د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۸

افغانستان

د ناټو عمومي منشي د رسنیو پر ضد هر ډول تهدید غندلی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ​ د رسنیو پر ضد هر ډول تهدید غندلی دی.

ینس سټولټنبرګ نن د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د خبري کنفرانس پر مهال په دې اړه داسې وویل: "موږ ژورنالېستانو ته هر ګواښ محکوموو، ځکه دا یو اساسي ډموکراتیک حق دی چې ژورنالېستان د بیان ازادي ولري. راپور ورکړي او په کومه طریقه چې هغوی غواړي کار وکړي. دا د ناټو لپاره یو اصلي ډموکراتیک ارزښت دی. موږ لیدلي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې خبریالان وژل شوي او دا ډېره مهمه ده چې د هغوی د حقونو لپاره ودرېږو."

همداراز په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا یوناما پر ټويټر لیکلي چې د طالبانو له دې تهديده سخته اندېښنه لري.

تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو وغوښتل چې د افغان خبریالانو پر وړاندې تهدید ونه‌کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو پر ضد نشرات بند نه‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.

بنګله‌دېشی لوبغاړی: ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو

بنګله‌دېشی لوبغاړی شکیب‌الحسن

د بنګله‌دېش لوبغاړی شکیب‌الحسن وایي‌، ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو.

شکیب‌الحسن افغانستان سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

۵۱ منډې یې وکړې او پنځه افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.

هغه له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ډاډه نه‌و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده."

دا پنځم ځل دی چې بنګله‌دېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.

د ۲۰ ولایتونو ترمنځ لوبې پکتیا، کندهار او کندز کې پیل شوې

ارشیف، د خوست لوبغالی

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اووریزې لوبې تېره ورځ په پکتیا، کندهار او کندز ولایتونو کې پیل شوي دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې به ۱۳ ورځې دوام وکړي: "تېره ورځ د کرکټ لوبې په‌دې لړۍ کې هلمند لوبډلې نیمروز لوبډلې ته د ۸۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه، دغه لړۍ به ۱۳ ورځې دوام وکړي."

نوموړي وویل، د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.

د فوټ‌سال لوبډله د ۲م مقام د ترلاسه کولو وروسته کابل راستنه شوه

د فوټ‌سال لوبډله

د افغانستان د ۲۰ کلونو کم عمره د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د دوهم مقام د ترلاسه کولو وروسته نن د سې شنبې په ورځ کابل راستنه شوه.

د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د فوټ‌سال افغان لوبډله نن سهار د حامد کرزي په هوايي ډګر کې راښکته شوه او د ښه راغلاست لپاره‌يې پراخه ترتیبات نیول شوي وو.

دی وايي: "د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه، د دوی د هڅونې لپاره یوه پراخه غونډه هم جوړه شوې وه."

د اسیا د فوټ‌سال جام په سږنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.

د دغو لوبو په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ وو چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې دا سیالۍ بایلوده.

افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه، خو له ایرانه‌یې ماته خوړلې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټ‌سال په اسیايي سیالیو کې دوهم مقام خپلوي.

کورنیو چارو وزارت عبدالحمید خراساني نیولی

عبدالحمید خراساني

پولیسو عبدالحمید خراساني نیولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وويل چې خراساني د هېواد او سیمې په کچه له خطرناکو او لویو مجرمینو څخه دی.

د رحيمي په وینا خراساني نن تر ماسپښین مخکې په داسې حال کې ونيول شو چې نن‌يې غوښتل په کابل ښار کې د لاریون پر مهال له پولیسو سره نښته وکړي.

د رحیمي په وینا عبدالحمید خراساني د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په لېست کې شامل و او څو ځلې يې له پولیسو سره نښته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، خراساني له سوداګرو په باج اخیستلو، په ګڼو اختطافونو، وژنو، شوکو، لارې نيولو او زورواکي تورن دی.

رحيمي زیاته کړه چې خلکو ته د ښکنځلو، د حرمت بې‌احترامي، د افغانستان بیرغ ته د اور ورته کولو جرمونه له هغو جرایمو دي چې خراساني مستقیم لاس په‌کې لري.

افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې به ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي

ارشیف، د خوست غنم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروې له مخې سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي: "په ټوله کې د افغانستان اړتیا څه باندې ۶ میلیونه مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه شوې چې له ۵،۱ میلیونه مټریک ټنه غنم به تولید لرو چې دا د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیي چې په‌دې اساس افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی."

د یادونې وړ ده چې روان کال کې افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې روان کال کې به د غنمو کمښت شااوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.

دغه‌راز ټاکل شوې ده، روان کال پر بزګرانو د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو غنمو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه لوړه شي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخاباتو ته ۴ تنه کاندیدان دي

ارشیف، ولسي جرګه

د ولسي جرګې د رئیس لپاره په دوهم پړاو انتخاباتو کې څلورو کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

فاطمه عزيزي، واقف حکیمي، میر افغان صافي او جاوېد جیحون هغه څلور کاندیدان دي چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره به سيالي وکړي.

د دې موضوع په اړه نن د سې شنبې په ورځ بیا هم په ولسي جرګه کې بحثونه دوام لري او نن وروسته ښايي د رأیو لپاره صندوقونه کېښودل شي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې یوه ناندریزه رأیه باطله وګڼله او اعلان‌یې وکړ چې نن د سې شنبې په ورځ به د دوو نویو کسانو ترمنځ د انتخاباتو دوهم پړاو وشي.

ولسي جرګې همداراز ملک قیس نوراغا د دې جرګې د مؤقت رئیس په توګه وټاکه.

کابل کې د امريکا سفیر: طالبان دې افغان خبريالان نه‌تهديدوي

په کابل کې د امريکا سفیر جان بس

په کابل کې د امريکا سفیر له طالبانو غوښتي چې افغان خبريالان دې نه‌تهديدوي.

جان بس د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د خبريالانو او ملکيانو پر وړاندې تاوتریخوالی به افغانستان ته امنیت او فرصت نه‌راولي او نه به هم له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي.

د امریکا سفیر جان بس همداراز لیکلي چې فعالې رسنۍ د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ثبوت دی.

ده همداراز ویلي چې خبريالي جرم نه‌دی او دا په نړۍ کې د ټولنې ګټور خدمت دی.

دا وروسته له هغه چې وسله‌‌والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد دې دولتي اعلانونه نه‌خپروي.

دا اعلانونه له خلکو غواړي چې که د طالبانو مشکوک فعالیت وویني، چارواکو ته دې خبر ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې دغه نشرات بند نه‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.

د افغان رسنیو مدافع ادارې یا نی د طالبانو دا اعلامیه غندلې او له حکومته‌یې غوښتي چې د رسنیو د خوندیتوب په خاطر دې کلک اقدامات وکړي.

جوزجان کې یوه وسله‌وال ولسي پاڅون کوونکي خپل ۶ همکاران وژلي

د افغانستان په نقشه کې د جوزجان ولایت

د جوزجان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه یوه وسله‌وال ولسي پاڅون کوونکي خپل شپږ همکاران وژلي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون‌والو په امنیتي پوسته کې شوې او حمله کوونکی له طالبانو سره یوځای شوی دی.

ده وويل چې په پېښه کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د دې امنیتي پوستې تجهیزات هم د دغې ډلې کسانو ته په لاس ورغلي دي.

کابل کې اعتراض کوونکو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغو اعتراض کوونکو ته چې نن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر اشرف غني د کار دوام پر ضد د مظاهرو پلان لري خبرداری ورکړی چې عامه نظم دې نه‌اخلالوي.

د کورنیو چارو وزارت په‌دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې مظاهره د ټولو هېوادوالو مدني حق دی، خو هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې په‌دې جریان کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړي.

په بیان کې همداراز ویل شوي دي چې مظاهره‌چیان د وسلو د لېږد اجازه هم نه‌لري.

د فراه په ۳ ولسوالیو کې نظامي عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف/ په هرات کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له درېيو ورځو راهيسې د دې ولایت په بالابلوک، بکواه او پشت رود ولسوالیو کې نظامي عملیات شوي دي.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي ازادي راډیو ته وويل چې د دغو عملیاتو پر مهال د دولت د وسله‌والو مخالفانو ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد په‌دې ولسوالۍ کې د سختو نظامي عملیاتو خبر ورکړی دی.

د ده په وینا په دغو عملیاتو کې شیوان، ګرانی او ګنج اباد سیمې له مخالفینو تصفیه شوي دي او د دوی ګڼ مرکزونه له‌منځه تللي دي.

دا عملیات په فراه ولایت کې د ځای پر ځای بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پر مخ ځي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

ولسي جرګه له نویو نوماندانو د خپل رئیس ټاکلو لپاره رای ورکوي

ارشیف، ولسي جرګه

ولسي جرګه له نویو نوماندانو څخه د خپل رئیس د ټاکلو لپاره نن د سې شنبې په ورځ په دوهم پړاو کې رأیه ورکوي.

وروسته له څلور ورځني جنجاله، په‌دې جرګه کې د پرونۍ رأيو په نتيجه کې په تېرو انتخاباتو کې یوه ناندریزه رأيه باطله اعلان شوه.

د ولسي جرګې مؤقت رئیس محمد عالم ساعي د رأی اچونې په پای کې وويل چې هېڅ‌څوک د لومړي پړاو ګټونکی نه‌دی: "د کورنیو دندو د اصولو د اتمې مادې له مخې هېڅ‌څوک په لومړي پړاو کې نه‌دی بریالی شوی، نو د کورنیو دندو د اصولو پر اساس موږ او تاسې له خیره د انتخاباتو د دوهم پړاو پر لور ځو."

همداراز د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ملک قیس نوراغا د نوي رئیس تر ټاکل کېدو پورې د ولسي جرګې مؤقت رئیس وټاکل شو.

په لومړي پړاو انتخاباتو کې میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي سيالي وکړه چې په نتيجه کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ رأیې وګټلې.

۱۲۴مه رأیه په دې دلیل باطله شوه چې پر پاڼه‌یې اضافي ټکی ايښودل شوی و او د لانجې لامل شو.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره جنجالي رایه باطله اعلان شوه

ارشیف، ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې غړیو نن د دوشنبې په ورځ د هغې یوې رأی په اړه رأی واخېستې او هغه یې باطله کړه چې د دې جرګې د ریاست پر سر د لانجې د هواري یوه برخلیک ټاکونکې رایه بلل کېده.

نن په رای ګیري کې ټول ۲۲۹ وکیلان حاضر وو.

عالم ساعي چې د ولسي جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، د رایو نتیجه داسي اعلان کړه: "نوي د تأیید، ۱۲۰ رد، ۱۶ باطلې او درې سپینې ورکړل شوې."

نن د دوشنبې په ورځ پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره تر راتلونکو انتخاباتو پورې د دې جرګې تر ټولو سپین ږیری غړی ملک قیس نوراغا د مؤقت رئیس په توګه کار مخ ته یوسي.

د میر رحمن رحماني او د کمال ناصر اصولي ترمنځ د دې جرګې د ریاست پر سر لانجه له تېرو څو اونیو راهیسې روانه وه چې کله هم له اخ و ډب سره مله وه.

د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله کابل ته راځي

د فوټ‌سال تر شل کلنو کم عمره اتلولیزو لوبو کې د افغان ټیم

ټاکل شوې چې د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله سبا کابل ته راستنه شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسول شفیع شاداب نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فوټ‌سال افغان لوبغاړي به سبا سې شنبه سهار د کابل په هوايي ډګر ښکته شي او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي دي.

نوموړي وویل چې د ښه راغلاست په‌دې مراسمو کې به عام افغانان هم ګډون ولري.

د اسیا د فوټسال د اتلولي سیالۍ د اسیا د دولسو لوبدلو ترمنځ پیل شوې وې چې افغانستان يې دوهم مقام خپل کړ.

په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ و چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې سیالۍ بایلوده.

افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ماتې ورکړې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي سیالیو کې دویم ځای ته رسېږي.

بل‌خوا د افغانستان د فوټ‌سال د ملي لوبډلې لوبغاړی مهدي نوروزي د ایران د فوټ‌سال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي نوروزي د یو کال لپاره د ایران د فوټ‌سال په غوره‌لیګ سیالیو کې د مقاومت البرز په لوبډله کې لوبیږي.

یاده لوبډله د ایران د فوټ‌سال د غوره لیګ سیالیو ښه لوبډله بلل کېږي.

نی: روان کال د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو ۹ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو د ملاتړ ټولنه یا نی وایي چې د روان کال له پیل راهیسې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو نهه پیښې ثبت شوي دي.

یو خبریال وژل شوی، یو ټپي شوی، شپږو ته ګواښونه شوي او پر یوه حمله شوې ده.

نی دغه شمېرې وروسته له هغې ورکوي چې طالبانو په یوه نوې خبرپاڼه کې هغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډلې په وینا د دوی پر ضد تبلیغات خپروي.

په‌دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، یو شمېر راډیو ګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو ته چې د پیسو په بدل کې د حکومت اعلانونه خپروي، تر یوې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې دغه فعالیتونه بند کړي که‌نه هغه به د دښمن استخباراتي وسیلې وبولي او خبریالان او نور کارکوونکي به یې خوندي نه‌وي.

نی د طالبانو دغه خبرداری غندلی او د افغانستان له حکومته یې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره پیاوړي اقدامات وکړي.

له سوریایانو وروسته افغانانو په اروپایي هېوادونو کې ډېره پناه غوښتې

ارشیف، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ځوانان

تېر ۲۰۱۸ میلادي کال له سوریایانو وروسته ډېرو افغانانو د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي.

د دغې اتحادیې د پناه ورکولو د چارو ادارې EASO د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۶۶۵ زره کسانو له اروپایي هېوادونو د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د وړم ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې لس کموالی ښیي.

د سوریایانو شمېر ۸۵ زره او د افغانانو ۴۷ زره او ۲۵۰ تنه ښودل شوی.

جرمني بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه هېواد بلل شوی چې ډېرو کسانو ورڅخه د پناه غوښتنه کړې، په دوهم ځای کې فرانسه ورپسې یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.

بغلان: د طالبانو له‌خوا د شمرق مجسمو د له منځه وړلو مخه نیول شوې

د پلخمري په ختیځ کې هغه سیمه چېرته چې د شمرق لرغونې مجسمې موجودې دي.

د بغلان پولیس وایي، د طالبانو د هغه برید مخه یې نیولې چې غوښتل یې د پلخمري په ختیځ کې د شمرق لرغونې مجسمې له منځه یوسي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار وختي د دغو لرغونو مجسمو د ساتنې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې امنیتي ځواکونو یې ډېر ژر مخه ونیوله.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې طالبان له سیمې تښتیدلي او امنیتي ځواکونه یې په تعقیب پسې دي.

د شمرق لرغونې مجسمې چې په یوه غره کې کښل شوې، د څو انسانانو او د فیلانو، اسونو او ښامارانو په ګډون د حیواناتو او د یوې ونې دي.

دغه مجسمې چې د سیمې اوسیدونکي یې «رګ بي بي» بولي شاوخوا ۴۰ کاله مخکې کشف شوې او ځینې یې د نامعلومو کسانو له‌خوا تخریب شوې دي.

دغه لرغونې مجسمې د پلخمري په تر ټولو امن سیمې کې دي چې له دې مخکې یې پر امنیتي پوستې حمله نه‌ده شوې.

مسؤلین: په سمنګان ولایت کې دوه شنې خونې جوړې شوې

د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د ۹۰۰ متره مربع په مساحت دوه شنې خونې جوړې او پرانيستل شوې.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد رحمان ارغندیوال ازادي راډيو ته وویل چې له دې شنو خونو هدف په دې ولایت کې د سبزیجاتو ترویج او د باغدرانو اقتصادي پراختیا ده.

ده وویل: د شنو خونو په جوړولو سره موږ کولای شو چې په هر موسم کې تازه سبزیجات ترویج کړو، ځکه له یوې خوا کمو اوبو ته اړتیا لري او له بلې بزګرانو ته لوړ قیمت کوي.

د ښاغلي ارغندیوال په خبره، په دې شنو خونو کې به تر ډېره رومي بانجان او بادرنګ کرل کېږي او ټاکل شوې چې د دې ولایت د یو شمېر بزګرو مېرمنو لپاره په راتلونکو ورځو کې لس نورې شنې خونې هم جوړې شي چې دوی به په کې د ځمکنیو توتانو کښت کوي.

د سوداګرۍ خونه د کابل- شارجې د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي

د افغانستان د یوه هوايي دهلېز یو انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او شارجې ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي.

د دې خونې ویاند جان اقا نويد نن ازادي راډيو ته وویل چې نن به شارجې ته په لومړي پرواز کې دوه ټنه ګیلاس او زردالو انتقال شي.

دی وایي: ټاکل شوې چې له دې وروسته د افغانستان محصولات شارجې ته هم انتقال شي او په یاد هېواد کې که څوک علاقه ولري چې افغاني مېوې او نور زراعتي توکي وپیري، نو کولای شي چې هملته يې لاسته راوړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د هوايي دهلېزونو په وسیله له افغانستانه په زیاته اندازه وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، قره قل او یو شمېر نور هند، چین، دبۍ، ترکیې، شارجې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.

سروې: له ۲۰۱۲ د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۳نیم میلیونه افغانان بېځایه شوي

ارشیف، د افغان کډوالو ماشومانو یو انځور

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۱۲ د تېر ۲۰۱۸ کال ترپایه په ټول افغانستان کې د جګړو او نورو ستونزو له کبله شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري دغه څرګندونې پرون له ازادي راډیو سره د هغې سروې په اړه وکړې چې د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM له خوا شوې او نتیجه یې په دې وروستیو کې خپره شوې ده.

ښاغلی انصاري وایي، دغه سروې له دوی سره مرسته کوي چې بېځایه شویو کډوالو ته مرستې په سمه توګه ورسوي.

که څه هم انصاري ونه ویل چې تراوسه یې له بېځایه شویو سره څه ډول مرستې کړې، خو په هېواد کې دننه د مختلفو سیمو بېځایه شویو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تل پر حکومت دوی ته د نه پاملرنې په خاطر انتقاد کړی دی.

د دې وزارت په وینا، په افغانستان کې د بېځایه شویو او هغو کسانو شمېر چې په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، اووه میلیونو تنو ته رسېږي.

چارواکي: په لوګر کې ۲ ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دوه وسله وال ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر پرون یکشنبه په یوه خپره کې خبرپاڼه کې وویل چې دغه پېښه د شنبې ماښام مهال د زرغون ښار د کاریز سعید په سیمه کې شوې او وژل شوي کسان طالبان وو.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ چې مهم موقعیت لري، محاصره هم تنګه کړې ده.

د سوک وهنې فدراسيون د سکرټر جنرال د وژنې څېړنې پيل شوي

ارشیف، افغان پولیس

د کابل امنيتي چارواکي وايي، د افغانستان د سوک وهنې د فدراسيون د سکرټر جنرال د وژنې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

حميد الله حميدي نن د کابل د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دغه پېښه تأييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.

د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلى.

په غزني کې سلګونو کسانو د هدفي وژنو په خلاف لاریون وکړ

په غزني کې د هدفي وژنو پرضد لاریون

د یکشنبې په ورځ په غزني کې سلګونو تنو مدني فعالانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ولسي خلکو په داسې حال کې یوه ولسي مظاهر وکړه چې د یوه وژل شوي مدني فعال مړی یې له ځان سره انتقالاوه.

دوی دغه مړی په ښار کې له ګرځېدو وروسته له غزني ښاره د پښتون اباد سیمې ته پلې یووړ او د کابل- کندهار لاره یې د څه وخت لپاره وتړله.

دغو مظاهره چیانو د غزني د محلي او نظامي ادارو پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې په دغه ځای کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

وژل شوی مدني فعال نقیب الله خاکسار د ژوند مدني ټولنې د یوه بنسټ مشر و چې د شنبې په ورځ په خپل کار ځای کې د ناڅرګندو کسانو له لوري ووژل شو.

په دغه پېښه کې درې تنه ټپیان شوي هم وو.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ډېری وخت د ښار په منځ کې امنیتي سرتېري، دولتي کارکوونکي، مدني فعالان، قومي مشران، ځوانان او مخور د ناڅرګندو کسانو له لوري په نښه کېږي.

غزني کې د سلطان محمود غزنوي د زیارت په دروازه کې بمي چاودنې شوې

د سلطان محمود غزنوي د زیارت دروازه. عکس حبیب الرحمن تأثیر اخېستی.

د غزني سلطان محمود زیارت مینجور وايي، د دغه زیارت په دروازه کې نن د یکشنبې په سهار دوه چاودنې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې.

د سراج احمد په نوم دغه سپین ږیري منجور ازادي راډیو ته وویل:"سهار شپږ نیمې بجې به وې چې لومړۍ چاودنه وشوه، زیارت ته راغلم، ګورم چې د زیارت دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، وینې توی وې نور خبر نه یم چې څه کیسه ده، خو بیا خلکو ویل چې دوه کسان روغتون ته انتقال شول، نه پوهیږم چې وژل شوي به وي که په ټپیان وي، خو دوه نفره وو."

دولتي چارواکي بیا وايي چې په دغه چاودنو کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي دی.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، زیارت ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، یوازې هغه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې چاودنې یې کولې.

نوري زیاتوي: "سهار وختي دوو کسانو غوښتل چې د سلطان محمود غزني په زیارت کې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو یو ماین چې دباندې یې ځای پر ځای کړی و او غوښتل چې دا بل زیارت ته د دننه انتقال کړي چاودنه یې ورباندې کړې ده چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او بو بل ټپي دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، هغه بل ماین د امنیتي ځواکونو له لوري کشف انتقال او چاودنه ورکړل شوې ده."

تر دې وړاندې د روان کال غوايي میاشتې په ۱۱مه نېټه په غزني کې د مشهور روحاني شخصیت شمس العارفین چې په شمس بابا مشهور دی زیارت هم په بمونو الوزول شوی وو چې تر اوسه پوري یې چا د الوزولو پړه پر غاړه نه‌ده اخېستې خو تر دې وړاندې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د باولحق صاب، د بابا ولي او د غزني مرکز ته څیرمه د سخي صاب زیارتونه هم په بمونو الوزولي وو.

سولې شورا: د بل پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه وښوده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بل پړاو مذاکرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکرو ته زمينه برابره کړي.

دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پرون ويلي چې له طالبانو سره به يې د مذاکرو بل پړاو راتلونکې شنبه وشي.

د سولې عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد نن په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "کومه ناسته چې د طالبانو د تحريک او ډاکټر صاحب خليل‌زاد ترمنځ کېږي، زموږ هيله او توقع دا ده چې دا به وکولاى شي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د تحريک ترمنځ د مستقيمو او رسمي خبرو اترو د لړۍ پيل شي او د دې تر څنګ افغانان دايمي سولې ته ورسېږي."

زلمي خليل‌زاد پرون په ټويټر کې ليکلي چې افغانستان او قطر ته يې سفرونو ته په پام سره ټول اړخونه د سولې په مسئله کې د چټګ پرمختګ غوښتنه لري.

زلمي خليل‌زاد تر اوسه د طالبانو استازو سره شپږ وارې د سولې خبرې کړې دي.

طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته نه دي حاضر شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG