د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۹

افغانستان

په غزني کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر له ۳ کسانو سره نیول شوی

د غزني یو انځور

په غزني کې چارواکي وايي چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر او درې تنه چې د انتحاري حملې پلان یې درلود، نیول شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جولای په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پلان درلود چې دا مواد د غزني ښار ته ولېږدوي او هلته انتحاري حمله وکړي.

د نوري په وینا، مشکوک انتحاريان او چاودېدونکي مواد پرون ماښام د ګیرو ولسوالۍ د مزار په سیمه کې نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.

د پکتیکا په مرکز کې نن په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

د پکتیکا په مرکز کې نن د جولای په درویشتمه پر ملي پولیسو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې پولیس زخمیان شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند وویل چې په وژل شویو دوو کسانو کې یوه لس کلنه نجلۍ ده.

د پکتیکا د والي ویاند شاه محمد ارین نن ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن ماسپښین وشوه چې هدف یې د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و.

د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان له حملې روغ وتلی، خو درې ساتونکي یې زخمیان شوي دي.

د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

خلیلزاد: ټرمپ ټینګار وکړی چې افغان جګړه کوم مسؤلانه پوځي حل نه لري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي په یوه بل ټوېټ کې نن د جولای په درویشتمه د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم، عمران خان د کتنې په اړه لیکلي: د امریکا جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه کوم مسؤلانه پوځي حل نه لري او سوله باید د سیاسي جوړجاړي په مرسته راشي.

د خلیلزاد په لیکنه، د پاکستان صدراعظم له امریکا سره ژمنه کړې چې د سولې لپاره به ټوله هڅه وکړي.

امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنې تازه کړې

ولسي جرګه

د افغانستان امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو، له امنیتي ځواکونو سره د مرستي، د ملکي تلفاتو د کمولو او د ځمکنيو او هوایي عملیاتو د همغږۍ لپاره به ټول مسایل د ولسي جرګې له امنیتي کمېسیون سره همغږي او په ټاکلي وخت به راپور ورکوي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: ژمنه وشوه چې د اړوند کمېسیون له وکیلانو سره په همغږۍ قضیې جدي تعقیب کړي، د حل لارو په اړه که هغه د حکومت یا د پارلمان په وسه وي، په ګډه کار وشي، کمېسیونونه امنیتي چارواکي په اوونیز ډول ور وغواړي او له هغوی راپور واخلي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ډېرېدل، یو په بل پسې د ولسوالیو سقوط، د امنیتي ځواکونو وژل کېدل او په دې وروستیو کې د ناامنیو ډېرېدل د دې سبب شول چې د افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وروبلل شي.

په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي او ځمکنيو بریدونو کې په لوګر، بادغیس، میدان وردګ، ارزګان، بغلان او نورو سیمو کې د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، یوازې په سرطان میاشت کې شااوخوا ۶۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې استجوابیه غونډه کې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی بلل شوي وو.

دا غونډه د ولسي جرګې د ځینو غړو له مخالفت سره سره د تړلو دروازو تر شا وشوه.

دفاع وزارت د لوګر په پرونۍ حمله کې د تلفاتو د ادعا په اړه څېړنه کوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په پرونۍ حمله کې د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه څېړنه کوي.

د دغه وزارت په ټوېټر پاڼه کې لیکل شوي چې د دوشنبې په ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په برید کې یو موټر په نښه شوی چې طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

تر دې وړاندي په راپورونو کې د افغان چارواکو له قوله ویل شوي وو چې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډ هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر د ولایتي شورا د یوه غړي حسیب ستانکزي له قوله ویل شوي چې د برید هدف طالبان وو، خو د استوګنې ۲ کورونه په نښه شوي دي.

د لوګر سیمه ییزو چارواکو هم په دې پېښه کې د ملکيانو مرګ ژوبله تأیید کړې، خو شمېره یې نه ده ښودلې.

د دفاع وزارت په وروستي پیغام کې طالبانو ته د اوښتو تلفاتو شمېر نه دی یاد شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخستی چې تر ډېره یې له ملکي وګړو قربانۍ اخيستي دي.

ټرمپ: پاکستان د افغان جګړې په ختمېدو کې مرسته کولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر خوشبیني ښیي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کولی شي چې په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې د ختمېدو لپاره له سیاسي جوړجاړي سره مرسته وکړي.

ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم سره تر لیدو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او ویې ویل: زه فکر کوم چې پاکستان له زموږ سره مرسته کوي چې له جګړې ځانونه راوباسو.

هغه زیاته کړه: موږ له پاکستان او نورو سره کار کوو چې موږ له افغانستانه راوباسي، هېڅ څوک نه غواړي چې پولیس اوسي، اوس مهال په حقیقت کې موږ پولیس یوو، ۱۹ کاله کېږي چې په افغانستان کې یوو، دا د خندا وړ ده.

ولسمشر ټرمپ اسلام اباد ته د امریکا له لوري د ۱،۳ میلیاردو ډالرو د بېرته ورکولو د احتمال په اړه هم خبرې وکړي.

دا هغه مرسته وه چې امریکا تېر کال له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نه همکارۍ له کبله پر پاکستان بنده کړې ده.

د پاکستان صدراعظم ولسمشر ټرمپ ته وویل چې تر بل هر وخت اوس له طالبانو سره د سولې توافق نږدې شوی دی.

عمران خان وویل: موږ هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې به وتوانېږو چې پر طالبانو ټینګار وکړو چې له افغان حکومت سره خبري وکړي او د سیاسي حل لپاره یوه توافق ته ورسېږي.

امریکا د افغانستان د جګړې په ختمېدو کې د پاکستان همکاري مهمه بولي او په عین وخت کې پاکستان له امریکا سره د اړیکو بیارغولو او پانګونې په برخه کې هڅه کوي.

پنتاګون وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له لوړ پوړو امریکایي پوځي مشرانو سره ګوري او سیاسي تحلیلګران باوري دي چې باجوه د پردې تر شا بحثونو کې مهم رول لري.

کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي

د توکیو نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي.

د جودو فدراسیون رئیس ذکریا اسدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د يوې ورځې لپاره د جودو د لسګونو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزني کټګوریو کې ترسره کېږي.

د جودو فدراسیون د کابل او ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د ۶۰.۶۶، ۸۱ او ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کوي چې د هر وزن اتل لوبغاړی به ملي لوبډلې ته غوره کېږي.

د ښاغلي اسدي د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل او ولایتونو څخه ۱۲ لوبډلې ګډون لري.

د ووشو افغان لوبغاړو د ایران ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

په ایران کې مېشت د ووشو افغان لوبغاړو د ایران په ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته نن وویل چې دغه سیالۍ د ایران په اصفهان ښار کې د ۳۷۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

ښاغلی پیمان وايي، سید امین حسیني د فورم په برخه کې د سرو زرو مډال، رحمان فیضي د ساندا په برخه کې د سپينو زرو مډال او بسم الله عرب زاده، علي سینا، سجاد خلیلي او محمد کریمي بیا د برونزو مډالونه وګټل.

د بدني روزنې ریاست د ویاند د معلوماتو له مخې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړو له بېلابېلو سیالیو تر دې مهاله د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو ۱۲۷ مډالونه ګټلي دي.

چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي

یو شمېر افغان پوځيان

د زابل او ارزګان نظامي مسؤلین وايي، په سیمه کې د نظامي عملياتو پر مهال ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۳ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د زابل په دای چوپان او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د افغانستان د کرنې وزارت اټکل کوي چې په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینو له مخې او دا چې په‌دغه ولایت کې د انګور بڼونه زیات شوي، سږ کال به په‌دغه ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.

نوموړی وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېت لري: "د دې لپاره چې د انګور ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره هندوستان، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته‌یې د انتقال ښه زمینه برابره ده."

ښاغلی رستمي وایي، اټکل دا دی چې د کندهار ترڅنګ سږکال به د هلمند ولایت د انګورو محصولات هم زیات شي.

افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې تر ټولو کمه اقتصادي وده کړې

د نړیوال بانک نښان

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی چې تر ټولو کمه اقتصادي وده‌یې کړې.

د دغه بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې اقتصادي پراختیا دوه سلنه وه.

د نړیوال بانک په خبره، دا د بې‌وزلۍ لامل ګرځېدلې او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کزالي ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د وچکالیو له اغېزو سربېره له امنیتي ستونزې، د انتخاباتو په درشل کې د سیاسي وضعیت له پېچلتیا او په امنیتي چارو کې د مرستو له کموالي سره مخ دی، خو دغه بانک وړاندوینه کړې چې د دغه هېواد اقتصادي پراختیا به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۳،۲ سلنه وي.

عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي.

ده د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر لیدلو یوه ورځ مخکې د یکشنبې په شپه په واشنګټن کې پاکستانیانو ته په وینا کې دا خبره کړې ده.

افغان حکومت تمه لري چې امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي.

سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالد ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده.

دا لومړی وار دی چې عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه واشنګټن ته تللی دی.

هغه په واشنګټن کې پاکستانيانو ته وويل: له لومړۍ ورځې مې ویل چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده، په وار وار مې ویلي چې مسئله په جنګ نه هوارېږي، هر قسم بد رد یې راته وویل، ترهګر او طالبان خان یې وبللم، خو الله حق دی، نن ټوله نړۍ وايي چې د افغانستان د مسئلې حل جګړه نه ده.

ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په خاطر پر پاکستان سلګونه میلیونه ډالر بند کړي.

یو لامل یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې نه همکاري بلل شوی دی.

افغان حکومت واشنګتن ته د عمران خان د سفر په اړه ویلي چې دوی تمه لري چې امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه بدل او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هلمند ولایت

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

په‌دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کي ويلي دي چي دغه وسله‌وال د هغو عملياتو پر مهال وژل شوي دي چې تېره اوونۍ په مارجې ولسوالۍ کې پيل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې درې وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې او نور شپږ يې د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وژل شوي دي.

په‌دې دواړو پېښو کې ۴ نور وسله‌وال ټپيان او يو شمېر ماينونه هم شنډ کړای شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه‌دی رسېدلی.

طالبانو خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو په مارجه کې يې افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو ادعا کړې ده چې حکومتي مسؤلينو هغه رد کړې ده.

د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو خپل لومړی مډال وګاټه

ارشیف، یو شمېر تکواندوکاران

د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو د اسیا په سیالیو کې خپل لومړی مډال پرون د یکشنبې په ورځ وګاټه.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د اسیا د تکواندو لوبې د اردن په کوربه‌توب له پرونه د ۳۲ اسیايي هېوادونو د ۳۱۸ تکواندوکارانو ترمنځ پیل شوي.

افغانستان د تنکیو ځوانانو تکواندوکاران دې لوبو ته استولي چې له ډلې یې مرتضی صالح د بُرنزو لومړی مډال خپل کړی.

هغه د تکواندو بنسټګر هېواد جَنوبي کوریا او چین تایپه ته ماته ورکړې.

بل افغان لوبغاړي شهرام د سعودي عربستان لوبغاړی مات کړی.

نن به هم ځیني افغان تکواندوکاران په دې سیالیو کې د خپلو سیالانو په وړاندې ولوبېږي.

په‌دې لوبو کې د افغان تنکیو ځوانانو روزنه د افغانستان المپيکي لوبغاړي روح‌الله نېکپا ته ور له غاړې ده.

د لوګر چارواکي: د عملیاتو پر مهال موږ سره پوره همغږي نه‌کېږي

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر سیمه‌ییز امنیتي چارواکي انتقاد کوي چې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال له دوی سره پوره همغږي نه‌کېږي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي بېګاه شپه ازادي راډیو ته وویل، د لازمې همغږۍ د نشتوالي په خاطر نړیوالو ځواکونو او افغان کمنډویانو پل علم ښار ته نږدې وړمه شپه د افغان سیمه‌ییزو پولیسو پوسته هدف ګرځولې ده.

دی وايي: "ایساف ځواکونه «بهرني ځواکونه» همدا راز کمانډو ځواکونه هم ورسره وو. دوی زموږ په یوې امنیتي پوستې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي. یو تن زموږ سیمه‌ییز پولیس شهید شوی او همدا راز درې تنه نور ټپیان دي. د داسې عملیاتو ستونزه دا ده چې دوی د لوګر امنیتي رهبري په جریان کې نه پریږدي او له دوی سره عملیات نه شریکوي."

افغان کمانډو ځواکونو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځیانو په لوګر کې د دغو عملیاتو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د پاکستان صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان سوله د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نننۍ ناستې یوه مهمه اجنډا بلل کېږي.

هم سپينې ماڼۍ او هم پاکستاني حکومت تأیید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګڼو نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بحث کوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، هیله لري چې امریکا د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر په پاکستان لازم فشارونه راولي: "موږ هیله‌مند یو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي. دا سفر لکه څنګه چې خپله امریکایانو ورته اشاره کړې داسې سفر نه‌دی چې کوم هېواد ته امتیاز ورکړل شي پرته له دې چې پاکستاني لوري ته په واضح توګه وویل شي چې هغوی دې خپل سیاستونه بدل کړي."

عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه لومړی وار دی چې امریکا ته‌یې سفر کړی او هغه هم داسې یو وخت چې هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغو ستونزو یوه لویه برخه وروسته له هغه محسوس شوه چې امریکا تېر کال د افغانستان د سولې په برخه کې پر پاکستان د ناغېړۍ په خاطر سلګونه میلیونه ډالره بند کړل.

انتخاباتي کمېسیونونه: ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي

په بامیان کې د ولسي جرګې لپاره د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیونونه په خپل وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي.

په هغې ګډه اعلامیه کې چې دواړو کمېسیونونو له دوه ورځنیو غونډو وروسته نن خپره کړې، ویل شوي چې دغه انتخابات به هرو مرو د تلې یا میزان په ۶مه ترسره کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: د کمېسیونونو نوی مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره تراوسه توانېدلی چې عملیاتي او د استخدام پلانونه، طرزالعملونه او لوایح د دغو انتخاباتو د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ترتیب او تصویب کړي.

مېرمن نورستانۍ وایي، شفاف او سرتاسري انتخابات کولای شي چې خلکو ته امن او ارامي ډاډمنه کړي.

د انتخاباتو او د شکایتونو کمېسیونونو ویلي چې د دغو انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې په نښه شوي او د هواري لپاره به یې اقدام وکړي.

چارواکي: په پکتیا کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیز احمد ووژل شو

په پکتیا کې د چاودنې د سیمې یو انځور

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ مازیګر درې نیمې بجې د مرکز ګردېز د دوهمې حوزې په سیمه کې چاودنه شوې چې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیزالله په کې وژل شوی دی.

د پکتیا له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیزالله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه د لارې پر سر د یوه ودرول شوي موټر په وسیله شوې ده چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو او د ریموټ کنټرول په واسطه انفجار ورکړل شوی.

د چاودنې له امله د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي حوزوي روغتون، د محصلینو لیلیو او سوداګریزو ځایونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه: له ۵ میلیونو زیاتو افغان وچکالۍ ځپلو سره مرسته شوې

د جوزجان ولایت د وچکالۍ ځپلو خلکو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې بشري مرستندویو ادارو په افغانستان کې له پنځو ميلیونو زیاتو وګړو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي دي.

دغې ادارې نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د جون تر۳۰مې یې ۵ ميلیونه او دوه سوه زره کسانو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي.

د دې ادارې په وینا، له دې ډلې شااوخوا ۴نیم لکه یې هغه کسان دي چې په نورو سیمو کې اوسي او پاتې نور له خپلو سیمې نه دي کوچېدلي.

اوچا ویلي چې پر یو شمېر وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې ناامني او نورې ستونزې د دې سبب شوي چې د بشري مرستو رسولو ادارې ونشي کړای چې خلکو ته اړینې بشري مرستې ورسوي.

غزني: وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وایي، په وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د هوایي بریدونو، کوماندو ځواکونو او پر وسله‌والو د یوه ځانمرګي برید کوونکي د واسکټ د چاودنې په ترڅ کې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په قره باغ او ناوې ولسوالیو کې اوښتې:"د قره باغ ولسوالۍ لپاره د سيلاب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ او د دې ولسوالۍ لپاره د ملا ذاکر په نوم د طالبانو د استخباراتو د یوه مسؤل په ګډون ټول ټول ۳۳ وسله‌وال طالبان په‌دې حملو کې وژل شوي، دوه تنه یې ټپیان شوي او همدارنګه درې وسله‌وال د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي."

چارواکو ویلي چې د ناوې ولسوالۍ اړوند په موسى کليم سيمه کې ۱۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې درېیو ځانوژونکو ورسره خدای پاماني کوله چې د یوه واسکټ وچاوېد.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند والي: بهرني وسله وال د طالبانو په ملاتړ جنګېږي

د هلمند والي

د هلمند والي ادعا کوي چې بهرني وسله وال د وسله والو طالبانو په ملاتړ جنګېږي.

د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین پرون د جولای په شلمه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د بهرنیو وسله والو د حضور له امله یې په مارجه ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېل کړي دي.

جنرال محمد یاسین: "په مارجه کې دوی د خلکو په کورونو او بازارانونو کې مرکزونه جوړ کړل او له هغه ځایه یې چرکي حملې کولې، حتی خارجي تروریستان لکه القاعده دلته راغلي وو چې د هلمند ولس ته معلومه خبر ده، نو موږ د عملیاتو پرېکړه وکړه."

د هلمند والي وویل چې په مارجه کې په پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی دی.

خو وسله‌والو طالبانو رد کړې چې بهرني وسله‌وال یې په هلمند کې په ملاتړ جنګېږي.

له القاعده او نورو تروریستي شبکو سره د وسله‌والو طالبانو اړیکې هغه اساسي مسئله ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ بحث ورباندې کېږي.

د سره صلیب یوه کارکوونکي د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپي د برخې مشر البرتو کایرو د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ.

البرتوکایروپه خټه د ایټالیا دی خو اته ویشت کاله یې په افغانستان کې خدمت کړی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، جمهور رئیس محمد اشرف غني د البرتوکایرو د خدمت د ستاینې لپاره هغه ته د تابعیت افتخاري سند ورکړ.

ولسمشر غني په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته هم استول شوی ویلي: د ویاړ ځای دی چې ښاغلي کایرو ته د افغانستان افتخاري تابعیت وړاندې کوم.

د سره صلیب نړیوال سازمان په جګړه ځپلو هېوادونو کې د جګړې له قربانیانو سره بې پرې مرستې کوي.

د بادغیس چارواکي: لس ملکيان په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس ولایت

په بادغیس کې چارواکي وايي چې د جمعې په شپه لس ملکي وګړي په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي، ضیاالدین اکازي د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته دا معلومات ورکړي دي.

د ولایتي شورا مشر، عبدالعزیز بېګ اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې درې کوچنیان، دوه ښځې او پینځه نارینه وژل شوي دی.

خو د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزي د ملکي تلفاتو دا شمېر تأیید نه‌کړ.

ملکزي وویل چې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه د ملکي تلفاتو په اړه وویل: "خلک چې له کلیو ټیلیفون کوي وایي چې پينځه یا شپږ تنه شهیدان شوي دي. په هغه کې څلور ماشومان او یوه ښځه ده، البته دا د خلکو خبره ده."

د بادغیس د ولایتي شورا مشر اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې په بالامرغاب کې وسله‌والو د ملي اردو یوه اډه محاصره کړې، څرخي الوتکې هڅه کوي چې ضروري مواد ور ورسوي او وسله‌وال طالبان له شاوخوا سیمو ډزې ورباندې کوي.

د بادغیس والي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان د خلکو له کورونو ډزې کوي.

افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله

افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې شپږ د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل او د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره په مختلفو وزنونو کې عبدالسمېع، صفت الله، ګلا جان احمدزي، احمد احمدي، احمد سکندر او حمید خوشدل د سرو زرو او محمد اصف او وحیدالله عظیمي د سپینو زرو مډالونه وګټل.

د جنوبي اسیا د بدن ښکلا ۱۲ پړاوه سیالۍ د ۱۷ افغان لوبغاړو په ګډون د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د دوو ورځو لپاره وشوې.

په دغو سیالیو کې هندوستان دوهم او کوربه نیپال وتوانېد چې درېيم مقام خپل کړي.

د کندهار د برید له امله شااوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی

ارشیف

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتي زیانونو کچه شااوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي.

ده وویل: د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل.

ښاغلی حاجي اغا د زیانمنو سوداګرو شمېر له سلو زیات یادوي.

نوموړی د د سوداګریزو چارو د پراختیا او ښې پانګونې په هدف له دولته د امنیت غوښتنه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG