د هلمند د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ویل شوي دي، چې د نادعلي ولسوالۍ په نري مانده سيمه كې د ايساف ځواكونو په هوايي بريد کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن يې سخت ټپي شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په يوبل بريد کې چې د نادعلي ولسوالۍ په اړوندو سیمو كې د طالبانو پر يوه موټر شوې، پنځه تنه نور وسله وال وژل شوي دي. په خبرپاڼه كې راغلي دي چې په دې بريد كې ملكي كسانو ته زيان نه دى رسيدلی.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.