د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې بدخشان، بغلان، خوست، بامیان، تخار او سمنګان کې به د باران اندازه له لسو نه تر ۲۰ملي مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې هم د تندو بادونو اټکل کیږي.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د طالبانو د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه ۳۰۱ تنه د ورښتونو او سیلابونو له امله مړه شوي او ۴۰۰ نورټپیان شوي دي. له اتلس زره زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې او ډیرو بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه رسیدلي دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او د طبیعي پېښو له امله د پراخو زیانونو شاهد وو.