په بلوچستان کې نن یکشنبې په یوې چاودنه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نورټپیان شوې دي

ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا په دې چاودنه کې د پوځیانو یو رېلګاډی په نښه شوی و.

دغه چارواکي چې نوم یې ندی په ډاګه شوی فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه پیښه کوټې ته نژدې رامینځته شوې او پوځیان هم په قربانیانو کې شامل دي. په دې پيښه کې له ۵۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

انځورونه ښيي چې د رېلګاډي یو واګون چپه شوی او خلک هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي راوباسي.

چارواکو ویلي چې په دې رېلګاډی کې د پوځ سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي سپاره وو او له کوټې څخه پیښورته روان و.

د چارواکو په خبره رېلګاډی د چمن پاټک له سیګنال څخه تېرېده چې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د رېلګاډي له یوه واګون سره وجنګېد، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه.

دغې چاودنې د رېلګاډي کړکۍ ماتې کړې او نږدې موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

یوه بل چارواکي دې آژانس ته ویلي چې پوځیان د اختر د رخصتیو د لمانځلو لپاره خپلو کورونو ته تلل.

تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستي خو په دې نا ارامه ایالت کې اکثره بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان پوځي او نورحکومتي چارواکي او ځایونه د بریدونو لپاره په نښه کوي.