د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۳۸

افغانستان

ولسمشر غني د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د تشکیل فرمان لاسلیک کړ

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د تشکیل فرمان لاسلیک کړ.

د ولسمشر ویاند اجمل عابدي آزادي راډیو ته وویل چې دا فرمان نن شنبه د ولسمشر له خوا لاسلیک شو.

که څه هم ښاغلي عابدي د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د تشکیل په اړه ډېر جزییات ورنه کړل؛ خو له دې مخکې د ملي وحدت د حکومت مشرانو د انتخاباتي اصلاحاتو راوړل د حکومت د رامنځته کېدو د موافقتنامې یو اصل بللی دی.

مدني ټولنو او عامو خلکو هم د انتخاباتي اصلاحاتو په راوړلو ټینګار کړی؛ خو د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونو ویلي چې له اصلاحاتو ملاتړ کوي؛ خو په دې نوم بله هره سیاسي لاسوهنه او غیر قانوني کار ورته د منلو وړ نه دی.

افغان او امریکايي چارواکي له افغانستانه د امریکايي پوځیا د وتلو په اړه خبرې کوي

له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د ایستلو مساله د یو شمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ راتلونکې اونۍ افغان چارواکي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د لیدنې کتنې پر مهال وڅیړي.

د امریکا د اوسني پلان له مخې باید د روان میلادي کال تر پایه د امریکایي ځواکونو شمیر پنځه زره پنځه سوو ته راښکته شي؛ خو امریکا وړاندیز کوي چې ښایي تر دې ډير پوځیان په افغانستان کې پریږدي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا غړی جیف ایګرز تیره ورځ وویل چې واشنګتن له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو ستراتیژي ته دوام ورکوي؛ خو د بدلیدلو امکان یې شته او ممکن تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم نژدې لس زره امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله نن واشنګټن ته ځي او هلته به د څلور ورځني سفر په ترڅ کې له امریکایي چارواکو سره پر دفاعي چارو وغږیږي؛ افغانانو ته د بهرنیو مرستو د سپارلو موضوع به یاده کړي او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو مساله هم په دې ملاقاتونو کې وڅیړل شي.

د ننګرهار والي عطاء الله لودین له خپلې دندې استعفاء وکړه

د ننګرهار والي مولوي عطالله لودین د ۱۳۹۴کال په لومړۍ ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.

والي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ده ډیره هڅه وکړه چې په دې ولایت د فساد مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ځينو ادارو کې اصلاحات راولي؛ خو په خبره يې په بشپړه توګه بریالی نه شو.

نوموړی په یادو برخو کې د پاتې راتلو لامل د مرکزي حکومت له خوا ده ته د کمو صلاحیتونو ورکړه او دارنګه د ده په چارو کې مداخله یاده کړه.

جواس خان، د ازادۍ راډيو د ۱۳۹۳ کال شخصيت غوره شو

جواس خان د ازادي راډیو د ۱۳۹۳کال د غوره شخصیت په توګه اعلان شو.

جواس د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ د خپلې معصومې لور د مړینې ستر غم په سینه کې پټ وساته او د رای ورکولو حوزې ته ولاړ؛ څو د کورنۍ نور غړي او دوستان له رای ورکولو پاتې نه شي.

آزادي را‌ډیو هغه کسان د کال شخصیت غوره کوي چې په افغانستان کې یې د ولسواکۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره عملا برخه اخیستې وي.

په تیرو کلونو کې ګل آغا شیرزی د ننګرهار پخوانی والي؛ د بشري حقوقو فعاله انارکلي هنریار؛ د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست؛ سندرغاړی فرهاد دریا، د بشري مرستو تنظیموونکې دغازی امان الله خان لور هندیه؛ د موسیقي د ملي انسټیټیوت رییس احمد ناصر سرمست او تېرکال د خیریه موسسې مشر احسان الله بیات د آزادي راډیو شخصیتونه وو.

د ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو ترمنځ خبرې ودرول شوې

د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هیوادونو امریکا، فرانسې، روسیې، برتانیې چین او جرمني ترمینځ اټومی خبرې چې د یکشنبې ورځې راهیسې د سویس د لوزان په ښار کې روانې وې؛ پرون ودرول شوې.

سره له دې چې دواړو خواوو وویل چې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی؛ خو کوم توافق ته د رسېدو خبره یې ونه کړه.

د دغو خبرو مقصد داسې یو توافق ته رسیدل دي چې په نتیجه کې یې د ایران اټومي پروګرام محدود او په دغه هېواد باندې لګول شوي بندیزونه لیرې کړای شي.

ایران وايي چې اټومي پروګرام یې یواځې سوله ییز اهداف لري؛ خو لویدیځ هیوادونه ګمان کوي چې تهران کیدای شي؛ د اټومي وسلې د جوړولو هڅې وکړي.

دواړو خواوو سره منلې چې د روانې مارچ میاشتې ترپایه یو مقدماتي توافق او د راتلونکې جون میاشتې ترپایه نهایي توافق ته سره ورسیږي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د یوې ښځې سوځونه وغندله

ملګري ملتونه په کابل کې د یوې ښځې د وحشیانه وژلو او سوځولو وروستۍ پیښه په شدیدو الفاظو غندي.

د فرخنده په نامه دغه اوه ویشت کلنه ښځه د پنجشنبې په ورځ د قرآن کریم په سوځولو تورنه او د شاه دوشمشېره جومات او زیارت ته نژدې ووژل شوه.

په افغانستان کې د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو استازې، الزیرا سګینباییوا، Elzir Sagynbaevaپه خپلې اعلامیې کې وايي؛ موږ په ځانګړې توګه هغو رپوټونو اندیښمن کړي یو چې وايي؛ دغه ښځه له څو کلونو راهیسې رواني ناروغه وه.

میرمن سګینباییوا زیاتوي چې هغومقدماتي رپوټونو چې وايي؛ په دغې پیښې کې یو شمېر تورن کسان نیول شوي؛ موږ ته ډاډ راکړی؛ خو په قتل کې ټول لاس لرونکي او مرستندوی کسان باید عدالت ته رکاږل شي.

ولسمشر غني د یوه نیالګي په کېنولو سره د نوي کال هرکلی وکړ

د افغانستان جمهور رییس د ارګ په باغ کې د یوه نیالګي په کینولو سره د نوي کال د پسرلي هرکلی وکړ.

د جمهوري ریاست اعلامیه زیاتوي چې جمهور رییس غني له ټولو افغانانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې لږترلږه د یوه نیالګي په کینولو سره خپل هېواد لا سمسور کړي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر امریکا ته ځي

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران د څلور ورځني سفر په مقصد نن امریکا ته روانیږي.

دا د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته امریکا ته د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله لومړنی سفر دی.

رپوټونه وايي چې افغان مشران به هڅه وکړي چې د سولې په برخه کې د واشنګټن بیا ملاتړ ترلاسه کړي او له اوږد مهالو مالي مرستو یې ډاډمن شي.

واشنګټن ته د افغان مشرانو د ورتګ په درشل کې د امریکا حکومت دې ته اشاره کړې چې په خپل هغه پلان چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه تقریباً ټول خپل عسکر له افغانستانه اوباسي؛ کیدای شي، له سره غور وکړي.

جیف ایګرز، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یو چارواکي وویل چې امریکا له افغانستانه د عسکرو د ویستلو ستراتیژي ته دوام ورکوي؛ خو د بدلولو امکان یې هم سته.

نړېوال وجهي صندوق او افغان حکومت په یوشمېر پلانونو باندې هوکړه وکړه

نړیوال وجهي صندوق پرون وویل چې د افغانستان او د دغې نړیوالې ادارې چارواکي د افغانستان په هغو پلانونو سره سلا شول چې د عایداتو ترلاسه کولو؛ د اداري فساد ضد مبارزي او د پیاوړي مالي سیسټم د جوړولو لپاره یې لري.

په دغه توافق کې کومه مالي مرسته شامله نه ده؛ خو د افغانستان او نړیوال وجهي صندوق چارواکي سره سلا شوي چې د پالیسي بدلون د بودجې د ښه کنټرول څخه پیاوړې بانکي څارنې ته اوچت کړي.

د افغانستان حکومت ترډیره په بهرنیو مرستو اتکا لري او د نړیوال وجهي صندوق چارواکو وویل چې مالي پلانونه یې ثبات پیاوړی کوي او نړیوالو مرستوته لاره اواروي.

د پغمان په نوروزي ماڼۍ کې نوروز ته د را رسیدو رسمي مراسم ترسره شول

د پغمان په نوروزي ماڼۍ کې نن د نوي کال او نوروز د را رسیدو رسمي مراسم ترسره شول.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې په دې مراسمو کې د افغان حکومت او ولسي جرګې یو شمیر استازو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون درلود .

د غوره حکومتدارۍ او اصلاحاتو لپاره د ولسمشرسلاکار احمد ضیا مسعود نن په دې غونډه کې د حکومت پر وسله والو مخالفو ډلو ږغ وکړ چې د سولې د هڅو له بریالي کیدو سره مرسته او ملاتړ یې وکړي.

د افغانستان حکومت د یوې ښځې د قتل او سوځولو پرونۍ پيښه په شدت غندي

د افغانستان حکومت په کابل کې د یوې ښځې د قتل او سوځولو پرونۍ پيښه په شدت غندي او وايي چې یوازې د دې هیواد محاکم د مجازات د تعین حق لري.

قهرجنو خلکو پرون مازدیګر یوه ښځه په دې تورچې د قران مجید یوه کاپي یې سوځولې وه ، په وهلو- وهلو ووژله اوبیا یې د هغې جسد وسوځاوه .

د دې ښځې کورنۍ ویلي چې هغې له څو کلونو راهيسې رواني ناروغي درلوده.

ولسمشرمحمد اشرف غني نن د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه څیړنې وکړي.

د ولسمشرد مطبوعاتي دفترخبرپاڼه وايي چې یو مستقل کمیسون به چې دیني عالمان هم په کې وي، په دې اړه خپلواکې څيړنې کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان حکومت د ټولو اسلامي ازرښتونو ساتنه خپل مکلفیت ګڼي خو چا ته د شخصي محاکمو جوړولو او قضاوت حق نه ورکوي او په خپل سر خلکو ته سزا ورکول، د اسلامي اصولو او شریعت مخالف کار ګڼي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې افغان حکومت هرهغه عمل غندي چې اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي سبب ګرځي.

د ملي وحدت حکومت دواړه مشران به سبا د امریکا ته روان شي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت دواړه مشران به سبا د امریکا ته روان شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني او د حکومت اجرایي ریس عبدالله عبدالله به په دې څلورورځني رسمي سفرکې د امریکا له جمهورریس او نورو لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان او سیمې پرحالاتو خبرې وکړي.

د اجرایي ریس ویاند جاوید فیصل نن ازادۍ راډیوته وویل:

″د افغانستان او امریکا د اړیکو يو نوی فصل به پرانیستل شي.

تر دې مخکې د افغانستان او امریکا روابط د هیڅ یوه لوري په ګټه نه وو نو د حکومت مشران به یې د سمولو هڅې وکړي.″

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت راتلونکې، په افغانستان او سیمه کې له تروریزم سره مبارزه او د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې او تجهیزسره د امریکا د مرستو څرنګوالی هغه درې عمده مسایل دي چې په دې سفرکې به بحث ورباندې وشي.

په کابل کې څلور مشکوک کسان نیول شوي چې د يوې ښځې په وژلو کې يي لاس دلود

د افغانستان د کورنيوچارو وزارت وايي، په کابل کې يې څلورمشکوک کسان نیولي چې ښايي په ښار کې د يوې ښځې په وژل کیدو او بیا د هغې مړي ته په اور اچولو کې لاس لري.

د کورنیوچارو د وزارت وياند صديق صديقي ویلي، په کابل ښارکې د پرونۍ پېښې د څرنګوالي لپاره د پوليسو څېړنې روانې دي.

عيني شاهدانو ازادۍ راډیوته ویلي چې قهرجنوکسانو پرون مازدیګریوه ښځه په دې تورچې د قران مجید یوې کاپي ته يې اور اچولی وو، د شاه دوشمشېره زيارت ته نژدې په وهلو ووژله او مړي ته یې اور واچاوه.

په همدې حال کې د دې ښځې کورنۍ وايي، چې هغې له څو کلونو راهيسې رواني ناروغي درلوده.

یوناما وايي، د افغانستان له خلکو ملاتړ ته به متعهد پاتې شي

په کابل کې د ملګروملتود سیاسي استازي دفتر[یوناما] نن د نوروزلپاره افغانانو ته په ځانګړي پيغام کې ټینګارکړی چې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته به متعهد پاتې شي.

په کابل کې د ملګروملتود عمومي منشي ځانګړي استازي نیکولاس هیسوم نن په یوه خبرپاڼه کې افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې چې نوی کال به د افغانانو ترمنځ د پخلاینې او کراری وي.

اشرف غني: دولتي ادارې دې خبریالانو ته په وخت او دقیق معلومات ورکړي

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني نن ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې خبریالانوته په وخت او دقیق معلومات ورکړي.

د ولسمشرد مطبوعاتي دفترخبرپاڼه وايي، د مطبوعاتو د کارکوونکو په وړاندې تشدد د منلو وړنه دی او په دې ارتباط ټولې پيښې باید په جدیت وڅيړل شي.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ملاتړخپلواکې ادارې [نۍ] پرون وویل چې د ملي وحدت حکومت له جوړیدو راهیسې وخت کې د مطبوعاتو ازادي لا محدوده شوې او د خبریالانو په وړاندې د بد چلند پيښې نه دي څیړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG