د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۵

افغانستان

د جوزجان په فیض اباد کې ۵۰ کورنۍ په سېلابونو کې بندې دي

ارشیف، د بدخشان د سېلاب یو انځور

د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې په فیض اباد ولسوالۍ کې ۵۰ کورنۍ له اقچې سینده په راوتلو سېلابونو کې ګیر پاتې دي.

د فیض اباد ولسوال الف شاه نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام شااوخوا اووه بجې د اقچې له سینده زورور سېلابونه راووتل چې په نتیجه کې یې په کوګلداش سیمه کې پنځوس کورنۍ اوس هم په سېل کې ګير پاتې دي.

د الف شاه په وینا، تراوسه د دې سېلابونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو نوموړی وايي، په داسې حال کې چې سیمه ییز مقامات د مرستې لپاره هېڅ راز امکانات نه لري، خلک غواړي چې یوه امن ځای ته په لېږدولو کې مرسته ورسره وشي.

په دې سېلاب کې ګیرې کورنۍ چې تر ډېره د طالبانو ضد پاڅونوال دي، وايي چې له یوې خوا طالبان او له بلې خوا سېلابونه دوی او د دوی د کورنیو ژوند ته ګواښ کوي.

چارواکي: په فاریاب کې د طالبانو له زندانه لسګونه بندیان ازاد شوي

په فاریاب کې له طالبانو راخوشې شوي زندانیان

امنیتي چارواکي په فاریاب کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندانه د لسګونو بندیانو د ازادولو خبر ورکوي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په په ملاتړ د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره کړل، ۸۳ بندیان د طالبانو له منګولو وژغورل شول.

د هغه په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې زندان ساتونکي ووژل شول او درې نور ژوندي ونیول شول.

رضایي زیاته کړه چې د طالبانو له بنده په ازاد کړای شویو کې د داعش لس بهرني وسله وال هم شامل دي چې د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوي او پاتې امنیتي منسوبین او ملکي وګړي امن ځای ته لېږدول شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو د خوشې شویو بندیانو تصویرونه هم له رسنیو سره شریک کړي دي.

د سولې حرکت: طالبانو مو له بیول شویو غړو سره د چلند په اړه ډاډ راکړی

ارشیف، د سولې د ولسي حرکت د غړو یو انځور

د سولې ولسي حرکت وایي چې په هلمند کې د دوی د نیول شویو کسانو په اړه یو شمېر طالبانو دوی ته ډاډ وکړی دی چې بد چلند به ورسره نه کېږي.

د سولې د ولسي حرکت د رسنیو د برخې مسؤل باچا خان مولاداد ازادي راډیو ته وویل:

"تراوسه موږ په خپله د طالبانو له مسؤلینو سره خبرې کړي، هغوی راته وایي چې د هېڅ تشویش خبره نه ده، تاسو مطمیئن اوسئ، کومه خبره نه شته."

د سولې ولسي حرکت د تېرې پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه څخه د نادعلي، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو په لور حرکت پیل کړ، یوه ورځ وروسته دې حرکت اعلان وکړ چې طالبانو د دوی ۲۴ غړي چې ۴ یې مخکې او ۲۰ نور یې ورپسې په یوه نامعلوم لوري بوتلل.

د سولې ولسي حرکت تېرکال په لښکرګاه کې پیل شو او هدف یې د جګړې ښکېلو غاړو ته د سولې د پیغام رسول دي.

خلیلزاد: امریکا به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې امریکایي ځواکونه به خپل متحدان په افغانستان کې یوازې پرې نږدي.

خلیلزاد دا ژمنه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو له یو شمېر نورو مشرانو سره پرون په بروکسل کې د یوې غونډې پرمهال وکړه.

تر دې لیدنې کتنې وروسته خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې موږ افغانستان ته یوځای تللي یوو او که ترې وځو یوځای به وځو.

خلیلزاد تر اوسه له طالبانو سره شپږ ځله د تړلو دروازو شاته په قطر کې لیدلي دي او دا پنځم ځل دی چې دی د ناټو مشران له دې خبرو خبروي.

افغان پولیس په لوګر کې د مشکوکو ترهګرو د نیولو خبر ورکوي

د لوګر مرکز پل علم

افغان پولیس په لوګر کې د درېیو مشکوکو ترهګرو د نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګندوي چې د اختر په لومړۍ ورځ د لوګر د مرکز اړوند په ناصر کلي کې د عملیاتو پرمهال دوه ترهګر وژل شوي او درې نور نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا، د دې عملیاتو پرمهال یو شمېر پوځي تجهیزات هم پولیسو ترلاسه کړي دي.

د حکومت مخالفو وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت د دې کسانو نومونه هم افشا کړي دي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دوی عکسونه خپاره کړي دي.

