د انګلستان په کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له پیښې وروسته چې اووه کسان پکې مړه شول، د افغانانو په ګډون د نهو مشکوکو قاچاق وړونکو محاکمه د سې شنبې په ورځ په پاریس کې پیل شوه.
څارنوالانو د افغانستان، عراق او سوډان نهه اتباع د غیرعمدي وژنې، له خطر سره د مخ کولو او بریتانیا ته د غیرقانوني ننوتلو لپاره د اسانتیا برابرولو پرمواردو رسماً تورن کړي دي.
دا کښتۍ چې ۶۵ کډوال پکې سپاره و، د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د فرانسې له بندري ښارکالې څخه انګلستان ته پر لاره وه چې د انجن د خرابوالي له امله ډوبه شوه. د ژغورنې کارکوونکو د شپږو غیرقانوني کډوالو جسدونه له اوبو څخه را وویستل اود یوه بل تن مړی وروسته د هالنډ په سواحلو کې وموندل شو.
د راپورونو له مخې د څو اروپایي هیوادونو لخوا ترسره شویو پلټنو وموندله چې په فرانسه او جرمني کې د قاچاق وړونکو یوې منظمې شبکې هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل، انګلستان ته بیول. ویل شوي دغه شبکه د عراقي کردانو له خوا اداره کیده. د دې شبکې یوې څانګې په جرمني کې د کډوالو لوژیستیکي چارې سمبالولې او ظاهراً افغان ډلې هم ورته خلک پیدا کول چې انګلستان ته یې ولیږي.
ویل کیږي چې قاچاق وړونکو انګلستان ته د تګ لپاره له هر کس څخه څه کم یونیم زر ډالر اخیستل.
له کلونو راهیسې، غیرقانوني کډوال د انګلستان کانال له لارې په کوچنیو ربړي کښتیو کې بریتانیا ته د تیریدو هڅې کوي چې ډیری وختونه له خطرناکو پیښو سره مخ کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو ترټولو بده پیښه څلور کاله مخکې رامنځته شوه چې ۲۷ غیرقانوني کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.