د موبايل تیلیفون له لارې د هېواد له یوې سیمي نه بلې ته د پیسو لیږدول، د ضرورت او غوښتنې په وخت کې د دولتي ادارو د منسوبینو د تنخوا ورکړه، د برېښنا د بلونو تحویلول،د پورونو ورکړه، پرې کول او د پیسو د لیږدولو داسې نورې چارې، هغه اسانتیاوې دي چې افغانستان بانک او د روشن مخابراتي شبکه ورته، د یو سیستم د فعاله کولو خبرې کوي.
د دې بانکي او مخابراتي ګډ سیستم د فعالولو تړون د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک او په هېواد کې د روشن د مخابراتي شرکت ترمنځ لاسلیک شو، د افغانستان بانک ريیس عبدالقدیر فطرت وویل:
(د دې کمپنۍ استازي باید تل په پیسو سمبال وي او هر مستحق چې ورځي باید د هغه پیسې ورکړي.
د موبایل په یوه ځانګړي او سیرې شفر کېدای شي یو سړی، ده ته ورلیږل شوی پیسې، پرته له ځنډه ترلاسه کړي.)
دا سیستم د نړۍ په ډیرو پرمختللو هېواد ونو کې له پخوا څخه پیل شوی او خلک یي له کارونې خوښ دي، خو په افغانستان کې لومړی ځل دی چې د روشن د مخابراتي کمپنۍ له خوا فعالیږي.
په کابل کې د روشن د مخابراتي خصوصي کمپنۍ استازی کریم خواجه وویل،
دوي چمتو دي د موباییل له لارې د پیسو په لیږدولو کې، د دولتي او غیر دولتي ادارو او خلکو له غوښتنو سره سم چارې پر مخ بوزي:
(دا میلیونونو افغانانو ته، د مالي اسانتیاو د برابرولو مانا لري، هر سړی کولای شي چې د یوه موباییل تیلیفون په لرلو سره، له دې سیستم نه کار واخلي.
دا سیستم دولتي او غیر دولتي ادارو او خلکو ته د مالي چارو شفافیت باوري کوي. )
افغانستان بانک وایي، دوي به له ولایتونو سره د کورنیو چارو، مالیي او دفاع وزارتونو ډیرې مالي چارې، د همدې سیستم له لارې ترسره کړي.
ځیني خلک وایي، د دې سیستم له لارې کېدای شي، ناجایزې او غیر قانوني پیسې هم له یوه ځایه بل ته ولیږدیږي، خو افغانستان بانک وایي، د برېښنایي بانکداری سیستم کولای شي چې د پیسو قانوني او غیر قانوني لیږدول کنترول کړي.