د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۵

افغانستان

فاریاب چارواکي: د دوو رقیبو ډلو نښتې پای ته ورسیدې

د فاریاب چارواکي په دې ولایت کې په دوو رقیبو ډلو پورې تړلو د امنیتي چارواکو ترمنځ د وسله‎والو نښتو د پای ته رسیدو خبر ورکوي.

د فاریاب د بشري حقونو د کمېسیون مسؤل سید حفیظ الله فطرت ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت ته له کابله د ورغلي پلاوي او څو نورو خواوو د منځګړیتوب په نتیجه کې د جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي ګوندونو اړوند د دو قومندانانو د وسله‎والو ترمنځ نښتې پای ته ورسیدې.

"له نیکه مرغه دغه لانجه پرون پنځه بجې هواره شوه او تراوسه وضعیت ارام دی. په فاریاب کې سوله او من ټینګ دي او د فاریاب خلک دې اندیښمن نه وي."

له سیمې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د قیصار د امنیې قومندان نظام الدین قیصاري چې په جنبش ګوند او د فاریاب د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د مدیر احمد شاه ملنګ چې په جمعیت ګوند پورې تړلي دي د افرادو ترمنځ په نښتو کې چې دوه ورځې مخکې د میمنې ښار په دوهمه ناحیه کې پیل شوې وې، څلور تنه وژل شوي ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې پولیس هم شته.

له شماله اکثره وختونه د غیر مسؤلو وسله‎والو قومندانانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي چې د وروستې لانجې په څیر یو شمېر یې دولتي دندې هم لري.

عبادي: امریکا به د داعش پرضذ مبارزه کې د عراق ملاتړ وکړي

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په خپله لومړۍ لیدنه کې ده ته ډاډ ورکړ چې متحدایالات به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد په مبارزه کې د عراق د هڅو ټینګ ملاتړ وکړي.

عبادي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد ائتلاف په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وکتل.

عبادي وویل، دی فکر کوي چې د ټرمپ اداره به د بارک اوباما د ادارې په پرتله پراخو اقداماتو ته چمتو وي.

"د عراق او امریکا ترمنځ اړیکې زموږ لپاره حیاتي دي. موږ په جګړه کې او د اسلامي دولت ډلې داعش په وړاندې مبارزه کې ګډ شریکان یو."

عبادي وویل، که څه هم د عراقي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د اوباما د ادارې د هڅو په نتیجه کې داعش ډله له هغو سیمو چې نیولې یې وې، ایستل شوې خو د ده په وینا د اوباما حکومت د داعش ډلې پر ضد د مبارزې لپاره د نورو امریکايي ځواکونو د ځانګړي کولو په مسئله کې زړه نازړه و.

د عراق صدراعظم وویل، دی داسې تصور کوي چې د ټرمپ اداره به د ترورېزم پرضد مبارزه کې سخت اقدامات وکړي.

چارواکی: هلمند کې ۶ استخباراتي کارکوونکي وژل شوي

یو افغان چارواکی په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې د افغانستان د استخباراتو د ادارې د لږ تر لږه شپږ کارکونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هلمند والي حیات الله حیات اسوشټېډ پرېس خبرې اژانس ته ویل چې په دغه حمله کې چې تېر ماښام په ګرشک ولسوالۍ کې وشوه د استخباراتو اووه تنه نورکارکوونکي ټپیان شول.

بریدکوونکي په چاودیدونکو موادو بار موټر د ګرشک ولسوالۍ یوې امنیتي پوستې سره الوزولی دی.

د دغې حملې مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.


سالنګ کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ۴تنه وژل شوي

په جنوبي سالنګ کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

د پروان د امنیې قومندان جنرال محمدزمان مموزي آزادي راډیو ته وویل چې دغه اته تنه حرفوي وسله وال غله وو چې په یوه موټر کې یې له شماله کابل ته سفر کاوه او دوې ته له مخکې خبر ورکړل شوی و.

د هغه په وینا نښته هغه وخت پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د هغوی د نیولو لپاره اقدام وکړ.

د پروان امنیه قومندان د دغو کسانو د هویت په اړه زیات جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.

نن سې شنبه افغانستان کې ځانګړي جشنونه او مراسم ترسره کېږي

نن د نوي ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري یا حمل د لومړۍ ورځې په مناسبت په ټول افغانستان کې ځانګړي جشنونه او مراسم ترسره کېږي.

تر ټولو لوی او پرتمین مراسم په مزارشریف کې جوړ شوي و چې د آزادي راډیو د سیمه ییز خبریال مجیب الرحمن حبیبزي د راپور له مخې د دې مراسمو د په زرګونو ګډونوالو لپاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي وو.

د نوي کال لومړۍ ورځ د بزګر له ورځې سره هم برابره ده او سبا د وري په دوهمه هم په میلیونو زده کوونکو په سړو سیمو کې د ژمي له رخصتي وروسته بیرته ښوونځیو ته ځي.

بهرنیو چارو وزرات: افغانستان-پاکستان په خبرو کې پرمختګ شوی

د پاکستان له خوا د تورخم او سپین بولدک د لارو له خلاصېدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د بې توپیره او صادقانه همکارۍ ژمنې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي چې د سوداګري او ټرانزیټ په برخو کې رغنده همکاري د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولای شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم نن ازادي راډیو ته په خبرو کې تائید کړه چې د دواړو خواو په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوي او هیله من یو چې په یوه میاشت کې به یې د لومړنیو نتیجو شاهدان واوسو.

پاکستان له شاوخوا پنځو اونیو وروسته نن د تورخم او سپین بولدک لارې د مسافرو او موټرو پرمخ پرانستلې.

د افغانستان سترو ښارونو کې د نوروز جشن ته امنیتي تدابیر نیول شوي

د کابل په ګډون د افغانستان په سترو ښارونو کې نن د نوروز د جشن او مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدبیر نیول شوي دي.

په دې لړ کې د مزارشریف د ښار د امنیت او په ارامه فضا کې د نوروز د جشن د ترسره کېدو لپاره شاوخوا ۶ زره افغان سرتېري په دندو ګمارل شوي دي.

افغان ځواکونو پرون په مزارشریف کې هغه لارې د ترافیکو پرمخ وتړلې چې د حضرت علي رض مزار ته رسېږي.

په همدې حال ځینې نا تائید شوي راپورونه وايي چې کیدای شي ولسمشرمحمد اشرف غني هم په مزار شریف کې د نوروز په جشن کې ګډون وکړي.

م.م: د ۲۰۱۷م له پیله ۳۸ زره کسان خپل کورو پریښودو ته اړ شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، جګړو او تاوتریخوالي د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې تراوسه پورې څه د پاسه اته دېرش زره کسان خپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي چې زیاتره بې ځایه شوي کسان د کندز او بدخشان ولایتونو دي.

د راپورله مخې د بې ځایه شوېو ۵۷ په سلو کې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي چې جګړو او روان تاوتریخوالي خپلو سیمو پریښودو ته مجبوره کړي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د جګړو او تاوتریخوالي د دوام په صورت کې به د روان میلادي کال تر پایه د بې ځایه شوېو کسانو شمېره څلور نیم سوه زرو ته لوړه شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې شاوخوا ۶ نیم سوه زره کسان بې ځایه شوي وو.

د فراه او ایران پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیول شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د ایران او فراه ولایت پر پوله ۲۳ کېلوګرامه مخدره مواد نیولي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډيو ته وویل چې په نیول شویو موادو کې کریستال او هیرون شامل دي او په تړاو یې یو ایرانی وګری هم نیول شوی.

ښاغلي مهدي زیاتوي چې دغه کس د تېلو په ټانکر کې دغه مواد ځای پرځای کړي و او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي چې دا فغانستان سرحدي مامورینو نیولی دی.

د یادونې وړه ده چې له دې وړاندې هم ایراني اتباع د فراه ولایت څخه ایران هېواد ته د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

سنګري: ارزګان کې پر پوځي قرارګاه حمله کې ۱۲ سرتېري وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د ملي اردو پر مرکز په حمله کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري نن راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر دغه قرارګاه حمله کړې چې تر سهار یې دوام وکړ او بلاخره د جګړې په پایله کې قرارګاه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان غلام حضرت کاکړ هم د تېري شپي نښته مني خو د مرګ ژوبلي په اړه يي دقیق معلومات نه لري.

د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا وايي چې د ملي اردو مرکز ته نور تازه دمي ځواکونه رسیدلي او وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې تېره شپه يې د ملي اردو دغه مرکز په بشپړه توګه نیولی او پکې مېشت ټول د ملي اردو سرتېري يې وژلي دي.

وزیري: وسله والو مخالفینو۱۳۹۵کال کې ۲۳ زره حملې کړې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې وسله والو مخالفانو ۲۳ زره حملې کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شنډې شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري چې نن یې خبریالانو ته خپل کلنی راپور وړاندې کاوه وویل چې په همدې کال کې دښمنانو شوم اهداف درلودل چې ورته ونه رسېدل.

ښاغلی وزیري زیاتوي وسله والو مخالفینو غوښتل چې ۹ ولایتونو تر ولکې لاندې راولي، خو د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنه په بشپړه ډول له ماتې سره مخ شوي دي.

د بلخ ـ سمنګان پر لویه لاره د ټګر له امله ۹ تنه وژل شوي

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه د سمنګان ـ بلخ په لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن شاه خوا یوه بجه رامنځ شوې ده چې له امله یې درې تنه ټپيان شوي هم دي.

ښاغلي دراني زیاته کړه په مړه شویو کې دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.

د بلخ پولیس وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو کرولا ډوله موټر له یو ټانکر سره ټکر وکړ او د پېښې اساسي علت هم د کرولا موټروان ګړندی تګ او بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

داوري: د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه لا نه ده خلاصه شوې

د کندهار په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مقامات وايي چې پاکستاني لوري لاهم د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه نه ده خلاصه کړې.

د سپین بولدک د سرحدي پوليسو کمیسار محمد علي داوري څو شېبې مخکي ازادي راډیو ته وویل چې له پاکستاني کمیسارۍ سره يې اړیکه نیولې خو هغوی په ځواب کې وروته ويلي چي د دروازې دخلاصېدو په هکله کې تر اوسه د مرکزي حکومت امر نه دی تر لاسه کړی.

داوري وايي، دی هیله نه لري چي نن د ورځې تر پایه دي د سپین بولدک – چمن لاره خلاصه شي.

دا په داسې حال کي ده چې نن پاکستاني مطبوعاتو خبر ور کړ چې د دې هېواد صدراعظم د چمن او تورخم د دروازو د خلاصېدو امر ور کړی دی.

خادم زوی: ارزګان کې د خرما په نوم پوځي قرارګاه طالبانو نیولې

د ارزګان د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د مرکز ترینکوټ اړوند د خرما په نوم د ملي اردو قرارګاه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د دغې شورا غړي عبدالکریم خادم زوی ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دغه قرارګاه حمله کړې چې تر سهار یې دوام وکړ او بلاخره د جګړې په پایله کې قرارګاه د وسله والو طالبانولاسته لوېدلې ده.

ښاغلی خادم زوی زیاتوي چې په یاده حمله کې دواړه خواو تهدرانه تلفات اوښتي، خو په اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

نومړی وايي چې افغان امنیتي ځواکونو خپل یو شمېر سرتېري د هلیکوپټرو په مرسته مرکز ترینکوټ ته رانتقال کړي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د قرارګاه نیول مني، خو په اړه یې زیات جزئیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رستمي: جرمني افغانستان سره د ۲۰ میلیونو یورو مرسته وکړه

جرمني د افغانستان د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت سره ۲۰ میلیونو یورو مرسته وکړه.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د یادو مرستو تړون تېره اوونۍ لاسلیک شو.

ښاغلي رستمي زیاتوي دغه پېسې به د کار موندنې ملي پروګرام له لارې په بېلابېلو ولایتونو کې ولګول شي.

جرمني له دې وړاندې هم د کار موندنې له ملي پروګرام سره په لومړي او دویم پړاو کې ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG