د بدخشان د مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ ترمنځ د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو مسافر وړونکی پاسو ډوله موټر کوکچې سیند ته نسکور شوی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي، په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.