د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۲

افغانستان

عدلیه وزارت په هېواد کې د زندانو د وضع دڅېړلو لپاره یوه اداره جوړي

د عدلیې وزارت وایي، د یوې داسې ادارې جوړول په پام کې لري ترڅو په منظم ډول په افغانستان کې د زندانونو او محابسو وضع وڅیړي.

د عدلیې وزیرحبیب الله غالب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تمه کیږي د دې ادارې له فعالیدو سره هغه ستونزې هوارې شي چې دا مهال بندیان ورسره مخامخ دي.

د ښاغلي غالب په خبره په روان کال کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده څه باندې درې نیم زره بندیان د کابل او ولایتونو له زندانونو څخه خوشي شوي دي.

استاد رباني: د نوي کال په مناسب ښکېلې خواوې دې له تاوتریخوالي لاس واخلي

د سولې عالي شورا د نوي کال د را رسېدو په مناسبت په افغانستان کې د جګړو له ښکیلو خواو ونه غوښتي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د دې شورا رییس برهان الدین رباني په یوه خپره شوې اعلامیه کې هیله ښودلې، چې نوی لمریز کال د سولې او ثبات او د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې کال وي.

د طالب وسله والو یو استازی وايي چې له القاعده شبکې نه جلا شوي دي

د عبدالخالق ملکزي په نوم یوکس چې ځان د طالبانو استازی بولي نن وویل چې دوی غواړي له دولت سره سوله وکړي.

نوموړي کس په کابل کې خبریالانو ته څرګنده کړه، چې دی د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې د اتلس زره هغو طالبانو استازی دی چې له القاعده شبکې څخه بیل شوي او دا مهال د دولت پرضد فعالیت لري.

نوموړي وویل چې له ځینودولتي چارواکو سره د دوی خبرې همدا اوس رواني دي:

عبدالخالق ملکزي وویل، چې دوی هغه څه غواړي چې د افغانستان خلک یې غواړي، ده هغه وروستۍ حملې هم وغندلې چې د وسله والوطالبانو له خوا په کندز، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې وشوې.

لا تراوسه افغان حکومت د نوموړي کس د غوښتنو او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلی.

طالبانوهم په دې ا ړه کومه تبصره نه ده کړې.

په بلخ کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

له بلخ ولایت څخه راپورونه وایي، چې په مزارشریف کې د نوي کال د جشن مراسمو لپاره ټولې امادګۍ نیول شوي دي.

چارواکي وایي، چې د مزارشریف په ښار کې د افغان ځواکونو له خوا منظم امنیتي تدابیر نیول شوي او دې ښارته تګ راتګ کوونکي خلک او نقلیه وسایط په جدي توګه څارل کیږي.

په مزارشریف کې به سبا ته د سخي صاحب جنډه هم اوچته شي او ویل شوي، چې دې ښار ته له کابل او نورو ولایتونو څخه لادمخه ډېر خلک ورغلي او حتی په هوټلونو کې د ګڼه ګوڼې له امله مسافر په ښوونځیو کې ځای پرځای شوي دي.

په بلخ ولایت کې مسوولانو ویلي، چې د افغاني سندرغاړو ترڅنګ له امریکا، هند، تاجکستان او پاکستان څخه هم یوشمېر سندرغاړي مزارشریف ته رسیدلي ترڅو د نوروز په میلې کې کنسرتونه هم ورکړي.

د کابل امینه قومندانۍ ځینې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې

د کابل امنیتي مسوولانو یوه اندازه ترلاسه کړې وسلې اومهمات نن د ډایاګ یا وسلې ټولولو پروګرام ته وسپارل.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي د دې وسلو او مهماتو د سپارلو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې دا دولس میله سپکه وسله، ماینونه او د درنو وسلوډول ډول ګولۍ د کابل ولایت له بیلابیلو سیمونه د پولیسو له خوا نیول شوې وې:

جنرال سالنګي وویل، چې د دې وسلو او مهماتو په تړاو څلور تنه مشکوک کسان هم نیول شوي چې دا مهال ترتحقیقاتولاندې دي.

ده وویل، پولیس هڅه کوي له غیرمسوولو کسانو څخه وسلې را ټولې کړي ترڅو په کابل کې لا امنیت ټینګ او خلک د خطر احساس ونه کړي.

ملي اردو په ارزګان کې ۳ تنه طالب وسله وال وژلي دي

د ملي اردو ځواکونه وایي، چې تیره شپه یې په پوځي عملیاتو کې د ارزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال مخالفان وژلي دي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دې عملیاتو کې یو میل ماشینداره او دوه میله کلاشینکوفونه هم ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

تردې وړاندې د لوګر او بغلان ولایتونو امنیتي چارواکو هم ویلي وو، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې تیره شپه د درې پاکستانیو په ګډون شپاړس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نیول شوي دي.

د خوست دارالمعلمینو ته د کانکور ازموینه واخیستل شوه

په خوست ولایت کې د دارالمعلین له سلګونو تنو فارغانو څخه تیره ورځ د کانکور ازموینه واخستل شوه.

په خوست کې د شیخ ذاهد پوهنتون رییس ډاکټرګل حسن ولیزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ازموینه کې بریالي کسان به دوه کاله زده کړې وکړې او بیا به د لیسانس سند ورکول کیږي.

ویل شوي چې په دې درې سوه، څلور اویا کسانو کې یوولس ښځې هم شاملې دي چې دا مهال د خوست ولایت په ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه دنده هم ترسره کوي.

د لوګر په عملیاتو کې ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي

په لوګرولایت کې د افغان اوبهرنیوځواکونوپه پوځي عملیاتوکې تیره شپه نهه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي اوپنځه نور ټپیان شوي دي.

د لوګرد ملي امنیت رییس جنرال رازمحمد لوڼي ازادي راډیوته وویل، چې دا پوځي عملیات د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو له خوا د بهرنیو ځواکونو په هوایي ملاتړ د پل علم په پس اب سیمه کې ترسره شوي دي.

جنرال لوڼي څرګنده کړه، چې په وژل شوو طالبانو کې دوه تنه بهرني اتباع هم شامل دي.

ده څرګنده کړه، چې په دې عملیاتو کې دوه تنه وسله وال مخالفان له اوه میله کلاشینکوفونو، د دولت ضد تبلیغاتي پاڼو او یوه اندازه مهماتو سره نیول شوي هم دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ولسمشر کرزي افغان ولس ته یوه تاریخي وینا کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې سرچینې وايي، جمهور رییس حامد کرزی افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال په ګډون ملت ته د یوه تاریخي وینا لپاره چمتوالی نیسي.

دغه سرچینې زیاتوي چې نوموړی به د نوي کال په لومړی ورځ ملت ته دغه تاریخي وینا وکړي.

د دوی په وینا د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو کمیسیون هم په دې اړه خپل چمتوالی بشپړ کړی دی.

د مخابراتو وزارت هېواد ته یو پوستي ګوډ رامنځ ته کوي

ټاکل شوې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نن دغه هیواد ته یو پوسټي کوډ رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې متعدد پوسټي کوډونه کارول کیدل. تمه ده، چې د یوه پوسټي کوډ له معرفي کیدو سره به د افغانستان په پوستي سیستم کې یو لړ ستونزې هوارې شي.

ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې معلومات ورکړي.

پاکستان: د کابل، اسلام اباد او واشګټن ترمنځ غونډه کې ګډون نه کوو

پاکستان د جمعې په ورځ وویل، د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید په اعتراض کې به د افغانستان په اړه مهمې غونډې کې ګډون ونه کړي. په دې حملې کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو سفیر کامرون منټر یې احضار کړ او ورته وویل شول، پاکستان به د مارچ د میاشتي د ۲۶ مې نیټې په غونډه کې چې د کابل، اسلام آباد او واشنګټن د استازو تر منځ جوړیږي، ګډون ونه کړي.

په پیښور کې استخباراتي منابع وایي، د پنجشنبې په ورځ یوې بې پيلوټه الوتکې د شمالی وزیرستان په دتاخیلو کې، په یوې کلا باندې برید وکړ او ۱۲ کسان یې په کي ووژل. دا سېمه د طالبانو او القاعده شبکې مرکز بلل کیږي.

پاکستاني چارواکي وایي، د توغندیو په دې حملې کې ملکي خلک او پولیس هم وژل شوي دي.

په هلمند کې یو بریتاناوی عسکر تر ټپي کېدو ورسته مړ شو

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، د دوی یو عسکر چې د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې بمي چاودنې کې ټپي شوی و، د جمعې په ورځ مړ شو.

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، دغه عسکر چې نوم یې تر دې دمه نه دی په ډاکه شوی، د چهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کي د ګزمې پر مهال ټپي شوی و.

د دغه عسکر په مړیني سره ، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو انګلیس عسکرو شمېر ۳۶۰ ته ورسید.

وسله الو په شمال کې د سړک جوړونې ۶ تنه انجینیران توښتلي

وسله والو د جمعې په ورځ د افغانستان په شمال کې د سړک جوړولو شپږ تنه انجینیران او د هغوی موټر چلونکي تښتولې دي.

لږ ترلږه پنځلس تنه وسله وال، چې په موټرسایکلونو سپاره وو، د پنجشنبې په ماښام یې په سر پل ولایت کې د یوې ساختماني کمپنۍ درې تنه افغان او درې تنه پاکستاني انجینران د هغوی له موټر چلوونکو سره یو ځای وتښتول.

د امان افغان په نامه ساختماني کمپنۍ انجینیر مهن معروف وایي، د سړک جوړولو دا پروژه د ملګرو ملتونو له خوا تمویلیږي خو د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، د حملې په اړه معلومات نه لري.

افغان پولیس وایي، تراوسه کومې ډلې د پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د جنورۍ میاشت کې په فاریاب ولایت کې هم د یوې ساختمانی کمپنۍ دوه چینایي انجینیران او څلور افغان کارکوونکي د وسله والو له خوا تښتول شوی وو.

ایساف په کونړ کې ګڼ کسان وژلي دي

ايساف ځواکونه وايي، چې د کونړ په شيګل او شلتن ولسوالۍ کې يې پرون پوځي عمليات کړي چې په نتيجه کې يې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو په اعلاميه کې راغلي، لومړى وسلوالو د ائتلافي ځواکونو پر ګزمې د سپکو وسلو ډزې وکړې، ائتلافي ځواکونو ځوابي حمله وکړه او د هوايي بمبارۍ په مرسته يې ګڼ کسان ووژل او يو تن يې ټپي کړ.

په اعلاميه کې د وژل شوېو کسانو شمېر نه دى په ګوته شوى.

دغه ځواکونه دغه راز په خپله اعلاميه کې خبر ورکوي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو د بمونو ماهر حاجي نيکه نيولى دى.

د ننګرهار په خوګیاڼو کې پر بهرنیو ځواکونو ځان مرګۍ برید شوی

تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو ځان وژونکې حمله وشوه.

په سيمه کې د ائتلافي ځواکونو يوه وياند ازادۍ راډيو خبريال ته وويل، چې په دې پېښه کې يې يو ټانک ويجاړ شوى او چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.

خو ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي، بيا ادعا کړې چې په دې ځان وژونکي حمله کې يې ١١ امريکايي عسکر وژلي، بهرنيو ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG