د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۰

افغانستان

فیفا کرام‌الدين کريم څه باندې يو ميليون ډالر جريمه کړ

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مخکېنی مشر کرام‌الدين کريم

فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر څه باندې یو میلیون ډالر جریمه کړی.

د فیفا په ننني بیان کې راغلي چې کرام‌الدین کريم به له ټولو فوټبالي فعالیتونو هم محرومه وي.

د بیان له مخې پر کرام‌الدین کريم د افغان فوټبال د نجونو د ملي ټیم پنځو غړو تور لګولی چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٨ کاله‌يې په هغوی مکرر جنسي زور زیاتی کړی او ځورولي یې دي.

کرام‌الدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي.

د فیفا د اعلامیې د لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

د دايکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ٢ پوليس وژل شوي

د دايکنډي ولايت چارواکي وايي چې په پاتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ٢ پوليس وژل شوي دي.

د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري نن ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې وسله والو طالبانو له پرمختللو وسلو استفاده کړې ده.

دی وایي:

"لايزر لرونکي او دوربين لرونکي وسلې ورسره وې چې سهار وختي ٢ بجې يې پر يوه پوسته حمله وکړه چې له بده مرغه زموږ تر رسېدو پورې ٢ سرتېري مو شهيدان شول، دښمن هم تلفات لري."

په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.

قوماندان وايي، په دې حمله کې ٦ نور پوليس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

په غور کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ١۴ پاڅونوال وژل شوي

د غور ولايت چارواکي وايي په دولتيار ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې ١٤ پاڅونوال وژل شوي دي.

د دوى په خبره، په پُشته نور کلي کې دغه ډله ييزه حمله چې تېره شپه پيل شوې وه، اوس پاى ته رسېدلې ده.

د والي وياند عبدالحى خطيبي نن ازادي راډيو ته وويل، په حمله کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وویل:

"په هغه نښته کې چې د ولسي پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ وشوه، د ولسي پاڅونوالو ١٤ کسان ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول، طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي، تر اوسه يې دقيق ارقام نه لرو."

د والي وياند وايي، سيمې ته اضافي دولتي ځواکونه لېږل شوي دي.

وسله والو طالبانو د وروستۍ حملې په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

دوه ورځې مخکې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د درېيم کنډک قوماندان فواد اندرابي د دولتيار ولسوالۍ د سمک سيمې د تصفيې د عملياتو پر مهال ووژل شو.

په زابل ولايت کې په ناامنو سيمو کې پوځي عمليات پيلېږي

آرشیف،په زابل ولایت کې افغان سرتېري

د زابل ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې د وسله والو پرضد پوځي عمليات پيلوي.

د والي وياند وايي، په دې هدف تر اختر مخکې دغه ولايت ته د کورنیو چارو وزارت د پوليسو ٢٠٠ کسيزه قطعه رسېدلې ده.

ګل اسلام سيال نن ازادي راډيو ته وويل، د عملياتو ډېر تمرکز به ناامنې سيمې وي.

ده وویل:

"د دې لپاره چې پراخ عمليات وشي، دا قطعه راورسېده، په وروستيو کې کوم ګواښونه او راپورونه شته چې ګوندې دغو سيمو ته طالبان راځي او پر افغان ځواکونو او پوستو حملې پلانوي، هلته به عمليات وشي چې وضعيت عادي شي."

تېره اوونۍ د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هم زابل ته د سفر پر مهال د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې د پوځي عملياتو پر پيل بحث کړى و.

چارواکي وايي، د زابل خاک افغان ولسوالي له څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

د کرنې وزارت ویاند: ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي.

ده وویل:

"که په ملي کچه ارزونه وکړو، په لومړي قدم کې کلیوالې سېمې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، دوهمه کټګورۍ کې ښاریان او په درېیمه کې کوچیان شامل دي."

تېره ورځ د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ وه او د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چي دا اوونۍ په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري.

بنسودا: په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه دې زما غوښتنه ومنل شي

د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې يا ICC لوړپوړي څارنوالې غوښتي چې په افغانستان کې د ادعاوو له مخې د طالبانو او امريکايي ځواکونو له خوا شوي جنګي جرایمو په اړه دې د دې رد شوې غوښتنه ومنل شي.

په اپرېل میاشت کې دغې محکمې د لوړپوړې څارنوالې فاتو بنسودا غوښتنه رد کړه چې غوښتل يې د افغانستان د دوو لسیزو جګړو د جنګي جرایمو د ادعاوو په اړه تحقیقات پیل کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې یا ICC طالبان او شریکان يې، افغان چارواکي، د امریکا د وسله والو ځواکونو غړي او د امریکا د استخباراتي ادارې یا CIA غړي د دې محکمې د قانون له مخې د افغانستان په جګړه کې په جنګي جرايمو کې د احتمالي لاس درلودو په تور پېژندلي وو.

د جمعې په ورځ له محکمې څخه د مېرمن بنسودا په رسمي غوښتنه کې راغلي:

"د افغانستان د جنګي جرايمو په اړه د تحقیقاتو مخنیوی نه یوازې د هر ډول محاکمې نتيجه اغېزمنوي، بلکې پخپله د محاکمې د تر سره کېدو امکان هم اغېزمن کېږي."

وروسته له هغه چې مېرمن بنسودا د دې قضيې په تړاو د رسمي تحقیقاتو غوښتنه وکړه، دا قضیه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې له انتقاد سره مخامخ شوه.

په اپرېل مياشت کې امريکا دې هېواد ته د جرمونو د نړيوالې محکمې د لويې څارنوالې فاتو بنسودا وېزه لغوه کړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې محکمې له نورو کارکوونکو سره به ورته چلند وشي.

د انتخاباتو کمېسیون: نن په هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ

نن شنبه د غزني ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماسختن ازادي راډيو ته وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي.

دا بهیر به د غبرګولي له اتلسمې چې نن ده، پیل شي او د چنګاښ په لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي.

مېرمن نورستانۍ د دې نوم لیکنې د هدف په اړه داسې وويل:

"زموږ هېوادوال چې له خپل حقه محروم وو، یا مهاجر وو او يا يې غفلت کړی وو او يا هم نه وو پوهېدلي چې کوم ځای ته تذکره یوسي او نوم لیکنه وکړي، دا چې کوم کسان ترې پاتې شوي، له خپله حقه برخمن کېږي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له غزني پرته به په نورو ولایتونو کې تقويتي نوم لیکنه وشي او په غزني ولایت کې به عمومي نوم لیکنه وشي، ځکه مخکې په دې ولایت کې د نوم لیکنې بهیر نه دی عملي شوی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له نیوزیلنډ سره خپل بخت ازمایي

د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډله

افغانستان نن د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړيوال جام سیالیو کې له نیوزیلنډ سره لوبه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر دې مخکې په نړيوال جام سيالیو کې له استرالیا او سریلانکا سره مخامخ شوی او دا دواړې لوبې يې بايللې دي.

بل لور ته د نيوزیلنډ لوبډلې هم له سریلانکا او بنګله دېش سره لوبې کړي چې دواړه يې ګټلې دي.

نننۍ لوبه د انګلستان په تاوټن ښار کې د افغانستان په وخت په پنځو بجو پیلېږي.

د بدخشان پولیسو شااوخوا شل کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

د بدخشان ولایت یو انځور

د بدخشان ولایت پولیس په دې ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف د ځانګړو عملیاتو خبر ورکوي.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي وايي، د بدخشان پولیسو د درېیو عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد له تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي.

په لومړیو عملیاتو کې چې په ارګو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه وشول، (۲۳) کیلو ګرامه هیروئین نیولي، خو د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې وشول، (۴۷۰) ګرامه هیروئین او دوه قاچاق کوونکي نیولي چې غوښتل یې دا مواد کندز ته قاچاق کړي.

په کندز کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول

د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزی

په کندز ولایت کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کندز ولایت امنیه قوماندان منظور ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوه کسان هغه مهال د دې ولایت په امنیتي کمربند کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې غوښتل یې اووه کیلو او (۸۰۰) ګرامه مورفین یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې سږ کال تر دې مهاله نږدې شل کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي او بيا عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

چارواکي: په لوګر کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه چرس ونیول شول

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر ولایت کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه چرس ونیول شول.

د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په خوشي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۲ کیلو ګرامه چرس نیولي چې جنوبي ولایتونو ته یې قاچاق کول.

د یادونې وړ ده چې قاچاق کوونکي له لوګر ولایته د افغانستان ختیځو او جنوبي ولایتونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د لارې په توګه کار اخلي.

په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو

ارشیف، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو انځور

په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ او يو شمېر نشه يي مواد، وسلې او مهمات یې ونیول.

په یوه بله پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې د درمل جوړولو پر یوه شرکت برید کړی چې په نتیجه کې یې د ټابلېټ کا جوړولو یوه دستګاه، د نشې ۱۱ زره ګولۍ او (۸۰۰) کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي.

چارواکي: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په لوګر کې ۱۸ طالبان وژلي

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر چارواکي وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اتلس وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاه پور احمدزي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دا عملیات د محمداغې ولسوالۍ په ابپران کلي کې شوي دي.

شاه پور احمدزي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې له وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او نور وسایل هم نیول شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دې ادعا په اړه مشخصه تبصره نه ده کړې.

د لوګر ولایت کابل ته څېرمه پروت دی چې د محمداغې ولسوالۍ په شمول یو شمېر سیمو کې یې وسله وال طالبان فعال دي.

د کرکټ افغان لوبډله سبا له نیوزیلنډ سره د لوبې ډګر ته وځي

آرشیف/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې سبا شنبه افغانستان له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.

دا لوبه د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر اوسه د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا او استرالیا په وړاندې دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللې دي.

خو د نیوزیلنډ ټیم د سریلانکا او بنګله دېش په وړاندې دواړه لوبې ګټلې دي.

د افغانستان ټیم سبا په داسې حال کې له نیوزیلنډ سره سیالي کوي چې د دې ټیم توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د زنګانه د ژوبلېدو له کبله له نړیوال جامه ووت.

په غزني کې د کوچني اختر په ورځو کې شااوخوا ۲۰ ټرافیکي پېښې شوي

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په درېیو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته په ټرافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د مرکز غزني په اړوندو کې د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې د ۲۰ په شااوخوا کې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې په ترڅ کې يې دوه ماشومان وژل شوي او د دوو ښځو او ۷ ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان دي."

نوري زیاتوي، دغه پېښې له ټرافیکي قوانینو څخه د سرغړونې او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG