په کابل ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په شمول څلور کسان په یوه وسله وال برید کې وژل شوي.
په کابل د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د یکشنبې په ماسپيښین شهزاده سرای ته نږدې د زرګرانو په بازار کې شوې.
په وژل شویو کې د الله ګل مجاهد زوی احسان الله، د هغه یو ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو عام سړی وژل شوي.
د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دوی پلټنې پیل کړي او سمدستي یې د الله ګل مجاهد د یوه وراره په شمول دوه کسان د دې پېښې په تړاو نیولي.
الله ګل مجاهد د پخوانۍ ولسي جرګې غړی له لانجمنو څېرو څخه دی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو نیول شوی وو.
دی تر څه وخت وروسته خوشې او له افغانستانه ووت.
خو په بیا راتلو سره د ۱۴۰۲ کال په سرطان/چنګاښ کې ونیول نیول شو او د طالبانو یوې محکمې د طالبانو د استخباراتو د یوه غړي د وژنې په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.