خبرونه  - ازادي راډیو\دازادې اروپا راډیو
خبرونه  - ازادي راډیو\دازادې اروپا راډیو
خیبرپختونخوا ایالت کې سېلابونو د افغان کډوالو یو موټر وړی
            <description>پاکستاني رسنیو د مرستندویو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو موټر چې افغان کډوال په‌کې سپاره وو، سېلاب په مخه کړ او د ورځې تر پایه یوازې د درېیو کسانو مړي وموندل شول.
پېښه لنډي کوتل کې شوې او چارواکي وايي د موټر د نورو سورلیو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
تر اوسه دا معلومه نه‌ده چې موټر کې څو کسه سپاره و، خو راپورونه وايي دغه کډوال افغانستان ته د ستنېدو په لار و.
د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې راهیسې د هغو افغان کډوالو د نیولو لپاره نوی کمپاین پیل کړی چې د دوی په وینا...</description>
په منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې
            <description>ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ماښام د ایران د شېراز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس ویلي، لومړني راپورونه ښيي چې د شېراز ښار په شمال لوېدیځه برخه کې پر یوې سیمې هوايي برید شوی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه اعلامیه نه‌ده خپره کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې نوی پړاو له نهو ورځو راهیسې روان دی او ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د ختیځ او لوېدیځ اذربایجان او بوشهر ولایتونو پر ځینو سیمو د...</description>
د افغانانو لپاره د کډوالۍ غمیزه؛ د نیمروز په دښتو کې لا هم ۱۴ کسان ورک دي
            <description>د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) وايي چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ «د سرطان په ۲۹مه» په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د هغو پنځو ځوانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې مړي یې په دغو دښتو کې موندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د خپلو سیمه‌ییزو همکارانو په مرسته د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.
تر دې مخکې نیمروز کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و چې د هغو پنځو ځوانانو...</description>
UNHCR: سویس د زیانګالو افغانانو د لاسنیوي لپاره ورسره نوې مرسته کړې
            <description>د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري د سویس د ۲،۴ میلیون ډالرو د مرستو هرکلی کوي او وایي چې د دې هیواد په دې سخاوتمندانه مرستو به وکولای شي چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو چارې مخ ته یوسي. دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې مرستو سره به دغه راز وکولای شي چې په ټولنو کې د راستنېدونکو کسانو د ادغام او زیانګالو ټولنو دوامداره ملاتړوکړي.
د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري ویلي چې په افغانستان کې د زیانګالو د لاسنیوي لپاره کافي بودیجه نه لري او...</description>
په نړۍ کې د تېلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو څخه واوښته
            <description>په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او ایران د پرله ‌پسې نهمې شپې لپاره پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ، د برېنټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو واوښته. د امریکا د اومه تېلو بیه هم څه باندې ۲ سلنه لوړه اود هر بېرل بیه یې څه باندې ۸۴ ډالرو ورسیده.
هغه راپورونه چې وایي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر کم شوی هم په نړۍ کې د تېلو د بیو د لوړېدو لاملونه ګڼل کیږي.
د جولای په ۲۰مه، د اسیا په بازارونو کې د امریکا ډالر هم د ډېرو مهمو نړیوالو اسعارو پر وړاندې یوڅه پیاوړی شو.
امریکایي...</description>
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې 
            <description>د امریکا د جیولوژۍ سروې اداره د دوشنبې سهاروختي د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبر ورکوي.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۴،۵ درجې ثبت شوی، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په ۹۷ کیلومترۍ کې ۱۰۵ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دې ادارې په وینا د دغې زلزلې ټکانونه ښایي په جرم او شاوخوا سیمو کې احساس شوي وي.
شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په سیمه کې دوه پرله پسې زلزلې شوې وې چې د یوې شدت یې د ریښترپه کچه ۵،۳  او د بلې ۴،۵ وو. د دغو زلزلومرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه...</description>
په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو
            <description>د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم...</description>
هسپانیا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام اتلولي وګټله
            <description>هسپانیا د دې جام په پایلوبه کې چې تیره شپه د امریکا د نیوجرسي په لوبغالي کې ترسره شوه، ارجنټاین ته یوـ صفر ماتې ورکړه.
دواړو ټیمونو د لوبې په عادي وخت، نوي دقیقو کې کوم ګول ونه واهه خو د اضافي وخت په ۱۰۶ دقیقه کې د هسپانیا لپاره یوازنی ګول فیران توریز وواهه او د خپلې لوبډلې لپاره یې د دې جام اتلولي خپله کړه. هسپانیا تردې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.
ایران یو افغان تبعه د یکشنبې په سهار اعدام کړی 
            <description>د ایران قضایه قوې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره په تړاو د یوه افغان او یوه ایراني د اعدام خبر ورکړ.
د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور په اساس میزان اژانس چې د ایران قضایه قوې پورې تړلې ده خبر ورکړی چې د عرفان اسفندیاري او افغان تبعه ګل محمد محمدي اعدام د یکشنبې په سهار د اصفهان په دستګرد زندان کې اجرا شو.
تېره اوونۍ په ایران کې د نیول شویو کسانو د وضعیت د تعقیب کمېټې خبرداری ورکړی و چې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره د تړلیو ۱۲ کسانو لپاره د اعدام حکمونه د ایران د سترې محکمې...</description>
په نیمروز کې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي 
            <description>په نیمروز کې طالب چارواکي وایي چې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي.
مخکې د ۱۹ کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی و چې له ډلې یې د نیمروز د امنیه قومندانۍ د ویاند ګل محمد قدرت په خبره د پنځو تنو مړي پيدا شول.
د قدرت په ټکو،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
دا کسان ظاهراً ایران ته د تلو په نیت د نیمروز په دښتو کې ورک شوي.
د لادرکو کسانو د لټون د عملیاتو اړوند خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پوځي هیليکوپټر او موټر د نیمروز په دښتو کې ګرځي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران په دارخوین اټومي تاسیساتو د برید راپورونه څېړي 
            <description>د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې امریکا د یکشنبې په سهار په خوزستان کې د دارخوین د اټومي تاسیساتو په یوه سایټ چې تر کار لاندې وو مرمۍ توغولي دي.
د ایران اټومي انرژۍ ادارې د امریکا دا حمله غندلې او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې بللې.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران دا تاسیسات د بیارغونې په لومړنیو مراحلو کې و او د پخواني تفتیش له مخې لا پکې اټومي مواد نه و ځای شوي.
واشنګتن سمدستي د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دارخوین یوه ملکي اټومي زیربنا ده چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې...</description>
په یوه ورځ کې څه باندې ۴زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي،"یوازې د جمعې په ورځ نژدې ۸۰۰کورنۍ افغانې کورنۍ چې ۴۲۳۵کسان کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي".
هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ډیر شمیر دغه کورنۍ د تورخم له لارې راغلي.
د فطرت په ټکو،"له ایرانه هم نژدې ۲۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اخراج شوي دي".
پاکستان د روانې جولای میاشتې له لسمې راهیسې یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړه.  
په وروستیو کې کلونو کې په...</description>
د نیمروز په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي
            <description>د نیمروز ولایت په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبې سیمه ییز رسنیو ته ویلي، "د هغو نهو ځوانانو له ډلې چې غوښتل يې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي د پنځو تنو جسدونه موندل شوي او څلور نور نادرکه دي".
د قدرت په ټکو، جسدونه په دښتو کې موندل شوي.
قدرت وړاندې وویل،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
یو شمیر سیمه ییزو رسنیو د دغه ځوانانو شمیر...</description>
پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، د ایران په جنوبي ښارونو په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د سنټکام په ټکو،" د ایران هوايي مدافع سیسټمونه، د سواحلو څارونکي سیسیټمونه، سمندري وړتیا او د توغندیو زیرمې په نښه شوي دي".
ایران بیا تیره شپه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل چې دوه امریکايي سرتیري په کې وژل شوي او یو بل نادرکه...</description>
UNDP وایي، د سوداګرۍ جوازونو د ترلاسه کوونکو ښځو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره شوی دی
            <description>د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د شمېرو پر بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال مخکې د ښځینه سوداګرو د رسمي جوازونو شمېر د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ ترمنځ و، خو اوس له لسو زرو څخه اوښتی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د استازي مرستیال، دوئل موکرجي، په هغې مرکې کې چې د شنبې په ورځ د دې ادارې پر پاڼه خپره شوې، ویلي چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتېدو اصلي لامل دا دی چې د ژوند نورې لارې ورباندې تړل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې هغه...</description>
د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د یکشنبې ناوخته د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ ترسره شي
            <description>د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې به د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین او هسپانیا ملي لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو لپاره سره مخامخ شي.
دا لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.
د نیمه پایلوبې په پړاو کې ارجنټاین په یوې حساسه لوبه کې، چې تر ۸۵ مې دقیقې پورې له انګلستان څخه د ۱-۰ په وړاندې شاته و، په وروستیو دقیقو کې دوه ګولونه ووهل او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
تر دې وړاندې، هسپانیا هم د فرانسې ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړې وه.
تمه ده چې د امریکا...</description>
ایران د فارس خلیج هېوادونو ته د پوځي غبرګون خبرداری ورکړ
            <description>پر ایران د امریکا د بریدونو له اوومې پرله‌ پسې شپې وروسته، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج ګاونډي هېوادونه باید د "ناڅاپي او متناسب" پوځي غبرګون لپاره چمتو وي.
تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې سپاه پاسداران په خپلې اعلامیې کې هغو هېوادونو ته چې د امریکا پوځي اډې پکې شته، خبرداری ورکړی چې خپل ملکي دفاعي واحدونه فعال کړي او ملکي وګړي له احتمالي پوځي هدفونو څخه لرې وساتي.
د سپاه پاسداران دا خبرداری سمدستي وروسته له هغې خپور شو چې د امریکا په پوځي...</description>
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې د هوا تودوخه مخ په زیاتېدو ده
            <description>د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) څانګې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په دې هیواد کې د هوا د تودوخې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه سازمان کورنیو ته د سختې ګرمۍ پر وړاندې د ځان ساتنې لپاره یولړسپارښتنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره خلک باید ډېرې اوبه وڅښي، په یخو اوبو غسل وکړي، سپکې او ازادې جامې واغوندي، له سیوري لرونکې خولۍ او د لمر عینکو څخه کار واخلي او هره ورځ لږ، خو په څو وخته خواړه وخوري.
همدارنګه، د سیوري لاندې پاتې کېدل،...</description>
ګوتریش: د ایران پر ملکي تاسیساتو بریدونه د منلو نه دي
            <description>د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویوګوتریش د ایران پر ملکي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په اندېښنه ښودلې ده.
د ګوتریش ویاند سټفین دوجاریک رسنیو ته ویلي،" دغه بریدونه د منلو نه دي".
امریکا په وروستیو څو ورځو کې د ایران پر ملکي تاسیساتو او پلونو بریدونو وکړل.
د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي،"پر ملکي تاسیساتو بریدونه د جګړې له قوانینو سرغړونه ده".
بل د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نژدې خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی چې د امریکا په تازه بریدونو کې د بندرعباس کې دوه پلونه وویشتل شوي دي.
ایران په ځوابي...</description>
د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: طالبان دې د یفتل پېښې په تړاو د نیولو کسانو جبري اعترافونه نه اخلي
            <description>د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا د یو شمیر کسانو د نیولو او شکنجې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ټولنې پرون ماښام د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ له پېښه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ښکاري طالب ځواکونو یو شمیر کسان نیولي او جبري اعترافونه يې اخلي".
د دې ټولنې په ټکو،" هیڅ څوک باید د توقیف پرمهال د شکنجې، سپکاوي او جبري اعترافونو سره مخ نشي".  
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډيوګانو کراره...</description>