د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هیوادونو د یووالي د لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه له تاجکستان څخه ۹ د ۵ په مقابل کې وګټله. د سعودي عربستان پلازمینه ریاض د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان په بې ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره دی. افغان لوبډله به د پنجشنبې په ورځ له ایران سره لوبه کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې داسې مهال په دې لوبو کې ګډون کړی چې تراولس کلونو کشرې لوبډلې یې تیره اونۍ د آسیایي جام لوبو اتلولي خپله کړه.