نن د استرالیا او ویسټ اندیز د کرکټ ټیمونه د لوبې ډګر ته وځي

Australia -- Afghan captain Mohammad Nabi plays a sweeper which is caught out by Australia's captain, as wicketkeeper Brad Haddin (L) watches on, during their Cricket World Cup match in Perth, March 4, 2015

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن استرالیا او ویسټ اندیز ټیمونه له یو بل سره لوبه کوي.

پرون هند د جنوبي افریقا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

دا د کړکټ د روان نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د هند لومړۍ لوبه وه، خو جنوبي افریقا له دې مخکې له انګلند او بنګله دېش سره دوه لوبې کړې وې چې دواړه یې بایللې دي.

پرون بله لوبه د نیوزیلنډ او بنګله دېش ترمنځ وه چې نیوزیلنډ وګټله.

افغانستان هم په دې جام لوبو کې دوه لوبې کړي، یوه له استرالیا او بله له سریلانکا سره چې دواړه یې بایللي او بله لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له نیوزیلند سره کوي.

افغانستان سریلانکا ته د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله

ارشیف، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځیني لوبغاړي

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان پرون سریلانکا ته د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

په پرونۍ لوبه کې سریلانکا وکولای شول چې ۲۰۱ منډې هدف وټاکي، خو د افغانستان لوبډلې په ۳۳م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټیم‌یې ځینې کمزورۍ درلودې چې یو شمېر حل شوې او هڅه کوي چې نورې ستونزې هم هوارې شي.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ د نیوزیلاند له ټیم سره ده.

د دې سیالیو په لړ کې نن د هندوستان لوبډله له جنوبي افریقا او بنګله‌دېش له نیوزیلاند سره لوبه کوي.

پروان ولایت کې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد نیول شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې پروان ولایت

د پروان پولیسو په دې ولایت کې د پام وړ اندازه چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د سیدخېلو ولسوالۍ په یو کور کې یې په څلور بوجیو کې د امونیم نایترېت چاودېدونکي مواد موندلي دي.

خبرپاڼه وايي، ترورېستانو غوښتل له دې موادو د بمونو په جوړولو کې کار واخلي.

د دې چاودېدونکو موادو په تړاو د چا د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

سټولټنبرګ: د افغان ځواکونو پياوړتیا، افغانستان سولې ته رسوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي، د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او تجهیز د افغانستان د جګړې د سوله‌ییز هواري فرصتونه پیاوړي کوي.

ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازو غونډې ته وویل، د افغان ځواکونو پیاوړتیا افغانستان یوې داسې سولې ته رسوي چې د دې هیواد ټول وګړي یې هیله لري.

دا غونډه تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام د ژمنې د پخلي لپاره جوړه شوې وه.

په غونډ کې د ناټو غړو او متحدانو یو وار بیا ډاډ ورکړ چې د نړیوال ملاتړ د صندوق له لارې به د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، د روان کال د مې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې، بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه میلیارده او ۸۰۰ میلونه ډالره مرسته کړې ده.

افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې لویه برخه‌یې له وسله‌والو طالبانو، داعش وسلوالې ډلې او شا او خوا شلو نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

وسله‌والو طالبانو د سولې ولسي حرکت ۶ غړي خوشې کړي

د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي

د افغانستان د سولې ولسي حرکت وايي وسله‌والو طالبانو يې ٦ ملګري خوشې کړې دي.

خو دغه حرکت وايي، لا هم د خپلو ٢٠ نورو ملګرو په اړه معلومات نه‌لري چې څلور ورځې مخکې يوځاى د هلمند موسى کلا ولسوالۍ ته ورغلي وو.

د سولې ولسي حرکت د اړيکو مسؤل باچا خان مولاداد نن سهار رسنيو ته په وېډيويي پيغام کې وويل: "نن څلورمه ورځ کېږي چې زموږ ملګري د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ته تللي. اندېښنه دا ده چې دې څلورو ورځو کې طالبانو په رسمي ډول تأیید کړې نه‌ده چې زموږ ملګري ورسره دي."

د مولاداد په خبره د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې هدف موسی کلا ته ولاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي.

د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو سیمو ته تللي او د سولې او اوربند غږونه‌یې پورته کړي.

دې ډلې چې لومړی یې شمېر اووه کسه و د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې له لښکرګاه د سولې د غږ د اوچتولو په هدف د افغانستان شمال ته پلی حرکت وکړ او د لارې په اوږدو کې لسګونه کسان ورسره ملګري شول.

خلیل‌زاد له جرمني چارواکو سره د سولې پر بین‌الافغاني خبرو، خبرې وکړې

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد له لوړپوړو جرمني چارواکو سره د افغان سولې او بین‌الافغاني خبرو په اړه خبرې کړي.

خلیل‌زاد نن سهار په ټویټر باندې لیکلي چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یې د پرون او وړمې ورځې خبرې رغنده وې.

خلیل‌زاد ویلي چې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هکر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس میکایلیس او د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي مارکوس پوتزل سره‌یې لیدلي.

هغه ویلي له جرمني چارواکو سره‌یې په دې خبرې کړي چې څه کولای شو څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

ښاغلي خلیل‌زاد همداراز ویلي چې د جرمني په کوربه‌توب د افغان سولې لپاره د امریکا-اروپا د یوه ګروپ غونډه هم وشوه.

هغه ویلي چې د دغه ګروپ د غونډې تمرکز د سولې پروسه او راتلونکې بین‌الافغاني خبرې وې چې کوربه‌توب یې جرمني او قطر کوي او د اسلو په مجمع کې هم پرې بحث کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې او څو نورو هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړى دى.

هغه تر جرمني مخکې د يکشنبې په ورځ په پاکستان کې و او ټاکل شوې افغانستان، متحده عرب اماراتو، قطر او بلجيم ته هم لاړ شي.

تمه ده دی افغانستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.

خليلزاد د طالبانو له استازو سره شپږ وارې خبرې کړې دي، خو تر اوسه دغه ډله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته نه‌ده حاضره شوې.

کندهار: د طالبانو د ۲ قوماندانانو په ګډون ۸ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

د کندهار ۲۰۵م اتل قول اردو وايي، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

وسله‌وال د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې د ارزګان د خلج په سېمه کې له منځه وړل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ګېزاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال پرون په وژل شویو وسله‌والو کې د ملا کریم الله او ملاخالد په نوم د وسله‌والو دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

غني:‌ غواړم د کابل او اسلام‌آباد تر منځ نوې تاریخي پاڼه پرانېزم

ولسمشر غني

ټاکل شوې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مياشت کې دننه پاکستان ته سفر وکړي.

ولسمشر غني نن د اختر په مناسبت په جمهوري ریاست ارګ کې د خبرو پر مهال وويل چې د چنګاښ مياشتې په شپږمه نېټه اسلام اباد ته ځي چې د ده په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ نوې تاریخي پاڼه پرانېزي:​ "تدبير، زغم او منسجم تفکر ته اړتيا ده چې یوه تاریخي پاڼه پرانېستل شي. پر وخت باید پر مخ ولاړ شو چې د عملي لارې يوې نقشې ته ورسېږو او نتيجه يې د افغان او پاکستاني ملتونو د اعتماد وړ وي."​

ولسمشر غني تېره اوونۍ د اسلامي همکاریو سازمان سرمشريزې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم ولیدل او د سولې د بهير په اړه یې خبرې وکړې.

همدا راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد تېره ورځ پاکستان ته خپل سفر پای ته ورساوه او ويې ویل چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د اسلام‌اباد همکاري د سولې په ګټه ده.

اردوغان: له روسیې د راکټي سیسټم پېر د فشار له کبله نه لغوه کېږي

آرشیف، ولسمشر اردوغان. March 31, 2019

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد به یې له روسیې څخه د دفاعي راکټي سیسټم پېر د امریکا او ناټو د فشار له کبله نه لغوه کوي.

د ترکيې انادولو خبري اژانس د اردوغان له قوله راپور ورکړی چې له روسیې سره د «اېس څلور سوه» راکټونو د پېرلو توافق شوی دی او انقرې د دې توافق د عملي کولو پرېکړه کړې ده.

ده نن د اختر تر لمونځ وروسته له خبريالانو سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پيټرياټ راکټونو د پيرلو په اړه د امريکا وړانديز د روسیې تر وړانديز ښه نه وو.

له روسیې د دفاعي راکټي سیسټم د پیرلو په اړه د انقرې توافق د ترکيې او امریکا تر منځ اړيکې ترینګلي کړي دي.

تردې مخکې د امريکا په دفاع وزارت کې د نړيوال امنیت په برخه کې سرپرستې مرستيالې کاترين ويبارجر تېره اوونۍ ويلي وو چې د ترکیې له‌خوا له روسیې څخه د دفاعي راکټي سيستم پیرل به ناوړه پایلې ولري.

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې چاودنې2 کسان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د اختر په لومړۍ ورځ په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پوليسو وياند احمد جاوېد بشارت نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په نهرین ښار کې شوې.

پر موټر سايکل ځای پر ځای شوی ماین داسې مهال وچاودېد چې لمونځ کوونکي د اختر له لمانځه وروسته له جوماته راوتل.

د چاودنې په نتيجه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. ټول يې ملکي کسان وو.

ده زیاته کړه چې ټپيان د نهرین مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د دې پيښې مسئولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه‌دی اخېستی.

خو په افغانستان کې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او داعش ډلې حملې په دې وروستیو کې زیاتې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG