راپورونه  - ازادي راډیو\دازادې اروپا راډیو
        <description>راپورونه </description>
راپورونه  - ازادي راډیو\دازادې اروپا راډیو
واشنګټن یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې امریکايي بندیان خوشې کړي
            <description>د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي طالبان د " یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته دوام ورکوي او له طالبانو یې وغوښتل چې پاته امریکايي بندیان خوشې کړي. 
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابیت سټیکني ازادي راډیو ته داهم وویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي. </description>
د کانونو د کیندنو له زیاتوالي سره، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار وده کړې
            <description>په افغانستان کې د کانونو د کیندنې له زیاتوالي سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار او سوداګري هم پراخه شوې ده.
په دغې سوداګرۍ کې بوخت ځوانان خپل غوړیدلي کاروبار او راتلونکې ته یې خوښ دي، خو سوداګرې میرمنې بیا وایي، دوی ته بازار موندونه لویه ننګونه ده.
د ملي راډیو ټلویزیون او افغان فلم هیرې شوې څېرې، یوسف هېواددوست یې خلکو ته وریادوي
            <description>یو افغان ژورنالیست یوسف هیواد دوست، له لسیزو راهیسې په خپلو ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیس بوک او یو شمیر رسنیو، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني کارکوونکي خلکو ته ورپېژني.
دی وايي، کوم کسان چې ده معرفي کړي شمیر یې له زرګونو هم اوښتی.
امریکا بیا پر لسګونه ایراني اهدافو بریدونه کړي؛ په بحرین کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي
            <description>امریکا ویلي چې تېره شپه یې په ایران کې تر ۹۰ زیات هدفونه ویشتي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې دوی د ایران پر وړاندې د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی او هدف یې :« هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو او د هغوی په ملکي پرسونل د ایران د برید د وړتیا کمول دي.»
د بیان له مخې، د دوهمې شپې په بریدونو کې، نږدې ۹۰ ایراني پوځي اهداف په نښه شوي چې پکې د دغه هېواد د هوایي دفاع سیسټمونه، د ساحلي څارنې تاسیسات، د توغندیو او ډرون سایټونه، سمندري تجهیزات او...</description>
د ناټو مشران: ایران باید اټومي وسله ونلري؛ ټرمپ پر ایران د نویو بریدونو خبر ورکړ
            <description>د ناټو تړون د ۳۲ غړو هیوادونو مشرانو په انقره کې د خپلې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسله ونلري. بلخوا د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په ایران دنویو بریدونو خبر ورکړ. ایران هم ځوابي بریدونه کړي دي. </description>
د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ لا هم اصلي مېنو ته نه دي ستنې شوي 
            <description>ډېرې هغه افغانې کورنۍ چې د پاکستاني ځواکونو د هوايي او راکټي بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ولسوالیو څخه بې‌ځایه شوې وې، لا هم خپلو کورونو او عادي ژوند ته نه دي ستنې شوي.</description>
شاپور ځدراڼ، د افغانستان پیژندل شوی لوبغاړی چې نور نشته 
            <description>د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدران مړی به له هنده کابل ته انتقال او هلته خاورو ته سپارل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغه د جنازې لمونځ او د خاورو سپارلو مراسم به په کابل کې ترسره شي.</description>
امریکا پر ایران بیا بریدونه وکړل؛ تهران: هرهغه اقدام به وکړي چې اړین یې بولي
            <description>د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د پوځي بریدونو نوې لړۍ پیل کړه او د ایران د تېلو د پلور په اړه یې د بندیزونو یو مهم معافیت هم لغوه کړ. دا وروسته له هغې چې واشنګټن تهران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ترسره کولو تورن کړ. وروستیو پیښو هغه نازک اوربند له جدي خطر سره مخ کړی چې په سیمه کې یې جګړه درولې دي. دا د دغه تفاهم لیک راهیسي چې متحده ایالاتو او ایران تېره میاشت لاسلیک کړ، ترټولو جدي کړکیچ بلل کیږي. د دغه تفاهم لیک له مخې د ۶۰ ورځو لپاره جګړه درول کیږي او د هرمزتنګي چې د...</description>
ټرمپ: ګرینلنډ باید د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک
            <description>د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ګرینلنډ باید د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د ناتو د سرمشریزې کوربنه ده، د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره په یوه خبري غونډه کې وکړې. ټرمپ د دې یادونه هم وکړه چې د ګرینلنډ د کنټرول موضوع د امریکا او ناتو اړیکو ته زیان رسولی دی.
د ډنمارک په ګډون چې ګرینلنډ یې ترکنټرول لاندې دی، د ناتوډیرو اروپایي غړیو د نړۍ د دې لوی ټاپو په اړه د ولسمشرټرمپ په...</description>
یو افغان ځوان د معلولو حیواناتو په درملنه او مرسته لګیا دی 
            <description>په هرات کې یو ځوان چې خپله هم جسمي معلولیت لري، معلولو حیواناتو ته د مرستندویو وسایلو په ډیزاین او جوړولو سره هڅه کوي هغوی ته یو ځل بیا د حرکت او ژوند کولو فرصت برابر کړي.
دی وايي، د دغو حیواناتو لپاره یې یو مرکز هم جوړ کړی دی.</description>
ټرمپ  په داسې حال کې په انقره کې د ناټو   غونډه کې ګډون کوي چې  تړون له سختو ازمیښتونو سره مخ دی
            <description>ولسشمرټرمپ  انقره کې د ناټو د ۳۲ هیوادونو د مشرانو په غونډه کې  په داسې حال کې  ګډون کوي چې دغه تړون له اوکراین نیولې ترمنځني ختیځ پورې سختو ازمیښتونو سره مخ دی.
د اروپا امنیت او د امنیتي بودیجې لوړول د اجنډا مهمې برخې دي. خو وروستیو تحولاتو ته په پاملرنې سره به د منځني ختیځ په هکله هم خبرې وشي .
د کورنیو سرپرستې ښځې له دوامدارې بې کارۍ او بیوزلۍ ځوریږي 
            <description>په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر کار لګول شویو محدودیتونو د هغو ګڼو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی چې د کورنۍ سرپرستانې یې ښځې دي</description>
د ملګرو ملتونو چارواکی: له هرو څلورو افغانانو درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري
            <description>د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (DPUN) مشر افغانستان ته دسفر په ترڅ کې وویل چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه دخپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.  الکسندر ډي کرو وايي افغانستان له څو اړخیزو بحرانونو سره مخ دی.  بلخوا ستانه شوي کډوال له بې روزګارۍ سرټګوي.   </description>
په ایران کې میشت افغان کډوال: له جګړې وروسته محدودیتونه زیات شوي 
            <description>د هانا په نوم د بشري حقونو یو سازمان وايي، د ایران په جګړه کې تر ټولو ډیر زیان افغان کډوالو ته رسیدلی دی.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د ( جولای ۵مه) پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،"ډير شمیر افغان کډوال د مهمو اسنادو لکه د واده، طلاق، د ماشومانو د پیدایښت کارت او ورته نورو حقوقي مسایلو په ثبت او راجستر کې له جدي ستونزو سره مخ دي".
د راپور په ټکو، " په ایران کې میشت افغانان د کډوالۍ له حقونو لکه د ماشومانو د سرپرستۍ حق، د میراث، بیمې او د تاوان د ورکړې او ورته نورو قانوني حقونو څخه...</description>
د کلیوالي پراختیا نړیواله ورځ؛ له امکاناتو خالي افغان کلي
            <description>نن د جولای شپږمه د کلیوالي پراختیا نړیواله ورځ ده، خو د افغانستان په یو شمېر کلیو کې ورځنی ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي، محدودو روغتیايي خدمتونو او د ژوند ناکافي فرصتونو سره مل دی.</description>
په کابل کې د څښاک د اوبو ستونزې؛ ډېری خلک وايي په پيسو اوبه اخلي 
            <description>د افغانستان د پلازمینې کابل اوسېدونکي وايي اوس مهال تر بل هر وخت د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
دوي وايي هره میاشت د زرګونه افغانیو اوبه په بیه اخلي داسې مهال چې په کور دننه بې کارۍ او بې وزلۍ هم ورځ تر بلې پراخیږي.</description>
ایران تېره جون میاشت ۱۰۹ کسان اعدام کړي چې لږ تر لږه ۵ یې افغانان وو
            <description>د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» وايي چې ایران د روان کال په جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۹ بندیان اعدام کړي، چې پنځه یې افغانان وو.
دغه سازمان په خپله ویب پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، دا اعدامونه د ایران په مختلفو زندانونو کې ترسره شوي.
تر ټولو زیات اعدامونه ۵۴ مورده د هغو کسانو وو چې د قتل په تور محکوم وو. ورپسې په دویمه کټګوري کې د مخدره موادو اړوندو جرمونو په خاطر په اعدام محکوم شوي خلک وو چې شمېر یې ۴۴ ته رسېده.
«هه‌نګاو» ویلي چې د ټولو ۱۰۹ اعدام شویو بندیانو هویت دغه...</description>
مجتبی خامنه یي د خپل پلار علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې هم را ښکاره نشو
            <description>د ایران مشر مجتبی خامنه یي د خپل پلار او مخکیني مشر آیت ‌الله علي خامنه یي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې حاضر نه و. دغه مراسم د یکشنبې په ورځ د جولای په پنځمه سهار ترسره شول، هغه هم له څه باندې څلورو میاشتو وروسته چې نوموړی د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو په پیل کې ووژل شو.
د جنازې لمونځ د آیت ‌الله جعفر سبحاني په امامت چې د ایران له لوړپوړو شیعه دیني عالمانو څخه شمېرل کيږي، ادا شو.
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د جنازې لمونځ په درېیو پړاوونو کې ترسره شو:...</description>
په درملتونونو کې اوس هم پاکستاني درمل پلورل کیږي، خو پرې لګول شوي بندیز ته په پام هغه له کومو لارو افغانستان ته وړل کیږي
            <description>په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري دې هیواد ته د پاکستاني درملو د وارداتو د بندیز له اعلان سره سره د پلازمینې کابل په درملتونونو کې لا هم د پاکستان جوړ درمل په پراخه کچه موندل کېږي.
دا وضعیت پوښتنه راپورته کوي چې که له پاکستانه د درملو واردات بند شوي، نو دغه درمل له کومو لارو د افغانستان بازارونو ته رسیږي؟
د درملتونونو مسولان ادعا کوي چې دغه درمل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بیلابیلو لارو په غیر قانوني ډول افغانستان ته راوړل کیږي او اوس مهال د کابل بازارونه پرې ډک دي.
دا په داسې...</description>
یو شمیر کابل ښاریان: د تودوخې له زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې 
            <description>د پلازمینې کابل یو شمیر اوسېدونکي وايي، لویان او ماشومان شیبه په شیبه په دیواله سوئېچونه یا ټڼۍ ځکه وهي چې ګوندې دوی ناخبره او برښنا راغلې وي، هغه چې د دوی په خبره د دوبي په راتګ او د ګرمۍ په زیاتېدلو سره یې پرچاوي زیاته شوې ده.
د کابل د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکي فرید ازادي راډیو ته وویل: " دا یوه اوونۍ کېږي چې برقونه خرابه دي، ماښام ولاړ شي، بیا د شپې دولس بجې، یوه بجه راشي، د ورځې له خوا هم سهار ځي، ګرمه څپه راغلی، مونږ د شپې له خوا تاخانه کې ویده کېږو. "
یوشمیر هغوی چې په بلاکونو کې...</description>