چین وایي، چمتو دی چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې دومره وویل چې چین چمتو دی چې له افغانستان سره د اړتیاوو په پوره کولو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۹۴۵ نور ټپیان دي. دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د افغانستان شمالي ولایتونه په تېره بلخ او سمنګان ولړزول او ټکانونه یې ان په کابل او نورو ولایتونو کې هم حس شول.