونه راغلي وو.

دغه راز د اټومي وسلو لرونکو دغو دواړو حریفانو دا سیالي په دواړو هیوادونو او نړی کې میلیونونو کسانو د تلویزون له لارې ننداره کړه.

یمن: په طایز ښار کې ۳۵ تنه وژل شوي دي

له یمنه راپورونه وايي چې د دغه هېواد په درېيم ستر ښار طایز کې د شیعه یاغیانو او حکومت پلوو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي، شیعه حوثیانو هڅه کوله چې د شنبې په ورځ د ښار لوېدیځې څنډې ونیسي، خو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د حوثیانو د مخنیوي لپاره پر هغوی تر ۱۲ ځلې زیاتې بمبارۍ وکړې.

حوثي یاغیانو د طایز ښار تر یو کال پوري محاصره کړی و خو تېره اوونۍ حکومتي ځواکونو حوثیان د ښار له لوېدیځو څنډو په شا وتمبول.

د سوريي په رقه ښار کې هوايي حملو لسګونه کسان وژلي

د سوريي په رقه ښار باندې چې د داعش مرکز ګڼل کیږي،هوايي بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.

د سوريي د بشري حقونو د څار ډله چې له لندن څخه فعالیت کوي وايي، د تېرې ورځې په بمبارېو کې لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د بشري حقونو ځینو نورو فعالانو بیا د وژل شوو شمېرله څلویښتو لوړ بللی دی.

دې ډلې ویلي دا لا نه ده روښانه چې په رقه ښار تازه بمباري روسيي الوتکو کړې او که د سوريي هوايي پوځ.

جورج لینک د اذربایجان له خوا د خبریالانو د خوشې کولو هرکلی وکړ

د اروپا د همکارۍ او امنیت د سازمان یو لوړ رتبه مقام د ازربایجان له خوا د یو شمېرمدني فعالانو او خبریالانو د خوشې کولو هرکلی وکړ.

مایکل جورج لینک تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې له ارزبایجان وغوښتل چې نور داسې زندانیان دې هم ازاد کړي.

د ازربایجان ولسمشر الهام علییف د مارچ په اولسمه نیټه ۱۴۸ بندیانو ته بخښنه وکړه چې په دې ډله کې ۱۳ هغه اشخاص هم شامل دي چې د بشري حقونو ډلو سیاسي زندانیان ګڼلي دي.

د بشری حقونو ډلې وايي په ازربایجان کې اوس هم ۸۰ کسان چې د حکومت سیاسي مخالفان او منتقدان دي ،زنداني دي.

"د پاریس د حملو طراح صلاح عبدالسلام ونیول شو"

د بلجيم صدراعظم شارل ميشل وويل، صلاح عبدالسلام چې په پاريس کې د نوامبر مياشتې د حملو عمده مشکوک طراح ګڼل کېږي، له دوو نورو مشکوکو کسانو سره نيول شوى دى.

ميشل پرون په بروکسل کې وويل، دا د ډيموکراسۍ او زموږ د ارزښتونو لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه ده.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وويل، تمه لري چې عبدالسلام ژر تر ژره فرانسې ته وسپارل شي.

دغه درې مشکوک کسان د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د پوليسو په عملياتو کې ونيول شول.

کله چې پوليس د بروکسل په مولين-بيک سيمه کې يوه اپارتمان ته ننوتل، عبدالسلام پر پښه ټپي شوى و.

تر دې مخکې د بلجيم څارنوالانو ويلي وو چې د عبدالسلام د ګوتو نښانونه يې د بروکسل په يوه اپارتمان کې موندلي دي.

پر دغه اپارتمان څو ورځې مخکې چاپه اچول شوې وه.

د بلجيم په جنوب کې د سې شنبې په ورځ د الجزاير يو تبعه چې شک کېږي له داعش ډلې سره يې اړيکې درلودې، د چاپې پر مهال ووژل شو.

٢٦ کلن عبدالسلام د پاريس تر حملو مخکې په مولين-بيک سيمه کې اوسېدلى دى.

د پاريس په هغو حملو کې ١٣٠ کسان ووژل شول.

امریکا: روسیې خپلې اکثریت جنګي الوتکې له سوریې ایستلي

امریکایي پوځي چارواکي وایي چې روسیې خپلې اکثریت جنګي الوتکې له سوریې ایستلي دي او په تېرو اوو ورځو کې یې د سوریې په شمال کې بمباري نه ده کړې.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند ډګروال پاټریک ریډر تېره ورځ وویل، روسیې ډېرې جنګي الوتکې له سوریې بهر کړې دي، خو تر اوسه لا په سوریې کې هلیکوپټر او ټرانسپورټي الوتکې لري.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې د ولسمشر د مارچ د ۱۴مې نېټې د امر، تایید د امریکا له خوا کېږي.

ولادي میر پوتین له سوریې څخه د اکثریت روسیي ځواکونو د وتلو امر کړی و.

په روسیه کې د فلای دوبی هوايي شرکت یوې الوتکې سقوط کړی

د فلای دوبی هوایي چلند یوې الوتکې نن هغه وخت ټکر وکړ چې د روسیې په جنوب کې یې د روستوف نه دانو هوایي ډګر کې هڅه کوله چې کېني.

په سیمه کې د بېړنیو چارو د وزارت چارواکو وویل چې دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه له دوبی څخه راتله.

د روسیې د بېړنو چارو د وزارت وپه وینا په دې الوتکه کې ۵۵ مسافر او شپږ عمله وو چې ټول وژل شوي دي.

فنلنډ یو عراقی سړی په ۱۶ میاشتو بند محکوم کړ

د فنلنډ يوې محکمې يوه عراقي سړي ته د جنګي جرم په تور د ١٦ مياشتو تعليقي بند سزا اعلان کړه.

په تامپير سيمه کې پرون يوې محکمې جبار سلمان عمار د ٢٠١٤میلادي کال په جون مياشت کې په عراق کې د يوه مخالف جنګيالي مړي ته په بې حرمتۍ مجرم وپېژاند.

دغه ٢٩ کلن عراقي د يوه سړي له پرې شوې سر سره خپل درې عکسونه پر خپل فېسبوک پاڼه خپاره کړي وو.

څارنوالانو هڅه کوله چې ده ته د دوو کلونو بند سزا وټاکي.

جبار سلمان شاوخوا شپږ مياشتې مخکې فنلنډ ته ورسېد، خو په نوامبر مياشت کې ونيول شو.

اروپا ته د کډوالو د مخنیوي موافقه نهايي شوه

اروپايي ټولنې او ترکيې اروپا ته د پناه غوښتونکو د جوپې د مخنيوي لپاره يوه موافقه نهايي کړه.

د اروپايي شورا ریيس ډونالډ ټُسک پرون په بروکسل کې په يوه کنفرانس کې وويل د ترکيې د صدراعظم احمد داود اوغلو او د اروپايي ټولنې د ٢٨ غړیو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ په دې اړه د نظر يووالى موجود و.

ښاغلي ټُسک وويل ټول پناه غوښتونکي چې په نامنظمه توګه له ترکيې يونان ته راروان دي، بېرته ترکيې ته ستنول کېږي:

"په پاى کې موږ موافقه وکړه، ټول پناه غوښتونکي چې په غيرمنظم ډول له ترکيې د يونان سوحلو ته راځي، سر له راروانې يکشنبې به بېرته ترکيې ته ستنول کېږي، دا پلان به په تدريجي ډول عملي کېږي."

د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو دا يوه تاريخي ورځ وبلله او زياته يې کړه، ترکيه او اروپايي ټولنه يو منزل، يو ډول ستونزې او ورته راتلونکى لري.

د دې پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې يونان ته رسېږي او د پناه غوښتنې اسناد يې رد شي، بېرته ترکيې ته لېږل کېږي.

په بدل کې به اروپايي هېوادونه د سوريې په زرګونو هغه کډوال ومني چې په ترکيه کې ژوند کوي.

د دې موافقې له مخې به ترکيې ته مالي مرسته ورکول کېږي او په اروپايي ټولنه کې به يې پر غړيتوب خبرې چټکې شي.

د بشري حقونو د څار اداره: په کريميا کې د بيرې فضا رامنځته شوې

د بشري حقونو د څار اداره وايي، روسي چارواکو د تېرو دوو کلونو پرمهال په کريميا کې د بيرې او ځپنې فضا رامنځته کړې ده.

دوه کاله کيږي چې روسيې کريميا له اوکراینه جلا کړه او د خپلې خاورې برخه يې کړه.

نیويارک مېشتې د بشري حقونو د څار ادارې نن په خپل کلني راپورکې ويلي چې له هغه راهيسي چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې کريميا له اوکراينه جلا کړای شوه، په کريمیا کې د بيان او رسنیو ازادي ډېره کمه شوې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې دا هم ويلي چې روسي پلوه چارواکي اقليت تاتار وګړي بېروي او تهديدوي يې. تاتار وګړي په ښکاره د روسيې له خوا د کریميا د اشغال مخالفت کوي.

په یوه اعلاميه کې نن د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ ريسې فيډريکا موغیريني ويلي چې دغه اتحاديه له اوکراینه د کریميا جلا کول نه مني.

د عراق مذهبي مشر مقتدی صدر ځیني غوښتنې رد کړې

د عراق مذهبي مشر مقتدی صدر هغه غوښتنې رد کړې چې وايي د بغداد د ګرین زون دباندې د اداري فساد پر وړاندې لاریون دې فسخه شي.دا غوښتنه د تروريستي بريدونو له بیرې شوې ده.

ټاکل شوې ده دغه لاریون نن وشي.

د شيعه مذهبو مسلمانانو دغه مشر پرون په بغداد کې د ګرين زون په نامه سیمه چې په کې سفارتونه او حکومتي ودانۍ دي، د اداري فساد ملاتړې وبلل.

ده وويل چې د عراق پر صدراعظم حېدرالعبادي باید فشار راوستل شي ترڅو د کابینې وزيران په تکنوکراتانو بدل کړي چې هغوی د اداري فساد له کلتوره دغه هېواد پاک کړي.

ښاغلي صدر له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې له تشدده ډډه وکړي او دغه لاريون بايد سوله يېز وي.

ده ويلي چې د عراق امنيتي ځواکونه له داعش سره په جګړه بوخت دي او دا ممکنه نه ده چې د دغه لاریون د ګډونوالو امنيت تضمين شي.

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوټين به کريميا ته ولاړ شي

ټاکل شوې ده د روسيې ولسمشر ولادیمير پوټين به نن کريميا ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې، پوټين به کريميا ته د جوړېدونکي يوه پله کتنه کوي چې د کريميا ټاپو وزمه له روسيې سره وصل کوي.

مسکو دوه کال وړاندې کریميا له اوکراینه جلا کړه.

لويديځ پر روسيه د دې اقدام لپاره او په اوکراین کې د جلاغوښتونکو د ملاتړ په خاطر يو شمېر بنديزونه ولګول.

ګابريل: اروپايي اتحاديه دې پر روسیي د بنديزونو لپاره شرطونه وټاکي

د جرمني د اقتصاد وزیر سيګمار ګابريل پر اروپايي اتحاديه ږغ کړی چې تر را روان دوبي پورې د اوکراین پرسر پر روسیه د غوره شوېو بنديزونو لپاره شرطونه وټاکي.

ده وويل چې دا باید د ټولو هېوادونو ګډ هدف وي.

د ګابريل سوشل ډموکراټ ګوند د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل له محافظه کاره کريسچن ډموکراټ ايتلاف سره ګډ واک لري.

ده جرمن روسي فورم ته په برلين کې پرون د خبرو پرمهال وويل چې له روسي فدراسيون سره باید په ټوله پياوړتيا سره داسې موافقه وشي.

جرمني او فرانسې ويلي، د بنديزونو ايستل کول په روسيه پورې تړاو لري چې د منسک د سولې له موافقې سره څه وړ چلند کوي.

شمالي کوریا په سمندر کې بالسټيک توغندي ويشتلي

شمالي کوریا نن په سمندر کې بالسټيک توغندي ويشتلي دي. دا خبره جنوبي کوريا او امريکا کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دغه سیمه کې وضعيت ترینګلی شوی دی.

دا اقدام له هغه وروسته شوی چې د شمالي کوریا مشر کيم جانګ اون د وسلو د تجربه کولو حکم وکړ چې غواړي د اوږده واټن اټمي توغندي د امریکا خاورې ته ورسولای شي.

د جنوبي کوريا لوی درستيز په یوه اعلاميه کې ويلي چې توغندي د پيونګيانګ په شمال کې له یوې سیمې ویشتل شوي چې شاوخوا په ۸۰۰کيلو متره سرعت سره والوتل او وروسته د شمال په لويديځ ساحل کې ولوېدل.

شمالي کوریا په دغې تجربې سره د ملګروملتونو د امنيت شورا له يو شمېر قوانينو سرغړونه کړې ده او د همدغو قوانينو له مخې پر شمالي کوریا بنديز دی چې په بالسټيکي او اټمي فعاليتونو بوخت دی.

د ناروې د استئناف محکمې یو مذهبي مشر خوشې کړ

د ناروې د استئناف محکمې تیره ورځ هغه لانجمن مسلمان مذهبي مشر خوشې کړ چې ویل کیږي د یوه کرد تبعه د وژلو غوښتنه يې کړې وه.

د ملا کریکار چې په اصل کې عراقی دی او د نجم الدنی فرج احمد په نامه یاد شوی، مدافع وکیل وویل محکمې د ده د موکل د خوشې کولو دلیل نه دی په ډاګه کړی.

۵۹ ملاکریکر د ابتدايي محکمې له خوا د اتلسو میاشو بند د حکم له مخې زنداني و.

نوموړی تورن شوی چې په ناروې کې يې د میشت هغه کرد د وژلو غوښتنه کړې وه چې د قران کریم د سوځولو خپل تصویر يې خپور کړی دی.

پاکستاني څیړونکي هندوستان ته ځي

پاکستاني څیړونکي په همدې میاشت کې هندوستان ته ځي، څو په هغو څیړنو کې مرسته وکړي چې د هندوستان پر یوې هوايي اډې د برید په اړه کېږي. په دې برید کې ۷کسان وژل شوي وو.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ویلي، پاکستاني پلاوی د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه دې هېواد ته رسیږي او د پنجاب په شمال کې به پر یوې هوايي اډې د هغه برید په اړه څیړنو کې برخه واخلي چې د جنوري په میاشت کې شوی.

هندوستان په دې برید کې د جیش محمد ډله چې مرکز یې په پاکستان کې دی پړه بولي. دا برید د دې سبب شو چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې اترې وځنډیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې په نیپال کې د منطقوي کنفرانس ترڅنګ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکارسرتاج عزیز سره له لیدنې وروسته په دې اړه څرګندونې کړي.

سرتاج عزیز ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ډیرې ښې فضا کې ترسره شوې.

امریکا په سوریه کې دننه خپلواکه اعلان شوې سیمه په رسمیت نه پیژني

د امریکا متحدوایالتونو څرګنده کړې ده چې د سوریې په خاوره کې دننه خپلواکه اعلان شوې سیمه په رسمیت نه پیژني.

تردې مخکې کُردي ګوندونو په سوریه کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د یو فډرالي سیسټم تشکېل اعلان کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي، په سوریه کې دننه نیمه خپلواکې سیمې نه مني او د امریکا هدف د یوې یو موټي سوریې رامنځ ته کېدل دي.

د کُردي ګوندونو دا اقدام د دمشق او د بشار الاسد د رژیم د مخالفو ډلو چې لویدیځ یې ملاتړ کوي له خوا هم وغندل شو. ترکېې هم د داسې یو اړخیز اقدام پر ضد خبرداری ورکړی دی.

د سوریې په شمال کې د فډرالي سیسټم د رامنځ ته کېدو پلان د الرمیلان په ښار کې د کردي، عرب او ترکمن مشرانو په یوه غونډه کې جوړ شو.

نوې فډرالي سیمه کې د کُردانو تر ولکې لاندې درې سیمې چې د ترکېې په پولو کې پرتې دي او همدارنګه هغه ترکمن او عرب میشتې سیمې شاملې دي چې په وروستیو کې له داعشه نیول شوي دي.

کري: داعش د مذهبي فرقو خلاف د ډله ییزې وژنې اعمال ترسره کړي

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري د داعش وسله واله ډله رسماً د قومي او مذهبي انګیزو پر بنسټ په ډله ییزه وژنه تورنه کړه.

جان کري پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په یوې کمېټې کې څرګنده کړه چې د داعش وسله والې ډلې مسیحیان، شیعه مسلمانان او ایزدیان په ډله ایزه توګه وژلي دي.

نوموړې ویلي دا ډلې د خپلو مذهبي عقایدو له کبله د داعش هدف ګرځیدلي دي.

که د داعش وسله والې ډلې په اړه د ډله ییزې وژنې عبارت رسمي بڼه خپله کړي نو په هاګ کې د بشري جنایاتو نړېواله محکمه کولای شي دا قضیه وڅیړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل:

” د دا ډول جنایاتو په اړه خبرې کول مهم دي. خو تر دې هم مهم ددې جنایاتو مخه نیول دي. “

جان کري زیاته کړه چې داعش پر سني مسلمانانو او کردي اقلیت هم بریدونه کړي دي.

سوریه: جعفري د اپوزسیون ډلې سره له خبرو انکار وکړ

د سوریې د حکومت له لوري د خبرو مسوول بشار جعفري د اپوزسیون ډلې له استازېو سره له مخامخ خبرو انکار وکړ.

جعفري تیره ورځ چې په جینوا کې چې د سوریې د سولې د خبرو دریمه وه، وویل، د اپوزسیون د کمېټې له مشر محمد علوش سره مخامخ خبرې ترهغو نه کوي چې دی بخښنه ونه وغواړي.

علوش ویلي دي چې په سوریه کې به انتقالي دوره د ولسمشربشارالاسد له مړینې یا سقوط سره پیل شي.

وروسته تردې چې جعفري د سوریې لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا سره غونډه وکړه، علوش یې د یوې تروریستي ډلې غړی وباله.

اپوزسیون ډلې د سې شنبې په ورځ ویلي و چې دوی د حکومت له استازېو سره مخامخ خبرو ته چمتو دی.

د سوریې د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره د بشار الاسد راتلونکې د اختلاف اصلی ټکی دی.

اوباما د استیناف محکمې قاضي د سترې محکمې مشر وټاکه

د امریکا ولسمشرد استیناف محکمې قاضي د سترې محکمې مشر وټاکه.

بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې دا اعلان وکړ:

"نن زه د محکمې مشر میریک برین ګرلنډ د سترې محکمې ریاست ته نوموم."

۶۳کلن ګرلنډ باید د سترې محکمې د مشرۍ لپاره د سنا له لورې تایید شي، خو جمهوري غوښتونکي په سنا کې اکثریت لري او داسې ښکاري چې دوی به هرهغه څوک چې اوباما د هغه وړاندیز کوي، رد کړي.

جمهوري غوښتونکي وایي، هغه څوک چې د اوباما پرځای ولسمشر کیږي هغه دې د سترې محکمې رییس وټاکي.

د امریکا د سترې محکمې مخکنی مشر تیر میاشت وفات شو.

د سوریې کردان به یوه جلا شوې فدرالي سیمه اعلان کړي

تمه ده چې د سوریې کردان به د سوریې په شمال کې یوه جلا شوې فدرالي سیمه اعلان کړي.

د سوریې د کردانو سیاسي ډلې دغه پریکړه وروسته تردې کړې چې د ملګروملتونو په منځګړیتوب د سوریې د رژیم او د اپوزیسیون ترمنځ د سولې په خبرو کې شامل نه شول.

د ډیموکراتیک اتحاد ګوند ویاند نواف خلیل اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل چې ګوند یې یواځې د کردانو لپاره د سیمې د رامنځ ته کیدو هلې ځلې نه کوي بلکه د ټولو سوریایانو لپاره د فدرالیزم یوه بیلګه غواړي.

خلیل وويل، په هغه سیمه کې به چې د سوریې په شمال کې په نظر کې نیول کیږي، د ترکمنانو، عربانو او کردانو استازي شامل وي.

د کوباني د سیمې د بهرنیو چارو یوه چارواکي ادریس ناسان رویترز ته وویل چې دغه سیمه به د سوریې شمالي فدرالي سیمه ونومول شي.

کوباني له هغو درېیو سیمو یوه ده چې دوه کاله مخکې کرد ډلو خودمختاره اعلان کړې دي.

"ولادمیرپوتین دې بندي اکراینۍ پیلوټه خوشې کړي"

د راپورونو له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما او د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو قدرتونو د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین څخه غوښتي چې بندي اکراینۍ پیلوټه خوشې کړي.

د اسوشټیډ پریس او انټرفاکس خبري اژانسونه وایي چې اوباما د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره په ټیلفون خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې نادیه ساوچینکه چې د قتل په توربندي ده او له خوړلو ډډه کوي، د مینسک د موافقې له مخې له زندانه ازاده کړي.

دغه موافقه د اوکراین په ختیځ کړکیچ کې له ښکیلو له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې غیر قانوني بندیان خوشې کړي.

په کییف کې د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو سفیرانو هم په هغې اعلامیې کې چې په کییف کې د جاپان سفارت په خپله ویب پاڼه کې خپره کړې، د ساوچینکه پر روغتیایي وضعیت ډیره اندیښنه ښودلې او له روسیې یې د هغې د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

روسي چارواکو ۳۴ کلنه ساوچینکه د شخړو په جریان کې په یوه حمله کې چې دوه روسي خبریالان په کې ووژل، په لاس لرلو تورنه کړې ده.

څارنوالانو له محکمې غوښتي چې د قتل په جرم هغې ته د ۲۳ کالو بند سزا ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG