د سوریې د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد وسله والو ډلو موافقه کړې چې ځواکونه یې د دفاع وزارت په تشکیل کې مدغم شي.
سانا دولتي خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې په دې اړه پرېکړه د وسله والو ډلو له استازو سره د سوریې د نوي مشر، احمدالشرع په کتنه کې شوې ده. په دې غونډه کې کرد ځواکونو چې د سوریې د شمال ختیځ ځینې برخې یې په ولکه کې دي، ګډون نه و، کړی.
له دې مخکې احمدالشرع چې به ابومحمدالجولاني مشهور دی، اعلان کړی و، چې په دې هېواد کې ټولې وسلې باید د دولت په کنټرول کې وي.
د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والو ډلو د ډسمبر په اتمه د بشاراسد رژیم وپرځاوه او پر دې هېواد واکمن شول.